Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

دعبدالهادي ريشا شعرونه

دبل استقلال
ښــــــــــــار دبل کوڅه دبل بازار دبــــــــل
لار دبــــــــــــــل سړک درو دېول دبـــــــــل
کور دبل دئ فرش دبل يــخچال دبــــــل
اور دبل دئ دېګ د بـل دئ دال دبـــــل
دا طعـــامــخانه ده خادمــــــــــان پکښــې
لانـــد ي جوړه سوې ده تر جال دبـــــــــــل
ټول مصـــارفــات د دوی له جـــــــېبه ځــي
نوم دبل نـښـــــــان دبل جمـــــــــــال دبـــل
ډک جېبــونه تش کـــيسه برانو کـــــــــــړه
بانک پـدې روپو سو مـــــــالامال دبـــل
هر څــه اختيارات دبـــل اختيار کــي دي
الــــــــوزي آزاد خو پــــر و بـــــــال دبــــــل
پټ نيتــونه لڅ يې په عمل کي ســـــي
لاندي تر تور سپين ښکاري اعمال دبـــل
تـــــور د غـــلامۍ کي يې ګير کــړي يــــــو
امـــــــــــــــــر او فرمــان جـاه و جــلال دبــــل
عـــــــــــدل کــــه حاکـم پر انسانانـــو ســـو
هغه وخت به يو انسان سي سيال دبل
هـغه وخت پرېږده ريشاء اوس څه وايې
وايمــــــه اوس هم ستا استــــقلال دبل
کراچي


باډاســــکي
دا به نــه وايې چي زه پخته اوباز يم
په غوټـه د سمنـــــدر و تل ته ځــــــمه
هسي وايه چـي څپو ته به ځان ورکړم
چـــي پـر هر لوري مي وړي ورسره ځمه
ارام بـــــــــحر قـــهرېدلـی، دردېدلــــــــی
ځــــني پورتـــه غــضبي غټـــي څپـــې دي
کښتــه کيږي پورته کيږي غرونه، غرونه
چــي و مخ ته يې دريږي کړي وارونــــــه
پــــر لوی بـــحر وار وارونکــی د څــپو دئ
ځـــان دي کــاږه د ساحل پر لور چــټک ځـــه
پـــه ځـان مـــه مـــغروره کېــږه چي پاتېږم
د پستـــو اوبــو څپـــې دي خــــروښېـــدلــي
ســـــلســـې دتورو غـــرو په ويشتــل کيږي
اوبـــازي دلتـــــه و تـــا تـــه پـــــکـــــار نه ده
دلتــــه غـــــرونـــه رانــــــړيـــږي، زرې کيږي

اوبـــازي هسي يوچل دئ
د اوبا ز ډيـر لنډ مــزل دئ

دكرښپل له کتاب څخه ـ ١٣٧٩

څلورېزه

سپینه پاکه مامدي به سره وایـــــــــــــو

که پر سټېج یو مخامخ او که تر شا یو

همېشه باید د زړه خبر پر خولـــــــه وي

که دخلګو خدمتګاره په ریشتیـــــــا یو





بېګانه ګان
رنګونه بېکانه دي نیرنګونه بېګانــــــــــــــــــــه دي
چي نه سره پوهیږو خو فکرونه بېګانـــــــــــــــــه دي
سړي مو خپل سړي دي خو مغزونه یې پردي دي
چي هر ځای وي جنګونه پلانونه بېګانــــــــــــه دی
څوک تللي بل وطن ته څوک راغلي بل وطـــــــن ته
وهر چا ته دبل چا وطنونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــه دي
روان یم د بازار په ګڼه ګوڼه کي تېرېـــــــــــــــــــــــږم
ترافیک خپل وطندار دئ خو لاسونه بېګانه دي
رڼا نسته تیاره ده دتیارې سړی مــــــــــــــعلوم دئ
دشپې چوربتۍ وال دئ سهار پلونه بېـــګانه دي
دخلګو امنیت لره ملي اوردو جــــــــــــــــــــوړېږي
فوجونه میدانونه پروازونه بېګانـــــــــــــــــــــه دي
بازۍ یې د شطرنج پر دې بساط سره اوډلــــــــــې
چالونه بېګانه حرکتونه بېګانـــــــــــــــــــــــــــــه دي
مجلس ته چي ورځم توري پر دې باندې ځړیــږي
خبري نه بیلیږي آوازونه بېګانــــــــــــــــــــــــــــــــــه دي
اکثرو میخانو کي مي نوشان شناخته خیلان وي
ساقيا نې بېګانه دي ګیلاسونه بېـــــــــــــګانه دي
داټول بېګانه توب د دېواله وشاته کیــــــــــــــــــږي
مخ تګ ته لاره نسته دېووالونه بېګانــــــــــــــه دي
په دونه کمواکي کي ریشاء څرنګه خپل ســر سي
چي واک د چا د بل سي ټول کارونه بېګانـــــه دي
کراچي

چورخاک
دا که واکداري وي ، واک داري خوهســـــــــــــــي نه وي
داکه کار داري وي ، کارداري خو هســـــــــــــــــــي نه وي
څوک چي پر سرونو باندي خیژي ســــــــــــــــرداري کوي
دا که سر داري وي ، سرداري خو هســـــــــــــــــــــي نه وي
خپل هیواد یې ګړوب کړی، لا ځانونه هوښیاران بولي
داکه هوښیاري وي، هوښیاري خو هســــــــــــــــي نه وي
ځان دمور په مرګ سره شېر بر ېتي او نامدار بـــــــولي
داکه نامداري وي ، نامداري خو هســـــــــــــــــــي نه وي
دوی ویل کورونه جوړوو خو کنډوالـــــــــــــــې یې کړې
داکه معماري وي ، معماري خو هســـــــــــــــــــــي نه وي
هر یو چي راغلئ دئ وایی امـــــــــــــــــــن کراري غواړم
داکه کراري وي، کراري خو هســــــــــــــــــــــــــــــي نه وي
راغله و چور خـــــــــــــــــاک ته همکاري یې بهانه کړېده
اوس پُټ پرهاري سوه، همکاري خوهســـــــــــي نه وي
ماته دیارۍ لاس راکوي په سیــــــــــــــــــــــــاڼه توب سره
ده کچه یاري، سوچه یاري خو هســــــــــــــــــــــــــي نه وي
ډېـــــــــــــــــــــــــري چار مارۍ بل سالارۍمودلته ولیدې
دا خو بمبارۍ دي ، چارماري خو هســــــــــــــــــي نه وي
ولي نه رسیږي د اولس بار تر مـــــــــــــــــــــــــــــــزله پوري
دا که بــــــــــــردباري وي ،بردبا ري خوهســـــــــي نه وي
عمر عبث تېر سو یو غـــــــــــــــــــــــــــمخوره موپیدا نکړ
داکه غمخواري وي ، غمخواري خو هســــــــــــي نه وي
پورته سه ریشاء دبدخواهـــــــــــــــــــــــــــانو لاري ونیسه
دا که بې لاري وي ، بې لاري خوهســـــــــــــــــــــــي نه وي

للــــو،للــــو
الا هو للو، للو خوب دي درسي د لېموللو،للو اټا هی،اټاهی للو للو
د ستر ګو تور دزړګي سره للو، د توري شپې ژړيه لمره للو، پر د ښمنانو سې لاس بره للو
الا هو للو، للو
اوس دي خوبونه کوه، پاک خورکونه کوه، پرمور نازونه کوه
ځان مړه وه په شيدو، خوب دي کوه تر سپېدو
الا هو للو، للو
سباقومونه روزې ، کار له غښتلي پالې، دوی به له لوږي ساتې
څښتن دلويوکارو، دنوي ، نوي فکرو
الا هو للو، للو
ته به اقوا م ويښوې، ته به عوام ويښوې، بشر تمام ويښوې
ته دغفلت دخوبو، دجهالت دخوبو
الا هو للو، للو
نړۍ کي سپين دي که تور، هر يو د ځان بوله ورور، نړۍ د ټولو لوی کور
سره يو ځای دقر نو، پرد ښتو، غرو و رغو
الا هوللو، للو
وچه بېدیا اوبه وه، خړي غونډۍ شنې کوه، زوزان دبېخه رېبه
زړونه راباسه دغرو، وتړه بند پر رودو
الا هوللو، للو
پوره که لوړي هیلي، دمرګ وسلې کړه ویلي، وایه دژوند بدلي
ورک کړه خطر د جنګو، خلاص کړه بشر دلمبو
الا هوللو، للو
زما وصیت ومنه، حق-عدالت چلوه، خدمت دخلګوکوه
دغه قیمت دشیدو، ستا څخه غواړي ببو
الا هوللو، للو
دخلګو زړه وساته، زړه یې دزړه وساته، لوی او واړه وساته
عالي انسانه للو، پرخواري ګرانه للو
الا هوللو، للو
آینده ښاد اوسې، ارام- آباد اوسې، لوی سې دمراد اوسې
زما نازولې زړګو! چي هېره نکړې اَدکو
الا هوللو، للو
کراچي

د مارچ اتمه ( د ښځو نړيواله ورځ )
پر هغو ښــــــــــــــــــځو هزارځله سـلام دئ
چي یې کړی آ زادۍ لره قیـــــــــــــــــــام دئ
سر مو ټیټ دئ ددوی سترو کارنـاموته
ځکه دوی لره حاصل عالي مقــــــــام دئ
آرزو یې حـــــــــــــــــــــــــریت پر اسـارت وه
دا خواهش یې د بشردپاره عـــــــــــام دئ
پر دې لار یې قرباني کړل خپل ســــــرونه
مګر پاته یې د تل دپاره نــــــــــــــــــــام دئ
څو نړۍ وي دغه ورځ به لمانځــل کیږي
پر اتم دمارچ یې جشن تل مــــــــــدام دئ
چـي ښځمنو تــه نن خپل حقوق رسيــږي
خو ددوی قهرماني، د دوی مـــــــرام دئ
دانړۍ ټوله په ښــــــــــــــــــــــځو ده ودانــه
واولاد ته یې خدمت په صبحُ، شــام دئ
مور روزلي کــاشفين- مخترعیـــــن دي
تر ابد پوري دغه کار ناتمـــــــــــــــــام دئ
نویې حق دئ چي و دې ته درناوي کــړو
همېشه دوی ته تعظیم دئ،احتــرام دئ
ښځــي وايي موږ به هلته یو خوشحالــه
چي د جنګ په ټول بشر کي اختمام دئ
موږ دسولي پلوي کړو په نــــــــــړۍ کـي
زموږ دټول جهان د ښځو دا پيـــغام دئ
۳۰/۱۱/۱۳۶۶ل- کابل

ونګه، ونګه
بل مي پاروي ورور ته پـــه جنــګ ســـره
موږ نابود وي په هر نيـــرنګ ســـــره
يو افغان يې څو ځايـــه وېشــــلئ دئ
هر يو يې رنګړي په بــل رنــــګ سره
سانــدي دي بــغاري، سوي کــرږي دي
وړکي په زانګو کي په غورځنــګ سره
ګوري مور و پلار تــــه ژبه نــه لري
داسي ورته وايي په ونګ، ونګ سره
دا هيواد نيکو درتــــــه سپــــارلی دئ
وې ساتئ ترموږ پوري په ننګ ســـــره
مه پرېږدئ و مــوږ ته اينده بــــدۍ
يو سئ، متحد سئ په دړدنګ سره
ستاسي په يو والي کي بقا ده زموږ
واياست د ورورۍ اهنګ په شرنګ سره
ماته د ماشوم پـــــــر حــــال ژړا راغله
زړه د ريشـأ وسو په سـو ځنګ ســره
کراچي ١٣٧٣لمريز کال

پاک خلګ پاکان غواړي
 پاک خلګ پاکان غواړي غله نه غواړي
 غله بيا نا پاکان د ځانو مله غـــــــــواړي
 غله په تاريکيو کي ښه کار کـــــــــــــــوي
 ځکه رڼا نه غواړي تياره غـــــــــــــــــواړي
 غله چي غلا ته ورسي ويښ سي ژر خبر
 غله بيداران نه غوړي بيده غـــــــــــواړي
 خپل ملت صادق واکمن بينا ســـــــــاتي
 غل حاکم بينا خلګ ړانده غــــــــــــواړي
 ګټي ګډوډۍ کي د پره دي پروتـــــــــــــې
 شرموښ په باران باد کي پوسه غـواړي
 غله که حکومت سره ملګري ســـــــــــــوه
 بيا له هر کمزور نه سپين اوسره غواړي
 تش جوال را ولــوېد د دېــــوال د خــــــوا
 دلــته جوالونـــــــه ډکېــــــــده غـــــــواړي
 توري شپــــــې پــــخوا دســـــارقانو وې
 اوس په سپينه ورځ کي تله راتله غواړي
 نن ريشاء د غـــلو لاري بــــــــــــــــدلي دي
 هر څه قانوني وړي چـــي يې زړه غواړي
 ۸/۸/۲۰۰۵کراچي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005