|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-01-23 م |
خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) |
چا پي بڼه |
اکبر بری بېنوا ويب پاڼه : ښاغلی اکبر بری د ١٣٣٥ ل کال د وږي ( سنبلې ) د مياشتي پر څوارلسمه نېټۀ چي د ١٩٥٦ زېږد کال د سپټمبر د پنځمي نېټې سره سمون لري د هلمند ولايت د ګرشک په ښار کي زېږيدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د لښکرګا په ښوونځی کښي وکړې ،منځنۍ او ثانوي زده کړي يې هم د همدې ښار په لښکرګاه ليسه کي سرته ورسولې ، وروسته تر هغه له خپلي کورنۍ سره لومړی د لنډي مودې لپاره کندز او بيا کابل ښار ته ولاړ ، هلته په ١٣٥٦ ل کي د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ته شامل شو . په ١٣٥٩ ل کال کي له نوموړي پوهنځی څخه تر فارغت وروسته له هيواده مهاجرت ته مجبور او پاکستان ته ستون شو . او وروسته په ١٩٨١ زېږد کال د اکتوبر په مياشت کي جرمني ته مهاجر شو . په جرمني کي يې د زارلنډ پوهنتون د الماني ژبي له کالج څخه د الماني ژبي سند تر لاسه کړ . اکبر بری له ١٩٩٧ څخه تر ٢٠٠٢ ز کال پوري پنځه کاله په انګلستان کي استوګن شو ، هلته يې هم د لفبړا پوهنتون له کالج څخه د انګريزي ژبي د فراغت سند تر لاسه کړ ، نوموړی اوس( ١٣٨٣ ل ) د خپلي کورنۍ سره يو ځای د جرمني د زارلنډ ايالت په مرکزي ښار زاربروکن کي اوسيږي . اکبر بري خپل لومړی شعر په ١٣٥١ ل کال کي ووايه ، نوموړی دا مهال د لښکرګاه ليسې زده کوونکی و . د يادونی وړ ده چي خپله لومړنۍ لنډه کيسه يې هم درې کاله وروسته ياني په کال ١٣٥٥ په همدې ښار کي وليکله . ښاغلی بری له کال ١٢٥٢ لمريز څخه راپدې خوا د هيواد له مطبوعاتو سره ادبي همکاري کوي ، دده ګڼ شمير لنډي کيسې او شعرونه د هيواد په دننه او بهر افغاني مطبوعاتو کښي چاپ شوي دي او خپاره شوي دي . اکبر بری تر اوسه د لاندي چاپ شويو اثآرو خاوند دی : ١ _ مساپر شعري ټولګه ١٩٩٧ ز ٢ _ سوالګر د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه ١٩٩٨ ز ٣ _ نکل د لنډيو کيسو دوهمه ټولګه ١٩٩٩ ز ٤ _ د سپوږمۍ سترګه د لنډو کيسو دريمه ټولګه ٢٠٠٤ ز عبدالله احسان بېرته شاته
|