Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-05-05  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

راشد خټك او طائر ځلاند دوه نوي غزلپال

راشد خټك او طائر ځلاند دوه داسې نوي شاعران دي، چې د دوى په موجودګۍ كې د غزل د راتلونكي سبا نه د بځن كېدو جواز نه پاتې كېږي. دوى دواړو خپل غزل لپاره هغه اسلوب غوره ګڼلي دي كوم، چې د روايتي غزل د اُسلوب او د ترقي پسند سوچ په اشتراك راټوكېدلي دي زړې لهجه كې نوى مضمون راپيدا كولو نه د شاعر د تخليقي انهماك اندازه په ښه توګه كېداى شي او دا ښايي، چې د اسلوب د خارجي مخې يعنې لفظيات په ځاى د شاعر زړه د راښكون په نوي مضمون كې د خيال د ارتكاز د بدلون په نكتې دى. راشد خټك داسې غزل ګو دى، چې هغه د خپل ترقي پسند سوچ و فكر لپاره مثالي نمونه سيف الرحمان سيلم ګرځولى، خو دې سره سره تر ډېره حده يې د غني خان نه هم استفاده كړې ده. دغه استفاده په اعتقاداتي  اړخ د غني خان سرمست او بې باك شاعرانه تنقيد دى لكه.
جنت په خوب كې وينمه بربنډې حورې وينم
هم خداى پكې اوسېږي هم شيطان لرم په زړه كې
چې طلب د دواړو يو دى، نو بيا زه څنګه كافر شوم
ملا ته كه قرآن ګوري زه هم مخ  دجانان ګورم
ملا صاحبه وايه دا ثواب دى كه ګناه ده
ماښام مې روژه ماتى وي اكثر په ميكده كې
د غني خان دغه سرمست فكر ځاى په ځاى د راشد خټك غزل كې ليدلى كېږي، خو د غني خان نه زياته استفاده هغه د سيف الرحمان سليم د غزل نه كړې ده، نه صرف د لب و لهجې په حواله، بلكې د مضمون او موضوع په حواله هم خصوصيات خمريات كې هغه د سليم د غزل احياء كړې ده د سيف الرحمان سليم پښتو غزل  ته د ټولو نه لويه بخښنه دا وه، چې هغه دى د فارسي اميز لب و لهجه نه راخلاص كړه او ټكسالې ژبې ته يې نږدې كړه او د پښتو ژبې روزمره مقوله او محاوره يې ډېره په فطري توګه غزل ته راوړه. دغه كار د حمزه شينواري او د سمندرخان سمندر غوندې غزل ليكونكيو هم نه و كړى، چې د هغه نه لوى تخليق كاران ګڼلى شوي دي خصوصاً بيا حمزه شينوارى، چې پښتو غزل ته يې د افلاطوني پښتو نيت تجريدي تصور هم وركړى د غني خان شاعري د سكه بند فقهي تصوراتو خلاف يوه وجداني چغه  ده، نو د سليم غزل ددغه تصوراتو خلاف يو مادي نقطه نظر و. راشد خټك دا هڅه كړې، چې دغه دواړه فكرونه خپل غزل كې تر خپله وسه پورې راولي او په دې هڅه كې موږه هغه ته ناكام هم نه شو وئيلى.
زه، چې همت كافر كېدو ته وكړم
هسې ناحق مې دا خدايان ويروي
زموږ د غريبانو ارمانونه پكې سوزي
چې دې پورې محل كې د بادار ډيوې بلېږي
هر څو كه زر دار مې ژبه غوڅه كړه
اوس ترې انتقام په قلم اخلمه
زموږه په سرو وينو يې اودس كړى لمانځه ته
ملګرو دې ملا ته، خو امام ويلى نه شم
د محشر نه وېره نه كوم واعظه
ستا همسا او ستا تسپو ځينې وېرېږم
مرګ قبرعذاب په ميكده كې شيخه مه چيړه
دلته خو اوبه د ژوندانه زما په لاس كې دي
بيګاه د محتسب لاس كې اوبۀ وې كه شراب و
رندان او ساقي پرېږدئ جامونه وپوښتئ
په څكلو يې دا ورانه دنيا سم جنت جنت شي
هرخم كې دى موجود حوض كوثر په ميكده كې
زما مغرور او ليونى سرسجدې نه پېژني
خو دا واړه واړه خدايان راباندې زور لګوي
لارې د سپرلي د قافلو كله تړلى شي
ګوره، چې بلبلې كړه چغار ګلونه و شينده
دې آزادۍ له قسما قسم زولنۍ جوړې دي
چا پرې د كفر نامه ايښې چا اسلام اخيستى
كله يې رد كله دفاع كومه
مينه دې نه ده فلسفه غوندې شوه

د هر يو شاعر شاعرانه واردات كې د فكر كوم يو خاص اړخ سره زړه راښكون  ليدلى كېږي دې نه اكثر خبطِ مضمون (Monemenia) هم جوړ شي لكه د حمزه شينواري غزل كې د پښتنې سترګې پښتنې وريځې پښتنې پښې او پښتنې پوندې دغه قسمه خبط مضمون دى د راشد خټك غزل كې دغه قسمه رجحان خُمريات سره د هغه زړه راښكون ښكاري، خو له ښه مرغه هغه لا تر اوسه د هغه تكرار نه دى ښكار شوى چې لوستونكي ترې الرجك يا حساسيت ولري، بلكې د خُمريات په حواله نوى مضمون پيدا كولو كې هغه د اردو نوموړى غزل بول شاعر رياض خيرآبادي غوندې حيرت انګيز صلاحيت لري:
توبه ميرى جام سكن جام ميرا توبه شكن
سامنې ډهير هې  ټوټې هوئې پيمانوڼ كې
مرګئې پر بهى تعلق هې جو ميخانې سې
ميرې حصې كى چهلك جاتى هې پيمانې سې
توبه سې ميرى بوتل اچهى
جب ټوټى هې جام هوګئ

خُمريات د غزل د روايت يوه مهمه برخه ده او دې كې زيات له شيخ او زاهد سره چيړ چاړ كېږي.
پخوا به غزل كې د خُمريات تناظر كې د مذهبيات پرعكس خبره وه، چې په اصل كې د عرب تسلط خلاف د ايراني ذهنيت شديد احتجاج و د قادسيه  په ډاګ بائيلي جنګ، چې كله د ايران باطني تحريكونو په لارو شعر و شاعر ته راوړو، نو لومړي سر كې د شيخ، ملا، زاهد، ناصح، واعظ، قاضي، محتسب وغيره رياكاري او د قول و فعل تضاد شاعرۍ  كې د تنقيد محور وګرځېده ورپسې ورو ورو خبره د مذهب نه دين ته ولاړه او د اسلام په بنيادي اعتقاداتو او اركانو پورې هم ټوقې مسخرې شروع شوې او دې عمل كې د تصوف سياق و سباق لوړ كردارترسره كړ.
تر دې، چې د ډاكټر اقبال لاهوري غوندې ذهين سړى هم وويل، چې د قيامت په ورځ به زما جنون د يزدان ګريوان شلوي يزدان د اقبال شاعرۍ كې د حق تعالى مترادف دى كه څه هم دا د اهريمن مقابله كې د حق تعالى مظهر دى خپله حق تعالى نه دى. ترقي پسند تحريك له رويه د ملائيت خلاف خبرې او غندنه كې يو ځل بيا شاليد بدل شو، اوس ملائيت د ريا كارۍ او د قول و فعل خلاف د عوام الناس د استحصالۍ ټولى د يو اهم ترين عنصر په توګه رامنځته شو دې معنو كې ترقي پسند تحريك د تصوف د تحريك نه غوره و، چې د كونين ګولۍ يې د شكرې په شكل كې نه ده وركړې. دې كې هېڅ شك نشته دى، چې راشدخټك په لب و لهجه او تر ډېره حده موضوعات كې خصوصاً د سيف الرحمان سليم او په تېره تېره د غني خان مثيل دى، خو كه دده غزل ته وكتلى شي، نو دې كې ټولنيز شاليد د يو بې چينه سړى ذهنيت ښكاري، چې د نوي دور لاسته راوړنو، انكشافاتو او نظرياتو تشكيك سره مخ كړى دى دغه تشكيك پښتو غزل كې غالباً لومړى ځل د اشرف مفتون په حواله رادننه شوى، غني خان صوفي وجودي يا وجودي صوفي ښكاري د هغه جنګ دين مذهب سره تړلى شوى هغه هريت سره دى كوم ته، چې ملائيت در اصل د خداى ځاى وركړى دى او د يوې دهشتناكې او وحشتناكې فضا جوړولو كې يې پكار  راولي لكه يو شاعر، چې وويلې:
د لوږې تندې او دهشت كُنجيانې
مـلا سره وې د جــنت كُنــجيــانې
او سيف الرحمان سليم دغه ملائيت د دټولنيز زبيښاك په پڼه رد كوي د هغه شاعرۍ كې هم تشكيك او الحاد ته توجه نشته دى. د دوى مقابله كې راشد خټك د يو روماني ترقي پسند غوندې تر څه حده دهريت ته  مائل ښكاري، خو دا هم كېدى شي، چې په دې  حواله د غني خان د مست او بې باك انداز بيان كې د زړه راښكون له كبله يواځې د شاعرانه حُسن كې ده د هريت دغه  څېره د هغه شاعرۍ كې برېښېدلى وي، خو په هر حال پښتو غزل كې راشدخټك هغه شاعر ښكاري، چې د غني او سليم د شاعر تر منځه تړون راولي زما په خيال په دې حواله د هغه شعر سفر كامياب روان دى، ځكه چې هغه ناقل نه مثيل دى او مثيل هميشه د كوم فكري مكتب احياء كې تخليقي كردار لوبوي راشدخټك كه غني خان او سيف الرحمان سليم د فكري ګټې اخستنې لپاره غوره كړى، نو طائرځلاند په دې حواله رحمت شاه سايل او درويش درانى د توجه وړ ګرځولي دي د درويش دراني غزل څه دى؟ خو د افغانستان  د اليمه د يو عين ګواه تخليقي شهادت دى، چې دغه الميه يې ليدلې كتلې او بيا يې ورته د خپل احساس او جذبې شاعرانه ژبه وركړې ده، نو طائرځلاند هم درويش دراني غزل په دې حواله ځان له د بل ليتكي مثال ګرځولى او رڼا ترې اخلي.
د دروازې نه بهر نشته دى امكان د امن
سم د ماښامه بندوي خلك كورونه د ور
ستوري ښه يو چراغونو ته خطره ده
دښمنان به د هوا لباس كې راشي
بيا كوم حسين خپلې خيمې ته په ستنه رانغى
چې خلك سر دې بيا په وېر په تورغمګين لباس كې
چېرته كربلا چې ياده  شوې ده
هلته مې د خپل وطن قيصه كړې
دې ښار كې ژوند وي سرې جامې د بغاوت اغوستې
دلته د هر چار رويه كې احتجاج ښكارېده
موږ خپلې وينې وركړې بلو څراغو ته د شپې
بيا هم قحطي ده د رڼا له زمانو راهيسې

هر كله، چې طائرځلانددغه ناورين د ناظر په بصارت نه په بصيرت محسوسه كړې، نو خپله ددغه ناورين يو ژوندى كردار وګرځي او ددغه ناورين د هغه د ذات مسئله وګرځي او داسې ښكاري، چې دغه غميزه  دهغه دننه د احساس كائنات كې چېرته اوسېږي همدا حاى دى، چې هغه د درويش دراني نه خپله لار جدا كړې ده، خو دا يقيني ده، چې ددغه لارې سر هلته نه شروع كېږي كوم ځاى، چې د درويش دراني اثرات ختمېږي.
لكه نمر ګلى ګورې ټوله ورځ د نمر څهرې ته
شي په ماښام كې تنهايي زموږ په برخه باندې
چېرته، چې محتاج د شناخت و شخصيت زما
هلته آئينې ګوره لاسونو كې ړندې شولې
ستوري خو نه يو، چې پابند شو د يوې دائرې
مجرمان ولې شو، چې موږه له مداره وځو
ما د ګمان د دائرو دننه وخت تېر كړى
د سبا زيرى د دوه كرښو امكان نه راوړمه
زموږ د ذات د معرفت حوالې وركې شولې
ځكه جوړېږي مو تصوير وران ائينه كې د وخت
پوهېده غواړي په منصب د خدائى اوس طائره
دا چې بيدار ستورو ته ناست وي تر سهاره خلك
د محبت د قافلو لارې په دشتو شولې
تنها لمحې دي د جانان په سيوري ونه دريدو

دلته مـسئله د هغه خپل وجود وګرځي، ځكه د هغه شاعرۍ كې په مجموعي توګه وجوديت ته پاملرنه ښكاري، خو دا وجوديت سارترين نه كيركى ګارډين وجوديت دى دا د خداى د اثبات باوجود بنيادم په دې كائنات كې مجبور او بېوسه ګڼي كيركى ګارډين وجوديت اود تصوف د جبريت فلسفه تر ډېره حده د يو بل مترادف دى، ځكه كه د نوي دور كوم غزل بول د خپل ماحول له كبله ذهني ګډوډۍ او خپګان ښكار شي، نو دغسې هغه ايغ په نيغه وجوديت سره د مخ كېدو په ځاى د غزل د متصوفانه جبريت له كبله په فكري توګه ګډوډ شي دغسې مسله طائر ځلاند سره هم ده، چې  دهغه وجوديت  كې ملقوخانه جبريت هم ښكاري، خو شاعرۍ كې دغه قسمه امتزاج بده خبره نه وي، ځكه، چې دا د  نظريې او عقيدې مترادفه نه وي درويش درانى نه پرته په هغه د رحمت شاه سايل اثرات هم ښكاري، نو داسې ښكاري، چې كه د درويش په نسبت، چې هغه يې د مثيل په صورت راوړاندې كېږي او صحت منده استفاده ترې كوي د رحمت شاه سايل شاعري هغه لپاره د فكري  مبارزې په نسبت د فكري مغالطې سوب ګرځېدلې ده او طائر ځلاند دلته د  ناقل په صورت ښكاري لكه څنګه، چې فضل سبحان عابد دى، چې رحمت شاه سايل هو بهو كاپي كوي ناقل په اصل كې  دخپل ideal د شاعرۍ فكري بنيادونه نه پېژني او اكثر يې په ظاهري ټش ټپاش دوكه شي. هغه د ideal كاپي كولو كې يواځې د هغه لفظيات او تراكيب وغيره مدنظر ساتي، ځكه د مثيل په نسبت، چې د ideal د فكر روح ته هڅه كوي ناقل په دې ناكامه شي، چې دى ظاهري ژبه كې راګيرشي بيا د سايل غوندې شاعر كاپي كول، چې بنيادي اسلوب يې د ځينې جمالياتي تصورات تجريد ته ترقي پسند فكر وركول دي، ډېر ګران شي، ځكه تر اوسه پورې د هغه مثيل نه دى پيدا شوى البته ناقلين يې ډېر دي، چې د هغه په شهرت دوكه كېږي.
كه ائينه كې دې زما د نظر ځان وليده
تا به جانانه  دا خپل حسن قلندر كړي لمبه
دلته بدلون د موسمونو نوى رنګ رانه وړو
دلته په خپلو ازغو شول ګلونه وينې وينې
چې ورته وركړي يو نظر كې مكمله ټكور
پرهر پرهر زړونه به شي جانانه هله ټكور
چې د وطن ملالۍ رانه كړي پيغور د ماتې
شملې به هسكې ساتو خير دى كه سرونه لوېږي

دا ما د طائر ځلاند هغه شعرونو نه نسبتاً ښه شعرونه انتخاب كړل كوم، چې هغه د رحمت شاه سايل د اغېز لاندې ليكلى دى، خو دې نه اندازه كېدلى شي، چې د درويش دراني اقتداء كې او بيا خپل فكر كې، چې هغه كوم تخليقي معيار ساتلى دى، داشعرونه د هغو په نسبت ډېر كمزوري دي، ځكه هغه ته د رحمت شاه سايل د پيروي نه ډډه پكار ده، چې دغه اسلوب د هغه سوچ و فكر سره سمى نه خوري په مجموعي توګه باندې دغه  دواړه نوي شاعران د پښتو غزل د راتلونكي روڼ سبا زيرى راكوي بيا د حيرت خبره دا ده، چې په مجموعي توګه د راشد خټك شعري مجموعه ډيوې او د طائرځلان شعري مجموعه "خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي" كې ښه اشعار په كثرت ليدلى كېږي داسې نه ګوندې، چې لكه د زړو مشرانو شاعرانو دشعري مجموعو غوندې، چې موږ د شلو پاڼو اړولو نه پس په ښه شعر پېښېږو  پروين شاكر چېرته پخوا يو شعر ويلى و.
جُګنو كو دن كې وقت پركهنې كې ضد كريڼ
بچې همارې عهد كې چالاك هوګئې
هغې، چې د كوم كهول په بابله دا شعر ويلى و راشد خټك او طائرځلاند هم دغه كهول سره تعلق ساتي، ځكه په لږو عمرونو كې يې شاعري د مقدار او معيار په حواله د لوستونكيو سترګې خوږوي هغه دور لاړو، چې د يو پنځونكې كار د پوخوالي دور به څلوېښت كالو نه ګڼلى شو، ځكه چې پخوانۍ او موجوده زمانه كې بنيادي فرق د انفارميشن ټيكنالوجي دې شپه او ورځ ډېر معلومات او مفكورې زموږ د ذهن  برخه جوړېږي موږ سوچ ته راكاږي نو لامحاله د سوچ ددغه رفتار به زموږ تخليق واردات كې هم راښكاره كېږي، ځكه پخوا به خلكو په ۸۰ او 60 كاله كې، نوبل پرائز اخيسته او اوس يې 25 او ۲۸ كاله عمرونو كې هم اخلي پخوانى ژوند منجمد او د سوالاتو سره مخ نه و، ځكه زړو شاعرانو كې ديوانونو كې د مضمون او موضوع بې شانه تكرار ليدلى كېږي او د هغوى توجه، ځكه زياتره د صنعت و حرفت سره وي، چې د هغوى ذهني سرمايه كمه وي دغه كموالى هغوى د صنعتونو په ملمع كاري پټول غواړي، خو اوسني شاعر سره دا مسئله نشته دى، خو ده ته، چې كومه مسئله پېښه ده هغه د ژبې ده كه نوي شاعر لږه غوندې توجه ژبې ته هم وركړه، نو غوره به وي او په ژبه پوهېدل په اسانه ترلاسه كېدى شي، ځكه چې دا وهبي نه كسبي مسئله ده. طائرځلاند ا و راشدخټك نظمونه هم ليكلي او دا نظمونه هم ښه دي، خو ما ځكه د بحث لاندې نه دي راوستي، چې دلته زما ممطح نظر صرف د دوى غزليه شاعري وه.
ستوري سپوږمۍ شمعې ډيوې ګلونه
شپه كه خزان دى شته پكې ګلونه

فيصل فاران   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005