Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

حنان حبيبزى

بېنوا ويب پاڼه :
 ښاغلی حنان حبيبزی د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ د مياشتې پر ١٢مه نېټۀ د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د شينوارو په کلي کې زېږېدلی دی .
 منځنۍ زده كړې يې په پيښور كې د سيد جمال الدين افغان په ليسه كې تر سره کړي او په ۱۹۹۶ كال كې د بغلان پوهنتون ( چې په هغه وخت كې د ناصر خسروي بلخي په نامه يادېده ) د ساينس له پوهنځي څخه فارغ شوی دی .
 ښاغلی حبيبزی د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنګ په هيواد کې دننه او بهر بېلابېلو ويبپاڼو ، ورځپاڼو ، مهالنيو او مياشتنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري . او تر اوسه يې په لسګونو بېلابېلي څېړنيزي او مالوماتي ليکنې خپرې شوي دي .
 د اوس لپاره ښاغلی حبيبزی د افغانستان په شمال کې د بي بي سي خبريال دی .
 
 چاپ شوي اثار :
 د هندوكش ازانګې شعري ټولګه
 د شمالي ولايتونو تاريخي اثار تاريخي اثارو ته کتنه
 ( نا چاپ )
 د لنډو كېسو ناچاپه ټولګه
 اې لورې كتاب ژباړه ( ناچاپ )
 د بيلا بيلو مقالو ناچاپه ټولګه
 
 د ښاغلي حنان حبيبزي د شعر بېلګه :
 
 خوب
 د تنهاييۍ په زوړ پالنګ كې
 سترګې پټې چې په خوب وكړم
 ها تصوير دې
 په نخرو كې را روان
 راته له لرې
 ځوروي مې كړوي مې
 نه پوهيږم چې جادودی
 او كه هسې خوب خيال
 يا احساس د خوږې مينې
 چې ګرځيږي راګرځيږي
 زما د ذهن پر ګنبزو
 
 سزا
 
 ملګرو !
 كرۍ شپه مې
 د ليوني زړه سره په دعوا وم
 هغه ويل زما د ژوند قاتل؟
 هغه چې په تكه سپينه ورځ
 د مژګان په غشو زه ويشتلم
 له ما ورك دى
 ما ويل ته د خيال پر دښته پلى
 يو اواره يې
 ليوني منله زما خبره كله
 هغه خپل شليدلى ګريوان
 او پرهار پرهار ټپونه
 پر اوښكو ډكو سترګو
 ما ته ښودل
 ما په حيرت دده ټپو ته كتل
 ده ويل يوې ښكلې
 تش پر كتو دا سزا راكړې ده .
 
 وچــــكالي
 لويه خدايه لويه خدايه
 وشوه دا څه ټكه چې
 پيرزو دې يو څڅواكى
 زما پر پټي نه كړ
 هيلې كرونده مې
 روږدې په باران وه
 خړوبه به هم تا كړه
 په شيبو شيبو باران
 د للمې كرونده مې
 لښتۍ به وې روانې
 په كښت كې مې د للمې
 اوبلۍ به بريښېدله
 د غرونو لاروي ته
 ګناګار به خدايه زه يم
 خو غنمو دا خوار كښت مې
 ماشوم دى بې ګنا دى
 بې چاره كوچي دا ميږي
 بې زبانه بې زيانه
 بې ازاره بې ګنا دي
 روزي يې تړل كيږي
 وچكالۍ كې لويه خدايه
 ستا لويه هستي خو
 اوبو باندې ژوندۍ ده
 جل وهلي خړ ډاګونه
 څكې سترګې پاتې
 ستا يو څڅكاوى خو دوى ته
 زندګي ده
 ونازوه خدايه
 څاڅكو باندې بيا ته
 رحمت له مى خانې نه
 چې وغړوي دوى هم
 د غاټولو سره غالۍ بيا
 او رنګين رنګين فرشونه
 له ګلانو نه اوبدلي ..

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005