Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

عبدالله څار

ښاغلی عبدالله څار د ارواښاد عبدالغفار زوى . پر کال ١٣٥٧ لمريز دننګرهار ولايت دخوګياڼيو داګام په ولسوالۍ کې زوکړى دی لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې دپېښور په بېلابېلو ښوونځيو کې کړي ، او دثانوي دورې بري ليک يې په پېښورکې له التقوى عالي لېسې څخه پر کال ١٣٧٥ لمريز په اعلى درجه تر لاسه کړی دی .
لوړې زده کړې يې په ننګرهار کې دحقوقو او سياسي علومو ددپلوماسۍ په څانګه کې کړي .
شعر لېکنه يې د ١٣٧٧ لمريز کال دنارنج ګل له مېلې ( مشاعرې ) وروسته پېل کړې . چې تر دې دمه يې يوه ښايسته ټولګه شعرونه ليکلي دي .


خپل دخاپوړو کلي اګام ته !
اى کاش ! سږ پسرلي کې څو کيږدۍ اګام ته راشي
اى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام ته راشي
وه خدايه ! دا مو کله پېر زو کيږي په خپل کلي
چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګام ته را شي
ځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به
سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګام ته راشي
چې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګورې
دستورو مشره خور ، سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشي
والله چې غزلتورې دي حيران شي ورته پاتې
شاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشي
زمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيله کړي
جانانه ! کوکنار ګل کې چې ږلۍ اګام ته راشي
چې وږې دغنمو راپسې پلو کې ټول کړي
وه کشکې غنم لو کې ليونۍ اګام ته راشي
دکلي ژڼکې وړکې به ټول اچوې لاسونه
د ( څار ) دژوند دهيلو چې ډولۍ اګام ته راشي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005