Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-24  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د عبدالاحد پېغام شعرونه

دخيال زيروبم

نه پوهيږم چيرته ځمه
اوپه كومه خوا روان يم
يولار وركي مسافريم
اوراخيستې دخپل ځان يم
له قسمته ليلاغوا ړم
زه يوخيال دخپل جنون يم
زه پخپلووينورنګ يم
زه فرهاد دبيستون يم
مروريم له جهانه
ځان ته خاندم ځان ته ژاړم
په سپوږمۍ باندي مين يم
له هلاله رڼاغواړم
زړه مې ستړې له هوسه
دسړې نغمې شهبازيم
اورومه پر سركاڼې
دجنون دښاراوازيم
دنرګس سترګې مي واخلې
دخپل خيال په تماشه كې
دخيام جامونه راكړې
خمارونه مي نشه كې
نړوم دعقل شناختې
هديره يې ورانومه
دناپايه اورلمبوكي
خپلې هيلې سوځومه
زه دهيلوجهان نه يم
زه دخيال دڅڼوګل يم
زما عقل زما دښمن دي
داحساس دلارې مل يم
دسپوږمۍ په رڼاځمه
دجانان دحسن ښارته
دشبنم داوښكوڅاڅكې
بلومه خپلې لارته
زما دخيال په زير وبم كې
دنغمو د اواز شوردي
ژوند مي ټوله مينه مينه
اوپه وينوكي مي اوردي

غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
ماته دپرون اودسبا سندرې مه وايه
زما په زكندن اوپه ژړاسندرې مه وايه
جارترداسي اوښكوشم چي توي شي پرلمبودګل
سترګودشبنم ته درڼا سندري مه وايه
وګوره ښايسته زړه مي چي ژاړي درقيب په وير
زما ددښمن مرګ ته په نڅا سندرې مه وايه
داجنت جنت مستې دا دوږخ دوږخ ګناه
پرې مې ږده زاهده دعقبىٰ سندرې مه وايه
مادې دوفاپه نوم په هرقدم كي زړه كښېښود
نورمې مظلوم زړه ته بې وفا سندرې مه وايه
خاورې مې سجدې كړلې پروت يم دصنم پښوكې
ماته دثواب اودګناه سندرې مه وايه
ستا نشه نشه ځوانې ډوبه په موسكا كې نن
سترګوكې جانانه په خنداسندرې مه وايه
جاردي شم جنونه څومره ښكلى درد،دې راكړ
څيرې ګريوانوته دليلاسندرې مه وايه
كابل
 

اى دحسن ښكلى لمره !
يوه سپېڅلي حسن ته چي زما كعبه اوزما قبله ده

اى دحسن ښكلى لمره !
مايوغړپ ستا دسرورغوښت
تادنوردرياب كې ډوب كړم
ما خو يوڅاڅكى دنورغوښت
ماځواني خاورې كوله
ماسجدې درته كولې
په زارۍ دې پروت وم پښوكې
تورې شپې مې رڼه ولې
ستا تصويرمې زړه كې پروت و
ته مې نورته مې جانان وې
ته معشوق ته مي عاشق وې
ته كعبه ته مې ايمان وې
ته زما رنګينه هيله
ته زما رنګين ارمان وې
ماجوړكړى وې خپل ځان ته
پلوشه مې دايمان وې
ته قبله زما دمينې
ته امام ،ته مې محراب وې
زه يو څانګه دازغو،وم
ته رنګين ښكلى ګلاب وې
زه تاريكه توره شپه وم
ته زما دژوند رڼا وې
زه يو،ورانه هديره وم
ته جلوه بې انتها وې
زه يوستړي شان څپه وم
ته يومست رنګين درياب وې
زه پرهر درنځورخيال وم
ته دمينې يوكتاب وې
زه بې سوزه يوآهنګ وم
ته نغمه دسوزوساز وې
زه له شوره وم لويدلى
ته يوشوردمست شهبازوى
ته پياله د ميو ډكه
يوه مسته شان نشه وې
ته مستي وې لازواله
ډكه ډكه پيمانه وى
زه يومات كچكول دفقر
ته يوڅلى دغرور وې
زه ملنګ وم ستا دمينې
ته دحسن مست سرور،وې
ګرانه!څنګه ويش دې وكړ ؟
زه پاچا ته مې ملنګ شوې
زه معبود ستا دسجدوشوم
ته زما دسينې شرنګ شوې

شنبه دزمري دمياشتي پنځلسمه نيټه .

داوښكواميل
دادكوم شهبازنغمه ده ؟
دادكوم سازسراوتال دي ؟
دانغمه دكوم جنون ده ؟
دادكوم مقام يوخيال دي ؟
دا اوازدكوم راګني دي
داغوغا دكوم اهنګ ده
داچي ډوب يي زما ګريوان كړ
داژړا دكوم پتنګ ده
داپه زير وبم كي چيغي
دادشوره ډك ږغونه
داپه پښوكي پايزيبونه
داپه شرنګ شرنګ قدمونه
دا آوازدكوم رباب دي
دافرياد دكوم ستاردي
دازګيروي دمغني دي
كه خيام دي اوخماردي
دادكومي شپيلي ستوني
ډك له غريواوله ژړادي
داشيون دكوم ځيګردي
كه ماتم دكوم آشنا دي
زه يي پيژنم چي څوك دي
يورنځوردي يوشاعر دي
چي سينه له درده سوځي
دوختونو مسافر دي
جوړوي اميل داوښكو
دخپل شعر دغاړي هارته
ډكوي پيالي دسترګو
دغمونو وخمار ته
كابل

ستړي حباب
سورپه وينورنګ دخپل جانان ترغاړي تاوشوم
زه توپاني بحر دخپل ځان ترغاړي تاوشوم
وركي شولي اوښكي زما له سترګونوري نه راځي
زه ملنګ منصوردخپل ګريوان ترغاړي تاوشوم
لاړ به شمه ،رابه شمه ،ورك به شم ،پناه به شم
نوردخپل ارمان يم دارمان ترغاړي تاوشوم
زما ساړه لاسونه دلمروړانګو ګرم نه كړله
څاڅكي ديوخيال وم داسمان ترغاړي تاوشوم
ماته په خاموشه ژبه څوسندري ووايه
ګل دپسرلي وم دخزان ترغاړي تاوشوم
زه لكه پيغام غريب دژوند دګردابوپه سر
ستړي يوحباب وم دتوپان ترغاړي تاوشوم

غزل
عقل جنون ته زولني غواړي
خمارقسمت مي پيماني غواړي
مرګيه !كوردي نيمه خواګورمه
زړه په لحد كي ميخاني غواړي
شيخه! نغمه دمحشر مه ږغوه
خيالونه مستي تراني غواړي
خيام طواف دميخاني كړي دي
دشمعي لاس كي سري پيالي غواړي
خاونده!ډوب يي كړه په سره درياب كي
رقيب مي مرګ ته بهاني غواړي

بي انجامه ترانه
ته دنور له ښاره راغلي
په رنګينوقدمونو
زما دخيال دڅڼوګل شوي
زه دي رنګ كړم په رنګونو
زما په زړه كي شمعه بله
ستا دحسن درڼا شوه
مرورخيالونه راغله
بيا زما سره پخلا شوه
ستا دنور په پلوشومي
مستي مستي تراني كړي
دجنون ليوني خيال مي
ډكي ډكي پيماني كړي
ستا دنورپه خم كي ډوب شوم
مستانه شوم ستا په نور
سرمي ستا پښوكي خيرات كړ
نورنوڅه لري منصور
اوس دخيال په تماشه كي
ستا دحسن دنيا ګورم
ستا دنورپه پلوشوكي
خپل جنون ته ليلا ګورم
داحساس په شونډوږدمه
دښكلارنګين جامونه
اوبه ومه خپله مينه
چي ټكوريي شي داغونه
چي په هردم اوقدم كي
دخاموشي دنيا تال شم
دمستي دغاړي هارشم
دجنون دنړي خيال شم
چي رسواكړم پټي ميني
چي تازه كړم اميدونه
يوشهبازدمستي واخلم
مستانه كړم خپل سازونه
دسازوپه زيروبم كي
ستا دحسن رڼا راشي
دنغموغاړه كي مسته
دنغمي نفس زما شي
درڼا څپي مي واخلي
ستا دنوريوه نغمه شم
ژوندمي وبخښم وتاته
بي انجامه ترانه شم

دجنون ميراث
كله ډوب شم خپل ګريوان ته ،كله وخيژم اسمان ته
كله څاڅكي ديونورشم ، زړه مي يوسم وجانان ته
كله سازشم ستا دحسن ،كله ګل شم ستا دڅڼو
كله اوښكه دشبنم شم ،كله اورشم وخپل ځان ته
كله ډوب شم په مستي كي ،كله تښتم له جنونه
كله روي دخماروروړم ،ستا د ښار پير مغان ته
كله پريوزم له غروره ، كله غر شم نه نړيږم
كله يووړوكي موج شم ، سينه وركړم وتوپان ته
كله اورشم اوبه كيږم ، كله بحر شم سوځيږم
كله هجرمي ناصورشي ،كله زړه وركړم درمان ته
دادكوم جنون ميراث دي ، دادكوم ليونتوب نښه
كله ګل دپسرلي شم ، كله وخاندم خزان ته

دلمر جنازه
سترګوپه ژړاچي دنظر جنازه واخيسته
اوښكودشبنم هم دسحرجنازه واخيسته
سورسالوپه سر چي دلته راغلي خوبيا رانشي
اوراووينودواړودګودرجنازه واخيسته
شپي لاستړي نه دي ماښامونه موپه مخ كي دي
ستوروپه اوږودمازيګرجنازه واخيسته
دربه شم ،ويده به شمه ستا دسيني خواكي زه
كله چي احساس دمغرورسرجنازه واخيسته
راغي يوپيغام دنورله ښاره ماته يي وويل
ژاړه ليونيه ! موږدلمرجنازه واخيسته

دحسن اعجاز

بيا په شونډودګلاب كي دجنون هوس نڅيږي
بيا دحسن په هرباغ كي دمستي خمار پاڅيږي
بيا په سترګودنرګس كي دپيا لومستي شرنګيږي
بيا دمستوپه خلوت كي رندانه نغمي ږغيږي

را ته وايه پسرليه !دادكوم حسن اعجازدي ؟
چي په غيږدطبيعت كي دجنون ليوني سازدي ؟

ساړه غرونه لمبه كيږي دغاټولوپه څپوكي
وچي دښتي لاهوكيږي دمستي مستونشوكي
يخي واوري ويلي كيږي دوږموپه ترانوكي
ابشارونه لاخروښيږي ددروپه ګريوانوكي

صدقه دي شم جانانه ! دادكومي نغمي شرنګ دي ؟
دسخي حسن خيرات دي كه داستا دجلوي رنګ دي ؟

هغه وخت مي ياددي چي ژوندون نه و،مرګونه وو
زورو،زولني وي ،هتكړي وي، ځنځيرونه وو
سوي سوي چيغي ،جنازي وي ،كفنونه وو
كونډي يتيمان وو،تالاشوي ارمانونه وو

اوس نومستي راوړه ډك جامونه دژوندون غواړو
ننګ غواړو،نښان غواړو دهيلوسباوون غواړو

لوټ دميني باغ و،اووران شوي ګودرونه وو
نه ټولي دپيغلو نه يي مست مست اتڼونه وو
نه نغمي په ژبه نيمه خوايي مجلسونه وو
وراني ميخاني وي اومات سوي يي جامونه وو

راشه ساقي راشه ډكي ډكي پيماني راوړه
جاردي ترلاسوشم په لاسونوكي لمبي راوړه

ښه شوپسرليه چي ته راغلي له پيالوسره
هاردګلولاس كي دګلاب له اميلوسره
اوښكودشبنم اودبلبل له ترانوسره
شوركي دمستيو اودحسن له څپوسره

وشينده رنګونه مست رنګين زموږ ماښام كړه
بيا له توروخاورو،كوڅه جوړه دخيام كړه


خوب كه تعبير؟

زه نغمه دخپـــــل جنون يم
ته يونوريي ته جــــانان يي
زه يوسازدغمجن زړه يم
ته زما دزړه ارمـــــــان يــي

چي پيالې يې دي په لاس كــي
داساقي دی كه هوښياردي ؟
چي يي زه په جنون مــــــــوړكړم
داخيام دي كه خمـــــــــــــاردي ؟

داچي زه يي جـــــــــــــــــــــــــوړولم
داهستۍ ته كه نيــــــــستۍ ته ؟
داچي راغلم ودنــــــــــــــــــــــــــياته
دادردونوكه مـــــــــــــــــستۍ ته ؟

دغه لارله مـــــــــــــــــــــــــــانه وركه
داژوندون له مــــــــــــــــانه پټ دی
توبه ګاره به مــــــــــــــــــــــرګي كړم
داتړون له مـــــــــــــــــــــــــانه پټ دی

په ژړايي رابــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــللم
ټول جهـــــــــــــــــــــــــان په ما خندله
چي ورتلـــــــــــــــــــــــــــلم په خندازه
نوبيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ټولووژړله

داچـــــــــــــــــــــــــــي خاندم په ژړازه
داقسمت دی كه تقــــــــــــــــديردی ؟
داچي مرمه په ژونــــــــــــــــدون كي
داكوم خوب دی كه تعــــــــــبيردی ؟

غزل
كله سورسيلاب په شپه كي سره خالونه راوړي دلته
دګلاب په سرولاســـــــــــــــــــوكي اميلونه راوړي دلته
مرګه ستا په معني پوه شوم،ژونده نوي كيسه راوړه
چي يوشمعه په لمــــــــــــن كي سره اورونه راوړي دلته
دمنصوردداركيسه كه دعيسي دوينورنګ دي
دجنون ليوني خيال به ځنځيرونه راوړي دلـــــــته
دخيام ډوبه قسمته ډكي ډكي پيالي غـــــــــــــواړم
چي دسروګلونوڅانګه سره جامونه راوړي دلته
دنغموپه پسته ژبه ويښــــــــــــــــــــــــــوم ويده راګونه
كه مطرب دسازپه پښوكي پايزيبونه راوړي دلته
دغزل دناوي ټيك ته څوخـــــــــــــــــــــــــــالونه جوړومه
كه پيغام په شنه پياله كي سره شعرونه راوړي دلته

غزل
كاشكي څاڅكي دخمارواي دساقي په پيمانه كي
كاشكي تال ديوه خيال واي دمطرب په تـــــرانه كي
كاشكي اوښكه دشبنم واي دګلاب په سره ګريوان كي
كاشكي اوردپسرلي واي دغاټول په سره پــــــــــياله كي
كاشكي رمزدليونتوب واي دجنون پرلويه دښته
كاشكي چيغه دمنصورواي دخيام په ميخانه كي
كاشكي شپه دقسمت نه واي دنصيب په تورماښام كي
ګل دستوروپه تندي واي دسپوږمي په اشـــــــــــيانه كي
كاشكي يواغازدميني يوانجام دژونـــــــــــــــــدانه واي
ښكلي خوب اورنګين خيال واي دوصال په افسانه كي
كاشكي مينه دليلاواي يا جنون دزلــــــــــــــــــــــيخاواي
كاشكي سترګي ديعقوب واي ديوسف په بيلتانه كي
كاشكي وراني جيلخاني واي ،كاشكي مات واي ځنځيرونه
كاشكي ميني نڅيدلاي دجنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون په زولانه كي

دلاله جنازه
دشبنم په پاكواوښكو
دلاله غسل كومه
دسروګلوپه بستركي
جنازه ورجوړومه

دګلاب دګل دپاسه
سري غونچي پري غوړومه
په سروچيغواوسروساندو
سورغاټول خاوروته وړمه

په مزاريي بلومه
څودشمعوقطارونه
چي پخپلواوښكوپاك كړي
دلاله دزړه داغونه

بيا يي قبرته دريږم
په سجده اوپه ژړازه
بيا تري ځمه په سروسترګو
له خپل دي ګل لاله زه

دوه ژوندونه دي په ژوند كي
يوبي پته اوبي ننګ دي
بل زما ګل لاله دي
چي دزړه په وينورنګ دي

صدقه ترداسي ګل شم
چي دزړه په وينورنګ وي
صدقه ترداسي سر شم
چي دښمن سره په جنګ وي
كويټه ،بلوچستان ۱۹۹۵

دزماني ليوني
ليوني دزماني يم كه منصوريم دخپل وخت زه
چي دحق توره مي كښلي كه يونوريم دخپل وخت زه
دګريوان كچكول مي ډك كړدحسرت په ملغلرو
چي له اوښكو خيرات غواړم خومجبوريم دخپل وخت زه
دزخمي پرهرپه شونډوښكلوم دغم خيالونه
دخپل تن په سروتڼاكوپروت رنځوريم دخپل وخت زه
يوملنګ يم ببرسري ،له دنيا بيزاره سوي
ستا دنورپه ميومست يم چي مغروريم دخپل وخت زه
شيخه ځه الله دي مل شه زه يوغريم نه نړيږم
دپيغام په څير ملنګ يم خوباتوريم دخپل وخت زه

دترانوشيون

دخاموشه سازپه زړه كي
دازګيروي دنغمواوري ؟
په ناپايه سمندركي
سوړفرياددڅپواوري ؟

ستړي كرږي بي اوازه
تښتوي ويده خوبونه
دنظرله سترګوڅاڅي
دماتم دوير بحرونه

دتقدير په توره شپه كي
دقسمت لاسه نه سره دي
دنصيب په هرقدم كي
داميد مړي پراته دي

دپرون رندان دي غلي
څيروي خپل ګريوانونه
دنشوپيالي نسكوره
سوځوي خپل اميدونه

دزخمي غوغاسينه كي
داشيون دترانودي
دخاموش سيلاب په غيږ كي
سرانجام دتوپانودي

دماتم په اوښكولژند
ګريوانونه توپاني شوه
دغمجن خزان له ويري
فريادونه اسماني شوه

دامغروره غرويده دي
دغه دښتي دي خاموشه
دغوټيو خولي تړلي
پسرلي دي فراموشه
دريا لښكري راغلي
زموږ دميني كورتباه شو
دوحشت منګولي سري شوي
هرنفس موبينواشو


غزل
نصيب مي وقسمت ته توري شپي راوړي دي
دلمر سپينولاسوته يي زولني راوړي دي
اغزن خزان خوښه وو،دبهار ترسروګلونو
رقيب دزاغ په ژبه تراني راوړي دي
دشپي ومعركي ته به دژوندپه بيه ځم
ساقي دشمعي لاس كي پيماني راوړي دي
دلمردرڼاڅاڅكي به په اوښكوګډومه
تقديرمي وګريوان ته سري لمبي راوړي دي
اسمانه ! نن دستوروپه محفل كي خاموشي ده
سپوږمي دزړه كفن كي جنازي راوړي دي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005