Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-24  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

دسعيد زابلي شعرونه

 غزل
له چافتواواخلو له چاسره غزاوکو
توره په لاس کې يو حيران څنګه بيناوکو
قاتل چې راشي زموږ په کلي کې وژنه وکړي
زموږ په وس کې نوي څه مړه ته دعاوکو
دقدرت مخکې موله قام سره وي ډېره مينه
چې شو واکمن نو ظلم ښه بې انتها وکو
خلک اخترکې په غويو پسې چړې راکاږي
زموږ په کورکې بل څه نوي نو حلواوکو
سعيده نن ورځو خوګوره پام به دې وي
که يار کنځلې کې راسر موږ به دعاوکو

غزل
انځور به دغمېزې ګوره ياره مخ ته ونيسې
کله که په لاسو کې هنداره مخ ته ونيسې
تاته خوله دواړو جهانونو قدرمنه ده
روپي که وي حلاله که مرداره مخ ته ونيسې
خوب کې خوتل راځې حيران يم چې په ويښه باندې
شنه خوله دلستوڼي زريداره مخ ته ونيسې
ښايي چې داسخت زړګى دې لږ راباندې وسوځي
يو ځلې که زما غزل فګاره مخ ته ونيسې
شيخ سره چې مخ شي که په ميو مستانه يې هم
لو تسپې سعيده ځونډۍ داره مخ ته ونيسې

غزل
کړم اعتراف چې اږ وډېر هم غنمرنګ نه مني
زړه مې داټول ښکلي مني مګر بدرنګ نه مني
داستا شاعرخو دستار په څېر ده ښکلې ياره
څوک يې له نازه وړي په غيږ کې څوک يې ترنګ نه مني
چې زړه ترې يوسي نو به نور غريب ته څه پاته شي
شيخ ملامت نه ده چې ستا دبينګړو شرنګ نه مني
چې په ښايست کې دې دخو لفظ په شونډو راوړي
جانانه ومنه هغه نشه دبنګ نه مني
داکليوال سعيد خوهم يو عجيبه سړى ده
شونډې يې خوښې خو په شونډوباندې رنګ نه مني

غزل
خير په زړګي که هرڅو ستړى يم
وياړم او په مينه کې سرلوړى يم
جام چې دې راوړاندې بياواپس کړلو
شايد ستانظرکې به نيمګړى يم
اې ملکو څه پوښتى له مانه تى
زه هم دوطن دجګړو مړى يم
وه ښکلې په خداى عجيب منترګوره
ستا سترګو له ځانه سره وړى يم
دامې بد بختي ده چې وعده وکړم
هغه شپه سعيده نو خوب وړى يم

علامه رشاد صاحب ته !
په هغه غونډه کې وارول شوچې ددرانه استاد په وياړ داينې دفتر له خوا په کندهار کې جوړه شې وه
اې په پښتني اسمان ځلاند ه لکه لمر ستورې
واڅومره سخي څومره لوى کوې هنر ستورې
لاس دسپينو وړانګوزموږ په سرباندې راتېرکانده
خداى به موکړي ستوري دالماسواوسره زرستورې
ستا په څېر ښايسته ډالۍ جهان ته موورکړې دي
دلته له بولانه له امونه تر خيبرستورې
تاته پښتنې پيغلې دعاکوي سندروکې
واي په ټپو کې خداى دې ساته له خطرستورې
ستاوقدموته سعيد خپل باڼه په لاره ږدي
ګوندي خداى يې کاندي په دې چاره بختورستورې

غزل
دي کي څه تاثير وي خامـــــخا غــــــــزله ليکـــمه
تاسره چي مـــــــــخ شـــمه بلا غـــــــــزله ليکــــــمه
پرون رانه يو ښکلي ديو بيت غوښتـــــــنه وکـــړه
ما وي سباراشه زه ســــبا غــــــــــــــزله ليـــــــکمه
مادي رياضت کاوه دسترګوخوتاشونډې راکړي
مجبو ر يمه ودې ته به جلا غـــــــــــــزله ليـــکمه
منمه موده وړاندي به کمزورى وم غـــــــــزل کي
اوس نو وه ملـــــګرو په رښتيا غـــــــــزله ليکمه
يو سور جام دشونډوواړوم په سر ښه مستانه
شيخه زه چي کلــــــه دښــــــــکلا غـــــــزله ليکمه
(سعيده) له ګودراو لونګين سره مي ميـــــــنه ده
زه چي کليواله دصـــــــــــــحرا غــــــــــزله ليکـــمه

  غزل
کړم اعتراف چي لږو ډير هم غنمرنـــــګ نه مـــــــــــــــني
زړه مي داټول ښکلي مني مګر بدرنــــــــګ نه مـــــــــــني
داستا شاعر خو دستار پـــــــــــــه څيردى ښـــــکلي يــــــاره
څوک يې له نازه وي په غيږکي څوک يې ترنګ نه مني
ستا په ښايست کي چي دخو لفظ په شونـــــــډو راوړي
جــــانــــانـــــــــه ومــــــنه هغــــــــه نشه دبنـــګ نه مــــــــــني
چي زړه تري يوسي نوبه نور غريب ته څه پاتـــــي شــي
شيخ ملامت نه دى چي ستا دسترګو جنګ نه مــــني
داکليـــوال ( سعيد ) خـــو هم يو عجـــيــــبه سـړى دى
شونډي يې خوښي خو په شونډوباندي رنګ نه مني

غزل
چاويل چی دار ګـــران دی
ښکلی انتظارګـــــران دی
ځه وکړم ستـــــــاشونډوته
زړه ساتل قرارګــــــران دی
نور څه به اسانــــــــــه شــــی
زړه ســـاتل ديارګــــران دی
څه پوښتی بارخوشـــونډي
مورګرانه که پلارګــران دی
زه ( سعـــيد)پـــــــــــرتـــاميــن
ستا تــــرمخ اقــرار ګران دی

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005