دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
نعمت الله همكار د ښاغلي شاه محمد زوى په 1977م/1356ل كال د پښين په مچان نومي كلي كې زېږېدلى دى. تر لسم ټولګي پورې يې زده كړه كړې او اوس د ټليفون په يوه شركت كې په دنده بوخت دى. د دې تر څنګ په پښين كې د ”پښتو اډبي ستورو“ ادبي ټولنې يو فعال غړى هم دى او تر اوسه پورې يې له دغې ټولنې او د دغې ټولنې له غړو څخه خپله همكاري نه ده سپمولې.
د نعمت الله همكار شعر له تكلف څخه پاك دى، چې د ده د خپل هنري استعداد تر كچې په كې موضوع، تخيل او فكر راغلى دى. كله چې يې هر بيت په غور سره لولو، نو دا يقين مو په باور بدلېږي: ”كه يې د زيار، مطالعې او رياضت لمن پرې نه ښوده، دغه راز يې خپل شعر افاقيت ته راوكښه، نو ډېر پرمختګ به وكړي“. ځكه هرڅومره چې سړى خپل هنر ته پاملرنه كوي او د خپلې مطالعې او مشاهدې كړۍ پراخوي، په هماغه كچه يې په هنر كې هم د پرمخيون څرك تر سترګو كېږي. دا پرمختګ هغه وخت لا لوړېږي، چې هنرمند پر له پسې زيار وګالي او د نورو خلكو مثبتو او رغوونكو نظرونو ته په درنه سترګه وګوري.
ځكه اوسمهالي شعرونه د رنګ او خوند له مخې بېل دي، وجه يې دا ده چې پخواي شعرونه بل ډول و او اوسني هغه بېل دي، هغه مهال ستونزې، غوښتنې او هيلي گنورې وې او اوس نړۍ ته بله غميزه ورپېښه ده، په دغه برخه كې د ژبې، كلتور، شعور او فكر پرمختګ هم مهم اړخ دى، چې د شاعر په شعرونو كې يې اغېز جوت وي. د نعمت الله همكار اوسني شعرونه د ه د پرمخيون د لومړنيو ګامونو هغه بېلګې دي، چې له همدغو بېلګو د ده د نورې ودې څرك هم تر سترګو كېږي.
رڼا راغله
نه پوهېږم خدايه توره شپه كې يوه رڼا راغله
څومره ښايسته وه په نازونو او ادا راغله
مخ كه دې پټ كړ، خدايه نن په سره پړوني كې
ډېر به شم خوشحاله دا رڼا كه بيا سبا راغله
زه باندې مين يم انتظار يې هره شپه كوم
ځاى بې پر باڼه جوړ كړم كه چېرې بيا تنها راغله
كښته شوه له بامه كه بيا پټه پر كوڅو راغله
زړه ته مې ويلي چې ورو وځه محبوبا راغله
ځان به ترې قربان كړم اى همكاره! ټوله مينه ده
زما د خيال بلبله دې ګلشن لره نن بيا راغله.
نه وليده
زما په يارۍ كې دې اشنا! چې جفا ونه وليده
ما دې د سپينې ښايستې خولې خندا ونه ليده
ما هره لار كړه جارو په بڼو ستا لپاره
تا هم تر اوسه د مين زړه وفا ونه ليده.
نشه
زه يې خماري كړم ستا چشمان ډېره نشه لري
واړوه پېكى پرمخ وېښتان ډېره نشه لري
هر نظر دې ياره! لېونتوب دى لېونى دې كړم
پورته كړه باڼه چې ستا زلفان ډېره نشه لري
صبر څنګه وكړم ياره! صبر راته ګران شو ډېر
نه شمه زغملاى ستا هجران ډېره نشه لري
خود به ګرېوان څيرې زه د ځان په سد كې نه يمه
خلكو! چې ديدن مې د جانان ډېره نشه لري
خود به مې همكار وايي شعرونه له مستيو ډك
مسته هوا تل د بيابان ډېره نشه لري.
وليدې
برايي سترګې مې په خوب كې د نګار وليدې
خوب مې خراب شو، ما سپېدې چې د سهار وليدې
عجب رنګين غوندې موسم و، خوشحالي وه ډېره
رنګ رنګ ګلونه نظارې مې د بهار وليدې
زړګيه! ولې ژاړې نن تنها له ځان سره
له ډېره وخته پس مې بيا نن ناكرار وليدې
اوس كه د ځان په صفايۍ كې راته هرڅه وايې
تېر به مې نه كړې ما په څنګ كې د اغيار وليدې
هېر به دې نه كړم دا حاسان تر خپله ژونده پورې
د ژوند په يوه لار كې كه ما د ځان همكار وليدې.