Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د عبدالله شاه ژوندون شعرونه

 غزل
ژوندون مې له غمو سره اشنا دی باک يې نه کړم
دلبره ستا يو غم که پرې بالا دی باک يې نه کړم
وصال د سر په بيه لا وړيا راته ښکارېږي
دلبر که مې راضي شي زما رضأ ده باک يې نه کړم
بې غمه خلك نه وي کوم محفل کې چې زه ناست يم
قبول مې د تقد ير دا تقاضا ده باک يې نه کړم
د اوښکو په ځای وينې مې په مخ باندې بهيږي
د عشق دليونيانو دا سزا ده باک يې نه کړم
د يار د شونډو جام ته که څوک دام د تورو کيږدي
د اښکار زماژوندون ددرد دوا ده باک يې نه کړ م

د جبر ژو ند
ژوندون د هري يارا نې جبر دی
که صِرف په ما او په هغې جبر ده
دا چي د يو بل په ياد ژوند تيرو
دا لا د کومي فيصلې جبر دی
که په هر حال ده تيرو به يې اوس
و"الله" دورځي هم د شپې جبر دی
موږ اوس گيله له هيچا هم نه کو
دا دقسمت د ارادې جبر دی
چي پاکه مينه ورنه پټه سا تو
بس د ظالمي زمانې جبر دی

څلوريزه
مسجد ته نن زاهد بیا دگودرپه لاره تېر شو
تسبیح یې تېرولې مازدیگر په لاره تېرشو
لیلا لیلا یې ویلو کلیمه وه ترېنه هېره
په سپینو مړوندو یې ؤ نظر په لاره تېر شو

غزل
مینه چې سترگو کې دیار ورکه شوه
زما نه هم د ژوندون لار ورکه شوه
هفه دنیا چې مې په خیال جو ړه وه
داستا د مینې په انکا ر ورکه شوه
لکه چې لمر دمازدیگر ډوبیږ
هسې یې مینه وار په وار ورکه شو
خاونده نورو نه یې مه ورکه وې
هغه متاع چې له ما خوار ورکه شوه
اوس خو جانا نه راته سم ووایه
دا دې یوه وه که په شما ر ورکه شوه

غزل
ځه چی ځو اشنا دلته ژوندون گران دی
دلته ددو زړونو پیوستون گران دی
هر انسان له مینی نه نفرت کوی
دلته د مین دزړه سکون گران دی
اور دنفاق بل دی اتفاق نشته
گرانی دنفاق درنځ سمون گران دی
ځان ته به دنیا دمینی جوړه کړو
دی کلی کښی هره ورځ بیلتون گران دی
زه خوار متقی به نور څه ووایم
خدایه ج په ما صرف ساده پښتون گران دی

 غزل
دا هم د ژوند يوه هستي وګڼه
زما محبت په ځان فرضي وګڼه
ته پښتنه يې زه پښتون زلمی يم
جفا د ځان بې عزتي وګڼه
که مې په خپل ژوند را شريکه نه کړی
بيا زما مينه مطلبي وګڼه
ته مې د ژوند هره هستي يې ګرانې
بې تا مې ژوند د ملنګي وګڼه
ګرانې که مينه اومحبت غواړي ته
" ژوندون" دې خپله زندګي وګڼه

 غزل
د يار مينه که انګار دی خير دی خيردی
زما زړګی که نا قراردی خير دی خير دی
د وصال په شپه به خوب په ځان حرام کړم
نن که غم په ما امبار دی خير دی خير دی
زما نصيت کې له ازله خوښي نشته
غم زما د ژوند شعار دی خير دی خير دی
له رقيب نه مې اوس هم پښې دی هسکي
که مې سر ځوړند به دار دی خير دی خير دی
نا اوميد د رب له رحمه څخه نه يم
دا "ژوندون" که ګناه کار دی خيردی خيردی

 غزل
څومره سپوږمۍ باندې د لمر نظروي
هومره زما په خپــل دلبــر نظر وي
دا چې اسمان ورباندې ښکلی ښکاري
په هر یوه ستوري د سحر نظر وي
ما يې په غاړه خپل ژوندون لېدلی
ځکه همېش مې په ګودر نظر وي
چې مو د مينې ژوند ته سا ورکوي
خود به زما په مازديګر نظر وي
دا زموږ زړونه يې طاقت نه لري
د ښکولو څومره جادوګر نظروي

 غزل
زه دا ستا د مينې قربا ني شومه
خير که ټول عالم ته تهمتي شومه
زما د پښتنې مينې احساس ولو
ځکه دې قربان له تور پيکي شومه
بيا که د ې راوکتل لمبه به شم
يو ځل په کتو چې دې ستي شومه
ما چې دې شونډو شراب و څښل
زه خمار خمار شوم شرابي شومه
تا خو ويل چې مينه کې گنا وې دي
زه داستا په عشق کې متقي* شومه
قره باغ

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005