Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

ذبيح الله خوګياني

ذبيح الله خوګياني د ١٣٥٧ کال د ميزان د مياشتی په څلورمه نيټه د کابل په ښار کښي سترګی نړۍ ته پرانيستلی دي .
زده کړه ېې تر لسم ټولګۍ پوري په کابل کښي کړې ده وروسته مهاجرت ته اړ شو او د وطن د نورو ځوانانو غوندي ئې په ١٣٧٥ لمريز کال کي خپله مېنه پرېښوده او پېښور ته وکوچېد.
د هجرت او پردېسۍ سره سره ئې لسم يوولسم او دولسم صنفونه په پيښور کښي ولوستل او بيا ئې څلور کاله په ځانګړې توګه د طب درس ولوست او د انګليسي د ژبي په زدکړه هم بوخت وو
له وړکتوب څخه ېې د پښتو ادبياتو سره ځانګړي مينه درلودله او دا سبب و چي دې ئې هم شعر اوشاعرۍ ته اړ ويست :
ښاغلی خوګياڼۍ په پښتو او دري ژبو کي زيات شمېر اشعار ليکلي ا وويلي ، چي په دې نژدو کښي ئې د خپلو اشعارو يو ټولګه هم چاپ ته تياره کړې ده.
محترم ذبيح الله خوګياڼي اوس د امريکا د متحدو اياﻻتو د کاليفورنيا په ايالت کښي د خپلې ميرمنی او دوو ګلاليو بچيانو سره ميشت دی.
د شعر يوه نمونه په لاندي ډول ده :


غږ په ما کړه
ای د زړونو خريداره غږ په ما کړه
د مين زړګې قراره غږ په ما کړه
پټه مينه مي په زړه کښي بار د ربه
ای د ميني طلبګاره غږ په ما کړه
زه د ميني بتخانه زه دي مسجد يم
ای د ميني پرستاره غږ په ما کړه
سور مي نشته د رباب ماته نغمه يم
ای د ميني غزل خوانه غږ په ما کړه
چي ارمان ارمان څپو مي زړه توپان کړ
ای د ميني کشتی وانه غږ په ما کړه
زه ذبيح د عاشقۍ په دام کي ګيريم
ای د زړونو مدد ګاره غږ په ما کړه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005