Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

دمحمد صديق اباسين شعرونه

 د طاقت ژبه پښتو
د افغان د هويت ژبه پښتو ده
د ورورۍ او د ملت ژبه پښتو ده
چې دولت او ملت دواړه پرې جوړيږي
د هغې ملي وحدت ژبه پښتو ده
هر ملت په ملي ژبه افتخار کړي
د افغان ـ افغانيت ژبه پښتو ده
که ته غواړې او که نه غواړې رقيبه
د ټولګړي رسميت ژبه پښتو ده
د الحاد او استعمار سنګر يې مات کړ
د ايمان او دغيرت ژبه پښتو ده
له امو تر اباسينه افغان يو دی
د افغان د لوی طاقت ژبه پښتو ده

د اوښکو دوود
د زړه ټکورې هېروی دې نشم
د سترګو تورې خو ليدی دې نشم
زما ګوګل کې غوړېدلې غوټۍ
يوه شېبه زړه نه وېستی دې نشم
ستا په اغزو کې مې رنګ رنګ شو ځيګر
بېوفا ګله ښـــــــــــــکلوی دې نشم
څنګه ورمخکې شوې ياغي سترګو ته
زړګيه څيرې شوې ګنډی دې نشم
ستا خوږې سترګې خو منګل ښخوي
افسوس چې زړه باندې منډی دې نشم
د اباسين له اوښکو دوود پورته شو
د زړه خوږلنه پوو کوی دې نشم

ډکې سترګې
غرونه د تقوادي پيدا شوي ړنګېدلو ته
مينه دښکلا سره که سترګې غړېدلو ته
نيسه سره منګل ، مې د سرو اوښکو تو يېدلو ته
مه پرېږده سرې وينې له ګرېوانه تيرېدلو ته
تويې د زخمي زړه له صدفه ملغلرې شوې
درومې لکه پرخه دسرو شونډو ښکلو ته
سترګو په ا دا کې د نازونو ډيوې بلې کړي
شونډې د غوټۍ خوله دې مسکۍ شوې غوړېدلو ته
زړه مې ستا ديدن ته په ړندو سترګو درغلی دی
جوړې به اورا کې د اروا شي ستا ليدلو ته
پرې چې ننواتې مې ښپې ابله اوښکې ﻻ ړې شي
ښــــپو باندې اشنا ته ابـاســـيــنـه پرېوتلو ته

ډاکټر محمد صديق اباسين کاموال 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005