Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

هدايت الله فضلي

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
هدايت الله فضلي د حاجي فضل احمد خواجه زوى په 1358ل كال د سلواغې (دلوې) پر لسمه نېټه د كندهار په شپږمه ناحيه كې دغې نړۍ ته سترګې وغړولې، زده كړې يې په امام ابوحنيفه مدرسه كې تر اتم ټولګي پورې ترسره كړي، خو د ځينو كورنيو بيا په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو له كبله په 1373ل كال كوټې ته كډوال شول او اوس هم هورې استوګن، دغه راز په زده كړو بوخت دى.
شپږ كاله كېږي، چې ښاغلي فضلي د شعر ورشو ته ګام ايښى او له شعر و شاعرۍ سره اشنا شوى دى. په خپلو زياترو شعرونو كې خپل هېواد ستايي او يوازېنى ارمان يې هم دا دى، چې هېواد يې جوړ او دى له خپلې كورنۍ سره بېرته ورستون شي.
په شعر كې به يې نيمګړتياوې وي، خو څرنګه چې چا ورته لارښوونه نه ده كړې، نه يې هم تر دې مهاله شعرونه چېرې چاپ شوي، له دې كبله د ده تاند عمر ته په پام سره دا ډاډ ترلاسه كولاى شو، چې دى به په زيار او هڅو سره وكړاى شي، د شعرليكلو وس او تومنه پيدا كړي.
د شعر ستن يې پر فكر ولاړه ده، داسې ښكاري چې د سندرغاړو او ترانه ويونكو له خوا ويل شويو شعرونو او سندرو ډېر اغېز ورباندې كړى وي. له دې سبپه د ده شعر هم هماغه رنګ او خوند خپل كړى. كه چېرې يې خپله مطالعه نوره هم زياته كړه او خپله هنري و ادبي مشاهده يې ورسره شريكه كړه، نو امكان لري دى هم د پرمختګ پر واټ ګام كښېږدي. همداراز په ادبي غونډو او ناستو كې ګډون هم ورته ضروري برېښي، خو باور دى چې ښاغلى فضلي به يې له پامه نه غورځوي.

ډېرې رڼاوې وې تاريكې شولې
د غرونو لارې هم باريكې شولې
اوس هغه ښكلى د ليدلو نه دى
پرمخ يې جوړې تورې ليكې شولې
ايله به اوس د ژړا رنګ راولي
ورسره نورې هم شريكې شولې

ګوزار
دلته تور كاڼي په ګلونو ولي
ټول خلك زړونه په اورونو ولي
هره جذبه، هره ادا د سپوږمۍ
وګړي ستوري، لا په غرونو ولي
د كليوالو زړونه مات دي اوس هم
لا هم هندارې د ښارونو ولي
كله چې قهر شي فضلي و يار ته
يا يې په زلفو، يا شعرونو ولي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005