د ارغند دڅپو ژبه :
ښاغلى عزت الله پېژاند پر1356 لمريزكال د كندهار په زرغونه غېږ كې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي، ښاغلي پلار يې "احمد شاه" د خپل تنكي ارمان د زېري په اورېدو سره په زړه كې ډېرې داسې هيلې وروزلې چې د ژوند ډېر سپېره اړخونه يې پرې ښكلي شول.
پېژاند اوس خپلې منځنۍ زده كړې پر مخ بيايي، ددې تر څنګ د يوه بااحساسه نرس په توګه په ميرويس روغتون كې دنده تر سره كوي، له درېيو كلونو را په دېخوا شعرونه ليكي؛ ددې وروستيو وختونو شعري بيان ته يې د هيلو سترګې وراوړي، د ازاد شعر پر ډګر هم د خپل اّندوخيال نيلى په ښه برياليتوب سره ځغلوي.
په لفظي انځورونو كې ځانګړې عاطفه او اّند سره ګډوي، چې خوږلني او ظرافت يې هر زړه ته لار پرانيزي. هنري جوړښت او د انځورونو راڼه توب ته ډېره پاملرنه كوي، همداراز يې د هېواد د وروستيو هغو غميزو او ناخوالو ځينې برخې انځور كړي چې د هر افغان زړه ترېنه شين شوى دى، د كندهار او نورو ځايونو په خورو ورو خپرونو كې يې شعرونه او نورې ليكنې خپرې شوي او په دي وروستيو مياشتو كې يې يو شمېر لنډې كيسې هم ليكلې دي.
د پېژاندصيب ازاده شاعري تر قافيه والې هغې ډېره ده، چې په ازاد شعر كې ښه په بري سره روان دى، يو وروستي ازاد شعر يې په كندهار كې د لومړۍ درجې جايزه وګټله.
قافيه واله شاعري يې هم ښكلې ده، پر لږو بيتونو ډېره خوار كوي او هڅه كوي چې شعر يې بېځايه اوږد نه شي، هغه خبره چې په لنډو ټكو كې كېږي په ډېرو الفاظو كې يې نه پېچي.
زرينې پاڼې
ورليكم يې پر سترګو ،پر لېمو زرينې پاڼې
اشنا چې رانه غوښتي دغه څو زرينې پاڼې
سپوږمۍ بېګا د بام تر سره پټه – پټه راغله
راتويې كړې د ورېځو له درڅو زرينې پاڼې
خبرې رانه واخلي ،بس هر څه راځنې هېر شي
چې تاو كړي رانه ښكلي د لاسو زرينې پاڼې
يو دنګ او شازاده شپانه شپېلۍ كې راته ووې:
باروتو كړې لوګۍ زموږ د زړو زرينې پاڼې
دې شېخ ته كه يو څه د كلي خلكو مخه وركړه
په ږيره به كړي ښكل د اننګو زرينې پاڼې.
1379\سلواغه\10 ل.دويمه ناحيه ،كندهار
تمه
زه چې ماښام تنها له ځانه سره
د تېر سهار د غم سكې وشمېرم
او دخپل خيال په ګوتو
يې د زړګي په تل كې ښخې كړمه،
د اومه ذهن نړۍ
مې ټوله ولړزېږي
او د لېمو له كليو
داوښكو سپينې پېغلې
له خوبه وپاڅېږي،
كتار-كتار شي، دګرېوان ښار ته پناوې يوسي
لكه زموږ دكلي
پېغلې چې ،
په تورو تورو شپو كې
ځي تر پرديو ښارو
او هلته وركې شي، ترۍ شي د سبا په تمه.
1378\سلواغه\12ل.كندهار
ماڼۍ
د اسوېليو، د دردونو او زخمونو ماڼۍ
څوك به را جوړې كړي زموږ د ماتو زړونو ماڼۍ؟
ټوپكه! ستا بدمرغه خوله چې ترېنه واوښتله
په دغه ښار كې شولې جوړې په سلګونو ماڼۍ
جانانه لږ نظر پرې وكړه ورنه مه تېرېږه
دي جوړې كړي مې ستا لار كې د سوالونو ماڼۍ
كه نورې هم دا د باروتو لمبې مړې كړې ربه
سږبه شي جوړې پاس د غرونو پر سرونو ماڼۍ
ورته لوګي كړې د لويديځ د نجونو لوڅ سرونه
څومره دي ښكلې د حيا په پلوونو ماڼۍ
ستا يو موسكى انځور مې ياره د زړه مخې ته پروت
پرې جوړوم د خيال په ګوتو د رنګونو ماڼۍ
ستا پيكه شعر ته به پېژانده څوك ښه ونه وايي
چې په كې نه شته د رنګونو،هنرونو ماڼۍ.
1379\ورى\12 ل.ميرويس روغتون،كندهار
اوښكې او يادونه
يو وخت به ما او اشنا
جوړه-جوړه او لاس تر غاړې تللو
د پورې غره لمن ته
هلته به لاره كې د كلي نجونو
راته پټ – پټ له دريڅو كتله،
بيا به يې ښكلې شير چايي شونډكۍ
ورو شانته وموسېدې،
لكه د ښكلي كنداري ګل ګلاب
غوټۍ چې وغوړېږي؛
بيابه د غره لمن كې
پر هغه غټه ګاره
چې پرې ليكلي به وو، زما او د اشنا نومونه
دواړه جوړه كېناستو
او زموږ د كلي د رمو شپونكي به
راته پسته خوږه شپېلۍ وهله،
ما او اشنا به مې په غبرګو او جوړه غږو كې
ښكلې ټپې ويلې
او د ژېړ لمر ښاپېرۍ
به په نڅا لاړله
د هاغه غره ترڅوكې.
وروسته تر ډېرو مودو
لاړمه ها د پورې غره لمن ته
هغه د كلي ددرڅو په منځ كې
دنګې ښايسته جنكۍ نه ښكارېدې
او نه د غره لمن كې
راته دكلي شپونكي
ژېړه شپېلۍ شونډو كې ونيوله،
د پورې غره له سره
بس د باروتو شنې لوخړې تللې؛
باد په پستو لاسونو
مخې ته لرې يوه سپينه جنډه
راښوروله ورو ورو
لكه له لوړه چې يوه دنګه پېغله
د جنګ ډګر ته تلله؛
د لو نګينو برېتورو زلمو لارې څاري
او تورې څڼې يې پر سپين ټيكري وي باد شيندلي؛
جنډې ته څو ګامه ور وړاندې شومه،
د مازيګر د زرين لمر وړانګو مې
پر دواړو سترګو باندې
زرين شال وغوړاوه،
ورو مې د لاس په سيوري
شال رااوچت كړ د لېمو له مخ نه
پر هغې دنګې ،هغې سپينې جنډې
مې په تور ليك ليكلي،
دا توري ولوستله:
"چې مې د قبر خوا ته راشې
ديدن به نه وي نو دې پورته كړه لاسونه".
1378/سلواغه/10ل.دويمه ناحيه،كندهار
باز
ولې پوښتئ ښكلو نه د شپو كيسې ؟
دوى خو په لېمو كې زده كړه كړې ده
زه هم اخر يمه ددې غرونو باز
ما هم په دې غرو كې زده كړه كړې ده
هر څه باندې پوه يو خو څه نه وايو
موږهم پټ په زړو كې زده كړه كړې ده
دا چې هر اټكل په ټوپكونو كړو
دا مو په جګړو كې زده كړه كړې ده
مه سپارئ هغه ته څوك د مينې كار
چاچې په تسپو كې زده كړه كړې ده
دا دځان لپاره كوه نور ګڼم
ما چې په پښتو كې زده كړه كړې ده.
1379/غويى/30 ل.دويمه ناحيه ،كندهار