Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2011-03-21  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

کډه

د ترینکوټ له شنو کوترو مي پوښتنه وکړه ولي زموږ له څنګه کډه کوئ ؟ یوې کوتري په ځواب کي راته داسي ویل څله مي پوښتې – دا دڅه لپاره د زړه په ټپ مي - د تڼکارو - تروې مالګي شندې مګر په سترګو نا بینا ئې او لیدلای نشې دغه د ګلو سیمه چې ترینکوټ نومیږي په لوی ناورین واوښته مګر لیدلای نشې د ښکاري ماما په وینو آ ککړ لاسونه چې ئې کوتري ویشتې چې ئې د غشو ګذارونه کول او د کوترو ځالي د چنارونو د ښکلا له څانګو ولوېدې او پو پنا شوې مګر غوږونه دي کاڼه دي،اورېدلای نشې د هغو خوارو توتکیو او کوترو چیغي «چي ئې کورونه ړنګ دي)» «چې ئې جامې نشته ډوډۍ نه لري» «چي ئې لاسونه غبرګي پښې ماتي دي» «چي ئې پلرونه ورک دي» «چي ئې مورګاني مړې دي» د زړه په ټپ مي مالګي مه دوړوه پرېږده چي وژاړم، فریاد اوچت کړم ګوندي خوسا مغزونه چي د اسلام او د جهاد په نامه خلک وژني د پاک قرآن د حقیقت په مانا وپوهیږي د خپل هیواد او خپل اولس پر ضد جګړې بندي کړي

پوهنیاربشیر مومن   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005