Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمود نظري

بېنوا ويب پاڼه :
 پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی په کال١٣٣٤ د غويي دمياشتي پر ٢١مه نېټۀ دکندهار په ښار کښي زېږېدلی دی .
 دکندهار ښارد محمود هوتکي له ښوونځۍ نه وروسته په (١٣٥٤ ) کي دکابل د حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی اوپه (١٣٥٨ ) ل کال کي دکابل دکرني پوهنځۍ د مېوو او ځنګلونو دڅانګي څخه فارغ شو .
 د عسکري خدمت وروسته يې د کرني په پوهنځۍ کي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه او په (١٣٦٧ ل ) د تاجکستان د کر نی د انيستيتوت نه يې ماستری اخېستې ده په بين المللي موسسو کي يې دمېوه جاتودمسول په ټوګه هم کار کړی دي ښاغلی نظري اوس د انګليستان د لندن په ښار کي اوسيږي .
 دلسګونو مقالواو ژباړو نه برسېره يې لاندني اثار چاپ شوي دي .
 باغباني
 زعفران
 د مېوولرونکو ونو ډېرونه
 د روميانو پيازو او بېنډيو وچول
 دسابو تازه ساتنه
 په باغونوکي د سرې استعمال او نور
 له ١٣٦٢ ل راهيسې يې د طنز او کيسو په ليکلو پيل کړی .
 چاپ شوي اثار :
 د څوکۍ خوند ( د طنزو ټولګه)
 سر خلاص که ! ( د طنزو ټولګه)
 انساني سرکس ( د طنزو ټولګه)
 پايلوچ بنګ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولګه )
 خندنۍ بهرنۍ ټوکي د چاپ لاندي او خدا روزيش کنه ( د طنزو ټولګه )
 چاپ ته چمتوده
 پايلوچان ( ناول)
 ٢٠٣٠ کال ( ساينس ناول)
 د طنز يوه بېلګه :
 دڅوکۍ خوند
 وروسته تر هغې چي جلندر خان له رياسته ليري شو ، برات ګل خان چي ډير ښه چلندی او ټولنيز سړی دی زموږ ريس شو.
 هغه هر چا ته ان که د نهمي رتبې مامور هم وي له ځايه پورته کيږي د ﻻس روغبړ ورسره کوي اوترکتني وروسته يې تر وره بدرګه کوي.
 زما دا کړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی.
 ورو ورو ځير کېدم چي نوی ريس صايب يوازي پخواني ريس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږی په ناستي روغبړ ورسره کوي اووروسته يې هم نه بدرګه کوی.
 ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه يوه ورځ ريس صايب ته ورغلم. ماته چي د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مي غوښتنه ترې وکړه، هغه په ورين تندی اجازه راکړه.
 ما ځينی وپوښتل:
 _ ريس صايب که څه سپين سترګي کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه وکړم.
 _ مهرباني!
 تاسود ښه چلنداو سلوک له مخي چې لری يې ټولو اړوند انو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګېږئ خو...
 خو يوازی جلندر خان ته نه ....
 که مود هغه نه ډير بد راځی چې نور دلته د راتلو
 اجازه ورنه کړم .
 ريس وويل:
 _ نه،نه
 د ريس تندی ﻻ پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:
 _ هغه داسي سړی دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سمدﻻسه زما پر ځای کښيني او ورو يې زياته کړه:
 ځکه هغه د دې څوکۍ خوند لېدلی دی .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005