دبېنوا ویب پاڼي څخه په مننه
اوس به څه ليکي شاعره.
هغه ستا د ابا مينه تالا سوې
چه تندي کي دي سجدي ورته ساتلې
دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولي
پر کورورنو د بلا ساه ده ختلي
له باڼو تر ګريوانه د اوښکو کوردی
له زلمو شونډو موسکا ده کوچيدلي
پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره
د خند ا جنازه ولاړه غم لړلې
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس په ساندو کيسي وزي له کابله
چه کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو
سور سالو يې د لمبو رنګ دي اخيستی
چه په ښکلي وه باغونه د انګورو
پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟اړي
پر تېر سوی دی ناورين د زورورو
ماشومان يې بلا ګاني په خوب ويني
افسانې د بريتورور، ږيره ورور
د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده
هره مورده پر هارونه د ناصورو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
کډي کوم وطن ته وړي دا کور خرابي
اوس به څوک اوي آواز د پر ديسانو
کوم ولات کي يې درمل ورته ليکلي
څوک به اوري فريادونه د زخميانو
څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو
څوک به وزاړي سلګۍ د يتيمانو
څوک به بيرته لو پټه د خور پر سرکي
څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو
د نښتر وني جنډۍ سوې د فبرونو
لا رواني دي جوپې د شهيدانو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک له فلندره سره زاړي
اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه
څوک به اوښکي تويوي پر مينانو
څوک به ژاړي په کيږديوکي نکلونه
کوم حميد به خط وخال کاغذ ته يوسي
يادوي به ديارانو سفرونه
څوک به اوي کرامت د ددرووشانو
څوک به ګوري پر رحمان باندي فالونه
څوک به نيسي د ديدن د ګودر لاري
له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک د هندوکُش سندري بولي
اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو
اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي
څوک به ليکي قصيدې د کونړونو
څوک به بولي له آمو تر ابا سينه
غر او سمه د سرکښو اولسونو
څوک به بولي له اټکه تر مالانه
قلا ګاني د با با له ميراثونو
اوس به څوک د جلا لا ګودرته يوسي
د هلمند څخه شر نګی د امېلونو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک را يادوي تيري خبري
اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه
اوس به څنګه نکچي غاړه تازه کي
اوس به څه وايې زامنو ته پلرونه
اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي
اوس به څوک تسليموي اصفهانونه
کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته
کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه
کوم اورنګ به خپل زخمونه ويني ژاړي
کوم خوشال به لړزوي په کټ کي زړونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کي
د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه
اوس به کومه تر پېکۍ ير بولدک ورسي
کومه چيغه به کي سره ساړه رګونه
کوم لاسونه به مرۍ د فاتل نيسي
څوک به راسي د ايوب سره ملګري
څوک به واچوي سندروته نومونه
څوک به تاوکړي د با با بکړۍ له سره
څوک به وران کي د ازل کښلي خطونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي
چي يې غړي تښتول د رستمانو
نن هغه غشي د خور ټيکري پېيلي
چه يې زړونه سوري کول د سر کښانو
نن هغه اور د اباپر مينه بل دي
چه کرلي يې لمبې پر ګُرګينانو
نن هغه توره د ورور په وينو سره ده
چه څيرلې يې سينې د غليمانو
نن هغه سالار د بل په پښو کي پروت دی
ککرۍ چه يې وهلې د بتانو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس له ګوتو د مطرب ويني را اوري
ژبي سل ځايه زخمي د شهبازونو
د سندرو سره غبر ګي واېي ساندي
د رنځورو زګيروي ځي له ربابونو
اوس به چېري د زلميو څوڼي غورځي
ګنهکاره سوه سورناږغ د ډولونو
شپې ته راغله انګولاد بلاګانو
شمع کوچ سوه د محفل له ماښامونو
د تيارو اجاره دار محتسب راغی
خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګي
نه شر نګۍ سته د پاوليو نه پايلو
پر نغمو پر زمزمو جپاو راغلی
زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو
نه محفل کي ګناهونه ياغي کېږي
نه خيام سته د توبو د ماولو
سپين لاسونه د ساقي به چيري ويشي
پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو
اوس به څوک رنګونه تش کي په قلم کي
څوک به ليکي دېوانونه د غزلو
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس نسم راوړي خبر د تورو وځو
اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه
آفتونو پکښي کړي ځاګۍ دي
جنازو پکښي او ډلي دي کورونه
وايې نسته کجاوې شا ليا ورو ورو
پيغلي نه نيسي د اوښو پېزوانونه
اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېي
له قاصده سره نسته سلامونه
په کوذو کي يې زموږ پلونه بېګانه دي
له ا غيار سره يې کړي پيوندونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
===============================================================
دغــــــــــــه زمـــــــــــا غـــــــــــيور ولــــــــــــــــس دی
دغه زما غيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور ولس دی
دغه زما توپاني قــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــام دی
دغــــــــــــــــه توري سپيني ږيري
دا بـــــــــــــــــبر ببــــــــــــــــر ﻻسونه
دا سرې سرې دا غــــــټي سترګي
له هيــــــــــــــــــــــبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټــــــــــــــــــــي
د فــــــــــــــــــــــــــوﻻدو مړوندونه
غيرتي ډبـــــــــــــــــــــــرين زړونه
دا زيږې زيږې خبـــــــــــــــــــري
دزمــــــــــــــــــــــــــــــــــــريو آوازونه
په سرونو کي يې شــــــــــــور دی
په سينو کي توپـــــــــــــــــــــــانونه
+ + +
دا کږې وږې بګــــــــــــــــــړۍ به
يــــــــــــــــــوه ورځ سره غونډيږي
تريو څو جــــــــــــــرګو راوروسته
د تو پان په دود خروښـــــــــــــيږي
د کلو تږي درې بــــــــــــــــــــــــــــه
بيا په وينو اوبـــــــــــــــــــــــه کيږي
د غليم په بنـــــــــــــــــــــــګلوکي
هلته بل ميــــــــــــــــــــوند جوړيږي
+ + +
جـــــــــــــــــلا ﻻ به را ژوندی کي
داکــــــــــــــــــــــــــبر په ميخانوکي
درز به واچوی سينـــــــــــــــــو کي
ډاربه وچـــــــــــــــــــــوي په زړو کي
د جنجر عکــــــــــــــــــس به يوسي
جهانګير ته په جــــــــــــــــامو کي
د اورنګ شــــــــــــراب به ورکي
دسرونو په جــــــــــــــــــــــــــامو کي
+ + +
دا تر پښــــــــــــــــــو ﻻندي قبرونه
داهير ســــــــــــــــــــــــــوي لحدونه
هر لحــــــــــــــــــــــــدئې افتخار دی
پکې پټ دي داستـــــــــــــــــــانونه
دا تاريخ د ميړنيــــــــــــــــــــــــــــــو
دنيکونــــــــــــــــــــــــــــو يادګارونه
هره پاڼه يې غيــــــــــــــــــــــرت دی
په هر باب کي توپـــــــــــــــــــانونه
دا په وينو روزل ســــــــــــــــــــوي
دا لاله دا ســــــــــــــــــــــــــره ګلونه
دادغرونو لــــــــــــــــــــوړي څوکي
په لمنو کـــــــــــــــــــــــــــــې لعلونه
يو دبل په غــــــــــــــــــېږ اغوستي
ﻻړ پرﻻړ پېـــــــــــــــــــــــيلي غرونه
+ + +
دا وطن دعقـــــــــــــــــــــــــــــــابانو
دا ځالـــــــــــــــــــــــــۍ ده د بازانو
دا خيبر دی دا شمــــــــــــشاد دی
قتل ګاه د پرنګيـــــــــــــــــــــــــانو
دا سرکښـــــــــــــــــــــه دا مغروره
عزرائيل د دښمنــــــــــــــــــــــــانو
+ + +
هر سيلاب يې بت شــــکن دی
هره دښته يې ميــــــــــــــــــوند دی
د توپـــــــــــــــــــانه ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلــــــــمند دی
هر وړوکی يې در يـــــــــــــــــــا دی
اپريدی دی که مومنــــــــــــــد دی
پکښي غورځــــــــــــي دپلار وينه
د ميرويس نيکه پيـــــــــــوند دی
+ + +
دا ميوند ـ ميوند دښـــــــــــــــتونه
دا هلمندـ هلمند رودونــــــــــــــــه
له غيرته ډکه مېنــــــــــــــــــــــــــه
دا اټک اټک سينــــــــــــــــــــــدونه
په څپو کي يې رزمـــــــــــــــــــــــونه
په هر موج کي سيــــــــــــــــــــلابونه
+ + +
دا وطن دی د زمريــــــــــــــــــــــــــو
دا هيواد به آزاديــــــــــــــــــــــــــږی
دا دمست پښتـــــــــــون ولس دی
دا په وينو کي غــــــــــــــــــــوريږی
په جګړه کي يې پـــــــــلار مړ دی
چې ميــــــــــــــدان ويني مستيږی
هيبت پروت دی دې ﻻســـــــو کي
زولــــــــــــــــــــــــــــــنی ځني بيريږي
وايي زيری دطغــــــــــــــــــــيان دی
ﻻ سبــــــــــــــــــــــــا تو پاني کيږي
+ + +
بيا به ګــــــــــــــــــــــــرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښــــــــــــــتونه
بيا به سور دسمال تر مــــــلا کي
بيا به تاو کي چنــــــــګ بريتونه
له آمو تر اباسينـــــــــــــــــــــــــــــــه
سره يو به کي موجـــــــــــــــــــــــونه
کي به ناڅي ښکلي پېغـــــــــــــلي
سپيني لېچي سره ﻻســـــــــــــــونه
کي به ځي کاروان داوښــــــــــــــــو
ور آزاد به وي مزلـــــــــــــــــــــــونه
کوچـــــــــــــۍ ښکلې به ور واخلی
تر ســـــــــــــــــــــــالو ﻻندي ګامونه
+ + +
يوه ورځ پر دغه ځمــــــــــــــــــــــکه
په همــــــــــــــــــدې تنګو درو کي
دآمو مستو څپـــــــــــــــــــــــــو کي
داټک د سيندموجو کـــــــــــــــــي
تر همدغه آسمـــــــــــــــــان ﻻندي
د همدی خاورې دښـــــــــــــتو کي
دبازانو له ځاليـــــــــــــــــــــــــــــــه
د عقاب په آشيـــــــــــــــــــــانو کي
د پړانګانو په کـــــــــــــــــــــوروکي
د همدې غرونو لمـــــــــــــــــــــن کي
دغو ورانو خرابـــــــــــــــــــــــــو کي
+ + +
دسکندر لېـــــــــــــــچي وې ماتي
د چنګيز پر کور ناوريــــــــــــــن ؤ
د اورنګ خنــــــــــــــجر يې پڅ کۍ
دبابر زړه په غمـــــــــــــــــــــــګين ؤ
د فرنګ توپ يې خاموش کۍ
دبابا زړه يې ﻻ شـــــــــــــــــــين ؤ
هره تيږه يې پاميــــــــــــــــــــــــر ؤ
هر لښتی يې اباســـــــــــــــــــــين ؤ
+ + +
دغه شين آســــــــمان شاهد دی
دغه ستورو هم ليــــــــــــــــــــدلو
دغه لمر دغه سپــــــــــــوږمۍ وه
دغه وريځو هم کـــــــــــــــــــــــــــتلو
د سبا د جنـــــــــــــــــــــګ په طمع
موږ دا نن ﻻ خروښيـــــــــــــــــدلو
د سرونو بازار تـــــــــــــــــــــــــــود ؤ
مستـــــــــــــــــــــــــانه باندي ورتللو
+ + +
بيابه ګــــــــــــــــــورئ بيا به وينئ
پر دې مځــــــــــــــــــــــــکه قيامونه
زندانونه به ماتيـــــــــــــــــــــــــږی
ترې را وځي به مــــــــــــــــــــــــړونه
شخي شخي به شمــــــــــــــــــلې وي
تور ببر ببر بريتــــــــــــــــــــــــــــــــونه
دملالي د ننګ چيــــــــــــــــــــــــغي
پر دښمن باندي تاخـــــــــــــــــــتونه
بريالــــــــــــــــــــــــــي به را روان وي
دنــــــــــــــــــــــــــــيزو پر سر، سرونه
بيا اختـــــــــــــــــــــر به وي د فتحي
په سرو وينــــــــــــــــــو سره ﻻسونه
نړوي به ســـــــــــــــــــــــــــــــوځوي به
دزاړه دښمــــــــــــــــــــــــن قصرونه
هيبتي نـــــــــــــــــــــارې به واورئ
لړزوي به آســـــــــــــــــــــــــــمانونه
+ + +
بيا به دا آســـــــــمان شاهد وي
زموږ د فتـــــــــــــــحي د جشنونو
خم به ســـــــــــــــــــــــرپرسرتشيږی
د مستــــــــــــــــــــــــانو په جامونو
غليمــــــــــــــــــــــــــان به فراريږی
دايمل بابا له غــــــــــــــــــــــــــرونو
+ + +
څوچــــــــي غرونه وي پر ځمکه
څوسيــــــــــــــــــــــندونه ﻻ بهيږی
څو مجــــــــــمر دآسمان تود وي
د جهان پر مـــــــــــــــــــــــخ ځليږی
څوچي وريځ پر آســـمان ګرځي
څو چي څاڅکي تـــــرې توئيږي
څو په نوم انســـــــــــــــــانيت وي
د بشر په نـــــــــــــــــــــــــوم ياديږي
د پښتون قام به ژونــــــــــدی وي
او همدلتـــــــــــــــــــــــه به اوسيږي
دغه زما غيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور ولس دی
دغه زما توپاني قــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــام دی
اسحاق ننګيال ته
اسحق ننـګيال ته دهغه د ماضي پاڼه شعر په جواب كي
يـو خـامـوش پـېغـام مي مات كړل
د اوږدو خــيــالـو لاړونه
تـر غــوږونـو يې راتـېـر كړل
څـو اشنـا غـونـدي ږغـونـه
خـوبـولـي سـتـرګـي موږم
يو نـغـمـه مي تر غوږ كـيـږي
په رګـو كي ويـنـي ناڅـي
د زړه مـرانـدي مـي شـرنـګـيـږي
دا ته څوك يې چي كرې مي
په مړه ويـنـه كي سـنـدري
لـټـوې مي ويښوې مي
په رګـونو كي بـڅـري
دا تـه څـوك يـې چي لـونـې مي
په سيـنـه كي سره اورونه
ستـنـوې مي د زړه كور ته
د عـمـرو تـلـلـي خـيـالـونـه
دا تـه څـوك يې چي لا ويـنـې
په دښتـونـو كي لـښكـري
لا دي ګـرځـي په رګـو كي
د تــاريـخ زړې خــبـري
دا تـه څـوك يـې چـي لاستـايـې
زما د لوړو غــرونـو څـوكي
لا غوږو ته در رسـيـږي
ملالۍ مــيـونـدۍ كـړيـكـي
دا تـه څـوك يـې چي لا مست يې
د پرون په زړه ويـنـه
لا دي اوس هم زرغـونـيـږي
پـه كـوګل كي نوې مـيـنـه
لا پـه شــپـو كي درسره دي
زموږ د ننګ يـاغـي خـوبـونـه
لا دي څـاڅـي له قـلـمـه
نــاويـلـي تـعـبـيـرونـه
سـتـړي روح ته مي را رسي
له تـيـارو نه سـتـا ږغـونـه
تـخـنـوي مي ويده ويـنـه
سـتـا شـعـرونـه ستـا نـظـمـونـه
دلـتـه ويـنـمـه له ورايه
سـتـا د خـيـال يــاغـي وزري
د زمان په كــږلـېـچـونـو
له توپان سره ډغري
زيږه ژبه دي جــارېــږم
د مــاضـي پــاڼــه مي وايه
خـېـبــرونـه مـيــونــدونـه
راته سـتـايـه را ته سـتـايـه
مـاتـه هم بـڅـري راوړه
لږ مي نـظـم ته اور وركه
لـږمـي پا څـوه چي خـوځـو
لږ ما هم په چـيـغـو سـركـه
زه يې ويـنـم چي لاهو ده
د قسمت په توپــانـو كي
ړنـګـه بـنـګـه بــېــړۍ درومي
لاره بــاسـي پـه څــپو كي
زه يې ويـنـم چي پرې اوري
لـكـه غـشـي تـنـــدرونـه
هره خوا ورته اړم دي
د ازل وحـشـي مــوجـونـه
زه يې ويـنـم چي مـاتـيـږي
لوى مـوجـونـه لـكـه غـرونـه
د قـسمـت سـاحـل تــه لـنډ سول
د پـېـړۍ ستـړي مـزلـونـه
ما لـيـدلـه چي فـلـك ته
خـپـل مـوجـونـه تـوپـانـي سول
د تـقـديـر څـخه لار وركه
تـدبـيـرونـه يې يــاغـي سول
د شـفـق له پـلـوشـو نه
را څـرګـند سول ربـاتـونـه
د امـيـد پر مــزلـه اوړي
جـرســونـه كـاروانــونـه
خو زما سـيـورى پـكـي نـستـه
نا اشنا ښـكاري ګـامـونـه
زه له ځـانه پردى سوى
بـېـګانـه مي دي خـيـالـونـه
ويرجينا ، 90 ــ 6 ــ 12
د مـور چـل ځـوانـه
ځوانه دا څوك يـې چي ګولۍ اوروې
د خـپـل نـيـكـه او د ابـا پـر كلي
دې هديره كي دي خپلوان پراته دي
څوك يـې پرون څوك يـې پخوا ويشتلي
بـيـا غاړه كـۍ د مــردكـيـو ډكه
بـيـا دي اوږې له راكـټـونـو درنې
بـيا د اهـاړ تـږي مـورچل تـه درومي
بـيا دي پـر ستـړي مخ را ماتي خولې
بـيا لـكه بـاز پـر لـوړو څـوكو ګـرځـې
بيا دي ميدان تـه سترګي سرې نيولي
پـر كـومـو مـځـكـو بـه مـرمـۍ اوروې
كـومـي ځوانـۍ دي په قسمت ليكلي
دلـته چي تـه پـر مـاشـه ګوتـه ايږدې
هـلـتـه لـه مـځـكـي نـه اورونـه زيږي
ستا د ګوليو د باران له وهمه
اوس پـر دښـتـونـو غـوټـۍ نه سپړيږي
لـه هـري لـويـشـتـي جنازې را پاڅي
د مـرګـي چيغو كلى كور اخيستى
پر شنو جلـګو بـاندي دودونـه ګرځي
ځـوانـه خبـر سوې كابل اور اخيستى
د خداى دپاره ځـوانه مه اوروه
د خـپـل ابا پر مېـنه سره اورونه
پرېـږده وراره دي د ابۍ غېـږه كي
و ويـنـي ګـرم او مـاشـوم خـوبـونـه
پرېـږده چي بيا دا سوځېـدلـي دښتي
د پېـغـلـو څـڼـو ته ګلـونـه راوړي
د غـم لـه سـانـدو ستړي سوي كوڅې
بـيـا اتـڼـونـو ته ډولــونـه راوړي
پرېـږده چي بيا د شنه اّسمان پـر لمن
سپوږمۍ تـه سـتـوري امېـلونـه راوړي
بـيا د اّدم ربـاب نـغـمـې ويښي كـړې
د مـيني خـوب ته تـعـبـيـرونـه راوړي
بلا د ي واخـلـم مـېـړنـيـه ځـوانه
پرېـږده مـورچـل دا د خـونـيانو ځالۍ
دا ستا د پلار ستا د ټبر قـاتـلان
دا د رهــزنـو لـوټـمـارانـو ټـولۍ
سـتـا د ښـادۍ د غـلـيـمـانـو زړونـه
په تـبـاهـيـو بـانـدي نه سـړيـږي
دا د پـرديـو پر كاسو لوى سوي
زموږ بېـګانه په ويـنـو نه مړيږي
پـرېـږده چي سره كي د قدرت لېوني
پـه بـېـګـنـاه ويـنـو خـيـرن لاسـونـه
ته لـه مورچـلـه ګـولۍ مه اوروه
ځوانـه وارى دي سم كاږه بـرېـتـونـه
ورجينا، 93/ 11/ 2
غزل
چې لـه تندي يې د نصيب توري شړلي نه دي
دا لېوني د بل وطن دي زموږ د كلي نه دي
د تورې شپې پر تندي مه ګوره ړانده فالونه
چالـه كنعانه تعبيرونه اورېدلي نه دي
لـه راز ونيازه سره ډېرې كيسې ستړې شولې
دې كوه طور ته لا تراوسه څوك ختلي نه دي
په اشارو لكه قدم د لارې حال وايمه
پر دغه لاره چې څوك تللي دي راغلي نه دي
جلاد به نه وايي د تورې ژبه نكل كوي
چې دې مقتل ته څوك راغلي دي وتلي نه دي
ډېرې به اوښكې تر ګرېوانه پورې ورغړوي
شهيدې شناختې يې لا شمعې پېژندلي نه دي
په هر منزل كې به كفن د "جهاني" يادوې
لا مې پردېس خوبونه شپو ته درلېږلي نه دي
غـــــــــــــــــــــــزل
د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څارله
د هيلو ورځې مې تيارې وې ما دې ﻻر څارله
درته خيرات مې وزرونه نذرانه ايښي وو
ستا به په کوم پانوس کې شپې وې ما دې ﻻر څارله
ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکل کاوه
پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څارله
کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصوير د پلونو
هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څارله
لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کړلې
نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څارله
زما د شهيدو ارمانونو جنډې ونړېدې
ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څارله
د ( جهاني ) قسمت رنځور انتظار ورسيدی
د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څارله
غــــــــــــــــزل
د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــمانه ســره ځــــــو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو
په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو
====================================================================
چي رانه سې پسرليه
.د خوشحال خان خټک د بهارپه قصيدې په پيروي.
هی افسوس چي بيا به رانه سي بهار
نه ځولۍ ځولۍ ګلونه نه ګلزار
نه ښايسته به سي ټالونه په پېغلانو
نه ولاړ به وي زلمي کتار کتار
نه روان به وي همزولي لاس تر غاړه
نه نورورز نه ګل سرخ نه شالمار
نه به ښکلي وي د ښتونه په زلميو
نه به پورته له باغونووري چغار
نه هب بيا خوشال ايستلې توره راسي
نه به بازغوندي منګول سره کي په ښکار
نه به سره تبۍ کي مځکه د مغولو
نه لښکر به د غليم کي تار په تار
نه مرغان به د رحمان پر غزل ژاړي
نه بې ګوري څوک فالونه پر ګفتار
نه به څوک د قناعت په اطلس وياړي
نه به ګرځي په خرقه کي شهريار
نه به کړنګ وشنو پيالو ته حميد ورکي
نه به شونډي پکښي ويني د خپل يار
نه به اوښکي تويوي پر مسافرو
نه به فرش کي په لېمو دلبر ته لار
مهاجري سولې ورځې شبستان ته
د تور تم لښکر نيولی د لمر ښار
نه د زرکو په نارو دي غورنه ښکلي
نه بازان خوني منګول تېره منقار
نه نارې دي د چڼچڼو د قُمريو
نه شاهين پسي وتلی دي په ښکار
په ګزمو د شيطانانو سترګي ګرځي
منګي نسته پر ګودر باندي کتار
پاولي نه کوي شرنګی پر ګودرونو
پېغلي نه لري خالونه د سينګار
نه غوټۍ دي د سوما له اوبو مستي
نه لښکري د بورا ګرځي خمار
نه وږمې ګرځي په شپوکي د ګلونو
نه شبنم له غونچو الوزي سهار
هره خوا ګرځي لښکر د صيا دانو
اوس بلبل ترانې نه وايې په جار
د نارنجو ګل به څوک ګرېوان ته يوسي
محتسب چي وي وهلی ننګرهار
څوک به وليکي خاټول ته غزلونه
د مرګي لښکر چه پروت وي پر مزار
ګناه کاري سوې جنډۍ د زيارتونو
نه سخي سته نه لمن د لاله زار
جنازې دي چي را اوري پر کورونو
مستي نه لري کوڅې د کندهار
ستا په نوم چي ورانوي د وطن څلي
ربه ته يې په لعنت که ګرفتار
د احمد پر مېنه مه وای زېږېدلي
مه يې مور ددې وطن وای مه يې پلار
نن يې اور د جنازو پر وطڼ بل کړ
هم لښکرو د غلم هم د بادار
خدايه يو زخم خونه دی چه به جوړ سي
کال په کال دي پرهارونه وار په وار
چه به ويښي په ناور وې د نکلونو
له هغو کيږديو پورته دی کوکار
چه دښتونه يې وه ښکلي په اورونو
له هغو خېمو کچکول باسي مالدار
نه شپانه سته نه کيږدۍ نه رمې ګرځي
نه په دښت کي د لېوانو پروت دی ډار
خدايه ورکي سوې شملې دشمله ورو
نه سرونه سول راپاته نه دستار
له قاصده سره نسته پيغامونه
بد شګون دی ستر ګي سری دي د رويبار
رباتونه نا بلده راته ښکاري
قافله پر کومه ځي کرار کرار
توره شپه ده کنډوونه کږ لېچونه
يابه ړوند وي يا جاهل کاروان سالار
له خزانه تر خزان پوري ژوندون دی
نه يوه لحظه سکون سته نه قرار
هره ورځ يې له دوږخ څخه را وزي
پر تندي د هري شپې ليکی نار
هر ساعت يې قيامتي اورونه اوري
زخمي کډي باروي زړونه افګار
کور او کلی د سکروټو کروندې دي
ورور له وروره زوی له پلار څخه بېزار
لاټولۍ د لېوني محتسب ګرځي
نه پر سد يې دی پرې ايښي نه هوښيار
د مطرب له شهرازونو اوښکي اوري
نه په سور کي يې رباب دی نه سيتار
نه په غلا نه په ښکاره يې ديدن کېږي
د جانان کوڅې نيولي دي اغيار
نه ساقي ډکي پيالې راوړي محفل ته
نه ياران دي په مستيو کي سر شار
نه دګل په نصيب سرې شونډي د پېغلو
نه بورا سينه څيرلې ده په خار
ځه په مخه دي ګلونه پسرليه
درته نور به وي ملکونه انتظار
دا يتيمي څڼي نه غوځي اتڼ ته
دا زوی مړي تاته نه دي د روزګار
ته د کونډو اوښکونه يې د پوښتني
د زهيرو زړونو مه اخله آزار
جهاني د خوشحال خا له برکته
د سکروټو په قلم ليکي اشعار
نه به ته يې نه به زه يم
يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم
سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو
سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم
د پانوس لمبې به سوځي يې فرياده وزرونه
بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم
تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د ميني وژني
بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم
د باطل نمرود به اور وي د حق چيغي شوروي
څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم
لا چښي به په خلوت کي غلي غلي شرابونه
ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم
څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندي
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم
بازاري ميني به پلوري اشاري دبورو سترګو
ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم
له شهبازه به را اوري ((جهاني)) ستا غزلونه
ستا دميني به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم
غزل
کلونه کیږې له دې ښـاره کـیسـو کوچ کړی دې
دآدم خان له شهـبـازونو د رخو کـــوچ کړی دې
په هغه دښت کې دمجنون غر غړې وچې سولې
د لـــیــونـیـو له مـنـزلو نو اغزو کو چ کړی دې
نه په محفل کې بلید ل نه سو ځیدل یا د یـــــږې
دپتنګا نو له مذ هــبـه لــمــبــو کــوچ کـــړی دې
څنګه به ستون شې لـــه خزانــه تــورید لې بلبل
چې له چمنه د ګـیـډ یــووږمـو کــــوچ کــړی دې
اوس یې شرنګي دنیمو شپو سندری نــه تخـنـوې
له سپینو لیچو سرو لاسونو بنګړو کوچ کړی دې
د زلـــیـخا مــیــــنــه د چـا لــمـنـي نـــــه تــوروې
اوس له خوبونو د یو سف قا فـلـو کوچ کـــړی دې
د تور جا د وافــسون وهـــلــې دې دغـــــرو لمنې
نن د شــپـــیــلۍ له منـتـرونـونغـمو کوچ کړی دې
جهانې څوک بـه پـر لـنـډ یــو غــــز لونـه لــیــکې
چــې لــه ګــودر څخه دپــیـغـلو نارو کوچ کړی دې
غزل
په ژوند مي نصيب نه سوې جنازې ته دي درځم
د يــــــــار دوصل خيا له هد يرې ته دي د رځم
يو تشــــــــــه وعده يې دځوانۍ په بيه غواړم
سوالګرنه يــم آسمانه چي کاسي ته دي درځم
منم چي ترمــــــنز له يې سکرو ټي دي کرلي
دالار په ماودانـــه د ه کوڅې ته دي د ر ځم
يو لحظه د ي مــــــــــخ له رقيبا نو پټو مه
لمبي خا مو شه نه سې تما شې ته دي درځم
داستادميني اوردي چي محفل رنګينومه
پانوس رنګه بليږم بدرګې تــــه دي درځم
غزل
کوڅې به دی خلوت سې غلـــبــلې درڅخه وړم
د زړه د پـــرهـــارونــو جـنــازی د رڅخه وړم
کلونــه مې ژړلې د نــاســـو رد تـــورو ورځـــو
آسمانه په کچکول کې مې نن شپې درڅخه وړم
پردی نه یم راغلی تر محفل پـــوری پـانــوســه
پټن یم په وزرو کې مې لمـبـې د رڅـــخــه وړم
چې بـیـا دي له وعــد و ســره وانــه ړوی کلونه
لــه ســرو نـا زکو شونډ و دې پلمې درڅخه وړم
دتورو زلفو تـورو تــه مې تـنـدې د رتــه راوړی
ځنځیر درڅـخـــه غـــواړم زولـنی د رڅخه وړم
نن ځو دحق په کور کې د زاهــد فا تحــه اخــلــو
مــنــصور یـمه راغـلی غـر غـړی درڅخـه وړم
په غــرو کې بــه دی پــورته نه سې ږغ د لیـونـیو
کلنګ مې ما تــومــه افــســـــانې درڅــخـــه وړم
چې نوم د جهانې دي له خوبونو سره هیـر ســــې
له شپو څخه دي ؤزمه کــیسې در څـــخــــه وړم
غزل
پــر رقــیــب چــــې مــــې اخـتـر دی له جانانه مې ګیله ده
خپل جنون په کاڼـو ولــم لــه اســـمـــانــه مې ګـــیـــلـــه ده
دهــو ښــیارو پـــه ټــــولې کې نصیب ځای نـــه و راکړی
زولني نه رارسـیــږې لــه زنــــــدانـــه مــــی ګــیـــلــه ده
نـــه ســـاحل تــه ســـومــه څیرمه نهله مو جه سره ولاړم
د څپو سره پــا تــیـــږم لــه تــو پــــانـــه مـې ګیــــلـــه ده
نه د چا د پیکې یا ر یم نه دچا په تو ر ســنـــګســار یــــم
نــه بــی لاري نــه پـر لار یم له خـــپــل ځانه مې ګیله ده
اوس بــه څــه رنــګه خـبـر سم پــــه اســرار د لــیـونـیـو
چې له پښو مې اغزې تښتې له بیـا با نــه مـــې ګــیلــه ده
نه می ځان موړ په دیدار کی نه مې ځان دغاړی هار کی
څــه بــې وخـته یـې ســهـار کی لـه آ ذ ا نـه مـی ګـیـله ده
نه مې وخندل سبا تــه نــه مې غــیــږ ورکــړه بـــورا تــه
نــه شـبـنـم مې راغی خــواتـه لـه با غـــبا نـه مـی ګیله ده
په ربات کې مې کړي سپینې ځوانېـمرګي شـپــــی دعـمـر
بې جرسه تر ما تــیر سـو لــه کاروانــه مــــــې ګیــلـه ده
جــــهانې رنــګه راځــمـــه دســلــګـــیــــو پــه ګامـــونــو
زنکــــد ن می هـــر نــفـــس دی لــه د رمـانه می ګیله ده
يو ته نه يې پر هر چا مي شك پيدا سو
پر دنيا او مافيها مي شك پيدا سو
غل خو نه يې چي په نيمه شپه كي راغلې
د جانان خياله پر تا مي شك پيدا سو
كرۍ شپه شمع بلېږي پتڼ ګرځي
پر لمبه او پر بورا مي شك پيدا سو
هر كلنګ سو د فرهاد په نامه پورته
پر مجنون او پر ليلا مي شك پيدا سو
د جلاد پر باڼو اوښكه راښكاره سوه
پر ازل او انتها مي شك پيدا سو
د ابليس پر ګوتو ستړي تسپې اوړي
پر قسمت او پر قضا مي شك پيدا سو
شيخ په لو ږيره د حق نارې وهلې
د منصور پر مدعا مي شك پيدا سو
نن زاهد له جهاني سره ژړله
پر هر قول او رشتيا مي شك پيدا سو
ويرجينيا 1997/21/11
چي د حسن شور ماشور يې محشر وسو
په كاږه كاته يې كور د مجمر وسو
چي په ذكر يې خلوت بتكده كيږي
د هغه صنم په ياد مي ځګر وسو
چي د زلفو شپې يې خال په غېږ كي واخيست
د فلك په شبستان كي قمر وسو
تبسم يې د غوټيو خوله كړه پټه
د ښكلا هجوم يې كور د آذر وسو
نيم سېراب يې د لاله سينه داغي كړه
د فردوس په خُم كي جام د كوثر وسو
چي په تور يې جهاني دوږخ ته كش كړم
د هغې ميني په اور يې منبر وسو
كابل پښتو ټولنه 1354 لمريز كال
په وير كي د بېلتون چي په غوغا راسره نه سې
منصوره چي شريك مي په ليلا راسره نه سې
ما پرېږده چي مي اوښكي د تقدير پر لمن څاڅي
تر سترګو دي وارى سم په ژړا راسره نه سې
جانانه زما جنون ته ازل هسي لېونى دى
ملګرى په سفر كي د صحرا راسره نه سې
له سترګو يې بېرېږم هسي نه نظر مو نه كي
په مخ كي د رقيب چي په خندا راسره نه سې
جنونه كه په غاړه كي ګرېوان درته په كار دى
زما شپې د لېونتوب دي چي تنها راسره نه سې
زخمونه پښتانه دي مالګي لپي لپي راوړه
قسمته مروره چي پخلا راسره نه سې
د سترګو اشارو ته د رقيب سترګي څلور دي
ما ستا په تهمت وژني ته رسوا راسره نه سې
نصيب رنځوري شپې د جهاني په نامه كښلي
طبيبه ته بدنامه په دوا راسره نه سې
94/15/1
پناه ته له ناكامه توپانو راوړى يم
ملګرو دې محل ته زلزلو راوړى يم
صياد مي پر زګېروي باندي مين سو توره بخته
قفس ته مي خوږمنو غلبلو راوړى يم
قسمت مي له وزر سره اورونه دي ګنډلي
يارانو دې انګار ته زولنو راوړى يم
يوه شېبه مي پرېږده زنګوم ستړي خوبونه
ساحله تر لمني دي څپو راوړى يم
كلونه لكه اوښكي د ګرېوان پر لوري ولاړل
مرګيه نن دي غېږي ته سلګو راوړى يم
زخمي اوښكي مي نه دي د ناسور له پرهارونو
ديدن ته دي حبيبه بهانو راوړى يم
دا لار مي د بڼو په څوكو نه ده پيدا كړې
جانانه تر منزله دي سجدو راوړى يم
لا ولي مي په لاس كي پېمانې په كاڼو ولې
زاهده دې مقام ته خو توبو راوړى يم
سرابه جهاني دي په دام نه دى كښېوتلى
كوثر ته د نصيب هېرو وعدو راوړى يم
نصيب د تورو شپو مي د دې ښار ليدلى دى
دا رنګ مي په تندي كي د رويبار ليدلى دى
په كومه ژبه وستايم د تورو زلفو څوكي
د خيال په خزانو كي مي ښامار ليدلى دى
ملګرو د خوبونو تعبيرونه به مي څه وي
په صف كي د يارانو مي اغيار ليدلى دى
تر څو په پلوونو پټوې د رقيب سيورى
جانانه ما يې پل پر دغه لار ليدلى دى
لا زما له ستوني ولي د هوس ترانې غواړې
شهباز مي ستا په كلي كي سنګسار ليدلى دى
له هوډه به وانه وړمه زاهده مروره
ما ستا په جنتونو كي انګار ليدلى دى
پر لاس د جهاني دي ولي ستړي كړه فالونه
پر پاڼه د ازل مي قسمت خوار ليدلى دى
واشنګټن ډي سي 1997/29/9
د ويښو شپو زړه كي لمبې تېرېږي
يا د يادونو قافلې تېرېږي
بوډۍ ځواني مي په نظر نه ورځي
ښكلي په وار جوپې جوپې تېرېږي
باده د خداى دپاره تم سه دلته
تر پلو لاندي پښتنې تېرېږي
ورو ورو د اوښكو په ګامونو راځه
ستا د خيالونو جنازې تېرېږي
مرګه ظالمه چي نظر مي نه كې
څو ښكلي شپې لكه شېبې تېرېږي
د افلاطون هنره تښتې ولي
د لېونيو زولنې تېرېږي
شيخه غوږونه دي كاڼه ګرځوه
د مطرب ګوتو كي نغمې تېرېږي
زاهده سر تر نوكه سترګي سولې
د ښكليو نجونو سلسلې تېرېږي
جهاني بيا كله توبې ماتوو
زلمي كلونه لكه شپې تېرېږي
واشنګټن 1997 د ډسامبر دېرشمه
ملګرو ځو به د خمونو لاري بندي سولې
پر تږو شونډو د جامونو لاري بندي سولې
فرهاده اوس به د شېريني مزل چېرته وهې
پر كلنګونو دي د غرونو لاري بندي سولې
پر خزانه د ښامارانو پيره ودرېده
راځئ په غلا د ديدنونو لاري بندي سولې
سوږميه اوس د افسانو تخمونه چيري لونې
چي د كيږدۍ د ماښامونو لاري بندي سولې
زلمي به نه شمېري لحظې د انتظار پر ګوتو
چي پر پېزوان د ګودرونو لاري بندي سولې
نور دي درخو په نقابونو كي ځواني تېروي
د آدم خان د ربابونو لاري بندي سولې
د سيتارونو له خالي كوګله ساندي اوري
د ترانو پر شهبازونو لاري بندي سولې
نسيم پرون د پسرلي جنازه وايستله
زموږ په وطن كي د ګلونو لاري بندي سولې
پتنګه بل چيرته سينه پر لمبه وسولوه
زموږ پر ماښام د پانوسونو لاري بندي سولې
سپرليه غېږه كي دي وساته ځولۍ ګلونه
پر دې بېديا د بهارونو لاري بندي سولې
له خزانونو تورېدلى بلبل نه راځي بيا
پر دې چمن د بهارونو لاري بندي سولې
جهاني ستا يې په تندي كي دي زخمونه كښلي
چي پر طبيب د مرهمونو لاري بندي سولې
واشنګټن ډي سي 1998/31/8
درد مي له سينې نه بهر چېرته ځي
ستا د تورو سترګو اثر چېرته ځي
زه په خپل اختيار درته راغلى يم
نور له دې زندانه خبر چېرته ځي
ميني ته ولاړ دي جلادان د وخت
ښكلي به پر لور د ګودر چېرته ځي
شيخه ريشتيا وايمه معذور يمه
ډله د شيطان كي كوثر چېرته ځي
خدايه دا سزا د كومي ورځي ده
شپو له پاسه شپې دي سهر چېرته ځي
زه خو يې ګرېوان مخي ته نه وينم
خدايه دا د اوښكو لښكر چېرته ځي
ژوند له حادثو سره پېيلى دى
دلته له ساحله خطر چېرته ځي
څو به جهاني له لاري وګرځې
ستا په نوم ليكلى سفر چېرته ځي
ويرجينيا 1998/25/1
د بڼو پر څوكه ژوند دى پاتېدلاى سم كه نه سم
لكه اوښكه پر باړخو دي رغړېدلاى سم كه نه سم
د سركښي ځوانۍ باز مي په رضا دام ته درلوېږي
پټ په خيال كي دي په زلفو زنګېدلاى سم كه نه سم
د پردۍ نشې مستي ده چي په سترګو كي يې وينئ
شپه لا ځوانه ده يارانو نور چښلاى سم كه نه سم
د اجل قاصد راغلى د ځوانۍ پولي ته پرېووت
وايه بيا دي نرۍ شونډي مچولاى سم كه نه سم
د تقسيم په آينه كي ځان ته ګورمه تا وينم
د تقدير له ځنځيرونو خلاصېدلاى سم كه نه سم
ستا محفل كي شمع نسته زما وزري لمبې غواړي
دا يو څو خاموشي چيغي دلېږلاى سم كه نه سم
چا پرون راته ويله چي شهباز خاورو ته سپارې
د مستۍ په هديره كي نڅېدلاى سم كه نه سم
دوږخي خيالونه مړه سول جنازې يې اوښكي يووړې
څه دي رايه ده زاهده سوځېدلاى سم كه نه سم
د مورچل د پېغور غشو دواړي سترګي را ړندې كړې
پښتنې نور دي پلو ته در كتلاى سم كه نه سم
د ځوانۍ مستي شېبې مي د ديدن سراب الوۍ كړې
په كوڅه كي دي جانانه ښخېدلاى سم كه نه سم
هسكه غاړه د غرور مي د تسليم په توره پرې كړه
جهاني دي اوس قدم ته پرېوتلاى سم كه نه سم
واشنګټن ډي سي 1996/12/11
دا ميكده په نڅېدلو ارزي
ساقي دا جام دي په چښلو ارزي
چي لېونتوب ته عقل وتخنوي
دا زولنې په شرنګېدلو ارزي
چي زړه ته خيال د سركو شونډو راوړي
دا شنې پيالې په تشولو ارزي
چي توروي د كوڅې كاڼي شګي
دا سوي چيغي په وهلو ارزي
چي يې كيسې د ميني تخم كري
هغه وزر په سوځېدلو ارزي
د كوه طور د لاري ستړى نكل
جانانه ستا په اورېدلو ارزي
ستا له خوږو خوږو پلمو وګرځم
وعدې دي ټولي په منلو ارزي
ستا په جلوه د سوځېدو په اميد
ژوندون په تمه تېرولو ارزي
چي جنازه مي ستا كوڅې ته دروړي
دا انتظار خو په كولو ارزي
مرګه ايله اوس يې په قدر پوه سوم
دا توري شپې په سپينولو ارزي
چي جهاني د جانان غېږي ته وړي
هسي خوبونه په ليدلو ارزي
واشنګټن ډي سي
1997/16/11
د جانان په تور اغيار نيولى ښه يم
ستا محفل كي لكه خار غندلى ښه يم
ما ته مه ښيه نخرې د پاړوګانو
زه د تورو زلفو مار چيچلى ښه يم
د سجدې تمه به نه كوې نمروده
زه خليل يم په انګار سوځلى ښه يم
زما يوسفه سر مي زر ځله در جار سه
په بازار كي خريدار منلى ښه يم
كاڼي مه راته راښكاره لېونتوبه
د دې ښار څخه هوښيار وتلى ښه يم
چي اوبه مي د اغيار په كوثر نه كې
په سراب كي انتظار وژلى ښه يم
زه يې پېژنم رقيب دى طبيب نه دى
مرهم ليري كه پرهار خوړلى ښه يم
د بدمستو له مستيه مي زړه شين دى
انجمن كي دي خمار وهلى ښه يم
جهاني ته لاري مه ګوره د تېښتي
زه د حق په نوم پر دار ختلى ښه يم
ويرجينيا 1997/ډسامبر 20
جانانه زړه مي ستا كوڅې ته له در تلو صبر سو
ستا په انګړ كي مي تندى له لګېدو صبر سو
زما له زلميو ورځو ولي كساتونه اخلې
بوډى زاهد په سپينه ږيره له توبو صبر سو
چي دي محفل كي له پانوسه لمبې وشړلې
پتنګ تياره كفن كوي له سوځېدو صبر سو
چي جنازه دي د مطرب له كوره پورته كړله
شهباز نرى فرياد كوي له شرنګېدو صبر سو
اوس مي د ښار په دروازو كي كاڼي نه پېژني
عقله راځه چي لېونتوب له زولنو صبر سو
نور به مي سيورى د رقيب توري ته نه وي ولاړ
كيسه مي هېره كه زما نكل دي له شپو صبر سو
زه دي له ښاره جهاني رنګه راووتلم
ستا په مالت كي مي آواز له خپرېدو صبر سو
ويرجينيا 1998/16/5
چي ګوندۍ ته مي راغلى د غرور دى
دا فلك لكه چي زما سره تربور دى
چي سجده يې د غرور له زور تښتي
نن له هسكه ګدايي كوي مجبور دى
څه لمبې لمبې نارې وهې آسمانه
دا وطن چي پيدا سوى دى تنور دى
دلته هره زولانه كي مجنون اوسي
هر آواز چي در رسيږي د منصور دى
يا د دار له سره چيغي پورته كيږي
يا موسى پر كنګره د كوه طور دى
خوني نه يم پښه نيولى چي را نه سې
دا مي لاس د خپل قاتل په وينو سور دى
ستا د توري تر سايې لاندي زمرى سو
رقيب كله دونه نر دونه باتور دى
د رقيب كوثر مي ليري كه له مخي
د رويبار په خوله انګار راته منظور دى
عزراييله لاس دي جار سم مهلت راكه
د رقيب زكندن وينمه ضرور دى
په تسل مي علاج نه كيږي يارانو
چي طبيب مي له كتو څخه معذور دى
جهاني له يوه غشي فرياد نه كړي
دلته هر زخم چي اړوې ناسور دى
واشنګټن 1998/2/9
يوه لحظه دي مخ ته ودرېدم خداى په امان
پردېسو هيلو ته مي وژړېدم خداى په امان
زه لكه اوښكه بيا مي تمه د راتللو نسته
پر ښايسته باړخو دي ورغړېدم خداى په امان
كه مي غرور كه مي ځواني وه نذرانه مي كړله
پښو ته دي ولوېدلم و رژېدم خداى په امان
ستا د شغلې بلاګردان سوم د پتنګ په رسم
تر سر دي وګرځېدم وتپېدم خداى په امان
ستا د نامه مينه مي وكرل د مرګ تر پولو
د دار په پړي درته ونڅېدم خداى په امان
پر سر مي بلي كړې لمبې چي لاري وركي نه كم
چېرته پردي ولات كي وسوځېدم خداى په امان
زه د ګلونو په بستر كي نصيب نه منلم
لكه شبنم درڅخه وغورځېدم خداى په امان
پوه سوم چي نوري مي د پلونو نخښي پاته نه دي
زه لكه سيورى دلته وهستېدم خداى په امان
بيا به مي نوم د چا ماشوم خوبونه نه زنګوي
لكه كيسه له ياده ووتلم خداى په امان
نور جهاني ستا د محفل د يادولو نه دى
يوې برېښنا په شاني وځلېدم خداى په امان
ويرجينيا 1995/2/7
خالي دي ميكدې نه سي چي زه بيرته راځم
خماري دي پيالې نه سي چي زه بيرته راځم
يوسف مي د خوبونو د تعبير پر لارو ورك دى
رڼا ورځي دي شپې نه سي چي زه بيرته راځم
لښكر د رقيبانو مي په سترګو دى ليدلى
كوڅې دي هديرې نه سي چي زه بيرته راځم
قاصد راته ويله چي زما مينه دي پردۍ كړه
پښېماني دي وعدې نه سي چي زه بيرته راځم
وعده مي په سكروټو كي منزل ته رسېده وه
دا سرې لمبې سړې نه سي چي زه بيرته راځم
قسمت مي وزرونه ستا محفل كي دي سوځلي
دا شمعي دي تيارې نه سي چي زه بيرته راځم
جنون مي ستا په كلي كي باران د كاڼو غواړي
خالي درنه كوڅې نه سي چي زه بيرته راځم
جانانه ستا په سترګو لنډوم دا توري لاري
تياره درنه ډېوې نه سي چي زه بيرته راځم
پر سر درسره ځمه چي تنها مي خوشي نه كې
رواني قافلې نه سي چي زه بيرته راځم
ازل او جهاني دى لېونتوب سره منلى
بېغمه زولنې نه سي چي زه بيرته راځم
واشنګټن 1997/28/6
خمار مي نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي راته اشنا دى خو جامونه بېګانه دي
پښېمانه درته نه يم بد ګومانه راته نه سې
جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي
سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى
پردى قاصد راغلى پېغامونه بېګانه دي
پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى
لمبې پكښي سړيږي پانوسونه بېګانه دي
دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه
نغمې ګوتي كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي
لښكر د غمازانو دي له كومه رابللى
جانانه ستا په كلي كي مي پلونه بېګانه دي
چي زما د لېونو چيغو جواب ورسره نسته
يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي
غرور مي له ناكامه تش آسمان ته كچكول نيسي
ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي
ستا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندي نه يم
طبيبه لاس دي جار سم پرهارونه بېګانه دي
سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه زاهده
په دې سركښه ښار كي محرابونه بېګانه دي
ويرجينيا 1997/6/22
خوب مي ليدلى دى سبا رقيبان كډه كوي
زما د جانان د كوڅې ټول غمازان كډه كوي
سترګو ته راغله جل وهلي مېلمانه خيالونه
د پښتنو اوښكي د زوره ګرېوان كډه كوي
يا دي قسمت بدلوم يا به تندى ماتوم
چېرته چي ځم له هغه ښاره خوبان كډه كوي
ګوره چي عقل د جنون جامې په غاړه كړلې
د لېونيو له مستيه رندان كډه كوي
زه پوهېدم چي اسوېلي مي بې اثره نه دي
هغه دى ورو ورو له ساحله توپان كډه كوي
چا خو به چېري د سنګسار خبري كړي نه وي
چي د مكې له ښاره ځغلي شيطان كډه كوي
يارانو راسئ تماشې د رياكارو وكړئ
زموږ له كوڅې نه خرقه پوش زاهدان كډه كوي
قسمته چېري د سكروټو ځنځير وشرنګېدئ
چي مي د حق له چيغو تښتي آسمان كډه كوي
جهاني زېرى مي درباندي رويبار خط راوړى
ستا له سوځلي ګلستانه زاغان كډه كوي
ويرجينيا 1994/24/5
دارو مي د رنځونو مسيحا راته راوړي
خبر چي مي د كلي د اشنا راته راوړي
ازل مي ستا په لاره كي غرور قرباني كړى
سجدې به مي تندي ته خامخا راته راوړي
له سترګو د قاصد مي معلوميږي تعبيرونه
ځولۍ مي د خوبونو نيمه خوا راته راوړي
منصوره ككرۍ مي د قسمت پر لاري رغړي
د حق چيغي له داره هر سبا راته راوړي
آسمان سړي ته ګوري بيا جامې كي ورته جوړي
مجنون يمه ملګرو چي ليلا راته راوړي
يو نور مي پ