Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

دمحمد يوسف خدمتګار شعرونه

بینوا
څوک می چا پورئ تړي او څوک دچا
خبر نه شول څوک دزړه په حال زما
له اغياره مې ګيله او مانه نه شته
ګيله من يمه له خپل خواږه اشنا
ما ئي تمه دقيا مت پورې کو له
ده په دې نړۍ کې لاس واخيست له ما
زه دې تل تر تله خوښ غواړم دلبره
خير که تا يمه شړلئ بينوا
انتقام زماد ميني خاصه نه ده
ته کوه خپله جفا زه به وفا
(خدمتګار)به درنه ځارخپله ځواني کړي
په يو وخت به شي حاصله ستا رضا

کلاکرويک ناروې
١٣٨٣ل ه کال لړم

څه اختر ؟
چي نه ستر ګي نه دلبر وي
نه وصال نه ئي بشر وي
نه دلداروي نه خومار وي
نه ګو در نه ماځيګر وي
نه د يار دکوڅو باد وي
نه کا لي وي نه څادر وي
نه زيارت وي نه ميلې وي
بس کډوال ستړئ سفر وي
ځانځاني اونفاق زوروي
مشر کشر مر و ر وي
خوردورورکره تلاې نه شي
خو ر يينه بې خبر و ي
که پا چا دټول جهان شئ
ترينه ښه کنده سقر وي
خد متګاره بې له ياره
برات څه وي څه اختروي ؟

د١٣٨٠ل ه کال کو چنئ اختر
کلا کر ويک نار وې

ياغي
په کلي کور مئ ګولۍ وريږي
ياغي هم زه يم باغ هم زه يم
دوستۍ په نوم مئ کلي نړيږ ي
ياغي هم زه يم باغي زه يم
دوستان مئ وژني ښوولئ نه شم
خپلوان مئ وژني ښوولئ نه شم
تور دوښمنان مئ ځکه خنديږ ي
ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
زما ګنا ه ده کا فر د عشق يم
دا مئ خطا ده کا فر دعشق يم
مينه مئ مينه نه تعبير يږ ي
ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
زه يم هنداره ريا مئ نه زده
نصيبه خواره ريا مئ نه زده
اغيار رياکار دئ په ما بلوسيږي
ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
بر؛ يي لعنت خپل دمکتب راکړو
لر؛ بديعت خپل دمذ هب راکړو
بر خو مئ وران شو؛ لر؛ هم ورانيږ ي
ياغي هم زه يم با غي هم زه يم
يم حيران پاتئ قام مئ ويده دئ
شي په ما زياتئ قام مئ ويده دئ
خوارخدمتګار چئ مدام ژړيږي
ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
په کلي کور مئ ګولۍ وريږ ي
ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
دوستۍ په نوم مې کلي نړيږ ي
ياغي هم زه يم باغي هم زه يم

١٣٨٤ل کال غويي

خيرات
دپښتنو په ديرو ګرځمه زکات غواړمه
زه د خيبر دسر خيرات غواړمه

د پښتنو په کلي کور ګرځمه
پړئ په غاړه سر سرتور ګرځمه
بل چيرئ نه ځم په خپل ورور ګرځمه
دغيرتي بابا په ګور ګر ځمه

دصمدخان له دوښمنانو نه کسات غواړمه
زه د خيبر د سر خيرات غواړمه

زه دبو لان په لوړو غرو ګرځمه
په لوئ پا مير اوتا ترو ګرځمه
په باجو ړ کی په حجرو ګرځمه
د شهيدانو په قبرو ګر ځمه

زه له امو نه تر اټکه يو جومات غواړمه
ز ه د خيبر د سر خيرات غو ا ړ مه

دا چی خيبر په زړه چاودلئ ښکاري
پښتون له برمه را لويدلئ ښکاري
دميرويس خان پټکئ لويدلئ ښکاري
افغان په خپل کور کړيدلئ ښکاري

کورراويشلئ دوښمنانوتری نجات غواړمه
زه دخيبر دسر خيرات غواړمه

دلوي خيبر ټپ له ملحم غواړمه
د لو ي وطن نه لرې غم غوا ړ مه
پښتو ن بچي له می قلم غواړمه
پردي لا سونه ترینه کم غواړمه

لومړئ يووالئ پښتنو ته دحيات غواړمه
زه دخيبر دسر خيرات غواړمه

زه درياخان او ايمل خان يادووم
وزير اکبر اوايوب خان يادووم
عطاالله ؛فخر افغان يادوو م
زه دبابړې شهيدان يادووم

ز ه دتيرا دشهيدانودوښمن مات غواړمه
زه دخيبر دسر خيرات غواړمه

پښتنو لرې کړۍ پګړۍ له سره
سر ه بيرغو نه و تړ ۍ له سره
د پر د و لر ې کړ ۍ له سره
جوړه مو خپله کړۍ نړۍ له سره

دبري نښه ده ټينګ عزم له پاک ذات غواړمه
ز ه د خيبر دسر خير ا ت غواړمه

نور به ازاد پښتون غلا م نه شي
دوښمن به کورکې دخپل قام نه شي
بل ته به کله په سلا م نه شي
جوړ دپيغور به خاص اوعام نه شيزه

ز ه خدمتګار يي سر لوړي په کاينا ت غواړمه
ز ه دخيبر دسر خيرات غواړمه
دپښتنو په ديرو ګرځمه زکات غواړمه
زه دخيبر دسرخيرات غواړمه

دپښتنو غږ
چی روپو باندی خرڅيږي پښتون نه دئ
پښتون هغه دئ چی غم دټول ملت خور ي
دپردي ډ هول ته ګډيږي پښتون نه دئ
پښتو ن خپل کورکی سوکړک په شرا فت خوري

نن می واوريدلې رنګار نګ خبرې
دبيلتون اود دنفاق ؛دجنګ خبرې
له حيا نه می په زړه باندې بل اور شو
لوي جهان راباندی تنګ لکه دګور شو
يو څلو ر تنه د بل لنګۍ په سر و ې
دوددستور جرګئ ترې هيرئ لراوبر وې
دخپل پلارپه کور منکر په سپکو سروو
چاد اس پر ځای زين کړئ ورته خر وو
دوئ ويل چې نيم ازاد پښتون غلام شي
تور بادار به يي په دئ مضمون ارام شي
پښتا نه د ی پښتنوا لي نه نور تير شي
د وطن د پلورونکو ما ل به ډير شي

بی خبره دئ اګاه له مضمون نه دئ
قسمو نه که هرڅو اوچت اوچت خوري

اوس په خپله پښتون ټاکي خپل راتلونکئ
هردوښمن به يي هم مات وي هم بايلونکئ
چی د قوم په سر پيسئ اخلي تورتم کی
او لا د ونه به يي پاتې وي په غم کی
اوس ويښ شوئ دئ پښتون په دی پوهيږي
لوئ وطن د احمد شاه به يي جو ړ يږ ي
اوس په خپلو کی يو کيږي افغانان خپل
پيژ ند لي لر و بر و دوښمنا ن خپل
چا چی اور زمونږ په لوئ کور کې بل کړئ
د و ې کوهئ ځان ته په لاره خپل کړئ
نو په خپله به يي لا ر شي په کو هي
خپل عمل به کو هي ته غو ر ز و ي

پښتنو ځنی هير شوئ پر و ن نه د ئ
پښتون پوه دئ ژوند په پوهه اوغيرت خوري

معا في غو ا ړ م له کشر ا نو مشر ا نو
د قلم له خا و ند ا نو ا د يبا نو
خو داځيني چې کاو اکو باندې سرشي
هرڅه هير کړي په خپل ځان هم بی با ور شي
څوک چی خوري په پاکه خوله مرداری غوښئ
يا بچو لر ه و ر وړي دا خوارې غوښئ
ما لومدار چئ دهغوئ اولاد مردار وي
په کور کلي او ولس تر ټولو خوار وي
په پيسو د پښتنو مشر توب نه د ئ
مشر ا ن د پښتنو خد متګا ر ا ن دي
نه هغه چې د پر د يو نو کران دي

چې په کور موټر قوم خرڅ کړي پښون نه دئ
پښتون مري خو نه ويني دملت خوري

څوک چې قوم وي پورته کړئ ځان ترې ورک شي
و ړ ئ خولئ نه غټئ باسي هسې سپک شي
بې پر و ا په ځا ن پلو ر لو شر و ع و کړ ي
نا ر و ا په قو م تپلو شر و ع و کړ ي
هغه ژ رهسی رسو ا لکه سقاو شي
که هر څو په فرعوني قدرت راتاوشي
ځينئ دومره صا دقان دنو کرۍ دي
په غو ږ و کې ا چو لي يي کړۍ دي
د و ئ په خپله غلامان دي غلامان
چې غلام غواړي ازاد پښتون افغان
لر او بر دي پوهيدلي افغانا ن ټول
لوئ وړوړ دي پيژندلي دوښمنان ټول

خدمتګاره پښتون کړئ پاڅون نه دئ
که را پاڅيده لومړئ غم دعزت خوري

چې روپو باندې خرڅيږي پښتون نه دئ
پښتون هغه دئ چې غم دټول ملت خوري
دپردي ډهول ته ګډيږي پښتون نه دئ
پښتون خپل کور سوکړک په صداقت خوري


کلاکر و يک ناروې
د ١٣٨٤ ل ه کال سلواغه

پښتو
پښتو ژبه دپښتو ده دغيرت ده
پښتو ژبه ديوالي او وحدت ده
پښتو تشه په پښتو خبرو نه ده
پښتو ژبه دورورۍ او محبت ده
پښتوحق دنورو پيژني خپل ساتي
پښتو ژبه د جرګو او مصلحت ده
پښتو کله په بي وزلويرغل نه کړي
پښتو ژبه دايمان اوشجاعت ده
پښتو ساتي احترام دنوم انسان
پښتو ژبه دعالي خوئ او خصلت ده
پښتو ننګ پښتوحيا پښتوپرده ده
پښتو ژبه د حقوقو قانونيت ده
په پښتو که پښتون پوه شي پښتو وکړي
پښتو ژبه د وفا او صداقت ده
پښتو رسم اور واج د پښتنو دئ
پښتو لوړ شان اوشوکت دافغانيت ده
خدمتګار په پښتو تن اوروح بايللئ
چې پښتو يي خوږ ه ژبه د ملت ده
کب ١٣٨٠ل - ناروې

غزل
چي مي سوچ په تما شه ستا دښکلا شو
ژوند هغه ګړ ۍ ما تم کي مبتلا شو
تن مي غږ ځکه ونه کړو چي پښتون ؤ
زړه مي پوخ په اور د هجر داشنا شو
د وفا او محبت نوم به پي وياړ ي
څوک چي خا وري دکوڅې ستا په وفا شو
دمجنون په مينه هله خلک پوه شول
چي ليلا پسي ملنګ سر په بيديا شو
که ګريوان مي رقيب څيري کړو په عشق کي
خوښ په دې شوم چي يار ويښ شو په خندا شو
خد متګار به ځان ورجار کاندي يوځلي
که يې يار په مينه پوه غماز جلا شو
کلاکرويک - ناروې ۱۶-۱۲-۲۰۰۵

دوعا
څنګه ښکلي ښکلي ګو ري
ستا اسما ن کی ښکلي ستوري
ستا له لمر نه صد قه شم
د ژوند ون په لورې ښوري
ستا له ښکلی سپوږمۍ جار شم
تورتم ورک کړې له هر لوري
ز ړه می وران شو کا بل وسو
ا و ر تر ا و سه پر ی را ا و ر ي
پېښو ر ا و کو ېټه ژ ا ړ ي
ا با سين په ر و پۍ پلو ر ي
ما له سيا له سره سېال کړه
ز ما پت عزت سمبا ل کړه
زما قوم ولس بيدا ر کړه
ښا د زړ ګئ د خدمتګار کړه

غز ل
څوک دځان صفت کوې او څوک د ګلو
څو ک د دورو ېا مر جان ېا د بلبلو
څوک را خپل کا ندی پردې په خپل هنر
څو ک پردې ګڼې پردې تښتې له خپلو
د چا هغه د چا دغه په نصېب وې
څوک ېی نه لرې څو ک ستړې په خوړلو
څوک حېا عز ت زړو کا لو کی غوا ړې
ځېنئ پاک وې له حېا په کا لو ښکلو
زه ېی نو م ا خېستئ نه شمه له و ېر ی
چا چی مفت خند ا ن جا نا ن و ژ ړ و لو
څه چئ و شو ل په تور تم کی تورو وکړل
بې ر ڼا ېي حا لت نه د ئ د و ېلو ؟
خد متګار په هر حا لت دښکلو ېا ردئ
که با ر ا ن د ا و ر و ر يږ ي يا د ګلو

تور
په درېاب دمحبت کړمه اشنا ګډ
چې رسواشومه په مېنه بې پرواګډ
مېن هله له هو ښېارو نه جلا شي
چې دمېنې په توپان کې شې جلا ګډ
د خو بانو په لور سر رندانو ټېټ کړو
چې ساقي پيا له په لاس شو په نڅا ګډ
د وفا مزه به بې له جفا څه و ه
محبت کې که راز نه وي دجفا ګډ
عقل کله مينه وړلی شي له زړه نه
په تدبېر به اوښان نه شي په هو ا ګډ
په جرئت مېنه رسوا کړه چې پخه شي
مه شه ډار په محبت کله د چا ګډ
خدمتګار مېنه دچا په تور لړ لې
چې دسترګو تور اوسپېن شولو زما ګډ
ناروی

بقا
چې په کار نه شي اشنا داشنا هيڅ
د ژوندون ما نا به څه وي دنيا هيڅ
داسمان په بريښنا لاره مونده نه شي
سفر نه شي د بريښنا په رڼا هيڅ
سړيتوب چې د دنيا په هو س ور کړي
مزدورانو له دې نه راځي بيا هيڅ
دهغوی به خوله او ستونی مدام تريخ وي
چې په غم ښادۍ کې نه وي دچا هيڅ
چا چې پوهه په ټګۍ برګۍ کې رنګ کړه
رسوا کيږ ي بيا يې سود او سودا هيڅ
غير تي دښمن تر ې ښه دی زر کر ته
بې غيرته دوست د ې نه دی د و ا هيڅ
په يوه سر به يې هيڅوک پوره نه کړي
لکه تا لند ه يې نه و ي بقا هيڅ
چې پروا د وطن نه لري په سر کې
خدمتګاره ويي نه کړې پر و ا هېڅ

دلوی لوی افغان وطنه
دلوی لوی افغان وطنه
زما جانان جانان وطنه دجانان وطنه
دلوی افغان وطنه
له اباسينه تر امو جنت نشان وطنه
دلوی افغان وطنه
ته تمدن د ا ر يا نا ای خا نم و طنه
ستا منډيګک دارغنداب که وسپړ م وطنه
وياړم په دی چې ستا بچی يمه سستان وطنه
دلوی فغان وطنه
ستا هره پاڼه ماته درس شجعات را کو ي
ننګ اوغيرت ستا عظمت شان اوشوکت راکوي
ستا هريو کاڼی بوټی لال دبدخشان وطنه
دلوی افغان وطنه
ستا د پامير لوړې شملې ته ملا مته پړ يم
ستا هندوکش هرې درې ته ملا مته پړ يم
بخدي اوبلخ می جوړول رانه شول وران وطنه
دلوی افغان وطنه
تخت رستم ته دې له شرمه ورکتلی نه شم
ستا د بودا خا و ر ې تالا والا ليدلی نه شم
ګرانه وطنه په ما ګران له خپله ځان وطنه
دلوی افغا ن وطنه
ستا دکا بل بالا حصار بل اکبرخان غواړي
دپيښور بالاحصار دې ډاکټرخان غواړي
دوطن مور غواړي ملاله ايوب خان وطنه
دلو ی افغان وطنه
ستادنوم ورکي سپا هي څلی لويدلی دی نن
داسقلا ل څلی په توپو لګيدلی دی نن
ښکاري له مو نږه مرور غازي امان وطنه
دلوی افغان وطنه
مغل چنګيز د ي په مستۍپه اکوړه راروان
د توری شپی تور پيشوګان دي په غرمه رارون
مړه ورته ګوري لمسي دخوشال خان وطنه
دلوئ افغان وطنه
بيا درنجت او دګورګين لمسوير غل کړی دی
دمکنا ټن او بر ئيډ ن بچو يرغل کړی دی
بيا دی ددين لباس کې پلوري اخوانيان وطنه
دلوی افغان وطنه
ما ته دښمن په تا را کش کړې دبيلتون کرښې
زړه او ځيګر مې غوڅوي دی په لړ مون کر ښې
ای د صمد،ايمل ،دريا، فخر افغان وطنه
د لوی افغان وطنه
چې ابا د ي د ار و پا او نو ر جهان ووينم
ستا غير تي بچي مړۍ پورې حير ان ووينم
فکر کی ډوب شم په ژړا شم نا ګهان وطنه
دلوی افغان وطنه
ستا د تدبير بچي ويده او بې خبره ښکاري
وروڼه په وروڼو باندې وژني ورته غوره ښکاري
غواړي نازو دوطن مور بل ميرويس خان وطنه
دلوی افغان وطنه
دخد متګار دميني بڼ يې سرمې جارشه له تا
په زر کر ته مې ځوا ني نثار نثار شه له تا
جار مې له تا نه سر او ځان دين او ايمان وطنه
دلوی افغان وطنه
زما جانان جانان وطنه د جا نا ن و طنه
دلوی افغان وطنه
له ا با سينه تر امو جنت نشان وطنه
دلوی افغا ن وطنه
دلوی افغان وطنه
دلوی افغان وطنه
١ / ١٢ / ١٣٧١

ريښتيا
سور اور را باندې بل شي چې افغان ووينم خوار
ژوندون نه زړه تور شي
څه و را با ند ی چل شي جهان و ينم نا قر ا ر
را وران می دزړه کور شي
اسمان دی را نه لرې ځمکه سخته زه کمزور يم
په چا و کړ م عر ضو نه
دپلار پګړۍ می ولويده نيولئ می خپل ورور يم
د وښمن جوړ کړل چلونه
سيالۍ نه يم وتلئ چې بئ واکه په خپل کور يم
جو ړ شوي پيغو ر و نه
پيغور به می اجل شي زه په ځان کو م اقر ا ر
نړۍ را ته سور اور شي
چې ګورم پښتنو ته يو بل و ژ ني خو شا ليږ ي
د نيا نه خبر نه د ي
دڅو ر و پو لپاره په د و ښمن با ند ې خر څيږ ي
له ځا نه خبر نه د ي
په غټو غټو ګو ر ي د پلر و کو ر يې و ر ا نيږ ي
له حيا نه خبر نه دي
دوښمن به څه معطل شي راروان وي وار په وا ر
د لر او بر پيغور شي
لنګۍ ټو لو تړ لي د غير ت سو ر ئ نا ر ئ د ي
د لا پو و ا ر يې نه شته
قولئ دي ښکلئ ښکلئ د عزت سورې نارئ دي
خپل واک اختيار يې نه شته
جامئ يې اغوستلي سپينئ سپينئ ښئ درنئ دي
د ځا ن ا عتبا ر يې نه شته
د قا م چئ ورک کيدل شي ژبه ځان وي استثمار
دهيلو مخ يې تور شي
پښتو ن له با جو ړ کنړه و ا خله تر بو لد که
دزړه په سر کئ نيم دی
ويده دی راويښ نه شو نه را وو ت له تلتکه
دپلار کور يې تقسيم د ئ
پښتو وايي په خوله باندی پښتو ده ځيني ورکه
بی مشره بی زعيم د ئ
لار ښو د زعيم چئ غل شي څه اميد څه انتظا ر
خپل کور لکه دګور شي
که ووايورښتيا نو د خو شا ل هډونه خر څ شو ل
رنجت ګورګين واکد ار دی
شوکت دهو تکيا نو او ابدالي ننګونه خرڅ شو ل
د ا لوي افغان چئ خوار دی
غو ريا نو او سور يانو دتا ريخ فصلو نه خر څ شو ل
نن جوړ په مو نږ ناتار دی
نفا ق چئ د چا مل شي تل لړ ز ا ن و ي نا قر ا ر
له شر مه يې مخ تور شي
ر ا و يښ شۍ افغا نا نو د غفلت خو بو نه پر يږ دی
ځا نو نه را بيدار کړۍ
سيا لان شۍ دسيا لانو دذلت خوبونه پر يږ د ۍ
ننګو نه را بيد ار کړ ۍ
دلوي افغان بچيا نو دنفر ت چلونه پر يږ د ۍ
ا و لا د ورونه هوښيار کړۍ
نيکخو يه نيک عمل شۍ د جوړښت داسما ن لا ر
وطن به مو سمسو ر شي
را ويښ شۍ افغا نا نونړۍ وګورۍ چې څه کړي
او مونږ په څه اخته يوو
سيا لان شۍ دسيالا نو له سيا لانو نه يې زده کړۍ
غفلت په خوب پراته يوو
په مينه او يو و ا لي د ا سړ ه خونه تو د ه کړ ۍ
چې خوښ او اراسته يو و
واک اختيا ر به خپل شي ، شي خندان به خدمتګار
که ولس مو جوړ په کور شي
سور اور را باندی بل شي چې افغان ووينم خوار
ژوندون نه می تور شي
څه ورا باندی چل شي جهان وينم نا قر ا ر
ر ا وران می دزړه کور شي
 
١/١٢/١٣٨٤

دمير ويس خان تد بير
پتنګ په اور دميني خپل سوزيږي
بلبل په ګل اوپسرلي خوښيږ ي
په از دی پښتانه سر ورکوي
په ژوندانه کله سنګر ورکوي
پتنګ وي خوښ په سرو لمبو کې دا ور
بلبل دمني په موسم کوي شور
پښتو ن جګړ ې له په خند ا ورځي
څوک چې په دوی کوي تادا ورځي
پښتنې جونه مدام وياړي په دوی
که په شا لاړ شي نو بياژاړي په دوی
ځکه پښتون مورچل بايللی نه شي
پيغو ر د ښځو قبلولی نه شي
دی دپښتون تاريخ روښان په نړ ۍ
نوم يې ياديږي قدردان په نړ ۍ
وجود يې جو ړ د ازادۍ له خټې
مقصد يې پاک د بربادۍله خټې
پښتون سنګر کې په خوښۍ مړ کيږي
بلبل په ګل او پسرلي خوښيږي
دوښمن ته دا رنګه خبر ورکوي
په ژوندانه کله سنګر ورکوي
پښتون په ژوند قام خر څولی نه شي
مشران په ګور کې شر مولی نه شي
چې څوک پښتون وي خپلواکي خوښوي
چې بې پښتو وي بلواکي خوښوي
پښتون غلا م ژوندون کولی نه شي
حکم دبل په ځان منلی نه شي
پښتون په زور کله مات شوی نه دی
دنورو حق پرې اثبات شوی نه دی
پښتون د حق په ميدان تل ولاړ وي
هر يو زلمی لکه اتل ولاړ وي
د حق منلو باندې ډير خوښيږ ي
پتنګ په اوردميني خپل سوزيږي
پښتون به پورته کړي نشان دپښتون
په لوړ همت اوټينګ ايمان دپښتون
دميرويس خان تد بير به بيا ونيسي
دخوشال خان ځنځير به بيا ونيسي
که يې نفاق ځانځاني ورکه کړ له
دا سر کاري خاني يې ورکه کړ له
مشران يې ودرول په خپله خوښه
نه پړ سيدلي دا غيار په غوښه
بيلتون يې وکړلو ددوست او دوښمن
بيرغ يې ودراوه دپلار په مدفن
هله به جو ړ ه پښتنو ا له شي
چې مو ابا ده خپله ځاله شي
د خد متګا ر زړګی به وټو کيږي
پتنګ په اور دميني خپل سوزيږي
بيا به نړۍ ته خپل هنر ورکوي
په ژوند انه کله سنګر ورکوي
پتنګ په اور دميني خپل سوزيږي
بلبل په ګل او پسرلي خوښيږي
په ازادۍ پښتا نه سر ورکوي
په ژوندانه کله سنګر ورکوي
٢٨/٠٥/١٣٨٤

دستم باد
سترګې مې بيالکه چيتر وريږي
چې مې يادونه د دلبر وريږ ي
دتګ راتګ لارې يې بندې شولې
دنفاق کا ڼي په ګودر وريږ ي
زما امو او ابا سين خفه دي
دبيلتون کرښې په خيبر وريږي
دسپين بولدک اودتوخم ولسه
پردي لاسونه مو په سر وريږي
اسماعيل خان ديره يې لاندې کړله
بيا درنجت هندو خنجر وريږ ي
کا بله غږ کړ ه اکبرخان وزير ته
مات پيرنګی بيالر او بر وريږي
سپينې جامې دسپين غر تورې شولې
د ستم با د په پيښو ر و ر يږ ي
اوس نو ته ووايه پښتونه اشنا
ننګ او غيرتدې په کوم ور وريږي
دخدمتګار رنګ به تازه شي څنګه
غم د ا فغان په لوی ټبر و ر يږ ي
ناروې
٤/٥/١٣٨٣
 

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005