Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد داود حبيبزی

بېنوا ويب پاڼه
 ډاكټر محمد داود حبيبزى چې شپږ ويشت كاله وړاندې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د كيله ګي دسيمې د شينوارو په كلي كې زيږيدلى دى لومړى زده كړې يې په پاكستان كې او منځنۍ زده كړې يې د ننګرهار په عالي ليسه كې تر سره كړي او په كال ۲۰۰۳ زېږديز كې د كابل د طب له پوهنځي څخه فارغ شوى دى ، ښاغلى داود په عربي ، انګليسي ، جرمني اردو او فرانسوي ژبو پوهيږي او لېكنې هم پر ې كولى شي دى دغه راز د قران كريم حافظ هم دى چې له تفسير او ترجمې سره يې زده كړې په كې كړي دي ، د انګليسي په روزنيزو مركزونو كې يې د استاد په توګه او دغه راز يې د نړيوال سره صليب له موسيسې سره له كال ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ پورې كار كړى په ( اى ، ار ، سي ) موسيسه كې يې د ترجمان په توګه د ۲۰۰۳ كال له پيل څخه تر پايه پورې كار كړى دى ، د ولسمشريزو ټول ټاكنو پر وخت د ملګرو ملتو د يو ساحوي ډلې مشري يې په كابل كې په غاړه درلوده او د طب له پوهنځي څخه له فراغت وروسته تر اوسه پورې د كابل په وزير اكبر خان روغتون كې د ډاكټر په توګه دنده تر سره كوي ، ښاغلي داود حبيب زي د ساينس په برخه كې له دوو کالو راهيسې په يو څيړنيز كتاب بوخت دى چې لومړي پاڼې يې د هوسۍ په مجله كې په بيلابيلو برخو كې چاپيږي او دى غواړي چې د ساينس په اړه نورې ليكنې هم وكړي ، ده همدا راز د ( نيكوولو ميكياوولي ) كتاب the prince په پښتو ژباړلى دى چې لا چاپ شوى نه دى .
 دغه راز نوموړی د همدې ايټالوي ليكوال اوسياسي فيلسوف The life of Castroccio Castracani . كتاب او همدا ډول د DISCOURSES OF NICCOLO MACHIAVELLI ON THE FIRST TEN (BOOKS) OF TITUS LIVIUS TO ZANOBI BUONDELMONTI AND COSIMO RUCELLA
 په نوم کتاب تر ژباړې لاندې نيولي چې تمه كيږي ډير ژر به يې د مينه والو مخې ته كيږدي ،ښاغلى داود دا هم غواړي چې د دغه ايټالوي ليكوال هغه اثار چې عربي ، فرانسوي ، جرمني يا انګليسي ته ژباړل شوي وي په پښتو وژباړي ځكه ددې ليكوال او فيلسوف نظريات د ښاغلي داود په وينا ډير په زړه پورې دي . چې تر اوسه وايي داسې اثار پښتو ته نه دي ژباړل شوي .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005