Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالوکيل شينواری

بېنوا ويب پاڼه :
 ښاغلی عبدالوکيل سوله مل شينواری په کال ١٣٤٣ ل کي د ننګرهار ولايت د هسکي مېني په ولسوالۍ کس زېږيدلی دی ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په جلال اباد ښار کي کړيدي ، تر منځنۍ زده کړو وروسته د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته وليږل شو ، په عسکري پيداکوژۍ کي د ماسټرۍ درجې د اخستني وروسته په کال ١٣٦٨ل کي خپل هيواد ته راستون شو او د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو روزنيزو موسسو کي يې د ښوونکي په توګه دندي اجرا کړې . په کال ١٣٧٣ ل په پېښور کي د ازاد افغانستان د ليکوالو د ټولني په خپرنيز ارګان ( وفا ) کي خبريال شو ، په ١٩٩٥ ږ کال يې دغه دنده پرېښوده او د سلواک جمهوريت ته ولاړی اوتر اوسه هلته هستوګن دی .
 وکيل شينواری تر اوسه پوري ګڼ شمير پوهنيزي څېړني ، تحليلي ، سياسي او ادبي ليکني کړيدي ، چي تر هيواد دننه او بهر په ګڼ شمير افغاني خپرونو کي خپرې شويدي ، په روسي او سلواکي ژبو پوهيږي او په پارسي کي د ليکني صلاحيت لري .
 ښاغلي عبدالوکيل سوله مل شينواری هغه ځوان کيسه ليکونکی دی چي په لنډو کيسو سربېره يې لنډي اواوږدې راډيويي او تلويزيوني ډرامې هم کښلي دي د ( غچ اور ) راډيو داستان يې ښه بېلګه ده . ډير کلونه پخوا چي لا د ښوونځی په لسم ټولګۍ کي و ، وليکه اوپه هاغه وخت ( ١٣٥٨ ل ) کي له افغانستان راډيو پرله پسې خپورشو .
 نوموړی هم لکه دافغانستان ډير ليکوال خپل ادبي تخليق په شعرپيل کړي ، خو د شعر او ډرامې ليکلو موده يې ډيره لنډه وه .
 شينواری نه يوازي کيسې ليکي بلکي په کيسو او ګڼو ادبي او هنري ژانرو يې ګڼي مقالې هم کښلي دي ، دده د هنري کار ډيره برخه سينما، او پښتوډرامې ته ځانګړي ده ، دا له دې هنرونو سره دده له ځانګړي ميني پرته خړوبيږي . برسيره پر دې زموږ په پښتني فرهنګ کي ددې برخو کمزوري هم نوموړی ليکوال دې ته هڅولی چي په دې برخه کي ځانګړې مطالعه وکړي او بيا ددغومطالعاتو پراساس ګڼي مقالې د هيواد خپرنيزو ارګانونوته د چاپ لپاره ورکړي .
 شينواري په ګڼو برخو کي خورا ډيري مقالې نه يوازي په ادب او هنر کي بلکي په ادب اوهنر سربيره په نورو برخو لکه سياست ، پوځ ، مخدره موادو ... هم ډيري مقالې کښلي او څه موده يې ژورناليستيکي چاري هم پر مخ بيولي دي .خو ( زړه کلا ) يې يوازنی د کيسو غونډ دی چي په کتابي بڼه وجود لري .
 اوس يې د کيسو او لنډو ډرامو مجموعي چاپ ته تياري دي چي په نږدې راتلونکي کي به دچاپ په ګاڼه سمبال شي .
 ښاغلی شينواری اوس په د سلواک له هيواد څخه د سپين غر هنري مرکز چاري سمبالوي او ددغه مرکز دنشراتي ارګان (( ننداره )) له پاره هم د موادو په راغونډولو کي زيار باسي

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005