Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-04-25  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د نورشاه نوراني د هنر ننداره

شعر او شاعري داسې ده لکه د لیکوالۍ لومړنۍ پوړۍ، ځکه ډېری زلمکي او مشران  پښتانه لیکوال چې وپوښتې، نو د لیکوالي لومړی پیل یې له شعر نه کړی وي. بیا چې په شعر لیکلو کې ورته زما په څېر  ځان کم او بې وسه اېسېدلی وي، یا خپلو لاسته راوړنواو پنځونو خوند نه وي ورکړی، نو بیا یې د شعر پر ځای نثر ته مخه کړې، خو هغه چې د نورشاه نوراني په څېر بخت ورسره یاري کړې وي، فکر یې کار ورکړی وي. د شعر او شاعري په دنیا یې سر خلاص شوی وي. د شاعرانه تخیل، ښکلا، رنګینیو او نازکیو تاخچې او دریڅې ومومي. د شعر ښاپېرۍ یې په اوږو کېني. په زړه او ذهن کې یې ځای ونیسي. یارانه ورسره وکړي او لکه پسرلنی باران خپلې ټولې شاعرانه ښکلاوې ،ښېګڼې، پیرزوینې او پنځونې داسې پرې ولوروي  لکه پر ارواښاد حمزه، استاد پسرلي، دروېش، کاروان، سعود او داسې ډېر و نورو یې چې لورولې دي. دوی نو چې بیا شعر نه لیکي، نو څه به لیکی؟
کوم ښاغلي چې د شعر د دنیا راز او نیاز معلوم کړي هغوی بیا د شعر داسې ښکلې او هنري دنګه ماڼۍ ودانوي چې لوستونکي یې په خوند او ننداره نه مړېږي. لکه د ښاغلي نورشاه نوراني (تا خو ویل چې زه به نښه درکړم) نومې شعري ټولګه چې نه یې د ښکلا کمی شته، نه د هنر. انساني پیغامونه، شاعرانه ترکیبونه او د ژبې خوږلني یې د یادونې او ستاینې وړ نورې ښېګڼې دي.
د همدغې خوږلني او پرېماني له امله لوستونکی بیا بیا لوستلو ته وربولي. د شعر مینه وال او لوستونکی یې هم چې یو ځل لوستلو ته پلتۍ ووهي، نو بیا یې زما په څېر د پورته کېدو واک له لاسه ووځي. ځان په کې د دغې ټولګې په خوږو کې داسې ورک شي چې تر ښایسته شیبو یې دنیایي کار او روزګار له ذهن او حواسو څخه وشړي.
له دغې پورتنۍ لنډې یادونې څخه مې موخه داده چې شعر هم د روزي په څېر په منډه نه، بلکې په ټنډه دی. دا سمه ده چې هیڅوک هم له مور ه عالم، ډاکټر، انجینر او نور څه نه دی زېږېدلی، خو ښايي ګران لوستونکي په اسانه دا راسره ومني چې شاعر له موره همداسې شاعر زېږېدلی دی.
شاعري کسبي نه، بلکې فطري ده. یا لږ په بله وینا شاعري لږ کسبي او ډېره فطري ده. یانې څوک چې له همغه لومړي سره د شعر طبیعي تومنه ، پنځوونکی او نوښتګر فکر، لوړ او هنري تخیل ولري، نو باور دی چې د شعر په ډګر کې په لږ هلو ځلو د دروند او غزل ستوری استاد محمد صدیق پسرلي په څېر ډېر ښه ځلېدلی شي.
استاد له کندهار نه د خپرېدونکې ښکلا مجلې دریمې ګڼې سره په مرکه کې ویلي چې: “د شعر طبعه مې له كمكيني لرله،خو چې مطالعه مې هم ورسره مله شوه په شعر ليكلو يې راوستم.”
خو که یو څوک له ځایه شاعرانه طبعه او له دې سره تړلې نورې طبیعي ښېګڼې ونه لري، نو چې څومره خواري او هلې ځلې وکړي له یو نیم پرته ډېر به یې بیا هم تش لاسي وي. یانې داسې شاعرانه پنځونې به ونه لري چې د ښېګڼو او خوږلني پر مټ لږ تر لږه ځانته لوستونکي او لیکوال وموندلی شي. البته د نورو نظرونو ته په درناوي دا زما شخصي نظر دی. حتمي نه ده چې خامخا دې نور هم ورسره موافق واوسي.
خبره د نورشاه د شاعري ده. له تېرو نږدې دولسو کالو راهیسې د نوراني له شاعري سره بلد یم. په دې حساب تر ښاغلي نوراني د ده شعرونه زما پخواني ملګري دي، ځکه تر نوراني وړاندې د ده له شعرونو سره بلد شوی یم. دا هغه مهال وو چې په هېواد طالب واکمني چلېدله. زه او ګران غمخور دواړه په کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي کې محصلین وو.
فیض الله غمخور به چې کله په موسمي رخصتیو کې خوست ته لاړ، نو د ښاغلي نوراني له پرېمانه شاعرانه ډالیو سره به راستون شو. په خوست ولایت کې د کېدونکو غونډو، ادبي هلو ځلو او دملګرو د حال او احوال تر څنګ به یې د ښاغلي نوراني پرېمانه غزلې هم له ځانه سره راوړې وې. غمخور د ښاغلي نوراني ټولې غزلې په یادو زده کړې وې. دا چې دا د نوراني د شاعري د ښکلا او رنګیني قوت وو او که د ګران غمخور د پیاوړې حافظې برکت دا به، نو خدای ته معلومه وي.
زه او غمخور به چې اکثر د پوهنتون په کوم چمن کې سره مخ شوو، نو تر روغبړ او څو لنډو پوښتنو او خبرو وروسته به خبره تر شعر او شاعري ورسېدله. دغه شاعرانه بحث به بیا تر ډېره د ښاغلي نوراني په غزلو تم کېده.
غمخور به د نوراني په غزلونو بسم الله کړه. په خپل انداز به یې سر ورسره ښوراوه او زه به ورته غوږ غوږ وم. د یو نیم بیت تر ویلو وروسته به د لنډې تبصرې لپاره دمه شو. خپله لاندینۍ شونډه به یې د غاښونو په منځ کې ونیوله. په خوږه خوستۍ لهجه به یې د ټینګار او زما د ډېر پام د وراړولو په موخه وویل: “ته وکسه! په دې بیت کې څومره ښه تصویر دی. بلایې کړې. نوراني سم قیامت کړی دی.” بیا به یې تر هغه وروسته همغه بیت ووایه.
په لیلیه کې به مو هم چې کله ناکله د یوه او بل خونې ته پېښه ور وکړه، نو تر ډېره به مو شپه په شعرونو او هغه هم د ښاغلي نوراني په شعرونو روڼوله. لنډه دا چې د ښاغلي نوراني شاعري زما او د غمخور لپاره یوه ښه مشغولا وه. تر دغه مهاله مې لا نوراني نه وو لیدلی.
دغه مهال نوراني یواځې په خوست، نه بلکې په کابل او ننګرهار کې هم یو یاد نوم وو. له ډېرو شاعرانو او د شعر له مینه والو اورېدل کېده. ان تر دې چې ښاغلي غمخور پرې د یو خوستوال په توګه ویاړل. په یوه نیمه مشاعره کې به چې سټېج ته ور پورته شو، نو د خپل شعر تر اورولو به یې د نوراني یو یا دوه بیتونه مخته کړل.
هغه مهال چې یو نیم وخت به ما هم د شعر لیکلو پېښې کولې، نو د خپلې یوې غزلې په بیتونو کې مې نوراني ته داسې اشاره کړې وه چې:
خوستوال خو دې اوس وایي د غزلو شهنشاه دی
اخـر به مې نصیب شي نــــــــــورانــــــــي باندې بری
له ورځو نه یوه ورځ داسې هم راغله چې له نوراني سره مې پېژندګلوي او لیده کاته وشو او هغه هم د ګران غمخور له برکته. کیسه داسې وه چې د کابل پوهنتون تر ژمنیو رخصتیو وروسته د ښاغلي غمخور په ټینګار، ست او سلا خوست ته لاړم. په خوست کې، نو بیا یواځې نوراني نه وو. خوست له خوستیو ژڼیو ډک وو. هلته انګار، مجید، قاسم، منګل،خپلواک ، داود، بهیر او نور ډېر تکړه شاعران هم وو چې له ټولو سره همغلته بلد شوم.
د دغې اوسنۍ ټولګې ډېر شعرونه خوست ته د لومړۍ او دویمې پلا ورتګ پرمهال په خپله نوراني صیب راته لوستي دي، د نوراني او د ده د شاعري تر منځ یو عیجب تناسب او تړاو ما ولید.
د بې وزلي، بې وسي، نهیلي، درد، مینې او خواخوږيې کوم بیان او انځور چې د ښاغلي نوراني په شاعري کې ما لوستی وو، د هغه په څېر کې مې هغه ټول ولیدل. د نوراني له څېرې څخه مې درک کړه چې په دغه کم عمر کې څومره ستونزو او کړاوونو ته ور غاړې وتی دی. څومره او کومو ستونزو او نهیلیو یې د ژوند امیدونه او ګلابونه مړاوي کړي دي. څومره د هېواد او هېوادوالو ناچارۍ ته کړېږي. لکه په دغه بیت کې چې وایي:
د کلــــــي مستې جينکۍ بــــــــــــــه په حيرت راولي
تمام غزل مې له دردونو او زګـــــــــــيرويـو ډک  دى
هغه مهال د کورنیو جګړو، لوږې، بې وزلي او ناچاري له امله ګڼو بدمرغیو په ټول هېواد او هېوادوالو خپل خړ پړ سیوری کړی وو. که د هغه مهال د شاعرانو د شعرونو بېلګې وګورو، نو هر یوه یې له خپل فکر او فن سره سمه غندنه او یادونه کړېده.
لکه ومان نیازی چې کله په دغه یوه بیت کې د خپلې ټولې ناچاري کیسه رانغاړي:
لوښي مې نشته دی په لپو ماشومان اوبوم
سترګې دې ووځه زولنې که به مې خورې لاسونه
استاد لال پاچا ازمون بیا کعبې ته په خطاب کې د بیت الله شریف زیارت ته د روان حاجي پام هغو بې وزلو ته ور اړوي چې د ژوند په مریو یې د لوږې او بې وزلۍ پنجې خښې دي. د دغو پنجو د نرمو او بې وزلو هېوادوالو ته د ژوند د امید ورکولو په هیله وایي:
زما وینو کې پل ږدي ستا حضور ته در روان دی
کعبې انصاف د وخت راکړی څه ښکلی جانان دی

کعبې څومره ښایسته یې او هوا دې خوشګواره
قسم دې زما په رب وي چې دې شان ټیټ تر انسان دی
نورشاه نوراني هم د خپلو هېوادوالو غربت او بې وزلي ته تم شوی دی، خو په بل او خپل انداز. داسې چې نوراني شلېدلي ګرېوانونه د بې وزلي نه، بلکې د مجنون د ورورولي نښه بولي او د دې تر څنګ په دې د خانانو د پوهولو کوښښ کوي چې غربت او بې وزلي عیب نه ده لکه:
وروڼـــــــــه د مجـــــــــــنون يو، دا عادت دلـيونو لرو
ښکلي دې زموږ پـــه ګـــريوانونو پــــورې نه خــاندي

خېـــــرکه غريبي ده، څــــه عيب نه شتــــه بـې زواله يو
خان مو دې دکور په ديوالــونو  پـ ـــورې نه خـــــاندي
د ښاغلي نوراني په شاعري کې مو ډېر ښکلي انځورونه سترګو سترګو ته کېږي. داسې انځورونه چې ان ډېر پخواني یادونه مو سترګو ته ودروي. لکه دغه لاندیني بیتونه چې د ماشومتوب شیبې په کې داسې انځور شوې دي چې په لوستلو یې د هر لوستونکي سترګو ته خپل ماشومتوب نېغ ودروي.
زه چې ماشوم ومه لېنده به مې په غــــــــــاړه کـې وه
ګــــوره عجبه نـــمونه بـــه مـــــې په غـــــاړه کــــــې وه

ددنيـــــــــــــــــا غـم راسره نه و، ماشومتوب و کـــه نه
بس يبلې پښــــې څيرې جــــامه به مې  په غاړه کـې وه
د نوراني په دغو لاندې بیتونو کې هم د درد او خوند یو ډېر خوندور انځور پروت وینو:
مــــــــــــــاله وېــــــــــرې په ټټر لاسونـــــه ايښي
نــــــــــــــظر بازې په خنجر لاسونـــــــــــه ايښي
د باڼو نيزې يې تاو زما په لـــــــــور کـــــــــــړې
څه مې زړه څـــه په ځيګر لاسونـــــــــــه ايښي
تر کومه ځایه چې ما د نور شاه نوراني شاعري لوستې او اورېدلې ده، نو د کلیشه یي کلیمو له راوړلو او کارولو یې ډېره ډډه کړې ده. د سولېدلو کلیمو پر ځای یې  ډېرې نورې داسې کلیمې راوړي او شاعرانه کړې دي چې یا خو نورو هیڅ نه دي کارولي او یا یې ډېرې لږکارولي دي. دومره لږ چې لا په کلیشو نه دي اوښتې لکه د رېنګه، ټمبکې، غړوندی، کوړی، شواخون، بوڅ ملاماتي باڼه، بژه  ، دېوالګی، وچموری او داسې نورې ډېرې کلیمې چې په لاندینیو بیتونو کې یې لولو:
رېنګه:
ماشوم زړه مــــــې رينګه کړي تاته راغـــــــلم
بې له تايې  نه تعويز او نه يـــــــــــــــې دم شته
ټمبکې:
دلته مه راوړه ټمبـــــــــــــــــــکــــــــــــې د مچيو
 نه ګلونه د کوکنار نـــه د شړشم شتــــــــــــــــــه
یا:
جوړې مې په زړه کې ياره ستا دغم ټمبکــې شــــــــوې
سترګې دې مچۍ دي چې په کومه  لاړې ورکې شوې

غړوندی
پوهېږې چې خيالونه  مـــــو په شونډو ميلمانــه دي
بيــــا څــــــــه له دې غزل ته غــــړوندى چـــــــولــى دى

کوړی او شواخون:
څـــــه در پــېـــښــــه ده زوى مـــړيه!
چې کـــوړى سر په زنـــــــګون يــــــې
و ايـــــــه څـــــــو تـــــنه دې مـــــړه دي
چــــې اخته پـــه شواخــــــون يـــــــــې
ملاماتي باڼه:
مـــــــــلا مــــــــاتـــــې مـــــې بـاڼه شول
وړم داوښکــــــو پــــرې بــــارونـــــــــه
شوه مې تـــــــــــــوره ږيــــــــــره سپينه
هم چې سپين مې شول بــــــــــرېـتونه
بوڅ:

غـــــــــږ د اناالحق به خــــــــــــــــــــوبولي بـــوڅ را کينوي
رابه قاتلان شي د منصور مړوند بـــــــــــــــــــــه ونيسي
دېوالګی:
ســــاتو به محفــــــل ګوره په ضد درقيبــــــــــــــانو
تاو  بـــه ديارۍ ترې ديوالګى کـــــــــــــــــړو بيابه ځو
وچـــــــــــــمورى:
سم غزلـــــــــــــــګر يمه په خام نظر مې ولې ګورې
 لا خوپه خپلو شيدو پايمه وچـــــــــــــمورى نه يم
د نورشاه نوراني شعرونه د ده د خپل فکر او تجربو زېږنده برېښي. شاعرانه ترکیبونه یې ښکلي دي. سترګو او ذهن دواړو ته انځورونه لري. د نوموړي لومړنۍ شاعرانه هڅې او پنځوني د ده د لا پرمختګ او غوړېدا ډاډ او زېری را کوي.
ښاغلی نوراني  یواځې په شعر او شاعري پورې محدود نه دی پاتې شوی. هغه خپلې وړتیاوې وېشلې دي. دا مهال نوراني د شاعر تر څنګ یو تکړه ژورنالیست دی. هره شپه یا هره یوه شپه وروسته یې د پخواني ملي، خو اوسمهالي دولتي تلویزیون   څخه له خوست ولایت څخه د وژنو، چاودنو، بریدونو، تښتونو، نارامیو او نورو خواشینونکو پېښو راپرټونه خپرېږي.
نورشاه نوراني ته د لا ښو او ډېرو شاعرانه پنځونو دعا کوو. چارواکو ته د لوی څښتن له دربار څخه د دې هڅه او همت غواړو چې اوسنی دولتي تلویزیون په ټوله او رښتینې مانا په همغه پخواني ملي تلویزیون واړوي. د ایرانیزم، ژبنۍ، قومي او سیمه ییزې کرکې بوی ترې ونه لټېږي.
همدارنګه د پروردګار دربار ته په ډېره عاجزۍ په دې هیله او دعا لاسونه لپه کوو چې اې ستره څښتنه نور مو هېواد او هېوادوال له دغه راپېښ ناورین او تراژیدي څخه وژغوره! د دوی ژوند خوندي کړې، څو ګران نوراني راته نور له خوست څخه د وژنو، چاودنو او مرګونو پر ځای د ټولینزې ښېرازۍ، بیارغونې، پرمختګ، لاسته راوړنو او امن داسې راپورونه خپاره کړي چې په اورېدلو سره یې د ټولو زړونه باغ باغ شي. په همدې هیله خپله لیکنه او خبرې رانغاړم

امیرجان وحید احمدزی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005