Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-24  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د محبوب الله محبوب شعرونه

غزل
ستا له رنګين غوندې اندازه درته څه ووايم ؟
زه دې حيران کړم،چې نازه درته څه ووايم ؟
ستاپه خيالوکې تر زرينوستوروپورته ولاړشم
د ا لو تکو له پر و ا ز ه درته څه ووايم ؟
زاهده ستا په دې خبرو باور کله راځي؛
له حقيقت اوله مجازه درته څه ووايم ؟
ما دخپل روح لوړو ژورو کې سفر کړیدی
له سفرونو د حېجازه درته څه ووايم ؟
څوبه زما سترګو ته خاورې راشيندې دنفرت
اخربه ستړی شې غمازه درته څه ووايم؟
لکه شهباز مې زړه راوځي له هرترنګه سره
له دغه سوز،له دغه سازه درته څه ووايم؟
څنګه دې وسپړم اوڅنګه دې څرګند کړمه زه ؟
زما دپټې مينې رازه درته څه ووايم ؟
ساده پېغلوټې غولوې په زرزري رختونو
دزمانې مکار بزازه ،درته څه ووايم ؟
ترڅو به ته د يرغلګر په اشارو الوزې
زما ددنګو غرونو بازه درته څه ووايم؟
دغزل پېغلې په هر ځای پر زړونو کوډې کوې؛
ستا له باګرام اوله شېرازه درته څه ووايم ؟
اسلام اباد

غزل
هوښياربه لېوني کاندي داستا لېونۍسترګې
لږ پټې ساته ياره؛ له دنيا لېونۍ سترګې
زه هم ځان ته حيران يمه چې څنګه لېونی يم
ضرور به راپسې وي د يو چا لېونۍ سترګې
پام کوه منګولې د نظر دې و ر نژدې نکړې ؛
تل ډکې وي دمينې له برېښنا لېونۍ سترګې
بې رنګې زمانې ته هم په ښکلې نظر ګوري
داځکه چې مړې وي په ښکلا لېونۍ سترګې
دنيا دې لېونۍ کړله دا څه کوې محبو به ؟
يه هسې نه چې څوک دې کړي تالالېونی سترګې

غزل
ژوند مې دغربت لنډه کيسه ده،نور به څه وايم
ډېره ېې کمزورې تلوسه ده ،نور به څه وايم
ځان مې دی خوارکړی،خوخپل فکرمې پاللی دی
دا مې تراژيدي، داحماسه ده ، نور به څه وايم
شونډې دې سرې کړيدي،دپيغلې زمانې په څېر
بيا دې پټه کړې دنداسه ده ، نور به څه وايم
تور شيتانه ،څو به ناپو هان پرکږه لار بيا يي ؟
ماته دې څرګنده د سيسه ده ، نور به څه وايم
ای دمرګي پېغلې،پښتنه شوې مخ دې پټ کړ بيا
پور مې هم پر تا يوه بوسه ده ، نور به څه وايم
ژوند ته به دمينې او د ژوند په سترګو ګورم نور
دا مې د ژوند نوې پرو سه ده ، نوربه څه وايم
خو د به هر مهال پر نوې لاره پر مختګ کوم
لاس کې مې دځوان همت پيسه ده،نوربه څه وايم
جوړه به ماڼۍ کړم، له هېندارو نه په کلي کې
لوستې مې په مينه هندسه ده، نور به څه وايم
خان سره زه خان او له غريب سره غريب يمه
ما ته مې دتور کبر کاسه ده ، نور به څه وايم
دومره ېې زه خوږ کړم ،چې ترخو باندې پوهېږم نه
عشق راته راکړې پتاسه ده، نور به څه وايم
هسې نه ، محبوب رانه خپه په څه خبر نه وي
زړه کې مې همدغه وسوسه ده،نوربه څه وايم

غربت
که يو کډوال په بل هېواد هرڅومره خوښي ،هستي او خپلواکي ترلااسه کړي،بيا هم دخپل هېواد دهغو يو له سله ځای نه شي نيولای او بيا هم غريب دی٠
نن هم دکډوالو نړيوال ورځ لمانځل کېږي ،زه هم يو افغان کډوال يم٠
دهمدې ورځې په مناسبت مې يو څو بيتونه زړه ته راغلل ،په ډېره مينه ېې دټولې نړۍ او په ځانګړې توګه افغان کډوالو ته وړاندې کوم ٠
په درنښت: محبوب الله ''محبوب'' اسلام اباد

تر، ترخو زهرو وي ترخه ،هره شېبه دغربت
دځنکدن په څېر تېرېږي، هره شپه دغربت
خوښي لاڅه،چې دخوښيو ارمان هم نه لري
پرکوم زړګي باندې چې بله وي ،لمبه دغربت
نه زوروره تلوسه لري ، نه خوند د مينې
څوک به ترپايه پورې ولولي ،کيسه دغربت
د زمانې بادونه هم ور سره رخه لري
په هر مهال ورڅيروي ،زړه خېمه دغربت
په وچه دښته کې به زړه اوبه له څه وځبېښي؟
دوچې شونډې په څېر وچه وي لېمه دغربت
دلته خو هرانسان کډوال ديوڅو شپو ښکارېږي
دغه نړۍ برښي وړه غوندې کپه دغربت
زړګی مې ويلې شو دبلې ډيوګۍ په شانې
محبوبه ؛بس کړه نوره مه وايه نغمه دغربت

غزل
هغه رنځورې ، هغه مړاوې سترګې
يوځلې بيا دې کړه راتاوې سترګې
دښکلاخدای په کې له وراېه ښکاري
نن خوريښتيا پنځۍښکلاوې سترګې
ژوند ته دې وګوره په نوي نظر
په ناز راپرانيزه داناوې سترګې
لږ پرې راخور که دحيا پړونی
په چابه وکوي بلا وې سترګې
ماته به مينه اووفا رازده کړي
دډېرو خلکو بې وفاوې سترګې
خېردی ګيلې،مانې ېې ومنه زړه
جرګه راغلي دعشق پلاوې سترګې
لا ېې رنځور کړمه او روغ ېې نکړم
محبوبه؛ ستا خو مسيحاوې سترګې

غزل
پوهه اوفکر شته خو زړونو کې احساس نشته دی
زما دې تن کې د مانا رنګين لبا س نشته دی
څنګه به اوس د تودې مينې هنګامه خوره شي
دښکلو سترګو کې دمينې کوز او پاس نشته دی
يا خو ستا زړه تر کاڼي کلک دی عاطفه نه لري
يا خو زما په رڼو اوښکو کې الما س نشته دی
مزدور دزړه وينه خوله کړي بيا ېې بېرته وڅښې
دخان په خوله کې درواغژن غوندې شاباس نشته دی
غليم به خود زما دوياړ څلي په نړوي
توره مې شته خو هغه زوراو هغه لاس نشته دی
ځکه دوخت ترخه شراب په خپله لپه څښمه
دې ميکده کې پيمانه نشته، ګيلاس نشته دی
ژوند تېرو مه ، خو دژوند په ما نا نه پوهېږم؟
هرکار کوم ،خو په يو کار کې مې اساس نشته دی

 غزل
ستا د مغرورو سترګو ست غواړمه
له تا نه دومره محبت غو اړمه
ما پر همدې دنيا د و ز خ ليدلی
زه پر همدې دنيا جنت غو ا ړمه
دا ظالمان چې مختورن شي په کې
له وخته نه مخکې قيامت غوا ړمه
چې زړه قاضي عقل وکيل وي په کې
مين ته داسې عدالت غو اړمه
رټې مې څله ،څه سوالګر خونه يم؟
زه خو هر څه په خپل همت غواړمه
مرګه په غېږ کې به دې نيسم ضرور
بس ،ديو څو ورځ مهلت غوا ړمه
زه د تکرار په ژبه نه پو هېږ م
زه روا يت نه ، بغا وت غوا ړمه

 غزل
ته خو پر شا روان مخته، در ته څه و وا يم ؟
کيسه اسانه ده که سخته ،درته څه ووايم ؟
هرې خبرې اوپوښتنې ته ځواب جوړ کړ ما
ارمان چې ته راغلې ناوخته،درته څه ووايم ؟
دمينې زور و،له يوه سره هم لاړ نه شومه
له خپله عقله او له بخته، درته څه ووا يم ؟
يوه رنګينه دنياګۍ مې ده په زړه کې جوړه
ددې دنيا له تاج و تخته ،درته څه ووا يم ؟
بس يوڅړيکه وه،يو دردو ،ګړيدم چې درته
اوس خو هرڅه شولو کرخته،درته څه ووايم؟
اوس خو زلمی،يمه مورجانې،شونډې تورې زما
تر څو به ما وهې په لخته ،درته څه ووايم؟

غزل
عشق که هر څو له منځه وړي ، ياغي غرور دښکلا
خو يو په سله زيا توي خوند او سرور د ښکلا
دبد رنګۍ جادو پرې هېڅ اغېز کولی نه شي
که د چا زړه کې وي سپېڅلی غوندې نور د ښکلا
د قدرت هره کرشمه به ورته ښکلې برېښي
که را ژوندی شي دچا زهن کې شعور د ښکلا
د ښکلا راز به دلته څنګه څوک په جار و وا ېي
دلته مدام په دار ختلی دی منصور د ښکلا
وخت به شي تېر او د بدرنګو پا چا هي به ړنګه
يوه ورځ به دنګه پا چاهي راځي ضرور د ښکلا
د ښکلا خدای به پرې سپېڅلی شبنم و وروي
مدام به نه وي نرګسي زړګي رنځور د ښکلا
چې مې د زړه ريښتو نې مينه ابدي غوندې شي
د روح پر پاڼه ، پاڼه ليکمه ز بو ر د ښکلا
نور به د خپل محبوب دسترګو رياضت کومه
ماته ېې سترګو کې نن و برېښېده طور د ښکلا

خوب
خيال مې لکه خيال دپسر لي دی مستانه
لاس کې مې نيولې دخپل فکر پيمانه
غېږ کې مې پرته ده يوه پېغله زما نه
وايم ورته زه دخپلې مينې افسا نه
خوب وينم عالمه ؛که ېې څوک راکړي مانه
شاو خواته و ينمه د شنو ونو ځنګل
خوږ دی دبلبلې په نغمو زړګی د ګل
غر بريښي د تاند و أيېنو رنګين محل
پېغلې وږمې ناڅي له بادونو سره مل
غېږه دفطرت ده د رنګو نو خزا نه
خوب وينم عالمه ؛ که ېې څوک راکړي مانه
لمر د وړاڼګو مزي غزولي په هر لور
هر څوک ترېنه اخلي دتودې مينې انځور
نشته دی توپيرپکې، که سپين وي اوکه تور
ځمکه لکه ناوې، زرين شال ېې پر سر خور
جو ړ ه ده دنيا دعشق لپاره جا نا نه
خوب وينم عالمه؛که ېې څوک راکړي مانه
ښکلې دنيا جوړه،ښکلی دور د ښادۍدی
وتی دښکاري له پنجرې باز د أزادۍ دی
هرسړی دخپل منزل پر لوري په تادۍ دی
اخستی ېې پوهې نه الهام د ابا دۍ دی
باسي په کو ښښ له سمندره دردا نه
خوب وينم عالمه ؛که ېې څوک راکړي مانه
هرانسان پوهيږي په مانا دخپل ژوندون
مينه ابدي ده پکې نشته دی بېلتون
څومره خوند وره ده نغمه د پيو ستون
روح ته ورکوي ،يولاهوتي غوندې سکون
سترګو کې دهرانسان سرور دی شاهانه
خوب وينم عالمه؛ که ېې څوک راکړي مانه
مات دي طلسمونه دظالم او د شيطان
زړونو کې سپېڅلې ډيوې بلې د ايمان
هرانسان په مينه باندې مست دخپل ارمان
فکر دانسان لوی دی تردې واړه جهان
جوړه د پوهانو کهکشان کې اشيانه
خوب وينم عالمه؛ که ېې څوک راکړي مانه
درومي انسانان دخدای حضورته لاس په لاس
سترګو کې ځليږي درڼو اوښکو الما س
اغوستی ېې دسولې جنتي غوندې لباس
هره پرښته واېې پر دوی باندې شاباس
ټول واېې په ګډه ديو و ا لي ترا نه
خوب وينم عالمه؛ که ېې څوک راکړي مانه

دپسرليو تصوره راشه
يه لمر پر سته ، ز ړ و ره را شه ؛
زما سر مسته ، ز و رو ره را شه ؛
خمارخمارسترګې دې تورې کړه بيا
دعشق په ميو ېې مخمورې کړه بيا
دوخت پرپېغلې لمبې پورې کړه بيا
تر ستر ګو رو ، ستر ګو ر ه راشه ؛
زما سر مسته ، ز و ر و ره راشه؛
رباب په غاړه د چند ڼ و ا چو ه
لاس کې ګلو نه ګلبڼ و ا چو ه
د زړه محل کې مې اتڼ و ا چو ه
و ه سر ببره ، څڼو ر ه راشه ؛
زما سر مسته، ز و ر وره راشه ؛
جوړه دښکلي ژوند کوډ له کړه بيا
د عشق زيارت کې ډيوه بله کړه بيا
پخوانۍ مينه دې ر اخپله کړه بيا
مسته ملنګه ، مينجو ر ه ر ا شه ؛
زما سر مسته ، ز و رو ره راشه ؛
پر دې ساده ژوندون دې ناز وکوه
ديوه ا تل غو ندې اندا ز و کوه
لکه شاهين پورته پر و از و کو ه
له ستړي ژو نده مر و ر ه راشه ؛
زما سر مسته ، ز و ر وره ر ا شه ؛
بيا دې ز ر ينې تر انې و وا يه
دژوند او مينې ا فسانې و وايه
په کې هر راز د زمانې و و ايه
د فطر تو نو هنر و ر ه راشه ؛
زما سر مسته ، ز و ر و ره راشه ؛
دلوی څښتن له لوی درباره راشه
د رڼو ستورو له مد اره راشه
د نوي ژوند پر نوې ﻻ ره راشه
د پسر ليو تصو ره ر ا شه ؛
زما سر مسته ، زو رو ره راشه ؛

زړګی
فقير دی خو عشق په ښار کې کور غواړي زړګی
له ښکلې زمانې دحسن پور غواړي زړګی
منصو ر د ر ڼا ګانو ، له انجا مه نه و ير يږ ي
پتنګ غوندې د بلو ډيوو اور غواړي زړګی
وئ، ژوند خو بس په مينه ماتېده او رغېده دي
په لېچو کې دشنو بنګړ يو شور غواړي زړګی
له عقله مرور وي شامدام په نه خبره
ماشوم شي ،کله سپين او کله تورغواړي زړګی
جوهر دسپېڅلتيا غواړي هېنداره دزړګي
په هر زړه کې يو روڼ غوندې انځور غواړي زړګی
احساس او عاطفه دارمانجنو زوړونو کار دی
دمينې شال پر ټوله نړۍ خور غواړي زړګې
نغمې غواړي،وږمې غواړي،مين پر پسرليو
وطن دښکلا ګانو تل سمسورغواړي زړګی
سر مسته قلندر دی ددنيا فکر کې نه دی
ديدن د خپل محبوب مدام په زور غواړي زړګی

غزل
ځي تښتي يو له بله ټول وګړي په دې ښارکې
دهر چا ار ما نونه دي نيمګړي په دې ښارکې
دا ستا خونخوارې سترګې چې ترڅوپورې غړيږي
نو کيږي به همداسې دلته مړي په دې ښارکې
راشنه به شي،رالوی به شي،وږمې به بې خورې شي
ما وکرل د تاندې مينې ز ړي په دې ښار کې
که خان دی که ملادی، که رهبر دی که واکمن دی
هر يو په زړه داغونه دي راکړي په دې ښارکې
که څو ېې هېرومه،نه هېريږي څه پرې وکړم ؟
دژوند زرينې پاڼې مې باد وړي په دې ښارکې
خدای خبر پوهان اوهوښياران کومه خوا تللې
يوڅو ليوني ګرځي ستړي،ستړي په دې ښارکې
پخوا به شنو ګېډيو او لونګو ته پکار وو
اوس اخلي خلک دار لپاره پړي په دې ښارکې
پکار ده نوره تيښته له دې ښاره ای محبوبه !
خرڅېږي د انسان دبدن غړي په دې ښارکې

 غزل
څه به درته وايمه چې څه کيږي ؟
ښه کيږي،که بدکيږي که ښه کيږي
ما چې څه غوښتل هغسې ونشول
زه چې څه نه غواړمه ، هغه کيږي
ما خو درته ډېر مخکې و يلي ول
داد عشق کارونه له ما نه کيږ ي
عقل مې بوډا شو، زړه مې ځوان دی لا
څه وکړمه هر کار ته مې زړه کيږي
کله پيوستون کله بېلتون غواړم
کله مې ګرمي کله ساړه کيږي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005