|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-01-23 م |
خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) |
چا پي بڼه |
نظيف الله تکل بېنوا ويب پاڼه ښاغلی نظيف الله تکل په کال ١٣٤٠ ل کي د کنړ ولايت د څوکۍ په ولسوالۍ کښي زيږيدلی دی . نوموړي د کنړ ولايت د څوکۍ په ليسه کښي زده کړي کړيدي ، او ورپسي يي دکابل د پولي تخنيک انستيتوت له پوهنځۍ فارغه شويدی ، د افغانستان د ساختمانۍ چارو وزارت د پروژو جوړولو استيتوت د پما په رياست کي يې دنده تر سره کړيده . د ښاغلی تکل د (( اوپاڼي يې مړې وې )) په نوم اثر په کال ١٣٧١ ل کي د افغانستان د ليکوالو د ټولني لخوا چاپ شويدی ، او همدا ډول يې په بېلابېلو خپرونو کښي ليکني اوشعرونه خپاره شويدي . ښاغلی تکل اوس د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان څخه ليري د هالنډ په هيواد کښي د پرديسۍ ورځي تيروي او اوس په هالنډ کي د مېشتوافغان ليکوالواو فرهنګيالو د ټولني (( افغاني کلتوري ټولني )) د مشرتوب دنده په غاړه لري . د ښاغلي تکل دازاد شعر شعر يوه بېلګه : کينه دا ستا د زلفو ټال دا ستاد څڼو امېل چي کله ځانګي د سينو په څوکو اوښکلوي هغه نورسه غوټۍ هغه د تيو څوکي ماله کينه پرې راځي بېرته شاته
|