Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

خيال محمد کټوازی

بېنوا ويب پاڼه :
ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .
له کال ١٣٤٩ لمريز کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و .
خيال محمد کټوازی د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .
په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار لګياشو .
په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو ، او تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي .
ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري .
چاپ شوي اثار :
د رڼا بهير شعري ټولګه
پرېشانه ولولې شعري ټولګه
د شعر بېلګه :

قرباني
په غبرګو زولنو کې د اخـــــــتيار سره درځم
ستا غيږې ته مرګيه له ايـــــــــثار سره درځم
نوبت ته دې ولاړ يمه د نېــــــل حريصه روده
لږ صبر راته وکړه له سيـــــــــنګار سره درځم
زما د زړه له کومې د منصـــــور اروا ته وايه
مزار ته دې په غاړه کې له دار ســــــره درځم
دحــق ادا کول خو قرباني د ځوانۍ غــواړي
ارمانه صدقې ته له مزار ســـــــــــــــــره درځم
پيرو ، د پروانې ته د اورونو لوبه څــــــــه ده
د ميني ازمويښت ته له انګار ســـــره درځم
خزان مې په ګلزار د ارزوګانو باندي راغی
فرياد ته به ماتمه له بهار ســـــــــــــــــره درځم
پيالې مي پورته کړي د وطن د عشق له ميو
د سر په پيمانه کي له خـــــــــــــمار سره درځم
ستا توره او قلم مي مشـــــــــالونه د سفر دي
دربار ته دي خوشاله له ټيــــنګار سره درځم
( کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نذر )
دننــــــــــــګ د بيړۍ نوحه له تلوار سره درځم
د زړه د وينو رنګ مي د سينې ټپونه سپړي
يو ګل د پسرلي يم له پرهار ســـــــــــــره درځم
د (خيال ) په تصور کي د وطن د الـهام ناوې
سلام ته دې د عشق له افتخار ســـــــره درځم
دڅرخي پله زندان ١٣٦٤ ل

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005