غرمـــزلـی
سپيره ټکنده غرمه ده
لړې لارو کې تاويږي
غرمزلی پرمخ درومي
خپلو موخو ته هسيږي
......
مزلونه يې لنډ کړي
هم په اوړي، هم په ژمي
هم په واورو، هم په دوړو
تور تور غرونه يې ترشا کړي
لا راتلونکي ته هڅيږي
......
هم يې ټپ پر ټټر باندې
هم مډال دی د وياړونو
د اوږده سفر په لړ کې
خاطرې يې دي موندلي
چې ورياده شي خوږلنه
په خيالونو کې نڅيږي
......
ترشا پاته اوږد سفر کې
کړاوونه يې هم ليدلي
چې کوم درد يې ورپه ياد شي
سپيلني په شان نوليږي
......
لايې غاښي دي په مخ کې
لا پيچومي ورته ګوري
لا د لويو غرو په څوکو
له ابهامه ډکې وريځې
هرکلي ته يې تاويږي
......
ددې تورو غرو تر شا به
يوه دښته وي د ګلو
هر غاټول به ورته خاندي
هر ريدی به ور مسيږي
.......
او......
ددې ښکلې دښتې پای کې
يو بورجل به وي د مينې
د اوږده سفر ستړيا به
په يو دم شي ورنه ليرې
غرمزلی په دې هيله
پر خپل هوډ باندې پائيږي
........
خو دا لاره نا اشنا ده
نه هواره، نه بيديا ده
پای يې چاته مالوم نه دی
چې پر کوم ځای به ختميږي؟
........
څه خبر چې دا وروستی غر
د سفر اخر منزل وي؟
د راتلونکي لفظ مانا به
و دا غره ته رسېدل وي؟
غـــــــزل
د مينې و بورجل ته مې جانان کله راځي؟
ريښتوني ژوندانه ته مې ارمان کله راځي؟
تقديره هتکړۍ دې زما د روح لاسونه شنه کړل
له نويو زولــــــــنو سره جيلـــــوان کله راځي؟
په شپو مې له څراغ سره د زړه لاره څارله
چې دې زړې کلا ته به کاروان کله راځي؟
سېليو مې د هيلو ډېوې مړې کړلې بې درېغه
د ژوند سرکشه اور ته مې تــوپان کله راځي؟
د زړه زخم ناسور شو، مسيحا ورلره بويه
پټۍ په لاس طبيب يې د درمان کله راځي؟
ددې بڼ و بهار ته انديښـنې د زړه ماران دي
هرګل يې شبــنم ژاړي چې خزان کله راځي؟
ډېوې په څېر"لامع" يم، هره اوښکه مې هسيږي
لمــــبو ته د ځـوانۍ مې پتــــــــنګان کله راځي؟
اخر کلام
هيښه پاته وه له مينې
په کراره يې راته ووې
چې که موږ سره جلا شوو
ستا اخر کلام به څه وي؟
زه يې لا هيښ کړمه له ځانه
هک حيران ورته ولاړ وم
وې عجيبه مې پوښتنه
خو ځواب ته مې تلوار دی
له خياله رابهر شوم
د هجران غم مې په زړه شو
ورو مې وويل چې اخر به
زه اول کلام تکرار کړم:-
پرما ګرانه يې له هرڅه!
پرما ګرانه يې له هرڅه!
ماڼــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــۍ
د تياره ځنګله په غيږ کې
يوه دنګه شان ماڼۍ ده
نرۍ لاره ده ورغلې
پر هر ور يې لو کړۍ ده
............
پر شاوخوايې دی خپور شوی
تور څادر د بې غږيو
د چا پل يې مخته نشته
نه اثر د رنګينيو
.............
داسې ښکاري چې بې وخته
تړل شوې دا ماڼۍ وي
جوړيدو څخه يې وروسته
اچولې پرې کړۍ وي
.............
هره دنګه مناره يې
په ملا غوڅه ماته شوې
هر يو تاخ يې نړيدلی
د چوڼيو ځاله شوې
.............
د ماڼۍ خاونده ورکه
بس يو تاج يې پروت په پلاز دی
خپله نشته، حکم يې نشته
خو واکمن يې خيالي ناز دی
..............
دې ماڼۍ ته چې راغلې
هره پلا کومه شهۍ ده
هره هيله يې د مينې
په ورونو کې زندۍ ده
..............
دا ماڼۍ نه ده، کلا ده
د لرغونو طلسمونو
جادوګر يې پکې نشته
خو اثر شته د سحرونو
.............
د ازل له ويش راهيسي
دا ماڼۍ ده زما په پيڅکه
خلک وايي چې دا زړه دی
خو وتلی دی له سيکه
د خيالونو تراني
د افغان پرعضمتونو، بيا راګډې زلزلـې دي
د سړبن پرکهول باندې،بيا دظلم انګازې دي
بيا د بيټ نيکه له پښته بهيدلې سرې ولې دي
بياسره کړي خپل لاسونه،له دې وينو زمانې دي
بيا د سپين غره په لمن کې، د پښتون بابا نارې دي
برکت له خدایه غواړي،پراولاديې سترګې سرې دي
دپکهت پراوسني حال،دزردشت ريشي ژړا کړي
بايزيد په خپل مرقد کې، له دې حاله واويلا کړي
اهريمن له ډير خوښيه ،د فلک لاس ته خنداکړي
سرې لمبې دي بلې شوې،دپښتون کورکې نڅاکړي
تيرو شــويو زمانونه، چې ورپاته څه اسـرې دي
ننني پښتون په لاس کې،خپل د کور تورې ايرې دي
پرګونډو يې پکتيسيا کې، سکندر غوندې اتل کړ
د غورمځکو کې يې تورې د عربو مات يرغل کړ
دچنګيزخونړی اس يې،د باميان په غروکې شل کړ
د انګريز ماته يې جوړه، ونړۍ ته سـتر متل کړ
خو چې ګـورم دغه ټولې،ماته اوس څو افسانې دي
د تاريخ پاڼو کې پټــې،د خيـــالونو ترانې دي
نوی ښار_کابل
د نيکونو توره
وطــنه ستا د درنې خاورې هغه شان نه وينم
ستا په زانګو کې د رستم په څير طوفان نه وينم
ته په مشرق کې د مردانو لويه مور وې، مګـر
د کونړ غرونو کې دې اوس سيد افغان نه وينم
چې درته نوی پيغام راوړي، نړۍ وښــوروي
د بلخ په غيږ کې دې پياوړی سپينتمان نه وينم
تا په تاريخ کې خپل ثبت کړيدي اتــل مړونه
خو په دې عصر کې دې زه کوم قهرمان نه وينم
بچيان دې مړه شوه، ځينو خوشې کړله ستا لمنه
اوس يې يووالی په هيڅ ګوټ کې دجهان نه وينم
چې يې اوبه کړي ستا تسل،اوخپلې اوښکې کړي توی
لاندې سيندونه ستا د غـرو، پورته اسمان نه وينم
شته او قدرت ته هوسيږي، خپل غيرت جاروي
ستا د مشـرانو په وجود کې زه ايمان نه وينم
خپل دنيکونو توره لمانځي په کال څوڅو ورځې
خو چې يې پورته کړي دا توره،هغه ځوان نه وينم
(لامع) خبرې زياتې مکړه خپل غزل ختموه!
ستا دقلـم دخولې اثر پردې زمان نه وينم
نوی ښار_کابل
تالاشوې جدايي
زړه راپاڅه چې د عشق ميګساري ده
په دنيا کې يو بل رازي بـې تابي ده
د شـيرين قصرکې بيا نوی اواز دی
په بيستون کې نوې چيغه فرهادي ده
د صنم له سترګو بياناوک وريږي
پرډګـر د مينې بيا صف ارايي ده
بيامې خيال ته دجانان يوسه چې هلته
تالاشـوې د ذهـنونو جـــدايي ده
د بيلتون غمونه پس له دې ته مه کړه
چې د هجـر غم اوس لويه رسوايي ده
د جانان د شونډو رنګ لره په ځان کې
بې له دې رنګه مې سـا کله باقي ده؟
نوم يي ساته پخپل هروار رپـيدو کې
شيرين نوم يې زماوژوندته روښنايي ده
د مخ لمر يې تل په ځان کې لامع ساته!
چې غروب يې ستا دعمر خاموشــي ده
نوی ښار_کابل
د زړه ساز
چې ډولۍ د يار وړل کيږي خبر راغی
په دردمن زړه مې ګوزار دخنجر راغی
ماخو نه وه ازمويلــــې دغه لاره
څو پرهوښ باندې راتلم داکمـر راغی
چې نصيب مې د تورتم ځنګلو په څېرشو
ماله هله دسپـوږمۍ مخ قـــدر راغی
راتر غوږه مې ګوګل نه د زړه ساز شو
چې راويښ شه اې غافله سحر راغی
ما دميـنې ډيوه بله کړه خپل زړه کې
ناببره پرې د مني ګـــذر راغـی
زما له زړه نه د ياقــوتو دانې څاڅي
پرې چې کله ستـا د ميني اثر راغـی
ما د يار لپاره خدای نه قاصد وغوښت
بد خبـر يې د هـــوا په وزر راغی
واړه ښکلي مې نظرنه شوه معدومـه
چې بصر ته مې د ژوند دا سفر راغی
(لامع) ځکه ډير کړيږي خپل غزل کې
چې په مخه يې د ژوند لوی ټکې راغی
نوی ښار-کابل
د زړګي دوا
که خنـــــدا که يې ژړا = که مکــــيز که يې ادا
که خوږې خوږې خــبرې = که دعا که يې ښــــېرا
که غصــه او که يې قهـر = که يې شـور که يې شـڼا
چې پيرزويې وي له زړه نه = که زقـــوم وي که دوا
چې مې سترګې پرې رڼې شي = که يې مخ وي که يې شـا
د هجــران هره لمـحه يې = که سبــا وي که بيــګا
د الــفت په اتــهام يـې = که بخشـش وي که ســزا
دغه واړه مې زړګــي ته = هـم دوا ده هـم شــــفا
خوچې ووايي جانان مـې = په اخلاص او په صــفا:
چې په دې لويه نړۍ کې = يار مې نشـته، بې له تا!
د زړه خواست
لکه پردېس جانان چې وګوري څوک
داسې يې ماخواته راودانګل دې
ځان يې وړو چابک ګامونو باندې
راسره لارې سرکې جوخت جوګه کړ
خو وچې شونډې يې لاهسې،
يوې شکېدلې او سپېرې غوټۍ دګلو په شان
سره ونه خوځېدې!!
..................
نمجنې سترګې يې د تلو په لارې ښخې کړلې
فقط د لاس په خوله يې،
خپل دزړه خواست زما له لاسه وکړ
چې ووړ ورغوی يې څه ډک غوندې شو
بيايې د مينې د وروستۍ شېبې په شاني کرار
زما د لاسونو ګوتې خوشې کړلې
او د زړه خواست يې چې يوه روپۍ وه
په سرو منګولو کې خپل ټينګ ونيوه
نوی ښار_کابل
سپيره شناخته
بيا مې ځان وموند لالهاند دبرخليک په کوڅې
بيا د تاريخ پرڅلور لاري باندې ودرېدم
بيامې دشک څپو دفکر د درياب پرمخې
خپل وزرونه د طوفان په بڼه وغوړول
.............
د پرون اوښکې مې تراوسه پورې سترګې څاري
زه د هغو ترشا راتلونکی مې خړپړ وينمه
دتېرو تورو شپو کيسې مې لاتر اوسه پورې
د غوږ په تشو ګړنګو کې سوې کړيکې وهي
چې يې پګړۍ دابا ښکته کړه پردو مخې ته
چې يې ځوانانو نه زما د وطن بڼ خالي کړ
چې يې کوڅۍ زما د پېغلو پېغلو نجونو ځيني
د بېشرمۍ په چړو پرېکې کړلې
چې يې د دين او د افغان په نامه لوبې وکړې
چې يې وطن راته ددې زمان دوزخ جوړ کړلو،
هغوی مې ټوله خپل وو!!
.................
اوس که د وينو او جګړو ښامار مې کور ته راځي
چې يې د وينو او ورانيو ننواتي کې يې
خپل دايمان او عقيدې پسه حلال کړي راته
زه چې يې غاړې ته نظر کړم نو پوهېږمه چې،
هاغه د عذر پړی
ددې په خوښې يې په غاړه ځوړند شوی نه دی
نويې دمکر او تذوير څخه دا ډکه پلمه
په زړه او خوله باندې منلی نشم
زه دهيواد پرونۍ سرې ورځې مې
په دغو سپينو ، کم شېبو تالندو،
رڼې ليدلی نشم
................
زه دبابا پرسپېرې شناختې مې ګردونه وينم
چې دپردو له قهرجنو ګامو
پرې پرېوتلي او پرېوځي پسې
که يې رڼه کړم نو پړونی د ابۍ به مې بيا
هغه د وينو او جګړو ښامار په سرو ګوتو کې
ټوټې ټوټې په خاورو ولړل شي
.................
بيا مې ځان وموند لالهاند دبرخليک په کوڅې
بيا دتاريخ پرڅلور لاري باندې ودرېدم
بيامې د شک څپې د فکر د درياب پر مخې
خپل وزرونه دطوفان په بڼه وغوړول
احمدشاه بابا مېنه_کابل
16/وږی/1383