Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د غفورليوال شعرونه

تصويرونه

كه
هندارو تصويرونه ساتلاى
موږ به خپل اووم نيكه هم لېدلاى واى
او اوس به ټول پوهېدو
چې د دارا او سكندر آيىنې څه ډول وې
اود جمشيدپه جام كې څه ښكارېدل
يوازې
كه هندارو تصويرونه ساتلاى
نوربه بې روحه تاريخ
داسې بې ژبې او مړژواندى نه واى
موږ به آدم ته دحوا لومړۍ موسكا پېژنده
او په بېړۍ كې به له نوح سره يو ځاى ګرځېدو
ما به آتن كې له سوكرات څخه پوښتلي واى چې
تر تا دوه نيم زره كلونه وروسته
ولې لا هم په - عدالت - پسې دا ورك بشر همداسې ورك دى
او له موسى څخه به مې غوښتي واى چې
ما هم له ځانه سره طور ته بوځي
بس كه يوازې تصويرونه په هندارو كې خوندي پاتې واى
موږ به ليلا ته واى كتلي د مجنون په سترګو
او په كعبه كې به مو
داسماعيل دقربانۍ نښې له ورايه ليدې
زه به ورتلم اكاډيموس ته چې په خپله ژبه
له اپلاتون سره خبرې وكړم
زماله هغه سره حساب پاتې دى :
ستا - ايتوپيا- چېرې ده ؟
او انسانان به وژل كيږي لا تر كله دهغې په نامه ؟
ستا دخيالي ډيموكراسي ريښتيا ده چېرې پټه ؟
موږ خو يې اوس هم د دروغو د لمبو تر شا تور سيوري وينو
له ارستو سره مې نه ده جوړه
ځكه چې لا هم داخلا قو او ايمان په توپير نه پوهيږي
خو
كه
هندارو تصويرونه ساتلاى
ما به له خپل نيكه نه غوښتي وو چې
زما مغرور پلار ته وصيت وليكي :
چې خپل شاعر زوى دژوندون په لومړۍ ورځ ووژني
بودا لا اوس هم ما په خوب كې ويني
هو زه پوهېږم چې له ما خپه دى
ځكه زه ژوند ته دهغه په سترګو نه ګورمه
ژوند كله ښكلى شي زما دمعشوقې دښكلو سترګو په څېر
خو بيا هم ما ته هېڅ ارزښت نه لري
بودا ويريږي چې خوبونه يې زماله وينو رنګ وانه خلي
بودا به نه ويريداى
اوزه به هم ژوندى واى
خو كه هندارو كې تصوير پاتې واى
راشه چې زه درته يو راز ووايم
له سلو زرو كلو ډېر تېريږي
هېڅ څوك پرې نه پوهيږي
چې له هندارو څخه ولې تصويرونه تښتي
ما ته مې اووم نيكه كيسه وكړله :
چې په هنداره كې شيطان وكتل
او بس همدغه شرمېدلي دهندارې حافظه ماته كړه
كه درته ووايم خندابه درشي
كه تصويرونه په هندارو كې خوندي پاتې واى
موږ به ځانونه د بيزو له نسله نه ګڼلاى .
يادونه :
په دى شعر كې څو ځايه وزن توپير لري،خو دا دمانيزو برخو دبيلولو لپاره ديوه نوي ميتود كا رونه ده، نه وزني تېروتنه .

ياهو
بېګاه دلته راغلې وه ډيـــــــــــــــــــــــــوې سره نجلۍ
اسمان نه پريوتلې وه ډيـــــــــــــــــــــــــوې سره نجلۍ
دسپين كميس ګلان يې دمظلومووينو څاڅكي
ملنګه وه ،سپېڅــــــــــــــــــلې وه ډيوې سره نجلۍ
په كلي كې نن بادداسرافيل شپېـــــــــــــــلۍوهله
بېګاه كوم چا ويشتلې وه ډيوې ســـــــــره نجلۍ
يو روڼ ستورى راپريوت خلكو وليده له ورايه
همدغلتـــــــــــــــــــه لويدلې وه ډيوې سره نـــــجلۍ
دكلي ملا يا نو تر سبـــــــــــــــــــــــــــــــــا هو الا هو كړ
دقدر شپه بللې وه ډيوې سره نجــــــــــــــــــــــــــــــلۍ
تمـــــــــــــامه شپه مې بل و دزړګي كور كې څراغ
ما هم چېرې لېدلې وه ډيوې سره نجــــــــــــــــــــــلۍ
يو څــــــــــــو لېوني ولاړو چې دزړونو نذر وركړو
ارمان چې نو ره تللـــــــــــــــــــې وه ډيوې سره نجلۍ
۴ مې ۲۰۰۴ ارېزونا- متحده ايالات

غزل
توبه مې كړې وه چې ماته شوه، تو به مې وكړه
شيخ وساقي سره همدومره ګوزاره مې وكړه
ته به مې خوب غوندې په يادكې ساتې ښكلې ياره
يو مساپر وم، دلته راغلم يوه شپه مې وكړه
افغانستان غوندې زخمي زړګى مې راوړدرته
جانانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وكړه
دې ته دې ته هم لويه ګناه وويل زما قاتله !
چې ځنكدن كې دوطن خوا ته سجده مې وكړه
زه ستړى نه وم خو پښتومې مخ ته ودريده
توره مې ماته كړه، دښمن سره جرګه مې وكړه
واشنګټن ډي ـ سي _ ليندۍ ٢٥_١٣٨٣

خپل استادارواښاد علامه رشاد ته !
علامه رشــــــــــــــاد ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو!
خپل استاد ته !

او ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
ها مازيګربه مې هميش په زړه وي
چې پر سبا يې زما سفر پيلېده
زه ستا دكور په لويه خونه كې ناست
او ستا دتود غږ له وږمو سره جنت ته تلمه
تاراته وويل چې :
...پام چې وطن هېر نه كړې
مګر استاده ! ته چې ولاړې
دا وطن او موږه چاته پريږدې؟
مګر داژوبله او يتيمه پښتو چا ته پريږدې؟
يوه ورځ تا را ته ويلي ووچې :
( فخر شاگردهنرمندبه استاد رسد.)
مګر استاده ! اوس حيران يم چې زموږ فخر به چاته رسي؟
موږه بې فخره شو
بې سره شو
بې لمره شو
بس ته چې ولاړې
اې د پښتون مذهب رهبره وايه
زموږ دپوهې پيغمبره وايه
كه ستا دتللو نيت و
ولې دې موږ ته دومره مينه راكړه
موږ خو ويده وو دابد په شپو كې
ولې دې مړو رګو كې وينه راكړه
دا ويښ زلميان به اوس په كوم لوري ځي ؟
ته خو يې مشر د دستار سړى وې
دا افغانان به اوس په كوم لوري ځي ؟
استاده ! اوس به دا نيمګړې نسخې چا ته لولم
دا- دخوشال فرهنګ - به څوك وليكي
دا د - اټك - لانجه به څوك وڅيړي
دستر پښتون نيكه به څوك پېژني
زما دتاريخ دهسك له لمرسره خو ته اشنا وې
خو
ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
نه !
زه دا منلى نه شم
لا ډېر څه پاتې دي چې ته يې وكړې
يوازې ته
يوازې ته
يوازې ...

واشنګتن دي سي
ددسمبر اوله 2004

مكتبۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده مې پخه كړې
ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد دڅرخي پير يم
رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم
كوډې باسم
بند بختونه خلا صومه
دمينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دسمال راته خامك كړي
څوك راجوړه كړي خولۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل كوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډيره نه كړم
خدايزده ولې
دكوز كلي په زلميو باندې ګران يم
ما ته راز ددوى مالوم دى
يو دخان په لور مين دى
بل لېدلې
دملا صايب لمسۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
دشنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز كړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه مميز كړم
دبرات دمياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پيغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راكړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
سبيل مړى ولور كم كړي
خوږ جانان مې مساپر دى
په دوبۍ كې مزدوري كړي
***
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپيلۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډيرې شپې سره يو ځاى يو
ظالم ښه مست ربابي دى
دځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله كړو دوهۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى چې نن راغى
په خندا يې راته وويل :
صايب زاده كيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې دخان يووړل
كور يې ډك له مېلمنو و
څوك له ښاره وو راغلي
په انګړيې شور ماشور وو
يوه ښكلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپيرۍ
كليوالو غوندې نه وه
ښكاريدله مكتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل :
صايب زاده يار ته دې وايه
پير خانې ته دې سلام دى
يو تا ويز خو راته وكړه
چې جانان ته شم منظوره
شكرانه به پوره دركړم
خداى دې مكړه ادې بوره
مكتبۍ راته داوويل
بيا يې راكړدا كاغذ
ژرنده ګړي توبې وكړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مكتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په كاغذ كې وو ليكلي :
په سندرو يم مينه
دنغمو يم ليونۍ
په يو چا مې زړه بايللى
غږوي ښكلې شپيلۍ
يو تاويز ورباندې وكړه
چې ماګل كړي د پګړۍ
د بر كلي صايب زاده دى
يو يې آس يوه شړۍ .

۴\ ۱۱\۱۳۸۳
متحده ايالات –مريلند

دهند په سمندركې دڅونامي زلزلې ۱۵۵ زره كسان ووژل
زلزله
او ځمكه ريږدي
څپې الوزي
دخلكو لو دى
لكه قيامت، موراو زوى نه پيژني
دخداى ( ج ) پر ځمكه څه بلا پريوتې
چې خلك يو دبل دغوښو بوى نه پوزې نيسي
طبيعت په لوبه بوخت دى
خلكو كبان نيول خو نه وو خبر
چې دطبيعت په يوه لوبه كې به
كبان په دوى ماړه شي
كله چې زمكه دالله (ج ) دبندګانو تر پښو لاندې راوڅرخېده
لويانو چيغې كړې :
يارب
يا بګوان
يا عيسى ....بودا.... موسى راورسيږئ ...
خوماشومان او ليوني پوه نه شول
چې چا ته پاس وګوري
دوى ډېر نېكمرغه وو چې نه پوهېدل
ځكه اول يې زلزلې ته كټ كټ وخندل او وروسته مړه شول
اسمان لا شين و
چا څه ونه ويل
دڅپو غږ كې چيغې ډوبې شوې
خنداوې پر اوبو لاهو شوې.
ښځې تر اوسه لا څپو ته ګوري
خو شپه تياره وي داوبو پر سر دهېڅ ماهيګير
دكوچنۍ بېړۍ څراغ نه ښكاري
په جوماتونو كې اذان
په مندرونو كې زنګونه نشته
دكليساوو صليبونه مات دي
خلك دلويو پانګه والو دخيرات په ډوډۍ
يو بل له ستوني نيسي
او ماشومان
لاهم په خټو كې دمړو ميندو له تيو څخه وينې روي

* * *
پر زمكه خلك ډير دي
څوك يې په جنګ څوك يې په اور كې سوزي
څوك زلزله كې تر اوبو او خاورو لا ندې ورك شي
او يوځل بيا بشر په دې پوهېږي
چې مرګ دكونډو يتيمانو غم وي
نه دهغو چې مړه شول
دمرګ غميزه لا ژوندۍ ده
دهندي او بنګالي ښځو له اوښكو سره لوبې كوي
خو ها چې مړه شول په دې نه پوهيږي .

* * *
يو ليونى د ونې ښاخ كې ناست و
ونه ولاړه وه دخټو منځ كې
او ليونى لكه مرغه په كې ژوندى پاتې و
ليوني وژړل او ويې خندل
او بيا يې داسې وويل :
په دې دنيا كې به لا اوس هم چېرته جنګ روان وي
اوځينې خلك به دځينو خلكو وينې غواړي
دا دى طبيعت ورسره مرسته وكړه
طبيعت ډېر ووژل
نو اوس كېداى شي
جګړه ماران ماړه وي
او جګړه ودريږي ....
ليوني وژړل او ويې خندل
ونه ولا ړه وه
او دى لكه مرغه په كې ژوندى پا تې و.

 

غزل
جانانه څوک چيرې هم داسې ناروا نه کوي
چې زړه کې ناست وي خو پروا دزړه واﻻ نه کوي
دومره ډير فرق دی ستادسترګو اودخلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خو هېڅوک يې ادا نه کوي
چې ته راونه ګورې روح به مې ځان څه وويني
چې تصوير نه وي ائينه چا ته خندا نه کوي
اخر به زموږ زړونه دخدایج حسن په خوب وويني
دغه مين ماشومان هېڅکله ګناه نه کوي
وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کيږي
مادوطن بيلتون ليدلی هېڅ پروا نه کوي
٢٨وری١٣٨٤

... چي جګړه ماران وبخښي ؟

پوښتنه :
"ايا دومره لويه بښنه هم شته ، چې جګړه ما ران هم وبښي ؟"
نه پوهيږم
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
بيادديوانوپه سرونو کې چينجي ښورېږي
اوبشر يت په خپله سپينه ټنډه ﻻهم دجګړې داغ لري
دانسانيت دپيدايښت له ورځې
زموږ تار يخ د دوو سترو ګناهونو په دوزخ کې سوځي
يو "غلامي" او بل "جګړه " او وژل
خدای "ج" دانسان د بدمرغيو توق ددغو شيطانانو پهﻻسو کې ايښی
د "غلامۍ" شيطان دعدل بوړبوکۍ کې مړ شو
خو " جګړه "
_اخ خدای "ج" دې پرې مور بوره کړي _
ﻻهم دستر بابا ادم داوﻻدې شرم دی
دنيا يو بل توپان په سر اخيستې
قيامت به راشي خو حيران يم چې زموږ غاړې به
دجګړه مارو تر ګناه ﻻندې کږې تر خدايه څنګه ورځي ؟!!

١٣٨٤وری٢٦
مريلند پوهنتون

افغانان
اوږدې لمنې
ګونځې پایڅې
دپوندو چاودې له پوټيو ډکې
اودڅپليو په میخ ژوبلې تلې
داوږد تاریخ کوڅو کې ځي او راځي
سبا دلوی او ډبرين ديوال تر شا پټه ده
نن ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاس تڼاکې
پرون په وينو سره په اوښکو لمده
يو ځل په چپ ولاړل په ښي لاس راغلل
دښار په لويه څلورلارې کې په چيغو سر شول
بل ځل له تورو سره راغلل خپل بچي يې له چپه حلال کړل
اوږدې چپنې
ګل سيب دسمال تر ملا
قرصې رخچينې پر سر
لينګي دشولو په پټيو کې خوړ ين
ملا خيشاوه کې کړوپه
يو ځل دبيل لاستی په لاس کې بيا قبضه دټوپک
يا لاس پر ټپ ايښی يا ګوته پر ماشه نښتې
يو ځل په ږيره ګنهکار بل ځل د سر په ويښتو
يو ځل ملا پسې روان بل ځل په تېښته ترې خلاص
نيم په تقدير مين اونيم يې په پيريانو اخته
نيم يې په تمه د جنت او په دنيا باندې يې لا ړې تو کړې
څه په "مائو" پسې روان
څه يې د"مارکس" دکتابونو چينجي
څه د"سيد قطب" دتاويزونو غاړکۍ په غاړه
څه" اسامه " سره په سوړو کې پټ
څېرې ګريوان
ډډۍ لمن
ول ول لو نګۍ په غاړه
د ارابو له ربړه جوړې مچڼۍ په پښو
داوښ وندنی پر اوږه مخ په ختيځ دي روان
بار يې اپيم دي يا دبنګو ميده شوې پټۍ
څه په "پر يتي" مين او څه يې د " تام کروز" ليوني
نيم يې له ډيره تکبره زړې مور ته انګريزي غږيږي
څه يې لااوس هم دمکتب په سوځولو تکبيرونه وايي
اوږده ټيکري
زړې پڼې
کلاباتون په پايڅو
پر سريې شکو ر وي په مړوند کې بنګړي
ځي لا روان دي خدای خبر په کومه
څه يې په بدو کې ورکړي دکنيزو په شان ژوند تيروي
څوک په ميړه باندې سګر يټ بل کړي
دښځو دحقوقو کتابونه لولي
ډيموکراسي لکه يو زوړ ډاینسور
دوړې يې خيږي را روان دی څوک يې نه پيژني٠
دوی ورته وخاندي او وويريږي
چې دا عجيب ځناور
په دې هېواد کې هم هګۍ کړي هم بچي اچوي.

١٨تله١٣٨٤خيرخانه-کابل

سفر
ته لكه د خوړ شگو كـــــې سپينه اورڼه چينه
زه لـكه دغــره د كـمره خــــواته راوتلى گل
ته چې په مـلا ماته شې نغمه د شرشرې راوړې
زه لكه ددنگ كوچي پگړۍ كې يو ټومبلى گل

ته لكه د سپينې شيدوپۍ پاڼه كې سره نښه
زه لكه سهاركې د بيباكه نسيم ښكلى موج
ته لكه د سيند په غاړه جوړه د ماشوم ماڼۍ
زه لـكه تــرتا نا رسيدلى بېرته تــللى مــوج

ته كــله دروغـــجنه شې ماشوم درغونه ووايې
زه دې انـــنگوكې د يـوپټ شرم گل ووينم
كله چې بـانه جوړه كړې لويه كيسه پيل كړې
دروغــو كې دې هم څه خوندور تخيل ووينم

ته لــكه د سپـــين قـــرآن د كـرښو جنتــي وږمه
زه لــكه د عـرش له مــنارونه د اذان آهنـــگ
هلــته په جــنت كـــې يوه سيمه پښتنه هم شته
ما او تا راوړي لــه هغه ځــايه د عــشق لونگ

خداى خبرچې موږ به دې دنيا ته څه او څه ښكارو
څــه خبر چـې موږه په كـوثر د عشق پريو لـلي يو
زرځـــلـې د ميـــنې شـــهيدان شــو له دنــيا ولاړو
بـــيا لكه آدم او حــوا ځمــــكې تــه راغــــلي يــو

دواړه ماشــومان يـــو دواړه ښـكلي يو سپيڅلي يـو
دواړه د جــنت لــه پاكــې ځـمكې نـه راغلــي يـو
كــله سـره لوبـې كــړو او كــله سـره جنگ وكـړو
كــله بـيا د مــيندو پــر زنگون باندې خوب وړي يو

دا خلـــك ژړلــى نه شـي سـترگې يې خـيرنــې دي
مــوږ لــكه رڼـا د ايمـان سـترگـو بانـدې نه ښـكارو
زه او تـه د اوښـكو پـه زم زم د زړه كــعبه مــينــځو
بــس د خـداى دوســتانو او ولـيانو تـه راڼـه ښــكارو

اى لــيونۍ مــه ژاړه دا ځـــمكه خــو پـه وينــــو ده
اوښــكو ته دې پاكـه د جـنت خـاوره له كـومه كـړم
ځـه چې په آسمان كې دې له اوښكو ستوري وتراشم
وريــځې به زانــگو كــړمه او تـا به يـې مـاشـومه كړم

مـــه ژاړه راځــه چــې په چــينه كـې دې مـخ ومـينځم
ژوند هــمدومـره بس دى چــې اوبوكـې زه او ته ښكارو
واړه عــاشقان بـه مــوږه وڅـــښي او نــشه بــه شـــــــي
مـــــوږ به د مــينو په خــوبــونوكــــې ويده ښــــــكارو

ځه چې د گل څانگه كې يو رنگ شو بل وږمه د گل
ښــكلي عاشــقان به مو يو بل ته په ســوغات وركړي
راشـــي ملــكه چــــې د مــچيو پــه مــوږ وگـــرځي
ولاړه شــي تــرخــو خلكو ته هم په مينه شات وركړي

ځـــه چـــې لـــه بـــاران ســـره پر دوه مــــينو وورو
يا د سپــــينې غـــاړې يـــا د تـــور څــڼو رنــگ واخلو
ځــه چــې د بـــوســې د جـــل وهـلــو تـنده مـاته كړو
پــس لــه ډيــره وخــته د خــــوږو شونډو قلنگ واخلو

ځــــه چــې دواړه ورك شو له دې دومره ډېرو سترگونه
ټــوله په تــــاريخ كـــــې تيــته شـــوې مـــينه ټــوله كړو
رايــې وړو پــه دومــره ډبــرينــــــو زړو يـــې وويــــشو
دا تــــياره دنـــيا چـــې زه او تــه رڼـــا پـــه ســـولـه كړو

راشـــه مــا ســــفرتــــه مــلاتــــړلـــې ده روان يــــمه
بــس يـــوازې لاس راكــــړه اوســترگـې دواړه پټـې كړه
زه بـــه دې پــه شــونـډو لــه بــوســې نــه بــسم الله وكړم
تـــه د اقــتدا پـــه نـــيت لـــه مــانــه تــاوې مټـــې كـــړه
25 ليندۍ 1384 كابل

ګيله
پرون ناروغ ومه نا مردې تاونه پوښتلم
تا ويلې آخ !
خداى دې ما مړه كړي
زه خبره نه وم
زه دې په سترگو كې د دروغو نښې ښې پيژنم
كه ته خبره نه وې
پرون زيارت كې ډيوه چابله كړه
بيگاه تر نيمې شپې په پټه دعا چا كوله
سهار پلوكې او ښكې چا غوټه كړې
ما به خداى څنگه جوړ كړي ؟
د دروغجنو دعا نه قبليږي.
15 ليندۍ 1384

کله چې ته خپه شې
کله چې ته خپه شې
زه مې له ځان سره دا پریکړه وکړم
چې څه موده دې له لیدلو نه زړګی صبر کړم
ووایم پریږده چې ته خپله را پخلا شې ،زما لیدو ته راشې
کله چې ته خپه شې
زه مې ټوټه ټوټه غرور راټول کړم
ووایم پریږده چې ستا سترګې له ژړا ډکې شي
او په بند ستوني راته ورو ووایې :
ګرانه ما مه هیروه
کله چې ته خپه شې
زه مې د اوښکو چینې وتړم د غم په تیږو
او خپلې سترګې له غوسې ډکې کړم
څو تا په دې پوهه کړم :
(چې دا ځل ټوله ملامته ته یې )
کله چې ته خپه شې
زه په خالي لارو کې ستا د ګام آواز لټوم
چې ګوندې بیا به راشې
پوهیږم نه، چې ولې
ستا په راتلو باندې باور لرمه
کله چې ته خپه شې
ځمکه ځای نه راکوي
غواړم چې راشې ، یو او بل ووینو
زه مې د سترګو په ګیلو باندې تا وپوهوم
(چې دا ځل ټوله ملامته ته یې )
او ته د سترګو په ګیلو باندې ما وپوهوې
( ګرانه ما مه هیروه )

غزل
مه وایه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي
دلته خو زما هم یو وړوکی غوندې زړه اوسي
څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګیډۍګیډۍ
دنګې چټې پیغلې چې سر خیلې د واده اوسي
لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولم
دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي
سم به وي ، خو کم به وي،زړه ستا د قد دربار نه دې
ستا د بڼو کور دې دلته ټول پکې کاږه اوسي
سیند ورنه راوړي سپینو اوبو کې سور د وینو رنګ
ښکاري چې بر کلي کې لا اوس هم پښتانه اوسي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005