Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

ســعــيد لـــــودين

بېنوا ويب پاڼه
سعيد لودين يو له هغو ځوانو شاعرانو څخه دی چي پر هيواد راغلي غميزي نه يوازي په خپله غېږه کي له زده کړو بې برخي کړ ، بلکي لکه د نورو ډيرو په شان يې پردېسۍ ته اړايستلی دی .
داسي نه وم خبر چي که د ژوند ليک غوښتنه ترې وکړم وبه ځوريږي ، ځکه له ليک نه يې ښکاري چي کلونه وروسته يې اوس هم په خپله مورنۍ جونګړه کښي د لومړنيو ، منځنيو اولوړو زده کړو څخه بې برخي توب ځوروي .

دژوند ليک غوښتني په ځواب کي د ښاغلي لودين راغلی ليک کټ مټ خپروو :
ماته چي ښاغلي عبد الله احسان د بېنوا ويبپاڼي له پاره زما د ژوندليک د ور لېږلو وويله خدای سته د خپل ژوندليک و ليکلو ته يو څه فکرجن سوم . نه وم خبر چي څه وليکم .
زما سره هغه څه نه وه لکه نور چي يې په خپلو ژوندليکنو کي ليکي چي لومړۍ زده کړي مي هلته ، منځنۍ مي دلته او په لوړو زده کړو په پلانکي ځای کي بوخت يم .
خو تر دغه دمه چي څه لرم هغه به دلته وليکم.
نوم مي سعيدلودين د حاجي خالقداد زوی د ۱۳۵۸هجري لمريږ کال د غويي د مياشتي پر۲۲ چي د هيواد د ستري غمېزې لومړۍ ورځي وې د کندهار په ده خواجه کي و دې دنيا ته راغلئ يم .
څه وخت چي مي د ښوونځۍ وختي سوې په هيواد کي بل اور د کندهار ټولي ښوونځياني سوځلي وې او څه چي پاته وې پر هغو باندي يې د کفر ټاپې وهلي وې خو په کور کي مور مي د قلم له نيولو څخه نيولې بيا د کتاب تر لوستلو پوري چي څه يې په وس وه راښوولي دي .
په۱۳۶۳ کي د نورو هيوادوالو په څېر موږ هم پاکستان ته رامهاجر سوو دلته ګواکي ماته په ټولګۍ کي د څه ويلو موقع برابره سوه . د کراچي په افغاني تنظيمي مدرسو کي مي تر لسم ټولګۍ پوري لوست وکړ. څه وخت چي دغو تنظيمونو و چوکۍ نيولو او د ګران هيواد و نورو ورانولو ته لېڅي راونغاړلې نو دغه مدرسې هم پر ډاګ پاته سوې او له څه مودې وروسته بندي سوې خو په۱۳۷۲ کي د ګران هيواد زړه دردونکو او وحشي حالاتو او له شعر سره ميني مي له خپلي ژبي سره نور هم نېژدې کړم او خپل لومړی شعر مي پکښي وويلئ . شعرونه مي کله کله په طلوع افغان او نورو خپرونو کي هم خپاره سوي دي .
که څه هم د هيواد ناخوالو مي د هيواد په ښوونځيو ارمان ونه کيښ خو په مهاجرت کي به مي د زيارکښو پښتنو فرهنګپالو په کتابونو تنده ماتېدله او پر څنګ مي د کمپيوټر کورسونه هم ورسره تعقيبول . په ۱۳۷۴ کي د کوټي ښار د مهاجرو د خيريه روغتون په لابراتوار کي د ډاکترانو د مرستيال په توګه په وړيا کار کړئ دئ .
د شعرونو لومړۍ مجموعه مي تر لاس لاندي ده او ډېره ژر به يې چاپ کړم او په هندوستان کي د ستر پښتون ، زړور سپه سالار خان جهان لودي د ژوند او کارنامو کتاب چي ( خان جهان لودي ) نومېږي د بيا چاپولو له پاره مي تر لاس لاندي دئ .کله کله له انګليسي يا اردو څخه ترجمې هم کومه . له کال ۱۳۷۶راهيسي د کاناډا د ټورنټو په ښار کي اوسېږم.
دښاغلي لودين دشعرونو بېلګي :


غزل
راځــــــه اغــــــــــزي سو له رقيبه خپله لاره ساتو
دا مسافره د وصال شپه له سهــــــاره ســـــــــــاتو
دلته ټول خلک مطلبي دي لېوني غــــوندي دي
ريښتنۍ مينه به د کلي له دې ښـــــاره ســـــــــاتو
نه چي ريښتياهم دېوالونه اورېــدلای سي اوس
د زړه کيسه به د غليم له پټ ريبــــاره ســـــــــــاتو
زه يې ماڼو يم تې ساحل زمــــــوږ دخوبو د بېړۍ
ځه چي له اوښکو په موجـــــــوکې له ګزاره ساتو
نن څوارلسمه ده چي مــــوږ بې اوره شپې تېروو
ستا په شان ښکلي په اسمـان کي له غباره ساتو
نن کې تور مخي د سپين مخو په شان ولمانځله
مـــوږ يې سبـــا تـــــه د اصلي شکل هنداره ساتو
مــــوږ پـــــــه سرونو قسم کړی چوپېدلای نه سو
منصــــوري چيغــــــه به سعيده آن تر داره ساتو
تورنټو کاناډا

غزل
نــه خو حساب لرو د ستورو نه ســـــالار ســــــره ځو
هسي کاږه واږه رهـي يــو لــــه ښــــــامـــــار سره ځـــو
چي د پېــــــــړيو قـــــــاتلان قــــــهرمــانان سي دلته
ځــــــکه خـــو مــــوږ وطن پرسته لاس کي دارسره ځو
وخت چي د وېش سي هريو ځان ته غټه بـرخه واخلي
مـوږ يا صــــــابره يواو يــــا هم لـــــه انــکار ســــره ځـــــو
چي د تيـــــارو و روڼېـــــــدو ته يې ځـــــانونه سوځل
هـــــــا شمعو نه ويل چي مـــــــوږ به له سهار ســره ځو
تـــــــا چي به تل باله د خپـــــلو سجـــــــدو لور سعيده
لـــــــه هغه کلي نــــــن ترټلي له پــــــرهــــــار ســـــــــــره ځو
تورنټو کاناډا

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005