Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمديوسف هېواد دوست

بېنوا ويب پاڼه
 ښاغلی محمد یوسف هېواددوست په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د کابل ولایت د بګرامیو د ولسوالۍ د حسین خېلو په کلي کې زېږېدلی .پلار یې ارواښاد ګل احمد نومیږي چې د افغانستان د کارتوګرافۍ او توپوګرافۍ د برخې یوتن مجرب ماستر و.خدای بښلې مور یې د کونړ ولایت د نورګل دسیمې د مولوي عبدالرحمن لوروه .یوسف هېواددوست خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې د خپل روڼ اندي پلار او د سیمې په جومات کې ترلاسه کړې او وروسته د کابل ښار د استاد بېتاب لومړنی ښوونځی یې په بري سره ترسره او بیا د منځنيو او لوړو زده کړو لپاره د کابل د انصاري په لېسه کې شامل او په ۱۳۵۶ ل کال کې د دغه ښوونځی له دولسم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ او ورپسې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علوموپه پوهنځی کې شامل شو چې ۱۳۶۰ ل کال کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي د تاریخ له څانګې په لوړه درجه فارغ او د لیسانس سند یې تر لاسه کړ.هېواددوست کله چې لا د ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکی و د وخت د راډیو افغانستان د کمکیانو خپرونې سره خپله همکاري راپيل کړه او له هماغه وخته بیا له پوهنتون څخه تر فراغت پورې به نیمه ورځ ښوونځی یا پوهنځي ته تلو او له غرمې وروسته به راډیو ( وروسته بیا ټلویزیون ته هم ) ،دغه راز د کابل د یو شمېر مطبوعاتو لکه د کمکیانو انیس ،انیس ،هېواد،اصلاح ،ننګرهار،کندهار ،پکتیا،ژوندون،پښتون غږ ،کابل او یو شمېر نورو مطبوعاتو دفترونو ته ورتلو او له فرهنګیانو لو لیکوالو سره له ناستې ولاړې سربېره یې نوموړو مطبوعاتو ته لیکنې ،مرکې ،راپورتاژونه او څېړنې کولې .له ۱۳۴۸ ل کال څخه یې د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو ادارې د پښتو ډرام او داستان په څانګه کې د ارواښاد استاد ف .فضلي او ارواښاد استاد منان ملګري تر لارښوونې لاندې د تمثیل او ایاتر کار راپیل کړ چې د پښتو تیاتر د ممثلینو په ډله کې تر پایه پاتې شو او یو شمېر داستانونه ،ډرامونه ،تمثیلي ټوټې او او راډیویی تمثیلي ټوټې وليکلې چې ښايي اوس هم د راډیو افغانستان په آرشیف کې خوندي وي .هغه په یو شمېر هنري فلمونو کې هم د ښه ممثل په توګه کار وکړ چې (بد قول ) او ( تورې څېرې ) د هغه د فلمونو غوره بېلګې دي . پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته د عسکری خدمت ته ولېږل شو،خو هېواددوست په پوځ کې د کارکولو پر ځای غوره و ګڼله چې په راډیو – تلویزیون کې خدمتي پاتې شي نو ځکه خو یې څلور کاله او شپږ میاشتې د سرتېرو لپاره په یو شمېرراډیویی او ټلویزیوني خپرونو کې د ژورنالیست په توګه کار وکړ. تر هغه وروسته د راډیو افغانستان د روزنې د ادارې د مرستیال په توګه مقرر شو،لږه موده وروسته د ټلویزیون د ځوانانو د ادارې د مدیر په توګه،دغه راز د پوځی خپرونو د ادارې د مدیر او ورپسې د راډیو د هنر او ادبیاتو د ادارې د لوی مدیر او بیا د ټلویزیون د هنر او ادبیاتو د ادارې د لوی مدیر په توګه دندې ترسره کړې .ښاغلي یوسف هېواددوست د یوه ښه ممثل ،غوره انانسر او نطاق ،لیکوال ورځپاڼه لیکونکي او ژورنالیست په توګه کلونه کلونه زیار او هاند ترسره کړی .(په پښتو کې تاریخ لیکنه ) د هغه اثر نوم دی چې ښاغلي هېواددوست لیکلی او د هیلې مجلې لخوا په پرله پسې توګه خپور شوی .اوس په ډنمارک کې اوسیږي او د( خپلواکۍ) په نوم یوه خپرونه چلوي چې د مېرمن فیضیه هوسا په مدیریت هره میاشت یو ځل چاپیږي .

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005