|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-01-23 م |
خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) |
چا پي بڼه |
عصمت الله څاروان بېنوا ويب پاڼه : ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ، دولسم ټولګی يې د کابل له غازي ليسې او د لسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی . عصمت الله څاروان ډير کلونه په پېښور کې د هيواد په اوونيزه کې د مرستيال چلونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راديو کې کار کاوۀ . اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې له ازادۍ راديو سره په کار بوخت دی . ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او ګن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي . د دوی انګليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده . دغه راز ځينې کيسې او د انګريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انګريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده . ښاغلي څاروان يو ناول هم له انګريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی . د دوی چاپ شوي کتابونه په دې ډول دي : ١ : انګليسي پښتو جيبي ډکشنري ٢ : نوی ميتود ، انګليسي ګرامر ٣ : انګليسي معلم ٤ : د لقمان حکيم کيسې ٥ :د بهلول دانا کيسې ٦ : خطونه سرخطونه ٧ : پښتو اينډ انګليش فريز بوک ( انګليسي ژبه نيويارک چاپ ) ٨ : دري انګليسي فريز بوک ( انګليسي ژبه په نيويارک کې چاپ ) بېرته شاته
|