Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

ايمل پسرلی

برنوا ويب پاڼه :
 ايمل پسرلی په کندز کې زيږيدلی دی . وړکتون يې په کندز کې او لومړني دوه ټولګې يې په کابل کې لوستي دي . دۀ د پېښور له پوهنتونه د لسانس سند اخيستی دی . د نوې مېډيا په نامۀ يې نورې زده کړي د انګلستان په لندن کې بشپړې کړي دي .
 ايمل پسرلي د ١٩٩٤ کال څخه تر ١٩٩٦ کال پورې له لندن څخه په پښتو ژبه د ډيوې مياشتنۍ مجله خپروله .
 اوس هم په لندن کې ژوند کوي او له بي بي سي راديو سره په کار بوخت دی .
 ايمل پسرلي ډيرې لنډې کيسې ليکلي دي . خو يو ناول او د ډرامو يوه ټولګه يې هم خپره شوې ده .
 د دۀ د چاپ شويو کتابونه نومونه په دې ډول دي :
 څلورمه لار ، د لنډو کيسو ټولګه
 بې ځالې مرغۀ ، ناول
 ډالري معاش ، د ډرامو ټولګه
 يو مزل دوه نړۍ ، د لنډو کيسو ټولګه
 د لنډي کيسې يوه بېلګه :
 
 سفير
 کوربه په ټيپ کې يوه پسته لويديځه نغمه وغږوله، زما پياله يې بيا له تورو چايو ډکه کړه، ورو- ورو يې د وره په لور ګام واخيست. پوه شوم چې دى هم زما غوندې د سفير صاحب راتګ ته لېواله دى. ساعت ته مې وکتل، پوره دوه ساعته تېر شوي وو، خو د سفير صاحب لا درک نه و، کوربه راته تر دغه وخته د سفير صاحب او د هغه د کورنۍ دومره خبرې کړې وې، چې ليدو ته يې نور تږى وم. د نړۍ په څو هېوادونو کې يې د سفير په توګه کار کړى و، په وروستي ځل په ملګرو ملتونو کې ټاکل شوى و، خو د حکومت تخته نسکوره شوه او دى د کار پر ځاى په امريکا کې سياسي پناه اخيستو ته اړ شوى و.
 ما له ډېره وخته ارمان درلود چې د ده په څېر کس ووينم، په دولت او له ډيپلوماټيکو چارو خبر شم او د وطن پر وروستيو حالاتو ورسره خبرې وکړم.
 له څو مياشتو راهيسې مې غوښتل چې په پوهنتون کې د خپل هېواد پر بهرني سياست يو څه وليکم، خو ماخذونه مې نه شول پيدا کولى. د سفير صاحب د ليدو چانس هيله راکړه چې له ډېرو خبرو به خبر شم، خـو هغه وځنډېد. کــوربه راتـه وويـل: ”د حــکومت لـوى مامورين پر خپل وخت چېرته نه ځي، د تشريفاتو او حکومت دارۍ يو اصل همدا دى، دا نو په دې پورې نه ده چې مامور برحال دى، که سابقه. په ټولو باندې دا خبره صدق کوي، البته په دې کې خو تر يوه ځايه د دوى مصروف ژوند هم لاس لري، خو سفير صاحب عموماً ډېر نه ناوخته کوي“.
 د کوربه دا خبرې، لکه چې زما د تسلۍ په نيت وې، خو که رښتيا ووايم ما هم نه پوهېږم ولې داسې انګېرله چې لوړپوړي چارواکي بايد پر وخت رانه شي. يو وخت چا راته ويل چې که دولتي مامورين او عادي خلک يو ډول چال چلند ولري، نو بيا يې توپير په څه کې دى. شايد سفير صاحب اوس له موږ سره خپل توپير ته په پام سره ځنډېدلى وي. له کوربه سره خو يې پخه ياري وه، ليرې خپلوي يې هم سره لرله او له کله چې په امريکا کې سياسي پناه ته اړ شوى و، نو زما دې کوربه ورسره ډېره مرسته هم کړې وه.
 د دروازې زنګ ووهل شو، زه بې اختياره له ځايه پورته شوم، له ځان سره مې وويل ولې؟ خو کار تر کار تېر و، ښه مې همدا وګڼله چې نور نو ولاړ ښه يم چې د سفير صاحب هرکلى وکړم. کوربه ژر- ژر د دروازې پر لور ورغى، پر ټول مخ يې موسکا خپره وه، د دروازې په خلاصولو يې وار له واره په زوټه وخندل. ما ويل په غېږ به پوښتنه کوي، خو ده لاس ورکړ او بيا يې پر مخ يو بل سره ښکل کړل. زه ځاى پر ځاى ولاړ وم او هڅه مې کوله چې زه هم وخاندم، خو نه پوهېږم ولې وارخطا غوندې وم، ما کله سفيران او لوى دولتي مامورين نه وو ليدلي.
 د ښځو غږ هم و، خو ما غوښتل سفير صاحب ووينم. لومړى يوه ښځه راغله، څو څلوېښت کلنه به وه، خو ځوانه ښکارېده، يو اوږد سور کميس يې اغوستى و چې په اړخونو کې يې چاک درلود. دې ورو- ورو او په ناز ګام اخيست او تر زنګنو پورې يې سپينې پښې ښکارېدې. وروسته مې بيا ورپام شو چې جګ بوټان يې په پښو کړي وو، همدې بوټانو، لکه چې تګ ورته ګران کړى و، باړخوګان او شونډې يې سرې وې، د سترګو پاسنۍ برخه يې شنه او لکه ناوې ټوله سينګار شوې وه. د دې شا ته بيا دوې پېغلې وې چې کاوباى پتلونونه يې اغوستي، وېښته يې لنډ- لنډ پرې کړي او ورپسې يو زلموټى د نجونو په شان په ناز او ادا راروان و. د دوى شا ته سفير صاحب و، په ونه ټيټ، د سر وېښته يې ډېرکم شوي وو، غنم رنګى سړى و، چې پر سپين کميس يې سره نېکټايي او خړرنګې دريشي اغوستې وه.
 مېرمنې او پېغلو راسره په سر ښورولو ستړې مشې وکړه، هلک هم سر راته وخوځاوه او تېر شو. سفير صاحب پاس کوټې ته کتل، کوربه ته يې په پاړسي وويل: ”بسيار عالى! چه رنګى زيبايى انتخاب کدين، ذوق عالى!“.
 ما سفير صاحب ته کتل او په عين حال کې مې هڅه وکړه چې پاس هم وګورم، چې تر اوسه مې نه و ورته پام شوى. کوربه لاس زما خوا ته ونيو او سفير صاحب ته يې وروپېژندلم. سفير صاحب راته وکتل، لږ موسک شو. ما لاس وراوږد کړ، هغه روغبړ وکړ او بره خوا کښېناست. ما هم د کوربه له وينا وروسته د څوکۍ پر څوکه ځان ځاى کړ. پر دغې درې کسيزې څوکۍ د سفير صاحب مېرمن او يوه لور وخته لا ناستې وې. د ده بله لور او زوى موږ ته مخامخ کښېناستل، د کوربه مېرمن هم راپيدا شوه. بيا ټول ودرېدل، خندا شوه، په جګ غږ خبرې شوې، مېرمنو يو بل داسې سره مچولې، ته وا شونډې پرې امانت نښتې دي. په پاى کې د کوربه مېرمنې ما ته هم سر وخوځاوه.
 په کوټه کې شور جوړ شو، کوربه او سفير صاحب سره غږېدل، مېرمنې له يو بل سره موسکې- موسکې کېدې، هلک او کشرۍ خور يې هم په خپلو کې په يوه ګرځنده ټيليفون لاس واهه او زه نه پوهېدم چې څوک څه وايي، خو پر مخ او تندي مې خولې راماتې وې. سفير صاحب ته مې کتل او د هغه په باب مې له ځان سره فکر هم کاوه. سفير صاحب له کوربه سره د خبرو پر وخت د کوټې چت ته کتل، دا ځل ما هم ورته کتل، تک سپين چت و، په منځ کې يې يو قنديل راځړېده، چې ګروپان يې لرل. پوه نه شوم چې سفير صاحب ته څه شى ”عالي“ و؟
 پنځه شپږ دقيقې همدا حالت و، له هغه وروسته ما په سر ښورولو د سفير صاحب د حال احوال پوښتنه وکړه، هغه هم په خاصه موسکه خوله سر وخوځاوه. ورپسې يې له مېرمن او اولادونو سره په همدې ډول ستړې مشې، خواره مشې وشوه.
 کوټه د څو شېبو لپاره غلې او کوربنه د چايو لپاره له خونې وتلې وه، سفير صاحب شا و خوا کتل، مېرمنې او مشرۍ لور يې په خپلو کې موسکې- موسکې کېدې او هغو نورو دوو بيا په ګرځنده ټيليفون لاسه واهه او خپلو کې يې پرې خبرې کولې. کوربه سفير صاحب ته بيا وروپېژندلم، خو دا وار يې تش نوم وانه خيست:
 ”دى نو له لندنه راغلى، سبا ته بېرته ځي، خو ما ورته وويل چې سفير صاحب هم نن شپه لطف کوي، دلته تشريف راوړي، هغه و چې ده هم په خوښۍ ستاسو انتظار وکړ!“.
 مېرمن او مشرۍ لور يې په څوکۍ کې لږ وړاندې شوې، زما خوا ته يې وکتل، سفير صاحب هم زما پلو سترګې ونيولې او کشرۍ لور او زوى يې هم څو شېبې له ګرځنده ټيليفونه سترګې پورته کړې، مېرمن يې وويل:
 از لندن؟
 زه ورته موسک شوم، لکه چې په همدې ډول مې د هو ځواب وايه. خو کوربه زما پر ځاى ځواب ورکړ:
 بلې! بلې! له لندنه، له انګليستانه راغلى دى. دى نو يو مستعده ځوان دى، په ژورناليزم کې ماسټري اخلي، زما د يوه محترم دوست زوى دى.
 ټولو لا هم راته کتل، پر ما ماتې شوې خولې لا ډېرې شوې، موسک وم او لاندې مې کتل، سفير صاحب وويل:
 ژورناليزم! بسيار عالی، ذوق خوبى دارين!
 ما سر ورته وخوځاوه، ورو مې ورته له خولې راووتل: ”لطف مو دى!“.
 کوربنه د چايو له پتناسه سره راغله، ټولو هغې ته وکتل، يو وار بيا په زوټه خبرې شوې، ښځو په خپلو کې په خندا- خندا خبرې سره پيل کړې، سفير صاحب هم وخندل او په زوټه يې وويل:
 بي بي حاجي! چى يک قيماق چاى دارين، بسيار ديګه عاليست، چند روز پيش بسيار ديګه ياديتانه کديم.
 مېرمن يې د سفير صاحب خبره تاييد کړه:
 بلې! مسعود جان از لاس اينجلس قيماق اورده بود، ګفت به ياد بي بي حاجي يک قيماق چاى مې خوريم.
 سفير صاحب د لاس اينجلس صفتونه پسې شروع کړل او د بي بي حاجي قيماق چاى هېر شو. په لاس اينجلس کې سفير صاحب پيتزه ډېره خوښه کړې وه، مېرمن يې ورته ويل چې په روم کې به پيتزه ښه وه. خو ده ورته ويل چې د روم په پيتزې کې سره بانجن ډېر وو. مشرۍ لور يې هم د پلار پر خوا وه، خو زوى يې د مور خبره منله. کوربه دواړو ته موسک- موسک کېده، د بي بي حاجي خوله هم له خندا نه سره ټولېده. له چايو وروسته د ډوډۍ پر وخت هم د بي بي حاجي د قابلي پلو ستاينې وشوې او د سفير صاحب پوخ کړى پلو هم ياد شو، چې څو ورځې دمخه يې د بي بي حاجي له يادولو سره يوازې خوړلى و.
 ما وخت ونه موند چې د وطن پر روانو حالاتو د سفير صاحب نظر واخلم او يا پر ډيپلوماټانو او دولتي کارونو ورسره وغږېږم. يو وار چې کوربه د وطن څه وويل، نو سفير صاحب پغمان ياد کړ او د خپلې مېرمنې ذوق يې وستايه چې چرګان به يې ”عالي“ کبابول.
 ماخوستن ناوخته چې سفير صاحب او کورنۍ يې بېرته پر خپله خوا رهي کېده، نو تر موټره ورسره ووتو، هورې د ده نوى بينز ولاړ و، چې کوربه ترې تاو راتاو شو او سفير صاحب ورته وستايه:
 بسيار عاليست، چى کشى داره، بايد يک شب جاى بريم.
 د سفير صاحب مېرمنې له بي بي حاجي سره مخونه بيا ښکل کړل، د بينز پر مخکينۍ څوکۍ کښېناسته، اولادونه يې شا ته وو او سفير صاحب په توکمې خپله ښيښه کښته کړه، لاس يې پورته کړ او په چټکۍ يې وځغاستل، لکه چې په رښتيا يې د موټر کش ښکاراوه، کوربه او بي بي حاجي تر هغو ورته ولاړ وو چې موټر يې له سترګو پناه شو. زه هم د ويرجينيا په هغې يخې شپې کې ورسره تم وم.
 ناوخته چې پر کټ کې څملاستم، نو وږى غوندې وم؛ ډوډۍ مې سمه نه وه خوړلې، يو چا راته ويلي وو چې د دولت لوړپوړي مامورين لږه او په احتياط مړۍ خوري. خو د سترګو تر پټېدو وړاندې راياد شول چې سفير صاحب ډېره خوړلې وه او احتياط يې هم نه شو راياد.
 ٢٠٠٢/٠٤/١٠
 لندن ايويټ وې

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005