Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-23  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد صديق پسرلي

 قسرلی ټکې کام :

محمد صديق پسرلي د خپل ژوند پر لومړنيو پنځوسو کلونو نژدې ٢٠٠٠ مخونه ليکلي چې لا چاپ شوي نه دي . د دې وېبپاڼې د جوړونکو په غوښتنه دوی څو مخه د ١٣٨٤ کال په وري کې وليکل .
 ***
 ما خو كابو اته ويشت كاله پخوا په دوو بيتونو كې خپل سرګذشت خلاصه كړى وو، هغه دا دي:
 شباب څه ؤ ؟د هيلو په آسمان كرل رېبل ؤ
 د خيال وركو مرغانو ته د لومو خورول ؤ
 زړښت د مايوسۍ په رېږدېدليو ګوتو بېرته
 زړه نازړه ، ورو ورو د خورو لومو ټولول ؤ
 
 د اعلحضرت امان الله خان د باچهۍ وروستۍ مياشتې وې ، پلار مې له خپل خسر ، خداى بخښلي شېرخان سره د كتابونود چاپولو په غرض لاهور ته تللي و، نو د مور له خولې درته وايم چې د ١٣٠٧لمريز كال لومړۍ مياشت وه يعني هغه وخت چې د ساړه قره باغ د ويالوماټې تازه شنې شوې وې، زه دنيا ته راغلم ، څلور پنځه كاله په قره باغ كې وو ، بيا مې پلار مرحوم كندهار ته كډه يووړه ، پلار مې هلته تجارت كاوۀ ، موږ خپله پاچهي كوله ، رښتيا چې طفلي بې مسووليته باچهي ده ، چې دې زړۀ غواړي غوښتلى يې شې. كابو دوه كاله مو په كندهار كې تېر شول ، ښه كندهار ؤ ، ښه يې خلك ول ، زموږ هم پكې ښه ژوند وو، هر ناز مې اخيستل كېدۀ او هرڅه رارسېدل ...، څه د پاسه اويا كاله نور راباندې تېر شول خو هغه شپې ورځې زما لا نه دي هېرې شوې.
 
 پلار به مې د طلوع افغان جريده راوړه چې د مرحوم علامه حبيبي په مسووليت خپرېدله ، په جريده كې به يې ځينې كيسې او شعرونه راته لوستل چې ما به خوند ورڅخه اخيست ، كله كله به مې يوه نيمه مسره يا بيت په زړۀ پاته شو چې ما به له ځان سره زمزمه كاوۀ ، ښه مې ياديږي چې هغه وخت زما ايديال دا ؤ، چې كاشكي زه هم يو وخت داسي جريده ولرم او دغسي نظمونه او نكلونه پكې خپاره كړم او كاشكي له ما هم حبيبي صاحب جوړ شي.
 
 څه كم دوه كاله په كندهار كې وو ، بيا مو خان آباد ته ولېشل ، خان آباد هغه وخت د قطغن او بدخشان د ولايت مركز ؤ ، او زما مورنى نيكه مرحوم شېر محمد افغان چې په شېر خان مشهور ؤ ، هلته د نايب الحكومه په حيث كار كاوۀ ، ژمى مې په كور كې د لومړي ټولګي درسونه ولوستل ، په نوي كال د ښوونځي په دوهم ټولګي كې شامل كړاى شوم، ورو ورو زما ذهن په بدلېدو ؤ ، له ليكوالۍ او شاعرۍ مې پام حكومت كولو ته اوښت ، ما به فكر كاوۀ چې نايب الحكومګي به هم موروثي وي ، هڅه به مې كوله چې د حكومت كولو په لارو چارو بلد شم ، څرنګه چې په نيكه ګران وم اكثر ورځې چې به له ښوونځي راغلم د نيكه د مېز خوا ته به ورته ناست يا ولاړ وم ، ټول حواس به مې دې ته متوجه وو چې نيكه مې څرنګه عرايض اوري او څرنګه اجراات كوي . دغه شان به د دوى هرې خبرې ته ځير وم او كتل به مې چې د خلكو مشكلات څه وړ رفع كوي؟
 
 د كندز د ښار نقشه يې تطبيقوله ، هر مازديګر به نايب الحكومه صاحب كندز ته تشريف ووړ ، ما به هم ځان ورسره سنجاق كړ چې د ښار جوړولو په طريقه هم پوى شم ، حقيقت دا دى چې تر خپلو درسونو مې دې خبرو ته پام ډېر ؤ ځكه چې د نايب الحكومګۍ هوا وهلى وم. په هغو وختونو كې مې پلار په كندز كې كور جوړ كړ.چې څلورم ټولګى مې ولوست كندز ته كډه شوو ، په كندز كې لا ايله په ايله د نوي تاسيس شوي ښوونځي څلورم ټولګى جوړ شوى ؤ ، زه يې بېرته په څلورم ټولګي كې شامل كړم.
 
 زه چې په هغه كم عمر لويې پېرې چيچلى وم، ما ته د كندز زده كوونكي لاڅه چې ښوونكي يې هم راته څه نه ښكارېدل ، نه به مې د استادانو درسونو ته غوږ نيوۀ ، نه راسره د ازموينې غم ؤ ، په لويو ټالونو زنګېدم . كله چې د كالنۍ ازموينې وخت راورسېد ، ځان ته مې پام شو چې نوي خو مې څه نه دي زده كړي ، بلكې هغه په خان آباد كې لوستي درسونه مې هم د واهي تصوراتو په ټېل ماټېل كې له ذهنه وتلي دي، خو اوبۀ له ورخه تېرې شوې وې ، په نتيجه كې ناكام شوم .
 
 دې ناكام ډېر زمول كړم ، له يوې خوا مجبوروم چې د درېيم كال لپاره بيا هم په څلورم ټولګي كې كښېنم ،له بلې خوا مې د كور او ډګر پېغورونه اورېدل ، ځينو هلكانو به ويل چې دى په خان آباد كې د نيكه له سترګو بې لوستو كامياب شوى وو ، چا به ويل : ډېر ووړ ؤ خيراتي نومرې يې وركړې وې، ځينو به ويل :- په دې پسې مه ګرځئ چې خان آباد مركز دى ، هلته تعليم هسې په نوم دى چې دا يې نمونه دى ... دې خبرو له مكتب او تعليمه خوا تورى كړم. په دغه كال مې هم ايله خر له خټو پورې يوست، پورته ټولګى لا بيا هم نه ؤ ، په كور كښېناستم ، نه حبيبي صاحب راڅخه جوړ شوى ؤ ، نه شېر خان بابا ، خو له ښه مرغه د ساعت تېرۍ ملګري مې لرل ، مجبور شوم چې د پلار كتابخانې ته پناه يوسم ، پلار مرحوم مې له كتابونو سره ډېره جوړه وه ، غنيمت كتابخانه يې لرله چې په هغې كې ګڼ شمېر د اردو او دري كتابونه راغونډ شوي وو ، ډېره برخه يې ناولونه ، سفرنامې او تاريخونه وو.
 
 پلار مې په كابل مجلې كې هم اشتراك كاوۀ ، كتابونه او مجلې به مې لوستې ،چې په څه به پوه شوم خوند به مې ترې واخيست چې به پوه نه شوم ګام به مې ترې اړاوۀ ، په مختلفو وختونو كې د هر كتاب او هرې مجلې بيا بيا لوستلو لږ ډېر له املا او انشا سره بلد كړم .
 
 كابل مجلې لومړى په فارسي خپرېدې بيا وروسته چې پښتو ټولنه تاسيس شوه خپرونې يې په پښتو شوې . دغو مجلو مې بيا شعر و شاعرۍ ته پام واړاوۀ . ورو ورو مې زړو دېوانونو ته مخه شوه ، چې په ښار كې به مې كوم د پارسي دېوان وموند هغه به مې رانيوۀ
 
 . ښه مې يادېږي د پارسې لومړى دېوان چې زه يې ډېر ورجذب كړم د هلالي چغتايي دېوان ؤ ، بيا مې د واقف لاهوري دېوان وموند چې په ډېر شوق به مې لوست، هغه ؤ چې شعر ويلو ته مې مخه شوه ، كله كله به مې په خپله هم يوه نيمه غزل ويله ، البته په پارسې ژبه ، دا ځكه چې هم مې درسونه په پارسي ويلي وو هم مې پارسي دېوانونه مطالعه كول .
 
 د پښتو يو دېوان هم په كندز كې نه پيدا كېدۀ ، څو چې يو وخت په كاپل مجله كې د قلندر اوميرا كيسه ’’ ګومان كوم د ’’محمدنوري په قلم’’ خپره شوه ، د قلندر څلوريځې مې ډېرې خوښې شوې ، د هغو څلوريځو په پيروۍ به ما هم كله كله ماته كوډه څلوريځه ليكله خوډېره توجه مې د پارسي غزلو ته وه. كال به ممكن ١٣٣٣ ؤ چې پلار مې د باغونو او مځكو د ښه پاللو په نيت چاردرې ته ولېشل ، په چاردره كې مې نو حتى د صحبت هم څوك نه ؤل .
 
 د كندز همځولي او زما د پلار په خبره پوه ياران راڅخه په كندز كې پاته شوي وو. په چاردره كې زموږ كليوال مطلق بېسواده او له پوهې محروم پاته شوي خلك ول ، بلكې اكثر يې په خبرو هم نه پوهېدل ، مجبوريت هم زما سر كتابونو ته ټيټاوۀ ، چې څو غزلې به مې ولوستې ، د لوستو شعرونو له رابخښلي تخيل سره باغونو يا د سپېدارو ځنګلونو ته لاړم ، څه به د هغو لوستلوشويو شعرونو اثر ؤ څه څه د طبيعت لورينه وه هره ورځ به مې څو مسرې سره اوډلې وې . شل – دوه ويشت كاله په چاردره كې پاته شوو ، په دغو كلونو كې به چې كندز تلم يا به كله د كابل سفر راته ميسر شو په كتاب پلورنځيو راوګرځېدم .د خپل ذوق كتابونه به مې اخيستل. اوس مې نو كتابخانه لويه شوې وه ، سل شپږ شله پارسي دېوانونه ، لس –دولس د شاعرانو تذكرې ، د پښتو او دري ادبياتو تاريخونه او نور مې هم موندلي وو ، دغه شان د يغما ، سخن او وحيد ادبي مجلې به هم چې څومره لاس ته راتلې راوړې مې. د شبلي نعماني شعراللعجم مې هم ګوتو ته راغى .له هغه مې ډېره استفاده وكړه ، د شعراللعجم درېيم ټوك مې په خوند لوست.
 
 د چاردرې په لومړۍلسۍ كې مې د پښتو ځينې دېوانونه هم وموندل چې د خوشحال بابا ، پير محمد كاكړ او كاظم خان شيدا شاعري مې ډېره خوښه شوه. څرنګه چې صايب او بېدل هندي سبك ته هڅولى وم او د شيدا شعرونو په دې باوري كړم چې په پښتو كې هم د هندي سبك نازكخيالي او مضمون آفريني كېداى شي ، په پښتو غزل ويلو ته مې مخه كړه.
 
 تعصب مرض دى ، خو د خپلې نيمګړتيا پوره كول د هر چا وظيفه ده ، ما چې د پارسي شاعري په پښتو شاعري بدله كړه ، د تعصب پكې لاس نه ؤ بلكې فكرمې وكړ چې د پارسي په دومره لويه ګنجينه هيڅ هم نه شم اضافه كولاى، پښتو له پامه لوېدلې ژبه ده بايد پښتو ته كار وشي، ګوندي په پښتو كې څه وكړاى شم.
 
 تر اوسه د دري ادب په هنداره كې د پښتو ادب په سمبالښت لګيا يم. زړه مې غواړي چې په پښتو ادب كې هيڅ نيمګړتيا پاته نه شي ، دا چې څومره به موفق شوى يم ، يا به موفق شم؟ خداى ښه پوهېږي ، وروسته به نقادان او ادبپوهان هم ورباندې ګوندې څه ووايي. خو دومره ويلاى شم چې د هيلو او عمل تر منځ ډېر لوى واټن وي.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005