خپل دخاپوړو کلي اګام ته !
اى کاش ! سږ پسرلي کې څو کيږدۍ اګام ته راشي
اى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام ته راشي
وه خدايه ! دا مو کله پېر زو کيږي په خپل کلي
چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګام ته را شي
ځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به
سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګام ته راشي
چې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګورې
دستورو مشره خور ، سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشي
والله چې غزلتورې دي حيران شي ورته پاتې
شاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشي
زمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيله کړي
جانانه ! کوکنار ګل کې چې ږلۍ اګام ته راشي
چې وږې دغنمو راپسې پلو کې ټول کړي
وه کشکې غنم لو کې ليونۍ اګام ته راشي
دکلي ژڼکې وړکې به ټول اچوې لاسونه
د ( څار ) دژوند دهيلو چې ډولۍ اګام ته راشي
غــــــزل
يوڅوک دي ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي
يو څوک يې دمنصور غوندې تر داره يادوي
يو څوک دې په سپين غر زړګي بمونه وروي
يو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوي
يو څوک له ما هم ډېر پر تا مئين دى او که څنګه ؟
يو څوک دې په هر ځاى کې راته ياره يادوي
يو (( څوک )) درباندې نوم دخپل معشوق ليکي ژور
يو څوک دې په شعرونو کې چيناره يادوي
يو څوک دجانان ، نيم ، نوم راته اخلي زوروي مې
يو څوک يې راته شونډو کې کراره يادوي
يوڅوک مې خوب ته نه پريږدي، داستوري په ما شميري
يو څوک دې راته هره شپه نګاره يادوي
يو څوک که دې نن سيورى په غونډارو باندې ولي
يو څوک به دې ضرور يو ورځې ( څاره ) يا دوي
غزل
دا څه چل دى چې کړې په ټوله لاره غاښ چيچى
نور مه کوه اشنا دخداى لپاره غاښ چيچى
ملنګ بابا ! قربان دې شم ، يو داسې تاويز راکړه
جانان مې ټوله شپه کړې تر سهار غاښ چيچى
سندرې چا زندۍ کړې ، دا ټپې چا ګونګۍ کړي ؟
راځې چې درباب له هر يو تاره غاښ چيچى
يو چا ته يو په زړه نرى مئين په اوښکو سترګو
دا لار څارې ، کوي له انتظاره غاښ چيچى
غزل که مې يوځل دپېغلتوب پيکى را خور کړ
ځوان شعر به ورته وکړي سم له واره غاښ چيچى
اشنا ! زما دوژلو اراده خو به دې نه وي ! ؟
چې سترګو کې موسکى شي ، کړې کراره غاښ چيچى
زما مينې ته خوږې ، وړې ، پستې خبرې کانده
څوک نه کوي ماشوم ته ګرانه ياره غاښ چيچى
يو ورځ به دې دا دنګه ځواني ړنګه بنګه پريوځې
بادونه درته ډېر کوي چناره غاښ چيچى
ځوانې دې له نظره مه شه ، ګرانه خيال دې ساته
يو ډېر سپېره نظرکړې درته ( څاره ) غاښ چيچى
که څښم ، که تويوم يې ، که ساغر په ساغر ولم
بس زه پوى شه ، ساقي پوى شه ، ميخواره ستا يې څه ؟
جيلوانه ! غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه
اتڼ او په سندرو ځم تر داره ستا يې څه ؟
نن بيا مې درقيب په سر نږدي و څوک رټلى
جانان مې سترګک او واهه چې ( څاره ) ستا يې څه ؟
غزل
چې څومره راته کم ګورې روانه زمانه
بس هومره ده والله چې موږ ته ګرانه زمانه
اوس هره شېبه ، هر نظر په تريو تندي راګوري
يو وخت به راته شنه وه له خندا نه زمانه
بانه غواړي ، يو بل ته مو دې زړونو لاري کړي
پخلا دې ما ، او يار کړې نور ، اسمانه ! زمانه
راځه ( الف ، ب ، ت ) نه ترې سبق دمېنې پيل کړو
دمينې ښه استاذه ده ، انــــسانه ! زمانه
چې چا يمه وژلى ، دچا نوم اخيستى نه شم
زما خون به اخلي خداى خبر له چانه زمانه ؟
حالاتو اوس ځپلى يم ، اشنا که نه والله چې
يو وخت پر ما مئينه وه جانانه زمانه
چې کله ورته مينه ښايې ، کله ورته کرکه
يو راز لري له ( څار ) سره پخوانه زمانه
پېغلې
اشنا زېړ مازيګر کې دې پلټم تصوير په سين کې
اوس لمر زرېنې وړانګې په څپوو شيندې ، راشيندې
بربنډه ماشومان دساحل غيږه کې په منډو
يو بل ته سره شګې په لاسوو شيندې ، را شيندي
خاونده ! زه يې خپل ، زه يې ګاونډ ، زه پرې ميئن يم
دحسن زکات ولي په پردو شيندي ، راشيندي
کوچنيان ورته په پښوو کې زولنې شي تلای ترې نه شي
ميوه چې کله انجونې په شاوو شيندي ، راشيندي
شړپ ... شړوپ .. شو.. خنداګانې شوې .. سلګۍ شوې په ګودر کې
اوبه لکه چې پېغلې په کاسوو شيندې راشيندي
غزل
را پاتې له جانانه دي يادګار دپلونو نښې
بارانه ! ورانې نه کړې په دې لار دپلونو نښې
د اټوله شپه چې زه او سيورى ښکته پورته ګرځو
شميرو موږ له ماښامه تر سهار دپلونو نښې
دا سترګې مې له اوښکو نه تل ډکې لرې خدايه
خړوبې چې پرې کړمه دخپل يار دپلونو نښې
دمېنې نوم به هله دهر چا پر شونډو کېنې
په وينو باندې رنګ چې شي په دار دپلونو نښې
ګودره : وايه څه شوې ، پېغلې څه شوې ، منګي څه شول ؟
تر تا رارسيدلي دي کتار دپلونو نښې
يو څو څاڅکې رڼا دې په دې څانګو کې را توى کړه
سپوږمۍ ! کړې رانه پټې دنګ چنار دپلونو نښې
يه وخته په کراره بوړبکۍ ته غوږ کې وايه
را پرېښې امانت دي چا په شمار دپلونو نښې
شمال له شګو واخيستل ، څپو ته يې ګوذار کړل
ديار دنامه تورې ، او د ( څار ) دپلونو نښې
غزل
چې هر مئين په غيږ کې نېسې داره هېر مې نکړې
منصور يمه منصور دخداى لپاره هېر مې نګړې
يوسف زړګى مې پلورې يو څو تږې مساپر دي
چې هر کاروان درځې دمصر ښاره هېر مې نه کړې
دمينې کليمه يمه ، هر څوک راباندې پښې ږدي
له خاورو مې در پورته کړه غباره هېر مې نکړې
جانان مې خوب کې راشي او قسم راکړي چې ويښ شه
هر ياد سره مې ژاړه تر سهاره هېر مې نکړې
قدم رانه وا نه ړوي ، قدم راباندې کيږده
يو زړه درته چا ايښي يم په لاره هير مې نکړي
يو ډېر ګيله من يار په مخه راشي په سلګيو شي
همدومره راته او وايې چې ( څاره ) هېر مې نکړې
غزل
سور دټپو يې شو خراب چکچکې غلې شولې
دا کوم نا ځوان دګودر پېغلو ته آئينه رپوي
پرون هسې له بلۍ سر ټېټاوه ، جيګاوه
دبام په سر ده نن ولاړه لوپټه رپوي
ډېر مې په وريځو باندې لاس ونيو چې ويې لولم
سترګې مې لمر برېښۍ ، شمال رانه جنډه رپوي
ښايې تر شا يې غلي څار کوي زما دپلونو
که ښکينى باد يې دکاله دوره پرده رپوي
څلوريځه
يو تاته او دوه درې نورو نفرو ته تسليم يم
نه ! خدايګو په دې ښکليو کې اکثرو ته تسليم يم
والله که دې څلور واړه کتابه ملامت کړي
جانانه ستا پخو ، پخو خبرو ته تسليم يم
څلوريځه
سبا پورې ور مه شې تر سهار ه ځوانيمرګ شي
زما راستي دې ملا ماته کړه ياره ځوانيمرګ شي
خولګۍ چې مې غوښته ترې ، ما وې کلي به خبر کړي
موسکۍ شوه ، غلې يې اوويل چې : ( څاره ) ځوانيمرګ شي