Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد حسن حقيار

بېنوا ويب پاڼه :
ښاغلی قاضي محمد حسن حقيار د ښاغلي جان ګل زوی دی او په ١٣٥٠ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په کلي کي زېږېدلی دی .
ښاغلي حقيار په پېښور کې داتحاد له عالي لېسې څخه بکلوريا ، دابوبکر صديق (رض) له انستېتيوت څخه په اسلامي ثقافت کې ديپلوم او دساينس او تکنالوژۍ د اسلامي پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي څخه لسانس او ماستري ترلاسه کړې دي.
له ادبياتو او شعر او شاعرۍ سره يې له کوچنيتوب څخه مينه وه او لومړی شعر يې په څوارلس کلنۍکي په کال ١٣٦٤ هجري لمريز په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوى دى او ددې تر څنګ يې په بېلابېلو وختونو کې ګڼ شمېر روغتيايي او ژورنالستيکي کورسونه مې هم لوستي دي .
د ښاغلي حقيار د بېلابېلو سياسي ، ادبي او علمي تحقيقي چاپ شويو مقالو شمېر سلګونو ته رسيږي ، چي په غټ شمېره يې د هيواد دننه او بهر ، ورځپاڼو ، اونيزو ، او بېلابېلو نورو خپرونو کي چاپ شوي او خپري شوي دي .
ښاغلي حقيار خپلي زده کړي د قضا او قانون په برخه کي د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي .

دښاغلي حقيار دندي :
له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٥ پورې دننګرهار دبرېښنا رياست دخدماتو لوى مدير او دننګرهار دعلماءو دشورى غړى .
له ١٣٧٥ تر١٣٧٦ داطلاعاتو او کلتور دوزارت دخپرونو دلوى رياست مرستيال او دبهرنيو خپرونو دارزيابئ د کمېسېون مشر .
له ١٣٧٦تر١٣٧٧ په مافوق رتبه بست کې دکانو او صنايعو دوزارت دجيولوجي او علمي تحقيقاتو دانستيتيوت لوى رئيس .
له ١٣٧٧ تر ١٣٧٩ دهمدي وزارت مالي او اداري لوى رئيس او دکتاب مجلې مسؤول مدير .
له ١٣٧٩ تر١٣٨٠ پورې دجنوب لويديځ زون ( دهرات او شاوخوا ٦ ولاياتو) دکانو او صنايعو لوى رئيس
له ١٣٨١ تر ١٣٨٣پورې دملګرو ملتونو دبشر داستوګنې کارکوونکى .
له ١٣٨٣ تراوسه دافغان وطن ګوند دسياسي کمېټې مشر او دپژواک خبري آژانس همکار .

چاپ اثار:
١-ښځه په اسلام کې په دوه ټوکو کې تحقيقي اثر دچاپ کال ١٣٧٤
٢-کورنى ژوند: تحقيقي اثر دچاپ کال١٣٨٠
٣-کورنۍ فقه : تحقيقي اثر دچاپ کال١٣٧٨
٤- دمنبر غږ: دمشرانو ويناوې دچاپ کال١٣٧٩
٥-ښځه او اسلام تحقيقي اثر دچاپ کال١٣٨٠
٦-دسباوون وږمې شعري ټولګه دچاپ کال١٣٧٨

چاپ ته چمتو اثار
١-سور تعويذ دلنډو کيسو ټولګه
٢-دښيښې زړه دشعرونو ټولګه
٣-موسيقي او اسلام تحقيقي
٤-دشريعت د تورم او بدلون تيوري تحقيقي لنډه رساله
٥-سپېڅلې وړانګې په مطبوعاتو کې خپرې شوې تحقيقي او تحليلي مقالې
د ښاغلي حقيار د شعر يوه بېلګه :


غزل
دا چې څڅيږي سپين غمي غمي له هـــــــاره چينه
مونږه وه غوښتې سپينو لپو کــــــې له ياره چينه
دسحر سترګې يې ړندې کړې په تيــــــارو ميـينو
مونږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهــــــاره چــــينه
دآشنا سترګو کړل په ستــرګو کې رودونه روان
او بياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه
داشين چمن منګى ترڅنګ وربل کې ګوتې وهي
دکلي مستو پيغــــــــــــــلو کړه ځانته هنداره چينه
دحســـــــــــــــــــــــيني هوډ ليوني اوجل وهلى منزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينه
اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې شپانه
دتقدير(( ديو)) ترې تښتولې ده حقيــــــــــــــــــــــــاره چينه
١٣٨٢ -٦-١٤

عبدالله احسان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005