اميد
زه مي د ميني
د اميد
او په اخلاص يو لګولې شمعه
په ها خاورينه کوچنۍ پياله کي
د ګنګاه رود
پر هغه لويه
او خاموشه څنډه
اوبو کي ږدم
په خپل لاسو ورته څپې جوړوم
د رود په غېږه يې کرار ورکوم
وايم چي ګوندي
زما د ميني
د اميد
دغه کوچنوټې شمعه
د رود په توره او وحشي غېږه کي
د ابدي تورتم تياره مخلوق ته
رڼا ور ورسوي
او زموږ د وچو و لندو خالق بيا
زموږ و تياره ښار ته
رڼا ورکړي
څراغ راولګوي
ما خپل کړي
غزل
شهباز رنګه نغمه کي پر هـــر تار سره روان يو
په اوښکو کي تصويره پــر انګار سره روان يو
شبنمه ته نسيم او زه نصيب له ښکلو بېل کړو
وصال يــــــوه لحظه وه نور پر خار سره روان يو
پرون چي مو خاني وه د عالم پر سر مو ځای و
نن خوار يو چي له کلي يو دستار سره روان يو
ړنده دنيـــا ده وينې نــــــه مو ويني په رڼا کي
موږ څاڅکي د رحمت يو له غبار سره روان يو
وعــــده راکه سعيــده چي تر پايه به مي مل يې
کوڅو کي د لوټمارو د سپين هار سره روان يو
غزل
راځــــــه اغــــــــــزي سو له رقيبه خپله لاره ساتو
دا مسافره د وصال شپه له سهــــــاره ســـــــــــاتو
دلته ټول خلک مطلبي دي لېوني غــــوندي دي
ريښتنۍ مينه به د کلي له دې ښـــــاره ســـــــــاتو
نه چي ريښتياهم دېوالونه اورېــدلای سي اوس
د زړه کيسه به د غليم له پټ ريبــــاره ســـــــــــاتو
زه يې ماڼو يم تې ساحل زمــــــوږ دخوبو د بېړۍ
ځه چي له اوښکو په موجـــــــوکې له ګزاره ساتو
نن څوارلسمه ده چي مــــوږ بې اوره شپې تېروو
ستا په شان ښکلي په اسمـان کي له غباره ساتو
نن کې تور مخي د سپين مخو په شان ولمانځله
مـــوږ يې سبـــا تـــــه د اصلي شکل هنداره ساتو
مــــوږ پـــــــه سرونو قسم کړی چوپېدلای نه سو
منصــــوري چيغــــــه به سعيده آن تر داره ساتو
غزل
زمـــوږ د تياره ښار د لښکر عجب بدرنګ سالار سو
د خپــــــلو وينې يې چښــلې خـــــو د ننــګ ســالار سو
چي پـــه خپل غېــــــږ کي يې ســــاتلئ او روزلئ و تل
د هغـــــــــه کلي پــــر ضد ولاړئ د اورنګ ســـالار سو
خـــــــــدای خبر دا بېــــړۍ به څـنګه تـــــر منـــــزله رسي
په دې اسمان غوندي درياب کي مو نهنګ سالارسو
ته په لمــــــــونځونو ، طوافــــــونو دې مقـــــام ته رسې
ذاهـــــــده زمــــوږ پر دغه لار د رباب ترنګ سالار سو
سعيــــــــده دلته حـــــــــق ويلو ته ســــــوځل ســـــــزا ده
ځـــــــکه و دې نمـــــرودي ښار ته مو پتنګ سالار سو
غزل
چي ورته څــــــو ځله مي خولې څخه ښرا ووته
خدای سته هغــو ته مي له زړه څخه دعا ووته
د څـــــــو تـــــاريکو واعظــــانو د ګفتار اثر وو
چي مـــــــو لـــه ذهـــــن او له زړه څخه رڼا ووته
دې ډبـــــرين ښـــــــــار کي وګړي مينه نه پېژني
ځکه له سترګو مي پسته اوښکه په غلا ووته
چي ته دلې وې زمــوږ قلا به هم روښانه وه تل
چي ته رهي ســــوې زموږ له کوره هم رڼا ووته
دې ربـــاطونو کي سعيــــــده آدم خور اوسېږي
دغــه مظلــــومه قـــــافله ولي تنهـــــــــــا ووته ؟
غزل
نــه خو حساب لرو د ستورو نه ســـــالار ســــــره ځو
هسي کاږه واږه رهـي يــو لــــه ښــــــامـــــار سره ځـــو
چي د پېــــــــړيو قـــــــاتلان قــــــهرمــانان سي دلته
ځــــــکه خـــو مــــوږ وطن پرسته لاس کي دارسره ځو
وخت چي د وېش سي هريو ځان ته غټه بـرخه واخلي
مـوږ يا صــــــابره يواو يــــا هم له انــکار ســــره ځـــــو
چي د تيـــــارو و روڼېـــــــدو ته يې ځـــــانونه سوځل
هـــــــا شمعو نه ويل چي مـــــــوږ به له سهار ســره ځو
تـــــــا چي به تل باله د خپـــــلو سجـــــــدو لور سعيده
لـــــــه هغه کلي نن ترټلي له پــــــرهــــــار ســـــــــــره ځو
(موږ ته يې شا کړه )
په شرانګا کي د سرو تورو
په ميــــــدان کي بېله زغرو
اطـــاعـــت مــــــــو د حاکم و
چي تر مرګه بــــــــه ور ځغلو
نه به درد د چـــــــا مانع وي
نه به وېـــــــره له وهـــــــــــــلو
پر سرونو مـــو اور بل کـــــړ
د منــــــزل پــــــــر لوري تللو
چي قـــطره قــــــطره د ويــنو
هر قدم قــــدم رڼــــــا کـــــړل
چي ځوانــــۍ مو د خيالونو
په قبـــــرو باندي سودا کړل
قـــــربانۍ چــــــــي د سرونو
ربــــــاتــــونـــه کـــــربلا کړل
چي پر عزمو زخــــمي مـــټو
د غليم لښکر خنسا کـــــــړل
چي شيشنی مو د اســــــونو
د کلا بـــــرجــــــــونه وا کړل
او تاجــــــونـــه د ملــــــکونو
مـــــو ســـــــرونو ته روا کړل
د لښـــــکر سپــــــه سالار مو
په ميـــــــدان کي قهقها کړل
زمــــــوږ د وينو و ميدان تې
تر ابده خپـــــــله شـــــا کــــړل
تېر داستان هېر قاتلان
د ژمي شپې وې
همدا وحشي کنډوالې
او دغه خړي کوڅې
توري تيارې وې
چپه چپتيا وه
لږ د سپوږمۍ روڼا وه
لېري د سپو غپا وه
له ښار وتلي
دغه وران کلي کي
شپه د يلدا وه
خو ناببره
د لوټمارو ټولۍ
د څو وحشي آدم خورانو غدۍ
د پاکو پېغلو هغه سوو زارۍ
په دغه مړو کوڅو کي
زکندني روح پوه کړ
له وچو درختو مرغان والوتله
سپوږمۍ نور مخ پټاوه
هلته د کلي په وحشي بانډو کي
هم عزرائل او هم ابليس ولاړ و
او د اعمال فرشتې
پر پاکو پېغلو
او ناپاکو
داستانونه وکښل
او د ښايست
لوټ تصويرونه يې کښل
خو د سبا کاتبان
ها د پرون قاتلان
د تورو شپو محافظين و بلل
او پر نامه باندې يې
د کلي سر کي
د جواهرو
منارونه جوړ کړل