Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

ميرزاعلم حميدي

بېنوا ويب پاڼه  :
 ارواښاد ميرزاعلم حميدي ( ١٣٢٠ _ ١٣٨٤ )
 ښاغلی مېرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰ لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم د ډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی .
 لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کې د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ښوونځي کې بشپړې کړي دي او د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري نه ده کړې خو دکار پر مهال یې د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیسټم د عمومي محاسبې او ادارې (Double entry general Accounting and Management) اتلس میاشتنی کورس په لشکرګاه کې لوستی دی او همدار نګه یې دوه ځلې په محاسبوي سیسټم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتني کورسونه هم پای ته رسولي دي .
 ښاغلی حمیدي د سوداګرۍ وزارت تر رتبې هسک ( فوق رتبه) مامورو چې له خپل هیواد څخه تښتې ته اړ شو او اوس په هالېنډ کې د پردسۍ شپې سبا کوي .
 د مېرزا علم حمیدي تر سره کړي دندې ، وختونه او ځايونه يې :
 ۱- سرطان ۱۳۳۵ - ثور ۱۳۴۲ د هلمند په لوی ریاست کې د افغاني ساختماني دستګاه «محاسب »
 ۲- جوزا ۱۳۴۲ - جدي ۲ ۱۳۵ په مالیې وزارت پورې اړوند د خیبر رستورانټ « د محاسبې مدیر »
 ۳- دلو ۱۳۵۲ - حوت۱۳۵۳ په فواید عامې وزارت رر په ایټالوي Sautiکمپنۍ کې چې د ایران سرحداودیشو ترمنځ یې داورګادي پټلۍ سروې کوله او دلارو ــ ډګرونو د لوی ریاست تر ادارې لاندې یې کار کاوه « د حسابي او اداري چارو امر »
 ۴- حمل ۱۳۵۴ - ثور ۱۳۵۷ په ایټالوي شخصي شرکت ( د کلیمډ شرکت) « دمحاسبې مدیر »
 ۵- ثور ۱۳۵۷ - قوس۱۳۵۷ په مالیې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ «لوی رئیس »
 ۶- جدي ۱۳۵۷ - حوت۱۳۵۹ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کرهڼې صنایعو د پراختیا مرکز چې د جهاني بانک په پیسو او متخصصانو چلیده « د حسابي او اداري چارو امر »
 ۷- حمل ۱۳۶۰ - میزان۱۳۶۲ په سوداګرۍ وزارت رر رر د لاسي صنایعو د پراختیا اود صادراتو مرکز « رئیس »
 ۸-عقرب ۱۳۶۲ - قوس۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر دافغان نیچي په نوم دافغانستان ــچاپان تجارتي شرکت « رئيس»
 ۹-جدي ۱۳۶۸ - حوت۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت رر رر د کورنۍ سوداګرۍ « رئیس »
 ۱۰-حمل ۱۳۶۹ – جدي ۱۳۷۱ په سوداګرۍ وزارت رر رر د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د نندارتون «رئیس »
 ښاغلي حمیدي د تجارتي چارو د پرمختیا او پراختیا لپاره هندوستان ، پاکستان، روسیې، اذربایجان، منګولیا، بلغاریا، چکوسلواکیه، هنګري، انګلیستان، فرانسې، ختیځ او لویدیځ المان او اووه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي .
 خولکه څنګه چې وایې : «ځواني د زده کړو موسم دی . منځنی عمر د وړ اند، هوښیارۍ او پوخ والي دوران دی . له دواړوتېروموسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دریم پړاو دی . خو وړ اند ، هوښیاري او تجربې تر زده کړې اړینې او ارزښتناکې دي . همدا رنګه د حمیدي صاحب بل تلپاتې اړخ هم دده ادبي هلې ځلې دي ؛ لکه چې له دندو او زده کړو یې ښکاري که څه هم ده ادبیات نه دي لوستي خوتر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلویښتمو کلونو راهیسې د هیواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې لیکنې خپرې کړي دي ؛ دده ځینې سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندوی او کلیوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي او کله کله یې یو نیم شعرهم لیکلی او خپور شوی دی خوحمیدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډایۍ کې ډیره ستره او ارزښتناکه برخه تر سره کړې ده چې تر اوسه یې پنځلس غوره اثار ( د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجین، وری څنګه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د بریالیتوب لار، د زړې ادې کیسې، د کاڼي زړونه، د ملانصرالدین کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز . څو سیاسي خبرې او د افغانستان ودانول) چاپ او خپاره شوي دي خو نوموړی لا تر اوسه هم ځان لیکوال او شاعر نه بولي وایې چې :« زه یوازې په لیکوالو او شاعرانو پسې اوږي ټولوم . »
 نوموړي د خپلو لیکنو او ژباړو« دخوږه یاد» په هکله وایې چې : « د جورج اروېل نامتو نړیوال اثر (Animal Farm) مې چې په کمونیسټی دیکتاتوري پورې یې ملنډې وهلي دي او د دوی ټګۍ ، برګۍ یې ډیرې ښې راسپړلي او په ګوته کړي دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل یې په ١٩٤٥زېږديزکال کې وړاند وینه کړي وه ؛ پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر مهال د «ژوبڼ » په نوم و ژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانګړي لګښت چاپ او خپور کړ چې نه یوازې یې د هیواد پالوفرهنګیانو او لوستونکو له خوا داسې تود هرکل وشو چې مایې فکر هم نه و کړی بلکې د هغه مهال د لیکوالو اتحادې رئیس وتلی او نامتو لیکوال رهنورد زریاب او همدا رنګه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ یوه ډله فرهنګیان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم « د خوږه یاد» په توګه د زړه په تل کې ځای لري . »
 د ارواښاد حميدي چاپ شوي اثار :
 ١ _ د سړي لار ١٣٥٧
 ٢_ ژوبڼ ١٣٦٨
 ٣_ د ټوکو خورجين ١٣٧٠
 ٤_ وری څنګه لېوه شو؟ ١٣٧٤
 ٥ _ بختوره پېشو ١٣٧٤
 ٦_ دوه مخي کسان ١٣٧٥
 ٧ _ ژورې خبرې ١٣٧٥
 ٨_ د برياليتوب لار . ١٣٧٨
 ٩ _ د زړې ادې کيسې ١٣٨٠
 ١٠_ دکاڼو زړونه ١٣٨٠
 ١١ _ د ملانصرالدين کچکول ١٣٨١
 ١٢ _ چلباز ١٣٨٢
 ١٣ _ بدمرغه ټاپو ١٣٨٢
 ١٤_ د بري راز ١٣٨٣
 ١٥ _ څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ( دغه کتاب دچاپ پر لاره دی )

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005