Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

محمدشيرګل رشيد کاموي

يقين يوسفزی
  دټول افغان پاڼي څخه
 پښتانه او پښتو ژبه په اوسنۍ پېړۍ کۍ د لوی څښتن تعالی په فضل ډېر غښتلي او پياوړي ليکوالان او اديبان لري، چې زيرکي، پوهه، فصاحت، بلاغت، خدمتونه او نوښتونه يې د زياتې ستاينې او قدردانۍ وړ دي. پښتون ولس اوس هغه د لرغونې زمانې پښتون نه دی، چۍ په علمي او تخنيکي برخه کې يې د ګوتو په شمېر پوهان او د ژبې اديبان درلودل. اوس خو له نيکه مرغه د شلمې پېړۍ په درشل کې دا قوم د هر فن، مسلک، علم، ادب او هنر په برخه کۍ په زرګونو پوهان، سياست وال، ډاکټران، انجنيران، کمپيوټر پوهان، د تورې او قلم خاوندان، اتلان، اديبان، ليکوالان، نوابغ او د هنر خاوندان لري.
 د اوسني ادبي بهير پرمختګ او وده د پښتو ژبې د پخوانيو ليکوالانو، اديبانو او پوهانو د ادبي، سياسي او کلتوري مبارزې او هڅو پايله ده. چې ځوان نسل يې وروزه، شعور يې ورکړ، ويې هڅول، خپلو مسؤوليتونو، دندو، قومي پرمختګ، د ملي يووالي ټينګښت، د افغان او افغانستان احيأ او بقا ته يې د دوی پاملرنه راواړوله او اسلامي او افغاني سمې لار ته يې سم کړل. د پوهې کولتور او ثقافت په اهميت او فضيلت يې وپوهول او داسې نورې ښيګنې يې ور په برخه کړې.
 نو اوسنی ځوان نسل ته هم په کار دي، چې د تېر په څير د خپلو مشرانو تګلاره خپله کړي، خدمتونو، کړاوونو، زیار او هڅو ته يې په درنه سترګه وګوري، تل يې په درنښت سره يادونه وکړي او د حقوقو پالنه او ساتنه يې خپله علمي، افغاني او اسلامي ارزښتناکه موخه وګڼي.
 نو د تېرو پياوړ ليکوالانو په ډله کې يو هم له پامه غورځيدلی، خدای بخښلی الحاج مولوي محمدشېرګل رشيد کاموي دی. د نوموړي د خدمتونو، علمي او ادبې کارونو او د پښتو ژبې د تعميم او ودې په برخه کې د ده ليکلو اثارو او د ژوندانه د حالاتو او څرنګوالي په برخه کې د ده ليکلو اثارو او د ژوندانه د حالاتو او څرنګوالي په برخه کې به لاس ته راغلي مستند معلومات په ډېر لنډډول ګرانو لوستونکو او د ادب مينانو نه وړاندې کړم.
 
 ۱. پېژندنه او ژوند ليک: اروښاد مولوي محمدشېرګل د عبدالقيوم زوی او په خټه يوسفزی دی. چې په ١٣٠٤ هـ کال د لرې پښتونخوا د يوسفزيو په ډاګۍ نومي کلي کې زېږېدلی او خپله لومړنۍ زده کړه يې په خپل کور و کلي کې سرته رسولې ده او نور لوړ علوم او تحصيلات لکه صرف، نحو، منطق، حکمت، فقه، اصول، ميراث، حديث، تفسير او داسې نور يې له خصوصي او کره عالمانو څخه د لاهور په حميديه مدرسه کې لوستي دي. په دري، اردو، عربي او بنګالي ژبو ډېر ښه پوهېده.
 
 دی له انګريزانو سره د مخالفت له امله د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال خپل اصلي وطن افغانستان ته راغی او د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې استوګن شوی دی. په مقالو او شعرونو کې ځانته کاموال وايی. خو شعری تخلص یې رشيد کاموي دی.
 
 ٢. دماموريت دوره: د مرحوم مولوي صاحب د دولتي ماموریت دوره له ١٢٩٩ لمريز کال څخه پيليږی او په همدغه کال د جلال آباد په ښار کې د ښوونکي په حيث مقرر شو، څه موده وروسته کامې ته ولېږل شو د کامې د سنګر سرای ښوونځی يې جوړ او په کې ښوونکی شو دلته یې د ځينو معارف دښمنه وګړو له خوا يې ډېر ربړونه او تکليفونه وليدل، دوه ځلې د مرګ له ناوړه قصد څخه بچ شو، خو د کور مال او هستي يې لوټ شوه. بيا د کوز کونړ د ښېوې ولسوالۍ ښوونځي ته بدل شو په ١٣٠٣ لمريز کال د لوی جرګې د همکارانو په ډله کې توظيف او شامل شو. بياورته د اماني فتاوي کتاب د تطبيق دنده وروسپارل شوه. په همدې کال د سره رود د بالاباغ په ښوونځي کې سرښوونکی شو او بيا په ١٣٠٤ لمريز کال کې د کامې د ښوونځي سرښوونکی وټاکل شو. د سقاوې اغتشاش او کورني اړودوړ تر وخته په همدغه سپېڅلې دنده بوخت و.
 څه وخت چې دغه کورنی اړودوړ پای ته ورسيد او افغاني حکومت جوړ شو، نوموړی په ١٣٠٩ لمريز کال کې د اصلاح د ورځپاڼې د مصحح په توګه وګمارل شو او په مطبوعاتي چارو لګيا او بوخت شو. يو کال وروسته په همدې ورځپاڼې کې د محرر په ټوګه وټاکل شو. څه موده يې همدغه دنده به انيس ورځپاڼې کې سرته رسوله.
 په ١٣١١ لمريز کال کې بېرته معارف ته راغی او د درالمعلمين د لوړو ټولګيو استادي ورته وسپارل شوه، اوه کاله يې دغه دنده په ايمانداۍ او صداقت سره اجرأ کړه او د وطن د اولاد د سالمې ملي روزنې په برخه کې يې پراخه ونډه واخسته او ډېر شاګردان يې وروزل.
 سربېره پر دې چې مولوي صاحب د نيک سلوک او پښتني کرکتر خاوند شخصيت و، يو متدين عالم او د پښتو ژبې نوميالی ګرامر پوه هم و، د ملي ژبې د تعميم او پرمختک سخت لېوال او په دې برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړي او زيات شمېر شاګردان يې روزلي دي.
 نوموړی يو پوه، لايق او تجربه کار معلم و، چې د زده کوونکو په روزنه کې يې خاص مهارت او ځانګړې پوهه درلوده. په خپله دېره کې يې په خصوصي توګه د ورځی تقريبا (٦٠) تنو زده کوونکو ته درس ورکاوه. د معارف د ترويج په برخه کې پرې ډېرې ستونزې راغلي او ربړونه يې ګاللي دي، خو د معرفت له کاره څخه تېر شوی نه دی او د پوهې ډيوه يې تر مرګه بله ساتلې ده.
 په ١٣١٩ لمريز کال کې د پښتو ټولنې د قواعدو د څانګې غړی شو. په علمي او څېړنيز کار يې پيل وکړ او څو کاله يې د پښتو ژبې ګرامر او پښتو قواعدو د ليکلو او جوړولو په برخه کې په زړه پورې خدمتونه سرته ورسول له ١٣٢٥ لمريز کال څخه تر ١٣٢٦ لمريز پورې د قواعدو د څانګې مدير و. د تقاعد تر وخته پورې يې په پښتو ټولنه کې خپل عمر او توان د وطن او ژبې د خدمت له پاره وقف کړی وو، خو د عمر د پخوالي له امله يې تقاعد وغوښت او پر کور کېناست او ليکنې يې کولې.
 بيا ١٣٤٣ لمريز کال د جلال آباد په ښار کې د پښتو کورسونو قراردادي معلم شو. څو کاله وروسته يې له دې دندې څخه هم لاس واخيست او په خپل کور کامه کې يې ارام ژوند غوره کړ او د پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه يې خپله علاقه او مينه د مړينې تر وخته له پښتو ټولنې سره جاري وساتله.
 په پای کې د (٨٥) کالو په عمر په ١٣٤٩ لمريز کال د ليندۍ د مياشتې به (١٠) نيټه د پښې د ماتوالي له امله مړ شو او د کامې په ښخو نومي کلي کې د خپلې ځمکې په يوه برخه کې چې د لوی لارې پر سر ده خاورو ته وسپارل شو. انالله و اناليه راجعون.
 د نوموړي د قدردانۍ او خدمتونو په ياد د پښو ادب د مينانو له خوا د ده په قبر په ١٣٥٠ لمريز کال کې يوه ادبې غونډه وشوه، چې ډېر شمير خلکو او ليکوالانو په کې برخه اخيستې وه.
 
 ٣. د خدای بخښلي مولوي صاحب ليکوالۍ، شاعرۍ او اثارو ته يوه کتنه:
 نوموړی اروښاد مولوي محمدشېرګل په ژبنيو څېړنو په تېره بيا په ژب دود کې دلوی لاس او غټې برخې خاوند و او په دې برخه کې يې ډېر زيار ګاللی دی او يو شمېر زيات کتابونه يې ليکلي دي، چې ځينې قلمي نسخې يې اوس هم په پښتو ټولنه کې شته، چې د څېړونکو له پاره لوی ماخذ او منبع ګڼل کېږي.
 هغه کتابونه، چې مرحوم مولوي صاحب ليکلي او نومونه يې له مستندو اسنادو څخه لاس ته راغلي په لاندې ډول دي:
 الف برخه: هغه تاليفات، چې دواړو خدای بخښلو يانې پوهاند رښتين او مولوي صاحب په ګډه سره کړي داسې يې درمعرفي کوم:
 ١. مرحوم رښتين د پښتو ګرامر د لومړي جز په مقدمه کې، چې په فارسي ژبه ليکل شوی دی او کابل مطبعې په ١٣٢٧ لمريز کال کې چاپ کړی داسی ليکلي دي: “البته حينيکه موادات حصه دوم ان که مشتمل بر ابحات، فعل، قيود، ادات، بود املا بوده و بحث فعل و نحو از طرف همکار محترمم مولوي صاحب محمدشېرګل خان نګارش يافته. از ملاحظه ثانی و تجديد فارغ ګرديده بنا جز دوم د ر محل نشر ګذاشته خواهد شد.”
 ٢. مرحوم رښتين د خپل يو بل اثر چې د پښتو ادب تاريخ نوميږي او ١٣٣٣ لمريز کال د کابل په عمومي مطبعه کې د دويم ځل له پاره چاپ شوی دی په ١٣٦ مخ کې د پښتو چاپ شويو کتابونو تر عنوان لاندې د ګرامري کتابونو په سلسله کې د همدې کتاب د ١٣٧ مخ په ٩ شمېره کې داسې ليکي: “ د پښتو لوی ګرامر دا د پښتو يو نوی او مهم ګرامر دی، چې په فارسي ژبه ليکل شوی دی او د پښتو په باره کې ښه تحقيقونه لري. ليکونکی يې صدیق الله رښتين او محمدشېرګل خان دی. دا کتاب اوس د کابل په مطبعه کې چاپېږي.
 ٣. ګرامر مفصل پښتو:١٣٢٢ لمريز کال، کابل کالنی ١١٢ مخ، مديريت عمومي پښتو ټولنه، مولفين ګرامر صديق الله ريښتين و مولوي صاحب.
 ٤. ګرامر جديد: ١٣٢١ لمريز کال کابل کالنۍ، ١١٢ مخ، پښتو ټولنه شعبه قواعد، مولفين مولوي صاحب و صديق الله رښتين.
 ٥. ګرامر مفصل پښتو: ابحاث اسم فاعل، اسم مفعول و حاصل مصدر را تکميل و بحث حروف از طرف مولوي صاحب محمد شېرګل تدوين ګرديده است. ١٣٢٣ لمريز کال، کابل کالنۍ، ١١٣ مخ.
 
 ب برخه: هغه کتابونه، چې مرحوم مولوي صاحب يوازی تاليف او ليکلي دي د ځينو نومونه يې رښتين صاحب په خپل يو بل اثر کې چې پياوړي شاعران نوميږي او ١٣٧٢ لمريز کال په پېښور کې چاپ شوی دی په ٢٢٧ مخ کې داسې معرفي کوي:
 “ ... په پښتو ژبه يې د پښتو لوی ګرامر ليکلی دی، چې قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه کې موجوده ده.
 (٢) د تاج المصادر په نامه يې يو بل اثر هم ليکلی دی.
 (٣) د دري ژبو سيمو د ٦ ټولګيو له پاره د پښتو قرائت.
 (٤) د جزیاتو فلسفه په نامه کتاب له اردو څخه ژباړه.
 (٥) پښتون ته د بېدارۍ غږ، چې يو منظوم اثر دی، د دې کتاب يادونه په ١٣١٩ لمريز کال کې کابل کالنۍ هم کړې ده. همدارنګه د پښتو لو ګرامر په نامه کتاب. چې قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه کې ده، د دې کتاب په منځ کې يو رسمي استعلام موجود دی، چې ليکوال ته يې داسې ليکلي دي: د غرمې څخه وروسته د دوشنبې، سه شنبې او چار شنبې په ورځو کميسيون ته حاضرېږه، چې د کتاب غلطی اصلاح شي او بياچاپ ته وسپارل شي. د استعلام ځواب هم د مولف له خوا ليکل شوی دی.
 (٦) پښتو مصادر: ١٣٢٢ لمريز کال، امور مطبوعات، کابل کالنۍ، ١٠٨ مخ.
 (٧) قسمت نحو ګرامر: از طرف محمدشېرګل بنظر ثانی تحقيق و تطبيق ګشته، کابل کالنۍ، ١١٢ مخ، مديريت عمومي پښتو ټولنه، ١٣٢٢.
 (٨) يک حصه ګرامر جديد بزبان پښتو از بحث مصدر الی فعل مولوي صاحب، ۱١٣٢١ ل، کابل کالنۍ، ١١٣ مخ، پښتو ټولنه، شعبه قواعد.
 (٩) د پښتو تاج المصادر: در حدود پنجهزار صفحه، مولوي محمدشېرګل، ١٣٢١ کابل کالنۍ، ١٢٢ مخ، پښتو ټولنه شعبه قواعد. د دې کتاب نوم رښتين صاحب په پياوړي شاعران نومي کتاب کې هم ليکلي دي.
 (١٠) د پښتو د مصادرو باغیچه: مولف محمدشېرګل، دا کتاب له مطبوعاتو څخه پښتو ټولنې ته د نشر له پاره لېږل شوی دی، ١٣٢١ کابل کالنۍ، ١٠٤ مخ.
 (١١) د پښتو جامع المصادر: دا کتاب ٥٧٥ مخونه لري، قلمي نسخه يې پښتو ټولنه کې شته، خو مقدمه او ځنې نور قواعد او لارښوونې چې ٢٢ پاڼې کيږي، له دې کتاب څخه ويستل شوي او غلا شوي دي. کتاب له ٤٣ مخ څخه پيل کيږي.
 (١٢) پښتو بڼ: دا کتاب په پښتو ټولنه کې شته او د مرحوم ګل پاچا الفت ليکل شوی نظر په کې ثبت دی.
 (١٣) ګرامر د حرف برخه: دا کتاب په ٥١٨ مخونو کې ليکل شوی دی او د ٢٠/٤/١٣٣٨ مقبوض په ذريعه (٦٠٥) مولف ته ورکړل شوی دی.
 (١٤) حقيقت ایمان: مولف کاموی، ١٣٢١ کابل کالنۍ، ١٠٦ مخ.
 (١٥) خورې ورې مقالې: مضامين او اشعار يې د کندهار د پښتو انجمن، کابل مجله، اصلاح او انيس ورځپاڼو او نورو جرايدو کې خپاره شوي دي.
 د دې کتابونو نومونه ما په ١٤٤٩ لمریز کال کې د پښتو ټولنې د قلمی نسخو به فهرست کې ليدلي او د ځينو يادداښتونه مې اخيستي وو، خو نو تفصيلی مستند معلومات مې څو کاله وروسته لاس ته راغلل، خو هغه وخت د ځينو خاصو ملاحظو او ستونزو په نسبت دا کار معطل شو.
 د مولوي صاحب تر مړينې وروسته په ١٣٥٠ ل کال کې ښاغلی ژواک صاحب د زيری په جريده کې او د همدې کال د انيس په ورځپاڼې کې ډېر محترم او فاضل حبيب الله رفيع د نوموړی په علمي او ادبي شخصيت او د ده د اثارو په هکله ځينې معلومات وليکل. د ده د کتابونو د موجوديت او له هغو څخه ناوړه او نا مشروع ګټې اخيستنې په برخه کې به ځينې حقايق غالبا محترم عبدالله خدمتګار بختاني، محترم رفيع او محترم زلمي هېواد مل ته چې الحمدالله اوس هم ژوندي دي معلوم وي، نو له دوی څخه وظيفتا دا توقع کيږي، چې په بې غرضه او بېطرفه ډول د حقايقو په رڼا کې د مولوي صاحب د کتابونو په باب څېړنه او تحقيق وکړي او څرنګوالی يې څرګند کړي، چې د نوموړی پره علمي او ادبي خدمت خاورې وانه ړول شي په همدې ډول زه له محترم او فاضل شخصيت پوهاند رشاد صاحب، چې اوس د علومو د اکاډمۍ رئيس دی او مولوي صاحب يې له نژدې څخه پېژاند، هيله کوم چې د نوموړی مولوي صاحب د کتابونو د را ژوندي کولو، څېړلو او حق حقدار ته د سپارلو په منظور عملي اقدام وکړي او دا موضوع راتلونکی نسل ته روښانه کړي په همدې توګه د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی له استاد ښاغلی يون صاحب څخه هم هيله من يم چې د دې کتابونو په باب پوره او دقيقه څېړنه وکړي.
 دا هيلې زه ځکه کوم، چې پورتني ياد شوي محترم اشخاص محققين او څېړونکی دي بايد خپلې علمي او تحقيقي خېړنې وکړي. ما په شفاهي ډول هم دغه موضوع له محترم بختانی صاحب، هېوادمل صاحب، رفيع صاحب او استاد صميم صاحب سره څېړلې او ياده کړې ده خو البته حالاتو، شرايطو او وخت دغه موضوع ځنډولې ده.
 د مولوي صاحب له قلمي نسخو څخه ګټه اخيستل کيږي، خو په ماخذ کې د نوموړی او دهغه د کتاب نوم نه معرفي کيږي، چې دا کار په خپل ذات کې د غصب او تيري مانا لري، نو په نتيجه کې زما غوښتنې او وړاندېزونه له علومو اکاډمۍ محترم مقام ته دا دي:
 ١) د مولوي صاحب د کتابونو په برخه کې دې پلټنه وشي، چې د پښتو ټولنې په کتابتون کې شته او که نه؟
 ٢) کوم کتابونه یې، چې شته د هغوی د چاپولو په برخه کې دې اقدام وشي.
 ٣) هغه کتابونه، چې نشته، يانې غلا شوي او یا د بل چا په نامه چاپ شوي دي، تر تحقيق و تدقيق وروسته دې د نوموړی په نامه ونول شي.
 ٤) په راتلونکي کې دې له دې کتابونو څخه د نا مشروعه استفادې مخه ونيول شي.
 ٥) که چيرته د علومو اکاډمۍ دا علمي، تحقيقي او د يوه عالم، ليکوال او ګرامر پوه غصب شوي حقوق نه شي اعاده کولای، نه ښه به دا وي چې د مولوي صاحب په نامه موجود کتابونه دې د ده ورثې ته وسپارل شي، چې په بل ځای کې چاپ کړي او د لا زياتې ضايع کېدو او ورکېدو مخه يې ونيول شي.
 همدارنګه د دې کار د سرته رسېدو مسؤوليت د پښتو ټولنې په غاړه دی، چې بايد غوڅ ځواب ووايي او خپل مسؤوليت رفع کړي.
 زه شخصا له چا سره کوم ذاتي او شخصي مخالفت يا د ليکوالۍ په برخه کې کوم رقابت نه لرم، ځکه چې ځانته ليکوال نه وايم او د يو پښتون ليکوال بې موجبه سپکاوی د پښتون ولس سپکاوی ګڼم په دې اساس تر ډيره وخته په دې اند او فکر وم، چې د پښتو ټولنې اکاډميک او څېړندويه غړي، چې د مولوي صاحب له کتابونو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې ځينې بېلګې او حقايق ورته معلوم وو، يا ورته په متواتر ډول د ځينو نا خبره خلکو له خوا روايت شوی وو او دوی پرې خبر وو، نو دوی بايد د ادبي محققانو په توګه پرې څېړنه کړی وای، خو تر پايه پورې دې کار ته کوم اقدام ونه شو. د ١٣٥٧ لمريز کال له کمونستی داړې څخه وروسته زه بندي شوم او کتابخانه مې دوه ځله لوټ شوه. ټول کتابونه او د مولوی صاحب د ذکر شويو کتابونو ځينې مسودې، چې په خپل قلم يې ليکلې وې، له منځه ولاړې، نو بيامې مجبورا د مولوي صاحب د کتابونو د پېدا کولو په برخه کې لټه وکړه او پورتنی مستند معلومات مې لاس ته راغلل، چې اوس يې درنو لوستونکو ته معلوماتو له پاره وړاندې کوم زه په مشخص ډول تر اوسه چاته ګوته نه نيسم، تر څو چې داسې قراين او بېلګې پېدا شي، چې بالاخره به تېرې کوونکي په ګوته شي.
 دا وو د خدای بخښلي الحاج مولوي محمد شېرګل د تاليفاتو او پښتو ژبې ته د زياتو خدمتونو په باب لنډه يادونه، چې په پورته ډول وشوه، نو هيله من يم، چې ځوان او راتلوونکی نسل به د ده خدمتونه له ياده ونه باسی.
 أن الله لا يضع اجر المحسنين

يقين يوسفزی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005