Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد معصوم هوتک

بېنوا ويب پاڼه :
ښاغلی محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاګل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى .
لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولګي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ساختماني انجنيرۍ په څانګه کښي په زده کړو بوخت شو ، خو دا زده کړي د ناروغۍ له کبله نيمګړي ترې پاته شوې،تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست ، ددې ترڅنګ يې ديني زده كړې هم كړې دي. په تاريخ كې هم د ډېرې مطالعې خاوند دى .
رسمي دنده يې د كندهار په مشرقي لېسه كې د ښوونكي په توګه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانګو كې هم يو لړ دندې درلودلې دي. لومړنى شعر يې پر ١٣٤٣ ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د "څرك" په نامه هم خپاره شوي دي.
د هوتك صيب شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي.
په جلا وطن چاپېريال كې د فرهنګپالو او فرهنګيالو افغانانو ترڅنګ د ښاغلي هوتك هڅې هم د ستاينې او مننې وړ دي، چې د همدې مينې په بركت يې د نورو فرهنګيالو او قلموالو لاسنيوى هم كړى او خپله دغه مينه يې په زبات رسولې ده. په خپله هم خپلو ادبي او فرهنګي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي دي.
ښاغلی هوتک د١٩٩٢ زېږديز کال راپه دې خوا د کاناډا دټورنټوپه ښار کي د خپلي کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي .

چاپ شوي اثار :
١ _ سرامني اوښکي ــ شعري مجموعه ـــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي
٢ _ پاشلي ويناوي ــ دمولوي صالح محمدهوتک ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي
يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زمادمورپلاردئ .
٣ _ دميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ز. کراچي
٤ _ پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو
٥ _ احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل = ١٩٩٦ ز . ټورنټو
٦ _ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل = ١٩٩٨ ز . صحاف نشراتي موسسه
٧ _ پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش = ٢٠٠٠ ز. دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني
٨ _ ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ل = ٢٠٠٣ ز. صحاف نشراتي موسسه
٩ _ درنه کورنۍ ( دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ) ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٣ ز. دعلامه حبيبي دڅېړنومرکز
١٠ _ دپولادي اميرترسيوري ﻻندي ـــ دفرانک مارتين ليکنه ــ پښتوژباړه ـــ ١٣٨٣ ل ــ دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني
١١ _ بحرالعلوم ــ ددوست محمدخټک ـــ لومړی ټوک ـــ سريزه ــ سمون اوحواشي ــ ١٣٨٣ ل = ٢٠٠٤ ز. صحاف نشراتي موسسه
١٢ _ روڼي شپې ـــ شعري مجموعه ــ ترچاپ ﻻندي ـــ صحاف نشراتي موسسه
١٣ _ شين سترګي مستخدمين په افغانستان کي ـــ څوقسطه په ګوربت مجله کي ــ په کتابي بڼه ترچاپ ﻻندي ــ صحاف نشراتي موسسه

ناچاپ اثار :
١ _ دلوی احمدشاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه
٢ _ دهوتکونوميالي ـــ
٣ _ دبې ادبه ادب څېړنه
٤ _ پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه
٥ _ دغره او د وره ( ژوندپېښي )
٦ _ کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ٣ ټوکه
٧ _ دافغانستان انتالوجي ( ١٠٠٠ مخه ) ټايپ سوې نسخه يې دبيهقي کتاب چاپولو په موسسه کي خوندي وه .اوس يې حال نلرم .

د ښاغلي هوتک د شعر څو بېلګي :


د " استاد" هڅونه
استاد مې له كـــــــــــــــــــــــــــــابله نوشتو ته هڅوي
مرغۍ په مات وزرو الوتــــــــــــــــــــــــــو ته هڅوي
د ليك په هره كرښه كې فيضونه راته خــــــاندي
دشعر هره مسره مې ترانــــــــــــــــــــــــــــــو ته هڅوي
خبر نه يم چې زما په تور تـــــــــندي كې څه ليدلي
چې مات زړه مې و لويو كــــــــــارنامو ته هڅوي
كه هر څو راخبر چې پردېسۍ يم ســـــــخت ځپلى
بيا هم مې توړۍ ژبه ګړېدو ته هڅـــــــــــــــــــــــــــوي
د هيلـــوقافله مې له ســــــــــــــــــكون څخه راباسي
پر لوري د سبا يې خوځېــــــــــــــــــــــــــــدوته هڅوي
يوسف د اميدونو مې د ياس له څاه راكـــــــــاږي
ټولۍ د ارزوګانو كنعــــــــــــــــــــــــــــــانو ته هڅوي
ښاخــــــــــونه د لاښ بڼ مې نه پرېږدي و وچېدو ته
غوټۍ د قريحو مې غوړېـــــــــــــــــــــــــدو ته هڅوي
تهنه د عقــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاب د الوتلو مېنه نه ده
بازان مې د خيــــــــــــــــــــــــــالونو سردرو ته هڅوي
پرمـــــــــــــــــــــــــــــادنامېنديوپېڅول دئ غوړېدلی
حسوده زمانه مي چوپېــــــــــــــــــــــــــــــدوته هڅوي
زمازړه دبېلـــــــــــــــتانه غمونوهسي ﻻندي کړی
چي يومخ مي له ژونده هديروته هـــــــــــــــــــــڅوي
خولې سم له خجلته چي کردې دافغــــــــــان ګورم
چي ورور د ورور دکـــــــــــــــورخرابېدوته هڅوي
ارمان کړم پرهغه چي مي ننګونه ورستـــــــــــايله
نن ټول خپل اردليان ولوټېدوته هــــــــــــــــــــــڅوي
داڅرنـــــــــــګه جادودئ داکورډاګي څه په وکړي
مصلحي ارادې چي وجـــــــــــــــــــــــــــګړوته هڅوي
پرماتوره تياره ده سهارلـــــــــــــــــيري شپه يلداده
استادمي دسپېـــــــــــــــــــــدووچاودېدوته هڅوي
نوګاله يې په مېــــــــــــــــړانه دبېلتون دراه غمونه
معصومه چي( رشـــــــــــــــــاد) دي آيندوته هڅوي
اوکويل ـــ کاناډا
٥_ اګسټ ١٩٩٦ ز


آه،استاده !
کوکرې سترګي له غمه ســــــــــــــــــــــــولې ژاړه ژاړه ژاړه
چشمې تشي له يمه ســــــــــــــــــــــــــــــــولې ژاړه ژاړه ژاړه
ديدې چي موروښانه وې پـــــــــــــــــــــه ديددښکلوښکلو
لچني له ماتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
چينې چي خوټېدلــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ځني فيـــض برکتونه
نن تشي له کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
زينې چي پرختلو به لوړپــــــــــــــــــــــــــــــــــــوړته دپوهني
مفلوکي له پرتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
دخمې چي ږغــــــــــــــــــــــــــــــولې يې نغمې دسوي ميني
نن ورکي له ادمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هاګوتي چي سخرغــــــــــوټي دتحقيق پرې خلاصيدلې
افسوس چي بې قلـــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هالېچي چي مــــــــــــــــــــــــــــــــزله تې رسول درانه بارونه
بېځواکه ســـــــــــــــــــــــــوې بې دمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هاسترګي چي ليدل يې باريکۍ پرتــــــــــــــــــــــورتمونو
هيهات ! وچي له نــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هامېني سولې توري چي پــــــرټېک ستړي ستومان وو
سپېرې له ډېرالــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هاهيلي چي پــــــــــــــــــــــــــــــــه ياديې پايــــېدلو ډېر کلونه
نامرادي له ستــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هامراندي چي کږدۍ مــــــــــــــــو دادب وه باندي ټينګه
پوده دګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــورله يمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هاﻻري سوې کوره چي به بېغـــــــــــــــــــــــــمه باندي تللو
متروکي له صنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هاستني چي ماڼۍ مــــــــــــــــــــــــــــــودڅېړني پرتکيــــه وه
لړزاندي سوې بې زغـــــــــــــــــــمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
هاغونډي ، مجلسونه ، محفلونــــــــــــــــــــــه وجرګې مو
يومخ خالي له برمــــــــــــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
(( رشاد )) راڅخه بېل سو دروندغم چوک سوپښتانه ته
چــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــغاري له عالمه سولې ژاړه ژاړه ژاړه
ګرېوان چاته کــــــــــــړم څيري ډک زړګی چاته خالي کړم
(( معصومه )) بې همدمــــــــــــــــــــــه سولې ژاړه ژاړه ژاړه

نوستاﻻربه پالمه پرقدم به دي ګام ږدمه
پرسختوپرپېچوموبه دي نوم راننګومه
اوکويل ــــ کاناډا
اوله دډسمبر٢٠٠٤ ز.کال ( ــــ دسهاراووه بجې

دنازَولوکور
ﻻاوس هم باندي چغيږي څوبلبـــــــــــــــــلي
پرهادرختوچي جګړونه دي سوځـــــــــــلي
اوس ﻻهم وږم راځي له سپېرودښــــــــتو
خيرکه وريځوڅوپسرلي نه دي خنـــدلي
اوس ﻻهم په سړوزړوکي څه ګرمي سته
نامېــــــــــــــــــــــــــــــنديوکه هرڅودي ننولي
ﻻمين کاته دي پاته پرڅــــــــــــــــــوسترګو
په کږوبڼو ﻻاوس هم زړه پېـــــــــــــــــــــيلي
طراوت يومخي ټول نه دئ له باغــــــــــــه
ﻻڅوک سته چي دنرګس جام ته نېنګلي
له ګړوب ښاره ﻻنغـــــــــــمه دميني اورم
ازانګې مي يې له لــــــــــــــــيري اورېدلي
دريــــــــــــا زاهدان پټ سرپکښې ګرزي
خپلوکړو او خپل عمل دي شرمــــــــولي
عقل کوچ نه دئ يومخي له دې ښــــــاره
خيرکه کډودجنــــــــــــــــــــــــــــون پراړولي
ﻻپروچوشونـــډوناسته څه موسکا ده
څه کې خاوري دبېلتون پرســــرپاشلي
چي دستړو قافلې پرهوســــــــــــا کيږي
اوس ﻻهم هغه چينې ســـــــته هغه کلي
له دې ښاره نظرمه اړوئ خلـــــــــــــــــکو
پکښې اوسي اوس ﻻهم څـــونازولي
ټورنټو ـــ کاناډا
١٢ نومبر ٢٠٠٢ ز

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005