Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالغفار بریالی

عبدالباري جهاني
 د مشکوکاروان له کتاب څخه
 په کال نولس سوه نه اويا کی د منی په شپو ورځو کی د کندهار په هوایی میدان کی د حاجیانو الوتکه پر مځکه کښېنستله. او د خلقی رژیم پولیسو څو تنه حاجیان، مخکی له هغه چی د خپلو خپلوان دی مخ وگوری، د معمول سره سم د عادی پوښتنو او تحقیقاتو په پلمه ورسره بوتلل. په دغو حاجیانو کی چی پولیسو ورسره بوتلل ، مولوی عبدالغفار بریالی هم شامل و چی بیا یې تر مرگه پوری چا مخ ونه لیدی. او نه یې پسله مرگه چاته قبر معلوم سو. مولوی عبدالغفار بریالی د کندهار دکلاسیک طرز د شعر د وروستي ځلانده ستوري په حيث د تل لپاره د ادب له آسمان څخه پرېووت.
 توری زلفی یې اوږدې د مخ پر لوری که هندو پښې غځولي دي قرآن ته
 کج که سولې پېچاپېچ سره ټولېږی که فرعون سجده وکړله ځان ته
 زاغ د خط دی کړې مڼولي په مخ ښخي که شیطان و لاس یې واچاوه ایمان ته
 بېهوده تړمه عشق په تار د صبر زمری کله نیسي پزه و پېزوان ته
 بریالیه خال که گوښه د کږو ورځو دا کتاب ضرورت نه لري نښان ته
 مولوی عبدالغفار بریالی د کندهار اوسېدونکی و او د عمر وروستي لس دوولس کاله یې د هلمند ولایت دگرشک په اولسوالي کی د دیني علومو په تدریس تېر کړل. په پښتو ، فارسی، عربی او اردو ژبو یې خبری کولې او فارغ وختونه یې معمولا په عبادت او شعر ویلو تېرول. بریالي خپل تقریبا ټول شعرونه په کلاسیک سبک لیکلي دي، او د شعرونو مضمون یې زیاتره خط و خال ، وصال او هجران او جانان او رقیب دی. خو دهمدغو محددودو مضامینو دافادې دپاره یې په زرهاو الفاظ او ترکیبات درلودل او که د مرگی څپېړی نه وای وهلی نوهرو مرو به یې د یوه کاکړ شاعر په حيث د خپلو اسلافو، پیر محمد کاکړ او شمس الدین کاکړ ادبی خلا ډکه کړې وای.
 پر دماغ می خطر ناک اثر د چا دی دا هجوم چی بلوی شرر د چا دی
 که آسمان دی په ابرو وهلی نه دی پکښی ډوب دا هلالي خنجر د چا دی
 وایه تاچی بریالی وژلی نه دی دا په غېږ کی دی پرېکړی سر دچا دی
 مولوي عبدالغفار بریالي د مذهبی علومو ابتدایی زده کړه د کندهار له بېلو بېلو مذهبی علماو څخه وکړه او وروسته د عالي مذهبي تحصیلاتو دپاره د هند د دیو بند مدرسې ته ولاړ، او له هغی مدرسې نه هم په ممتازه درجه فارغ سو. او سمدستي کندهارته ستون سو. د شعر له پوخوالي څخه یې څرگندېږي چی په ډېر کم عمر کی یې په شعر ویلو پیل کړی وي، خو له مطبوعاتو سره یې دونه کمه علاقه ساتله چی نه په ژوند کی له کندهار څخه بهر چا پېژاند او نه یې پسله مرگه چندانی څوک له نامه سره آشنا وه. یا لږ ترلږه لکه څرڼه چی د ده حق و هغسی چا نه پېژاند. خومولوی عبدالغفار بریالي د شعر ویلو ترڅڼ د موسیقۍ خصوصا د هند له کلاسیکی موسیقۍ سره ډېره زیاته علاقه درلوده اودغه علت دی چی دکندهار تقریبا ټول محلی سندرغاړي د ده له نامه آشنا او د ده شعرونه یې زمزمه کړي دي.
 نن که دي پر ما باندی د جبرو ستم واري دي سرې شونډی گلناري دي
 ستا د عبادت کتاب زما د هجر یو جواب
 وینم په خلوت کی د ریا پردې هواري دي
 شیخه تهمت بس که نور وزي مي له خولې څه شور
 ولاړ سه ناواقفه د عشق نوري نوري لاري دی
 مولوی عبدالغفار بریالی د پښتو ژبي د نازکخیال او موښاف شاعر عبدالحمید ماشوخېل په پیروی د حسن د ستایلو پر میدان زلفو اوخط ته تر هر څه زیات متوجه دی. او په دې برخه کی یې د کندهار تر ټولومعاصرو شاعرانو هم د کيفيت له مخی ښه او هم زیات بیتونه ویلی دي.
 خط دی ورکړه مخ ته نوې زېبايی
 زياتوی شبنم و گل ته صفايي
 دا اطلس دی مبارک وي دې مکې ته
 د حاجی سره احرام وی خوبايي
 سپين کاغذ وې بې پايدې گوڼی په ژبه
 په تور خط سی د کاغذ خوشنمايي
 په سنبلو خار گيری د جنت ښه ده
 هر باغوان بد وړي د باغ په رسوايي
 =================
 چی پر لوېدې داستا د زلفو سيوري
 په هغو رنجو آهو کړې سترگی توري
 چی منصور يث کړ بد نام په سپينه ږيره
 پر ما هغه فتنې د پاسه اوري
 د غاښو زېب دی خزان کړ خط د ږيری
 په پېرونی پوری وی هغه وړ پوري
 تور گيسو دی سو را مات مخ پر لبانو
 حبشی دی د حيات پر مېنه ښوري
 بخت می تور په تور گيسو کی راڅه ورک سو
 په کتو می سوه سياهی د سترگو توري
 خدايه ماهم په دې تور کی پسی ورک کړې
 مه وای اړ د دې کتاب په پنځه توري
 بريالی کاشکی د خضر انډيوال وای
 چی ايستلای می تر خولې خبري توري
====================
 چی د خط په ايرو مخ سو د جانان تور
 زما په سترگو کی سوه مځکه او اسمان تور
 دا پر مخ باندي يې څوکي د خط ښکاري
 که توی سوي دي د زلفو څه ريڅان تور
 ريحان نه زما د تور طالع اثر دی
 د سياه باد په توره شپه سو گلستان تور
 دا ريحان نه دی زما نا اميدي ده
 ومېلمه ته سخي نه ايږدی سترخوان تورړ
 دا خط نه دی مفلس خط دی برياليه
 تاواني معامله دار پرېږدی دکان تور
 مولوی عبدالغفار بريالي نه يوازی ښايسته غزلی او د موسيقۍ د تودو محفلونو د پاره ښکلي غزلی او نظونه ليکلی دی، بلکه د پخوانيو شاعرانو په پيروی يې ځينی داسی قحط القافيه شعرونه ليکلي دی چی ساری يې چندانی نه ليده کېږی.
 چی د عشق له های و هويه څه سي کوڼ
 د فتنو په غشو بار ځی لکه شکوڼ
 تر پېکي لاندي يې خال ښکاری په مخ کی
 که پر غله باندی سپېدو وواهه سپوڼ
 زما و مرگ ته يې ليندۍ د ورزو کش کړې
 خوشی بولي يې په نام د تندي چوڼ
 راته شوخ مه گوره ياره زه ړندېږم
 شب پرک و لمر ته وی په سترگو بوڼ
 په کاکل يې د سنبل تشبيه غلط دی
 کله ځای د گلابتونو وهي سوڼ
 د شهلا شونډو په ديد رقيب نه گرزی
 پر قند مکړه خدای هرگز د مگس بوڼ
 لمر د وصل به يې هسک سی په لمن کی
 که فلک رڼ واړه شپه وم په مخ روڼ
 که پاخه دی که اومه دی دي له ځانه
 بریالی مضمون گويی نه کا په سوڼ.
 سړی نه پوهېږی چی مولوی عبدالغفار بريالی به له کوم زاهد او واعظ څخه شکايت کوی. ځکه چی دی پخپله مولوی دی او په اصل کی خو به له ده څخه په زړه سوځېدلو مينانو شکايت کولای. خو کله چی د راز او د مينی د اسرارو خبری کوی نو سړی متوجه کېږی چی بريالي بیا هم د کلاسيکو صوفي شاعرانو پر پله باندی گام ايښی او د ده زاهد هغه عادی پرهېز گار نه دی چی د ملايی په عادی سپينو جامو کی گرځی. د ده خبری له هغه چا سره دی چی د ده د زړه په راز نه پوهېږی او يوازی يې د ده سپينو خبرو ته سترگی سرې کړي دی.
 د لمر مخ او د عشق اور لره يو خس يم
 که می وسوځي ور تېر تر خپل نفس يم
 ما معذور گڼه زاهده په توبه کی
 ستا په زهد می قسم که په خپل وس يم
 گاه می دم د خاموشۍ کړي خوله راپټه
 گاه په زر ژبي گويا لکه جرس يم.
 ==============
 زنخدان يې سپين صدف په تصور کا
 بيرته تور سی د کاکل په کفرانی رڼ
 محبت يې بيا گلون او جلبل کا
 زار قربان سه گلونی جاودانی رڼ
 شيخه چوپ سه کنه اوس به می پر ضد کړې
 کړم به ناری چی پکښې دی د فلاني رڼ.

عبدالباري جهاني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005