Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالستار ( سعادت )

ليكونكى : فضل الرحمن ( عمرخيل )
  دټول افغان له پاني څخه
 ښاغلى عبدالستار ( سعادت ) د عبدالجبار زوى په ۱۳۵۸ ليږديز لمريز كال كې دبغلان ولايت د باړي زايود كلي په يوه دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى .
 نوموړي لومړنۍ زده كړې دنوي بغلان په ښوونځي كې اودبكلوريا دوره يې دبغلان په عالي لېسه كې بشپړه كړه اوپه ۱۳۷۹ كال كې له نوموړې لېسې څخه په اعلى درجه فارغ شو . ترفراغت وروسته يې دهمغه كال دكانكور په ازموينه كې ګډون وكړ اودكابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځي ته بريالى شو .
 سعادت خپل پوهنځی په پوره برياليتوب سره پاى ته ورسولو اود ۱۳۸۳ليږديز لمريز كال دليندۍ په مياشت كې ددغې پوهنځي دادارې اودپلوماسۍ له څانګې څخه فارغ شو.
 نوموړى يوځيرك ، هوښيار اودښواخلاقولرونكى ځوان دى چې له همدې امله له خپلوهمزولو سره په چال چلند كې ځانګړى ځاى لري . له خپلې خاورې ٌ، هېواد اوژبې سره خورا مينه لري .
 تل هڅه كوي داسې چارې ترسره كړي چې خپل هيواد اوخلكوته يې ګټه ورسيږي چې په همدې موخه يې تيركال دبغلان په ولايت كې يو كتابتون پرانېست چې د سلګونو ټوكو علمي ادبي ، سياسي ، كلتوري ، اوپوهنيزو كتابونو په لرلو سره په نوموړي ولايت كې لومړنى بډاى كتابتون دى چې هره ورځ يې د لسګونوتنو دپوهې اوادب د مينه والوپرمخ ور پرانيستى وي .
 لكه څرنګه مې چې پورته يادونه وكړه نوموړى دخپلې خاورې اوهيواد ترڅنګ له خپلې ژبې سره هم ژوره مينه لري چې دبغلان ولايت ادبي بهيراودبهيرفرهنګي فعاليتونه يې ښه بېلګه ده ځكه ددغې ادبې جرګې په جوړيدا اوغوړيداكې نوموړي دپام وړ هڅې كړي دبغلان ولايت خواره واره شاعران ، ليكوالان ، او روڼ آندي يې هاغه دحمزه بابا په قول دپښتوپه يوه ټغر سره راټول كړل چې په هروپنځه لسوورځوكې ښكلې خوږې مشاعرې جوړوي چې دنوموړي داګام دهندوكش په شمالي لمنو كې دپښتني كلتور اوپښتوژبې په غوړيد اكې دستاينې وړدى.
 ځكه په افغانستان كې د وروستيو څه دپاسه دوو لسيزو ناورين خوهسې هم دټولوافغانانو شته له خاورو سره خاورې كړل چې ددغه ناورين ډيره بده څپېړه پښتنوپه مخ وخوړه دهغوى دمادي شتمنيو ترڅنګ يې مانيزې شتمنۍ هم داغيارو دپلان شويو دسيسو ښكارشوې چې زمونږ د هندوكش ها خوا پښتنو ترډيره بريده دغه ناخوالې وګاللې خو
 داچې دهرفرعون لپاره لوى څښتن موسى پيداكړى نودهندوكش په شمال كې هم زمونږ ګڼ شميرلوستووروڼو دخپل پښتني فرهنګ دساتلو اوپاللو لپاره خپلې مټې را ونغاړلې چې له نېكه مرغه دګران اوقدرمن سعادت وڼډه هم پكې له پامه نشوغورځولى ځكه هغه پخپل پښتني چوپړسره دهغې سيمې استوګنوته داپه ډاګه كړه چې پښتونه يوازې ددوزخ ژبه نده بلكه داهغه ژبه ده چې ډيروپښتني غازيانوخپلوتالي څټو دښمنانوته ددغې ژبې ديوې لڼډۍ په زمزمه كولوسره هغوى ته بې ساري تاوانونه وراړولي دي چې دميوند دملالې تاريخي اوحماسه زيږونكى غږ دپښتو ن ولس دوياړونو په ډله كې شميرل كيږي .
 ورور سعادت يوهڅاند اوغزلبول ځوان دى پدې وروستيوكې ( ستابه په يادوي اوكه هيربه دي وي ) دهغه د پيېلوملغلرو( شعرونو ) يوه شعري ټولګه هم له چاپه راوتلې ده نوله وخت نه په ګټه اخستوسره ماهم څوورځې وړاندې دهغه دغه شعري ټولګه ترګوتو كړه او چې څومره مې وس رسيده هغه مې ولوستله په رښتيا چې داسې خواږه شعرونه يې ويلي دي چې په لوستلوسره يې دسړي دمينې اوعاطفې احساسات راپاريږي .
 كله چې مادنوموړي دغه شعري ټولګه ولوستله نوله ځان سره مې هوډوكړچې راځه دهغه په شاعرۍ ، فرهنګي فعاليتونو، اوهمدارازخپل قام اوژبې ته دګران سعادت په چوپړباندې څه وليكم نومخكې لدې چې پدې هكله خپل قلم وخوځوم نودامې وپتيېله چې لومړى بايد پدې برخه كې له هغه سره خوښه وكړم اودهغه په ژوند كې دخوږواوترخوپه هكله بايد دهغه له خولې څخه واورم نو دكابل پوهنتون په مركزي شپه غالي كې دنوموړي لنډمهالي استوګنځاى ته ورغلم اوپدې هكله مې ورسره خبرې وكړې په پاى كې هغه راسره هووكړه چې پدې سره مالومړى دهغه په ژوندكې دښواوبدوخاطروپه هكله له نوموړي څخه وپوښتل هغه راته له خنداپه ډكه خوله داسې وويل :
 ياره عمرخيله ته هم له هرڅه سره كارلرې اوزياته يې كړه (كله چې خاطره وايوڅرګنده ده چې ماضي يادوو ځيني خلك داسې كليمې استعمالوي : بده خاطره ، ترخه خاطره او..............
 زه پدې خبروباورنلرم ، نه پوهيږم زه ولې بده ياترخه خاطره نلرم . دابه پدې مانانه وي چې ماپه ژوندكې هيڅ ناخوالې نه دې ليدلي . زه يواستثنايي انسان نشم كيدلى ، ماپه ژوندكې ډيركړاوونه ليدلي دي خواوس يې تريخوالى نشم احساسولى ښايي دليل يې داوي چې زمااودغمونوترمنځ دزمان پرده غوړيدلې وي ، اوياداچې په هغوترخوكې مې دعمر خوږې شيبې نغښتې دي ځكه خومې ´په ماباندې خپله ماضي ډيره ګرانه ده ، فكركوم ټول انسانان به همداسې وي دانسان وجودله دوه څيزونوڅخه جوړدى چې يويې روح اوبل يې جسم دى چې دادواړه له يوبل سره ډيره مينه لري اوفكركوم دمرګ دتريخوالي دليل به هم همداټكى وي .
 انسان له دريوزمانوسره اړيكې لري : ماضي ، حال اومستقبل . چې لدې هرې زمانې سره انسان بيل ، بيل حالتونه لري . له ماضي سره مينه لري كه څه هم ښه تيره شوې نه وي ځكه دعمرتيرې شيبې ، خوږې شيبې ، دلاسه تللې شيبې. كه له يوځوان څخه وپوښتو، ماشومتوب به يې پرې ګران وي اوكه له سپين ږيري څخه وپوښتوهغه يې خپله ځواني يادوي مګردعمربېقدري دحال په زمانه كې ليدلاى شوځكه دانسان په لاس كې چې كوم څه وي پدې باورنلري چې له لاسه به يې وركړي ځكه خودحال په زمانه كې دعمرشيبې نقدې له انسان سره وي اوداسې انسانان ډيرلږدي چې هغوى په دې زمانه كې په رښتيني اوواقعي ډول دعمرتيريدل حس كړي اوپه مستقبل كې خولكه ايمان دوه عنصره اوسي چې يوه ويره ده اوبل اميد . دعمرشيبې هم په احتمال كې دي ځكه خوهرڅه يې مشكوك وي .
 له ورورسعادت څخه مې وپوښتل چې څه شى دخوښيږي ؟
 هغه راته په ځواب كې وويل :
 ( خپلې ماضي سره مې زياته مينه ده اوهڅه كوم چې له حال سره هم خوږې اړيكې ټينګې كړم ).
 سعادت راته ددې پوښتنې په ځواب كې چې دكوم شاعر، شعردې خوښيږي داسې وويل :
 ( شاعرنشم په ګوته كولاى دهرشاعرشعرچې وي مګردادوه عنصره پكې وي ( تخيل اوتفكر ) خوښيږي مې .
 كله مې چې له هغه څخه وپوښتل چې له څه شي دې بدراځي هغه وويل :
 ( دهغه چاله كركې څخه مې ډيربدراځي اوزياته سخته راباندې تيريږي چې مينې ته يې اړتيالرم ).
 نوموړى سره ددې چې يونازك خيال شاعر دى يوواقعبين شاعرهم دى چې دخپل كتاب په ځينوبرخوكې يې داسې په واقعيت ولاړ شعرونه ترسترګوكيږي چې په يوځل لوستلويې
 سړى كولاى شي دهغه دشعرونو واقعيت اوشعري استعداد معلوم كړي دبېلګې په توګه هغه ليكي :
 يتيمې هيلې پكښې ګرځي دخپګان كوڅـه ده
 عشقه كوڅې ته چې دې ګورم دافغان كوڅه ده
 پورتني بيت سره لدې چې په ښكاره خود طنزيه شعرپه څيرليكل شوى اما په واقعيت كې كه سړى ورته وګوري نودابه ورته په ډاګه شي چې نوموړي دخپل ګران هيواد روان حالت په څومره ښه ډول انځوركړى چې لوستونكي ته له ورايه داجوتيږي چې په افغانستان كې څه تيرشوي ، څه تيريده ، اوڅه تيريږي .
 همدارنګه هغه پخپلوشعرونوكې دخپل هيواد تاريخ ته هم نغوته كړېده لكه چې يوځاى كاږي :
 راځه چې لاړشو دچينې غاړې ته
 تاريخ تكرار كړو دمغولـو هلته
 كه چيرې ګران لوستونكي پورتني بيت ته پام وكړي نودابه ورته جوته شي چې ګران سعادت دمغولودپېر نادودو ته اشاره كړې اودهغوى له ظلمونوڅخه يې پرده پورته كړې چې هغه لړۍ لانده پريږ شوې اوځينې نښې يې لااوس هم دهيواد په لراوبركې ترسترګوكيږي خوكه سړى دافغانستان دڅه دپاسه دوه وروستيو لسيزو كړكيښ ته وګوري نوتل پكې داسې شوي چې ظلم يوچاكړى اوپړه يې پربل چااچوي اوتراوسه لاداسې نرنده پيداشوى چې داثابته كړي چې ظلم چاكړى اوولې يې پړه په بل ور اچوي چې ورورسعادت داحالت ته هم متوجه شوى اوهغه يې دشعرپه ژبه داسې انځوركړې :
 راځه چې لاړشودچينـې غاړې ته
 داټول ورانــي به په بل چا واړوو
 راځه چې لاړشو دچينـې غاړې ته
 خلك ړانده دي مونږ ليدلاى نشي
 درنو لوستونكو!
 وګورئ چې شاعر څومره ددغه هيواد په حالاتوپوه ده اوپه څومره ځيركــــۍ سره له تيرونادودو پرده پورته كوي هغه په ګران هيوادكې داغيارودلاسوهنوڅخه دحال په ژبه سرټكوي اوله ډيره سوزه دلوى افغانستان بنسټ ايښودونكي سترټولواك ابدالي بابا ته داسې نعره كوي : 
 كاشكې لحدكې درانيه په اړخ واوړې يوځل
 چې له هيبته دې ډهلى بياتراټكــه ريږدي
 په پورته بيت كې شاعر ابدالي باباته وايي چې كه چيرې ته يوازې په لحدكې په اړخ هم واوړې نوبيا به دې داوس مهال دغه لاسوهونكي بلوسګر تراټكه هم ها خوا اوړي .
 شاعردلته په حقيقت كې هم دهغه مهال دافغانستان پولوته اشاره كړې اوهم يې په يونه يوډول دغه لاسوهونكي هيوادونه ويرولي دي چې زمونږ په هيوادكې له لاسوهنو لاس واخلي .
 سعادت صيب په هيوادكې دزورزياتي په مقابل كې دخپلې ميړاني اومقاومت په يادولوسره دولس ډاراوبې زړه توب ته هم ګوته نيسي او وايي :
 
 مونږ ميړني يو (( سعادته )) ترينه سرغوڅوو
 ډارن ولس چې په ظالم كوي نيوكه ريږدي
 
 ښاغلى شاعرسره لدې چې يوقوي ، هوډمن شخص دى يوپاك زړى عقيدوي مسلمان هم دى اودهغوزاهدانوپه ځواب كې چې په پټوسترګو په يوچا دكفرتورلګوي دخپلې ټينـګې عقيدې څخه داسې يادونه كوي :
 
 ماپه خالق باندې ايمان راوړى
 كتاب منـمه پيغمـبرمنـمه
 ولې په مادكفرتورلګــوې
 حساب منم ورځ دمحشرمنمه
 
 هغه پخپلوشعرونوكې دميړانې ، نارينتوب له خپل هيواد اوتاريخ څخه دباخبرۍ ترڅنګ له مينې څخه هم زښته زياته يادونه كړې اوته به وايې چه هغه ټول عمر دليلا په غم كې اوښكې تويې كړي لكه چې دخپلې شعري ټولګې په يوه برخه كې داسې ليكي :
 
 لامې دزړه ماتې هندارې هيـره كړې نه يې
 ماتوټوټوكې يې ستاښكلي تصويرونه ښكاري
 قدرمنولوستونكو:
 وګورئ چې شاعردلته څومره په مينه كې ډوب شوى خولاهم دخپلې محبوبې په ديدن نده موړشوى نوځكه وايي چې لامې هم دزړه په هنداره كې ستادحسن اوښايست تصويرځاى لري اونه غواړم چې ستادښكلا تصويرونه دخپل زړه له هندارې څخه لرې كړم .
 ځينې وخت سعادت صيب خپل جانان ته په خطاب كې داسې وايي :
 خپله مې ذهن كې انځوركړه مانه څه له پوښتې ؟
 څنګه به ښكارم بې جانانه جانان څنګه ښكاري ؟
 په پورتني بيت كې شاعرخپل جانان ته وايي چې له ماڅخه پوښتنه مه كوه ته خپله داسې فكروكړه چې كله ته نه وې نوزه به څنګه ښكارم ؟ په حقيقت كې دلته شاعرپه مينه كې دبيلتون اوجدايۍ يوسخت حالت انځوركړى نوځكه خپل جانان ته دهغه دنه شتون په وخت كې دخپل حالت بيان كوي .
 قدرمنولوستونكو:
 لكه څرنګه مې چې پورته په څوڅوځله يادونه كړې چې سعادت صيب دښواخلاقوخاوند دى له هرچاسره ښه سلوك كوي پخپلو كړو وړو كې تل ريښتيني وي چې دنوموړي دغه ځانګړتيا دده په شعرونوكې هم ترسترګوكيږي هغه خپل جانان ته دهغه دجفا په بدل كې داسې وايي :
 
 ته كه هرڅومره بې وفاشوې زه دې نه هيروم
 كه زمانشوې دبل چاشوې زه دې نه هيروم
 زه څوژوندى يم دجنون دښته به پرې نږدمه
 ته كه دبل سړي ليلا شوې زه دې نه هيروم 
 وګورۍ ! شاعر له خپلې معشوقې سره په مينه كې دومره ريښتينى ده چې كه هغه له بل چاسره مينه وكړي اودبل چاشي خوبيا هم هغه دده په زړه كې ځاى لري اوهغې ته دنوموړې په ځواب كې يوازې دومره وايي : چې زه دې نه هيروم ...... !
 ګران سعادت د غزل ترڅنګ آزادشعرونه هم ويلي دي چې سړى دهغوپه وزن هم پوره حساب كولاى شي هغه په آزادوشعرونوكې هم دخپلوغزلونوپه څير دمينې ، بيلتون ، وفا اوجفا كيسې كړې چې لوستونكي ته ديوډول پيغام په ليږدولوسره په شعرباندې دهغــه پوهاوي سبب ګرځي ځكه دهغه دشعرژبه ډيره ساده ، نرمه خوله پيغامونوډكه ده نوموړى ديوه آزاد شعر په يوه برخه كې له ده سره دخپل جانان له بيوفايۍ څخه داسې يادونه كوي اوليكي :
 ستا به په يادوي اوكه هيربه دې وي
 آ.... دكوچني اخترماښام يادوم
 چې دې ټوپك راواخيست
 مرمۍ دې تيره كړله
 سترګې دې وتړلې
 مخ دې هم واړوه ترې
 نازكې ګوتې دې ماشې ته وروړې
 آ..... توربخن ماښام دې ولړه په سروګوليو
 بيادې ساړه اسويلي وايستل پښيمانه شولې
 ودې ويل
 دامې څه وكړل ؟
 په پورتني شعركې شاعرداسې يوحالت انځوركړى چې دكوچني اخترماښام وه جانان يې ټوپك راوخيست له مرميويې ډك كړ خپلې سترګې يې وتړلې سره لدې چې دى ډيربې زړه وه اوله ټوپك څخه يې مخ واړاوه خوبيايې هم په ده باندې دډزوكولوپه نيت خپلې نازكې ګوتې دټوپك ماشې ته وروړې اودماښام هغه وخت چې ټول ساكښ خپلو استوګنځايونوته ځي داسمان كنارې يې دده دوينوپه رنګ ، رنګينې كړې خو......! په پاى كې دساړه اسويلي په ويستلوسره يې پخپل عمل پښيماني څرګنده كړه .
 درنولوستونكو : 
 وګورۍ شاعرپه پورتني شعركې داسې يوحالت انځوركړى چې ته به وايې چې كټ مټ داكانه به په ده باندې رښتياشوې وي خوپه حقيقت كې داچاره دنوموړي په شعري استعداد باندې دلالت كوي .
 په مينه كې خوهسې هم ډيرې لوړې اوژورې وي كله خوندونه وي اوكله خو بيادبيلتون له لاسه دعاشقانوسترګې د اوښكوپه تويولوسره سرې وي ،كله جفاوي اوكله وفا ، كله
 مرورتيا وي اوكله پخلاينه اوكله هم بيا ګيلې چې شاعرهم خپل مرور محبوب راپخلاكوي اوهغه ته په خطاب كې ليكي :
 ټول وجودباندې مې غواړې بيرته راشه
 مـــروره رانه لاړې بــيرته راشه
 مخامخ به دې غرور مات شوى نه وي
 پسي شا راپسې ژاړې بـــيرته راشه
 پدغه بيت كې شاعر خپل محبوب ته وايي چې زه خوپه تا ګران يم ، غواړې مې خوهسې پښتني غروراجازه نه دركوي اوچې كله درنه فناشم بيانودې په مخ مړې مړې اوښكې را روانې وي اوراپسې ژاړې خوله دغوټولوبه سره تيرشواو.........! .
 په پاى كې بايد وليكم چې عبدالستار ( سعادت ) دپښتوژبې دهغوګوتوپه شمار شاعرانوله ډلې څخه يودى چې دوخت اوحالاتودنه سمون سره سره يې د ( ستابه يادوي اوكه هيربه دې وي ) په نوم شعري ټولګه دپښتوژبې اوپښتني فرهنګ مينه والوته دخدمت په موخه چاپ اوددرنولوستونكودادبي تندې دماتولوپخاطريې دهغوى په واك كې يې وركړه هيله ده درانه لوستونكي ددغه قدرمن شاعر دشعري احساساتوڅخه خوندواخلي ترڅوپه راتلونكي كې دهغه دلاتشويق سبب شي په پاى كې زه قدرمن سعادت ته دهغه دكلتوري خدمتونودلاګړنديتوب اوپدې لاره كې نوموړي ته دلابرياليتوبونوهيله كوم اووايم چې خداى دې دپښتنووګړودډيرښت په هكله دكروړبابا دوعاقبوله اومنظوره كړي . آمين يارب العلمين .

فضل الرحمن ( عمرخيل )   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005