Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالواحد ( نظري )

بېنوا ويب پاڼه :
 ښاغلی عبدالوا حد نظري د ډ اکټر محمد امين نظري زوی په ١٣٣٢ل کال د کب د ميا شتي په شپږمه د کندهار په ښار په يوه رو حاني کورنی کي ستر ګي پرا نستلي . پس له لومړنيو زده کړو دکندهار په احمد شا هي دکا بل د مير ويس نيکه په متو سطه او د رحمن بابا په ليسه کي يې تر سره کړي په ١٣٥٢ هـ. ش کال د کابل پو هنتون د حقو قو او سيا سي علومو پو هنځي ته بر يالی سو. په ١٣٥٣ هـ. ش کال د يوه تحصيلي بورس څخه په ګټه دلوړو زده کړو په نيت د سينما او تلويزيون د ډايرکټ په بر خه کي د بلغاريا هيواد ته ستون سو .
 په ١٣٦١ هـ .ش کال کي د دکتورا معادل ديپلوم په اخستلو سره هيواد ته را ستون سو .
 د ١٣٦١ کال را هيسي د ډايرکټر په صفت لو مړی په تلويزيون او بيا په افغان فلم کي په کار بوخت سو . په ور ستيو کلو نو کي د افغان فلم درئيس ، د هنر مندانو د ټولني د سينما د انجمن د رئيس په تو ګه او د هنرو نو دپو هنځي کي د استاد دنده تر سره کوله .
 ښاغلی وا حد نظري د هغه علا قي له مخي چي د تمثيل او هنر سره يې درلوده په ١٣٤٤ هـ .ش کال کي د وخت د را ډيو د کو چنيانو دپرو ګرام سره هم کاري پيل کړه تر ددي پرو ګرام کا کا منجاني سو ، بيايې دراډيو دډرام او داستان د په بر خه کي په کار پيل وکړ او دنورو رنګارنګ رولونو تر څنګ يې لوړني پر له پسي دا ستان د سکيني او اومرا په نا مه د او مرا رول ولوبوی او همد راز لو مړنی مسټر فلا وړ چي دا کميډي نندا ره يې را پيل کړه.
 هنري جوړوني يې د تحصيل په دوران کي دنورور لنډو مستندو او هنري فلمونو تر څنګ تلويزيوني فلمونه لکه < ستاسو په هيواد کي مګر خر نسته > او < دري شپي ديو زرو يو ي شپي څخه > د ياد وني وړ دي د سينما په بر خه کي دلنډو مستندو فلمونو د< وطن پا لنځی > په ١٩٨٣ کال او انقلاب دتکامل په پړاو کي ١٩٨٤ کال کي ، لوړ هنري فلمونه يې د لحظه ها په ١٩٨٤ او دا رمان ١٩٨٨ کال او تلويزيوني فلمونه لکه کا غوشچي ١٩٨٤ ، دلمر په لور ١٩٩٢ افغانستان بيله شور ويانو څخه مستند ١٩٩٠ او ، د کونډي زوی لو مړنی کميډي سر يال په ١٩٩١ کال کي په درو بر خو کي د سينما مينه والو ته وړا ني کړل او لو مړنی تلويزيوني تيا تر هم رئيس په نا مه او انجلي دده د جوړونو څخه دي .
 په مها جرت کي يې د ګمراه ٢٠٠٢ ، او هجرت فلمونه ٢٠٠٤ هنري لوړ فلمونه چي دسينما د مينه والو لپاره د پر دي پر مخ را غلي دي .
 ښاغلی وا حد نظري ١٩٩٣ کال را هيسي د خپلي کورنی سره په المان کي ژوند کوي .
 د ١٣٦١ کال را هيسي يې دطنز په ليکلو پيل کړی او همدا راز تيوريکي مقالي او ژباړي د سينما په هکله ، فلمي لنډي سنار يو ګا ني لنډي نندا ري ، و کو چنيا نو ته دا ستا نونه او طنزونه په دا خل او بهر کي چاپ سويدي .
 دا وحد نظري دغه طنزي مجمو عي تر او سه چاپ سويدي : اګر نديدي با ور کن ١٩٩٧ ګله را سه که يې ګوري ١٩٩٧ واه واه ګل سيب ١٩٩٧ کله وار دا با او کله وار...٢٠٠٢ او ديګه چطور هستي ٢٠٠٢ .
 ښاغلي وا حد نظري لو مړی افغا ني سينما ګر دی چي په يوه بين المللي سينما فيستيوال کي د ژوري په صفت بلنه تر لا سه کوي .
 قدرمن وا حد نظري دا فغانستان دکلتور د غوره کارکونکي لقب په ١٩٨٨ کال کي تر لا سه کړ او ډيري نوري مطبو عا تي او هنري جا يزي يې او ديپلو موه يې په دننه هيواد او خا رجي فيستوالونو کي تر لا سه کړي دي . او په دي نژدي وختو کي يې په بهر کي دا افغا نستان د ژور نا لستانو د ټولني دده اګر نديدي با ور کن طنزي ټولګي ته د طنز غوره جا يزه ور کړي ده .
 ښاغلی پو هنيار وا حد نظري د ١٩٩٥ کال را هيسي دالمان دډايرکټرانو دټولني غړيتوب لري.
 په جرمني کي د افغان فلم او تياتر د مرکز او د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا د ښاغلي واحد نظري پنځوسمه کليزه د ليورکوزن په ښار کي ونماځل شوه ، په لاندني عکس کي واحد نظري د خبرو پر مهال وينئ .

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005