Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

اجمل اند

ټول افغان :

اجمل اند دولي محمد زوی پر ۱۳۵۶ لمريز کال دننګرهار ولايت د خوګياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجګړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره مهاجرشو او پاکستان په هنګو کې يې واړول . دې خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته وکړې . پر ۱۳۷۱ لمريز کال ، چې ننګرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوګياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو ، چې پر ۱۳۷۴ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل دلته تر يونيم کال وروسته يې د ننګرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورنه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کاله کې دکرګرۍ پرچارو بوخت شو . له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . له تيرو درې کلونو راهيسې په کابل کې د ازادي راډيو د خبريال او د پښتو برخې د ايډ يټور په توګه دنده ترسره کوي :
چاپ شوي اثار:

١-(دزړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب ) د شعرونو لومړې ټولګه ١٣٧٧ لمريز کال
٢- (په څپو کې انځورونه ) د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٨٩ لمريز کال
ناچاپ اثا ر:
٣- له بنګاله تر کابله ــــ ناول
٤- خوماره ـــ ناول
٥- تر کوکنارګله ــــ د لنډو کيسو ټولګه
٦- سپيده دم ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې
٧- د وينس سوداګر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه
٨-شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه
٩- هېندارې او چينې ـــ د شعرونو دريمه ټولګه
١٠- سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه
١١- د برجونو ښا ر ـــ د چيک جمهوريت يونليک
١٢- ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي کلتور او ورپېښو ګواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله

سرګړی
څومره ستړې ستړې لارې ولا! ستړی يم جانانه
نه دژوند په مانا پو شوم او نه مړی يم جانــــــــانه
چې يې ما غزل غزل خواني څپو ته نذرانه کړه
اوس د رود هماغو مستو اوبو وړی يم جانــــــانه
له سپين غره راړوي هر څه مې د ښار کوڅو مې ورک کړل
بس يو تشه سا اوباسم نور نيمګړی يم جانانه
خدازده ولې تری تم شول د چيلم ملنګ ياران مې
د زيارت بنډار کې پاتې يو زه غړې يم جانانه
دې غرمه غرمه حالاتو مې د زړه زور را نه واخيست
اند په نه څه لمبه کيږم وچ سر ګړی يم جـــــــانانه

کابل وزير اکبرخان
١٠ / ٣ / ١٣٨٣

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005