Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

احمد الله نظري

دارغند دڅپوبه :
ښاغلى احمد الله نظري د حاجي عبدالقادر زوى په 1331ل كال د كندهار په درېيمه ناحيه كې زېږېدلى دى. تر منځنيو زده كړو وروسته نه دى توانېدلى چې لوړې زده كړې پرمخ بوځي. له دې كبله يې د خپلو كورنيو ستونزو د اواري لپاره تخنيك او انجنيرۍ ته مخه كړه، چې تر څه مودې وروسته يو ښه ميخانيك شو او اوس هم په كندهار كې د يوه ميخانيك په توګه دنده ترسره كوي، دغه راز له څو كلونو راهيسې يې شاعرۍ ته هم مخه كړې، ادب ته يې د خپل ذوق له مخې راودانګل، له دې كبله په دې برخه كې ډېره زده كړي نه لري، خو په هېواد كې د تودو جګړو او وروروژنو له پيلېدو سره جوخت يې د كډوالۍ لار خپله كړه او په جرمني كې يې واړول، هلته يې هم كراره ورځ ونه ليده، كله به په يوه سيمه كې استوګن و، كله په بله كې. خو بيا يې هم د همدې ستونزو تر څنګ په هره سيمه او ځاى كې له ادبپالو او فرهنګپالو افغانانو سره ناسته ولاړه درلوده او د ډېرو فرهنګي ټولنو د يوه هڅاند لېوال غړي په توګه پاتې شوى دى. يوه شعري ټولګه يې له يوه ملګري سره خوندي وه، خو داسې اټكل كېږي، چې د هغه له لاسه هم وتلې وي. تر هغه وروسته يې هم څه ناڅه خواره واره شعرونه شته، چې د ده په ذهن كې خوندي دي، يا يې هم په ځينو كتابچو كې له ځان سره ساتلي دي. خو د ګوتو په شمېر شعرونه يې په خپرونو كې راغلي دي.
دى چې دا مهال په كندهار كې استوګن دى، نو هورې د ځوانانو له خوا د يوې جوړې شوې فرهنګي او ادبي ټولنې غړيتوب هم لري، چې هيله لري، له دې لارې خپلوهېوادوالو ته د خدمت جوګه شي. د شعر په پرتله په نثر كې ډېر وارد دى او كه په همدغه ډګر كې قلم وچلوي، كېدى شي د لا پرمختګ او بيا د خدمت هيله ترې ولرو. هغه شعرونه يې چې ليكلي دي، له هېواد او ملي ارزښتونو سره د ده مينه څرګندوي.

تنده
هيله من يم چې د يار وطن ته ورشم
هسې شپه و ورځ تېرېږي، نه پوهېږم
كله ژاړم، كله خاندمه پر خپل ځان
زړه مې څه ته هوسېږي، نه پوهېږم
پسرلى راباندې تېر شو، په يو ان كې
ټول ژوندون مې بربادېږي، نه پوهېږم
ټول جهان كې مې اميد د خوښۍ نه شته
زړه مې ورځ په ورځ تنګېږي، نه پوهېږم

نظري به د جانان په هيله مړ شي
په كوم دښت كې به ښخېږي، نه پوهېږم.


ستاسو مېنه
اى افغانانو! ستاسو مېنه يم زه
غوږ راته كښېږدئ څه ويل غواړمه

اولنۍ ارزو زما دغه ده
د درست افغان راټولول غواړمه

ستاسو بېلتون زياتي ګاللاى نه شم
تاسې و ځان ته رابلل غواړمه

چې مې پردي په زلفو ګوتې وهي
ستاسو په مټو ځان ساتل غواړمه

نور د غفلت زانګو كې مه بيدېږئ!
ستاسو په غېږ كې بيدېدل غواړمه

وګورئ زما ټوټې- ټوټې بدن ته
افغانه! ستا نه زه درمل غواړمه

قلم كړه پورته، نظري مينه!
خپله غوغا نن رسول غواړمه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005