Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-06-01  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

زماجنګړه

 

تيره شپه مى ناقراره وه رانعلې

ماښودلې درته لاره وه رانغلې 

ستا دهيلو ډيوه ټوله شپه زمازړه کى

لګېدلې   تر  سهاره   وه   رانغلې

هاغه،پورې غره کې زموږدکاڼوکلې

در ته رنګ  مى  هره باره  وه  رانغلې

ماوې ټول شته زړه ځواني به ستاپه نام کړم

خو دا برخه   مې  هم  خواره  وه   رانغلې

،، بى ريا ،، درته تنها سترګې په لاروو

دا جونګړه خو  وز ګاره  وه  رانغلې

محمد صابر ( بى ريا)   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005