Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

نعمت الله دلشاد كاكړ

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
نعمت الله دلشاد كاكړ د الله داد خان كاكړ زوى، په 1977م /1356ل كال د پښين د خانوزۍ د مرغه ذكريايي كلي اوسېدونكى دى. لومړنۍ زده كړې يې د خپل كلي په ښوونځي كې ترسره كړي او منځنۍ زده كړې يې هم بشپړې كړې دي، ان چې د كوټې پوهنتون څخه د جغرافيې په څانګه كې خپلې لوړې زده كړې بشپړې كړې دي. له لسو كلونو راهيسې يې شعر ليكل پيل كړي، څه چې يې په سترګو ليدلي او يا هم محسوس كړي، د اړتيا له مخې يې د شعر په بڼه انځور كړي، بيا يې نورو ته وړاندې كړي دي. په شاعرۍ كې د ساده بيان خاوند او د ښې روانې لهجې خاوند دى.
دلشاد د كوټې هغه ځوان دى، چې تر اوسه لا ډېر شهرت نه لري او په مطبوعاتي ډګر كې هم نه دى ځلېدلى. خو اميد شته چې دى له دغه تياره ګوټ څخه ځان راوكاږي او په ادبي ډګر كې د خپل مسووليت له مخې چوپړ ووهي. دى په باطن ساده انسان دى.
جبران وايي: ”شاعر يو بې وسلې شوى پاچا دى، چې په ايرو كې ناست دى او هڅه كوي په ايرو كې يو انځور جوړ كړي“. دغه پر ايرو انځور ځينو كسانو ته تر طلايي تابلوګانو ارزښتمن وي او ځينو نورو ته تر تشو خاورو هم بې ارزښت وي. هغه كس چې هنري ذوق ولري او د هنر په رمز پوه وي، هغه ته د هنر ټولې باريكۍ معلومې وي او هغه پوهېږي چې د هنر ذاتي ارزښتونه څه مقام لري.
دلشاد اوس د هنري پرمختګ مزل پيل كړى او كه هوډ يې همداسې د غره په شان ټينګ پاتې و، نو كېدى شي د منزل پر سيمه ګام كښېږدي او بريمن شي. شعر يې د پرمخيون څرګندويي كوي او داسې برېښي چې دى به نور هم وغوړېږي.

غزل
ګلې! به ستا مخې ته څه تېروم؟
بس جفاګانې دې په زړه تېروم
د اسمان لمنه دې رڼا كړه سپوږمۍ
ستا پلوشو ته ټوله شپه تېروم
وي ستا د وروزو عكس مې سترګو ته پروت
چې پر كاغذ ليكه كږه تېروم
تر ما به څوك وي ستا د مينې حقدار
چې دې ديدن ته سره غرمه تېروم
لكه شفق د اسمان لمن ونيسي
زنده ګي داسې په وير سره تېروم
له پلوشو سره راخېژه سپوږمۍ
كاروان د مينې پر دره تېروم
د زړه په سترګو مې نژدې وليدې
په غلا اوس ځان ستا تر كوڅه تېروم
ډېر مې مېلمه كړې اوس ورځه بېلتونه!
دلشاد د وصل خوږه شپه تېروم.

جامې
سږ دى بيا په لوى اختر كې جامې نوې
ولې نه ګورې بڼې تا زما د سوې
پلوشې چې دې خورې شي زما پر لوري
ستا و مخ ته به رڼا د سپوږمۍ څه وي
د وصال رڼا ښكاره كړه په تورتم كې
د بېلتون له توره زنګه مې زړه چوي
له پښو ولوېدم پر وصل ستا د لارې
پر ګونډو درځم تڼاكې مې ورغوي
څوك د مينې لېونى ستا د اشنا دى
خداى خبر ستا په نظر كې به څوك ښه وي
زه چې ستا خبرې اورم ستا په څنګ كې
نه منمه چې به ستا د غوښې زړه وي
سپين غاښونه خوله دې ډكه له مرمرو
دلشاد وايم سپينې خوله مې شم كنډوي.

د قام وزر خلك
لړ د مرغلرو يو، دا د لر و بر خلك
يو فكر او سوچ مو دى، يو د يو نظر خلك
زړه مو د احساس ټكړه وينه مو د مينې ده
نه د دنيا وږي يو، نه د چا د در خلك
بېل يې يو له بله كړو، دلته چې وګړي دي
نه تلو په يوه تله، واړه كُټ او زر خلك
ليك كله پر ماڼو كړو، څه وخت چې كاغذ نه وي
هم تر غرو سرلوړي يو، هم تر غرو زور خلك
هغه لاره وښيو، رسي تر اسمان ځي
الوزي مرغه غوندې، يو د قام وزر خلك
نه د برېښنا رنګه ده، دغه زموږ اغزنه لار
ليرې منزلونه دي، يو د لوى سفر خلك
مړه كه څراغونه كړو، بل چې وي په نيو تل
لوړې حوصلې لرو، دومره زړور خلك
نور كه هېڅ هم نه لرو، مينه په قام ګډه كړو
دلته مينه وكرو، واخلو د هنر خلك
دلته لارې وتړو، هغو قافلو لره
تګ چې كوږ د مار كوي، نه ځي برابر خلك
تورې تيارې نه غواړو، هرڅو كه خنكۍ راوړي
ښه سپينه رڼا غواړو، خوښ يو موږ په لمر خلك
ډېوې په ورغوي وړو، هغو تورو شپو لره
هم دغه دلشاده وي، بس د قام د سر خلك.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005