Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

نجيب منلی

بېنوا پاڼه :
نجيب منلی د ١٣۳۷ کال د غبرګولي په نهمه په کابل کې زيږيدلی دی .د کابل له استقلال ليسې يې دولسم ټولګی خلاص کړی او د پاريس له يو پوهنتون څخه يې د مځکپوهنې ماسټري ترلاسه کړې ده او بيا يې د کامپيوټر په رشته کې د پراجيکټ منېجر مسلکي ديپلوم اخيتی.اوس په ادبياتو کې له فرانسې څخه د دوکتورا د سند په ترلاسه کولو بوخت دی
د پاريس د ختيځو ژبو او مدنتيونو په انستيتيوت د استاد په توګه کار هم کوي
ښاغلی منلی په پښتو ، دري ، فرانسوي او انګريزي ژبو پوهېږي او د روسي ، جرمني، عربي او اردو سره هم لږه ډېره اشنايي لري.
ليکنې:
- La mètrique du pachto (د پښتو عروض ) په فرانسوي ژېه څېړنيزه مقاله
- په فرانسه کې چاپ شوي Dictionnaire des Littératures Universelles ”د نړۍ والو ادبياتو قاموس“ د پاره د پښتو او دري ادبياتو په اړه ليکنې
- د ”ايران پېژندنې فرانسوي انستيتوت“ کالنۍ خپرونې ABSTRACTA IRANICA د پاره د پښتو ژبې او افغانستان په اړه د نژدې سلو کتابونو او مقالو پېژندګلوي
- Tresses et labyrinthe (څڼې او د محبوبې کلا) په فرانسوي ژبه د پښتو د اولسي کيسو ټولګه
- ” لندی – شعر مردمی پشتو“ په نيويارک کې چاپېدونکې ايراني مجلې ”ايران نامه“ ته په فارسي ژبه د لنډيو پېژندنه او د نژدې پنځوسو لنډيو ژباړه
- د هېواد بېلابېلو خپرونو کې خورې ورې مقالې
ژباړې:
- Poèmes afghans ( افغاني شعرونه ) د شپاړسو پښتو شعرونو فرانسوي ژباړه
- Landeys د شپږينځوسو لنډيو فرانسوي ژباړه
- En attendant l’aurore ( د سباوون په تمه ) د عبدالباري جهاني د شعرونو ټولګه
- Confiture d’orange ( د نارنج مربا ) د صفيه حليم د لنډو کيسو د ټولګې ”نيمګړی انځور“ فرانسوي ژباړه
- د افغانستان سره تړلو ځينو مجلو د پاره د پښتو او دري شعرونو ژباړه

د شعر بېلګې:
١) چې درنېژدې شم ته لېرې کېږې
در ته چې ګورم را نه پټېږې
چې ياري نه کړې نو وايه ولې
داسې مې سترګو سترګو ته کېږې
٢) په دا دوه توکه بلا پرېوتې
زما زړګوټی د يوسف ختې
څوک يې له رخې په وينو رنګ کا
څوک يې له مينې کا رتې پتې

٣ )
په لويه لار کې
د پوخ سړک پاخه دېوال تر منځه
په نري وت کې
يو څو رېدي ولاړ دي
په زرو سترګې ورته ګوري خو به
خو چا ته ښکاري که نه؟
زما د زړه په سوزېدلي ډاګ کې
د وچو وچو خسرتو، تورو وهمونو منځ کې
څو ارمانونه ټوکېدلي خو دي
خو چې ستا سترګې به پرې
چرې هم ولګېږي
او که د ياس بادونه
به يې دانه وانه کړي؟

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005