Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

صفيه حليم

بېنوا ويب پاڼه :
 ميرمن صفيه حليم په پېښور کې زيږيدلې ده . د پېښور په پوهنتون کې يې زده کړي دي وروسته په هم هغۀ ښار کې د يوۀ ښوونځي ښوونکې وه خو د سکاټلينډ په يوه پوهنتون کې يې د نورو زده کړو لپاره بورس ترلاسه کړ .
 تر هغه وروسته په لندن کې د بي بي سي پښتو خپرونې ته راغله او تر ٢٠٠٣ کال پورې هلته وه چې په وروستۍو کلونو کې يې مشري هم په غاړه لرله .
 ميرمن حليم په پښتو ژبه لنډې کيسې او يو ناول کښلی دی . د دوی د لنډو کيسو دوه ټولګې چاپ شوي دي . د سيند باد په نامۀ يې د ماشومانو لپاره د فولکلوريکو کيسو يوه ژباړه هم چاپ کړې ده .
 د ښکلي کتاب په نامۀ يې د نثرونو يوه ښکلې مجموعه څو کاله وړاندې چاپ شوه . اغلې حليم اوس هم له بي بي سي سره په کارونو بوخته ده خو د پښتو په ډيرو خپرونو کې يې په پرله پسې توګه ليکنې خپريږي .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005