|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-01-23 م |
خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) |
چا پي بڼه |
عبيدالله محک بېنوا ويب پاڼه : ښاغلی عبيدالله محک د لغمان په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړې يې په هم هغۀ ولايت کې ترسره کړي وروسته يې د کابل په پوهنتون کې لسانس اخيستی دی . ښاغلي محک ډير کلونه د ښوونکي په توګه کار کړی دی . وروسته بيا پر ځينو نورو څوکيو هم ګمارل شوی خو د شوروي اتحاد د ځواکونو له يرغل سره ډير کلونه د څرخي پله په زندان کې بندي و . په ١٩٩٤ کال کې ښاغلی محک لندن ته راغی او د بي بي سي له پښتو څانګې سره يې همکاري پيل کړه . دوی اوس هم په لندن کې اوسيږي . عبيدالله محک د پښتو ژبې تر ټولو اوږد ناول کښلی دی چې زمرده نوميږي او تر ١٢٠٠ ډير مخونه لري . ښاغلي محک ډيرې لنډې کيسې هم کښلي دي . د دوی د لنډؤ کيسو يوه ټولګه او دوه ناولونه تر اوسه چاپ شوي دي . دوی ډيرې کره کتنې هم کړي چې د افغانستان په پخوانيو مطبوعاتو کې خپرې شوي وې . بېرته شاته
|