بېنوا ويب پاڼه :
ښاغلی هېواد شېرزادچي، د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى دی، خو اصلي ټاټوبى يې د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو قريه د شورلاخېلو کلى دى .
لومړنۍ زده کړې يې د جلال آباد د ښار په محبوب سنګر نومي ښوونځي کې کړي ده، وروسته يې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د يو سلسله ستونزو له امله دې ته اړ شوچې ګران ټاټوبى افغانستان پرېږدي، د پنځو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروي.
له کوچنيوالي څخه يې د شعر سره مينه درلودله. خو لومړى ځل چې يې ژبه په شعر ګويا شوله هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه.
اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکي. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لري خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولګه نه لري .
دوه شعرونه يې د بېلګي په توګه درپېژنو :
لږ خواږه ډېر ترخه
مـــــــا په دا کـــــم عمر ډېر څــــه وليدل
لږ مــــې خواږه ډېر مــــې ترخـــه وليدل
ډېــرو پـــــه خــــپـلـــــو نصـــــيبونــو ژړل
ډېر ګــــرېوانونه مـــــې ﻻنده ولـــــــــيدل
هغه ځلميان چې ﻻر پرې ښه ښکارېده
ډېر مــــې په وينو کـــــې پراته ولــــيدل
په څـــو پيسو چې خپل ايمان خرڅوي
داســــې مــــې ډېر قسم خـــــواره وليدل
د ډېــــرو ﻻس مــــــې تر څنګلــــو پورې
د سکه ورور پـــه وينو ســــره ولـــــيدل
چـــې دُښمنان مو پرې وطــــــن ورانوي
يو څو عظــمونه مـــــــــــــې پاخه وليدل
هــــر څوک کوي کاږه او ســـــــم کارونه
دلـــته مــــې ټول شــــيان کاږه ولـــــيدل
هېواده ! خـــــدايږو دا وطن آبــــاد شـــي
چــــې مـې ځلميان پکښې ويده وليدل
سويډن ٣/١٢/٢٠٠٠
د سوګندونو ماتېدل
په تورو زلفو زنګېدل زده کوو
ډکو پيالو کـې لمبېدل زده کـوو
مونږه د ښکلو له نظره ورک يو
ځکه يې زړو کې اوسېدل زده کوو
دا ازلي ژړا مــــــو ډېره وکـــــــړه
راځــئ ملګرو! خندېدل زده کوو
چې يې الزام د مينې راکړلو نو،
خـود به په دار باندې ختل زده کوو
نه ځو د نورو په رڼا پسې نور
پخپله شمعه ســوځېدل زده کوو
خير دی که لمر زمونږ نه کډه شولو
اوس په رڼــا د ستورو تلل زده کوو
نور مو د صبر بېړۍ ډوبه شوله
د ســـوګندونو ماتېدل زده کوو
هېواده! مسته ميکده راښيه
د زړه د للـمو اوبېدل زده کــوو
مالمو ــ سويډن