|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-01-23 م |
خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) |
چا پي بڼه |
اجمل پسرلی بېنوا: اجمل پسرلی د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . تر اتم ټولګي يې د کندز ولايت په تجربوي ليسې کې درس ويلی او ورپسې يې د کابل له غازي ليسې څخه د ١٢ ټولګي سند اخيستی دی . ښاغلي اجمل پسرلي د سعودي عربستان له سعود پوهنتون څخه په عربي ادبياتو کې د لسانس سند ترلاسه کړی دی . دۀ له عربي ژبې ژباړې کړي دي او خپله يې هم ګڼې لنډې کيسې کښلي دي . اجمل پسرلی اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې د ازادۍ له راديو سره کار کوي . د دوي دوه کتابونه تر اوسه چاپ شوي دي . لنډې کيسې به څرنګه ليکو ؟ دا د لنډؤ کيسو پر فني اړخ ليکل شوی کتاب دي چې دوی له عربی ژبې پښتو کړی دی او خپلې زياتونې هم لري . اوبو وړی ، د اجمل پسرلي ناول دي . بېرته شاته
|