Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دعبدالغفار بريالي شعرونه

غزل
 چې پر سد سړى سرمسته دېوانه کې
 دا تاثير دى دساقي په په پېما نه کې
 تور کاکل يې هتکړۍ دي درندانو
 مناسب دي سرکښان په زولانه کې
 لنډې زلفې تورې شپې ، مخ يې بهار دى
 شپې وي لنډې دبهار په زمانه کې
 چې قسمت يې دشرابو وي کم سوى
 بدبختي ورولي خوب په مېخانه کې
 حبشي زلفې يې شپول په لالو شونډو
 افي مار وهي کلچه په خزانه کې
 ښاپېريوبازار پرېښوده له شرمه
 چې شروع کړ ګل سينګار په پس خانه کې
 بريا ليه په هجران کې وصل غواړه
 پيدا کېږي مدام ګنج په وېرانه کې
 
 
 ما وليدئ رشتيا
 
 په توره نيمه شپه کې به چا لمر لېدلى نه وي ــــ ما وليد برملا
 دزاغ به پر ډيوه هيچا ګذر ليدلى نه وي ــــ ماوليد برملا
 *****************
 هندو به چا ليدلى معتکف وي په محراب کې ــــ سکروټې په درياب کې
 يا ستورى له آسمانه رالوېدلى په سراب کې ــــ سپوږمۍ په ګل ګلاب کې
 دسروې څه به چا دسېب ثمر ليدلى نه وي ــــ ماوليد برملا
 ******************
 په منځ کې دروژې دى کوم سړى اختر ليدلى ــــ پر مخ داو بو کلى
 دسپو به پر زمريانو چا برى وي اوريدلى ــــ اسمان رانړېدلى
 پر غاړه دنغري به چا سفر ليدلى نه وي ــــ ما وليد برملا
 ****************
 په کسر کې دنيمې شپې څه مراد سياه کاکل دى ــــ روښانه لمر چارګل دى
 زاغان يې تور ې زلفې ډيوه سترګې يې مشعل دى ــــ هندو خال يې کجل دى
 محراب يې دواړه وروځې شونډ ې سوراورمدلل دى ــــ درياب دخولې منزل دى
 دخولې په شان به چا هسې کوثر ليدلى نه وي ــــ ما وليدی رشتيا
 ******************
 ملغلري لکه ستوري په اميل سراب ګرېوان دى ــــ سپوږمۍ يې ژېړ پيزوان دى
 دهن يې ګل ګلاب، سروه قد سېب زنخدان دى ــــ روژه عېن هجران دى
 اختر ساعت دوصل اوبه زېرى دخزان دى ــــ دزړه کلى هجران دى
 ژوندون يې اضطراب دى کې چا شر ليدلى نه وي ــــ ما وليدی رشتيا
 ****************
 رقيب دى عېن سپى سره له بخته دى راغلى ــــ غالب رارسېدلى
 عاشق لکه زمرى اسمان يې بخت دى ګرځېدلى ــــ نغرى دغمو کلى
 داوښکوپه مزلو کې همېشه په سفر تللى ــــ تر کور نه دى وتلى
 صحيح دغه مجاز کې چا دفتر ليدلى نه وي ــــ ما وليدۍ رشتيا
 ***************
 مراد له تورې شپې څه اسمانونه زنګبار دى ــــ لمر پاک نبي سردار دى
 په شپه کې دمعراج ختلى پاس نورالانوار دى ــــ ثابت مو دا اقرار دى
 له زاغه څه شيطان ،ډيوه ادم دټولو پلار دى ــــ قائل عبدالغفار دى
 قياس که حقيقت کې تا اثر ليدلى نه وي ــــ ما وليدی رشتيا
 
 ول ول زلفې
 
 چې پر مخ کړې راايله زلفې ول ول ــــ دچشمانو مفصل دې شي مجمل
 ستا دهجر مسلې دي هسې ګرانې ــــ نه حل کېږي په صدرا او مطول
 چې وصال دې په نظرکې را حضور شي ــــ بديهي سي بې برهانه مدلل
 چې راياد دې تلخګۍ دجدايۍ کړم ــــ دکوثر عسل مې سي تر خوله حنظل
 چې مې جسم انفعال دسترګو واخست ــــ جواهر مې په عرض سوه ماءول
 که دعشق په مدرسه کې بريالى شوم ــــ ر اته واړه مشکلات به سي منحل
 
 دچادى
 
 پردماغ مې خطرناک اثر دچادى ــــ دا جحيم بولهبي شرر دچادى
 پوه سوم پوه سوم دا له تانه دى حبيبه ــــ که نه بل دا زبردست ګذر دچا دى
 که مې زړه تا په حکمت وېستلى نه دى ــــ وايه نور دا لقماني هنر دچادى
 که آسمان دې په ابرو وهلى نه وي ــــ په کې پروت دا هلالي خنجر دچادى
 که ځيګر مې کنعاني کوهي لا نه وي ــــ په کې پروت دايوسفي بشر
 وايه تا چې بريالى وژلى نه دى
 دا په غېږ کې دې پرې کړى سر دچادى
 
 دوه بيته
 
 دلمر مخ او دعشق اور لره يو خس يم
 که مې وسوځي ورتېر له خپل نفس يم
 ما معذور ګڼه زاهده په توبه کې
 ستا په زهد مې قسم که په خپل وس يم
 
 غزل
 
 دادی خط سو رازرغون پر زنخدان
 که شپه وختل په غېږ کې داسمان
 ادم خورې سترګې پټې کړه په زلفو
 په ځنګله کې مناسب دي شنه زمريان
 شنه خالونه دې دمخ په صفايۍ کې
 لکه بند سي په ښيښه کې لړمان
 خط دزنې دې دزلفو ترجمې دي
 دغه متن دغه شرحه دابيان
 بريالى اوستا رخسار سره پوهيږي
 دا کاغذ او دا قلمدي شاهدان

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005