Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

دپيرمحمد کاروان شعرونه

د شپې ماشوم شمه زه
کله چې لمر په کلي سر ووهي
او شپه د وړانګو په خنجر ووهي
په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي
زرين ﻻسونه پرګودر ووهي
چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو
تورې تختې راواخلي
په ببلي ژبو الف ووايي ،بي ووايي،تي راوخلي
ماته رايادې شي ماشومې شېبې
کلی،ګودر او د ګودر له غاړې
اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار
د چنار لاندې يو وړوکی جومات
چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و
کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و
فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و
چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل
دوړانګو غشي
د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې
د طاووس بڼکې
مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو توتيانو
د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه
پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل
زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه
ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک
غواړم ماشوم شم او پر توره تخته
نوم مې د هغه جانان وليکمه
چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه
غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې
د خپل جانان په نامه ډکې کړمه
خو زه له خپل عمر شرميږم
ماشومانو ته ورتللی نه شم
په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم
ځکه زما همزولي
د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي
قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي
او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي
په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم
خو شپه!.....قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه
ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه
له ماشومانو نه په غلا
او پټ په پټه په ماشوم بدل شم
او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو
د سپينو ستورو تباشير را واخلم
د شپې پر توره تخته
نوم د جانان وليکم
افغانستان وليکم

د پښتو تكړه سندرغاړې قمرګلې ته!

ګلونو! په جرګه ورشئ بلبله مروره
اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره

دا داسې يو اواز ته وا جادو نه راوتلى
د غرونو د قُمري له كوكوكو نه راوتلى
له زړه نه كه د شاتو له كندو نه راوتلى
دا چا رانجه وركړي، چې غزله مروره
اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره

اواز د قمرګلې په اوبو كې ګلابونه
ګډېږي په نرګسو په شبو كې ګلابونه
شيخانو ته موسكي شي په تسبو كې ګلابونه
له خپل جنتي غږ نه نو بيا څله مروره
اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
نيلى د نغمو زين راوله، راشه په ركاب كې
كړه جوړه هنګامه په سرينده او په رباب كې
ورګډه په څپو شه د سندرو په درياب كې
موسكۍ شه، كه څه هم يې په زر ځله مروره
اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
1382_12_17ل كال، خيرخانه مېنه، كابل

د ملنګ خبره
يوه ملنګ راته په خوب كې دا خبره وكړه
اول د خداى له بنده ګانو سره مينه وكړه
بيا به په مينه د خداى مينې ته ورورسېږې
جانانه! تا ته دا خبره كوم
راځه له يو بل سره مينه وكړو
بيا به وزر پيدا كړو
د دوو سركشو ګوربتانو په څېر
د خداى د مينې دنګې څوكې ته به
په يوه ګډ پرواز كې ورسېږو.

۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰
كابل- خيرخانه


ذكر فكر
سپينه سپوږمۍ د تورو تورو غرونو شا ته پټه
د غره پر دنګه څوكه لاس د پلوشو ښوروي
خداى پاماني كوي له ستورو سره
سړوكى باد د شوخ ماشوم په شان ټوپونه وهي
پلنې پاڼې د ګودر د چينارو ښوروي
هاغلته ليرې په خلوت كې د ډېوې رڼا ته
يو شيخ ولاړ د تهجد په لمانځه
د لويې مينې له خالقه سره مينه كوي
ما هم د غره تر شا له پټې سپوږمۍ
ما په خلوت كې له رپاندې ډېوې
او د سړوكي باد له شوخو څپو
الهام د مينې واخيست
زه هم په نيمه شپه له خوب راپاڅېدلى شاعر
تر اوو غرونو، تر اوو سمندرونو اخوا
د ناليدلي جانان ذكر كوم
په ناليكلي شعر كې فكر كوم.
۱۳۸۳/ سنبله/ ۳۰
كابل- خيرخانه

غزل
دغرونو خلك يو كارونه دبازار نه كوو
شډل پډل ګرځو هېڅ ډول او سينګار نه كوو
دخداى مارغان راځي نغمې دملكوت غږوي
مطرب ته اړ نه يو او ذكر دستار نه كوو
دسر قاتل ته هم سلام كوو سلام يې اخلو
ولو يې مخامخ له شا نه پرې ګوزار نه كوو
په ستن كې تار شو اچولى دسپوږمۍ په رڼا
څراغ كې تېل نه سېزو دا دتاوان كار نه كوو
له پړانګ څرمنه اړووچې لنګې غواوې داړي
پر څانګې ناستې مرغكۍ دكاڼې وار نه كوو

غزل
په مينه، مينه مينه كه يو بل ته غېږې وا كړو
په دې وركه دنيا كې به اخر سره پخلا كړو
پر جنګ به تيږه كېږدو، جنګ به مړو سترګو ته پرېږدو
راځه چې له شاهين سره كوترې په هوا كړو
ليلا چې كوم خوا سترګې غړوي مجنون به ويني
او ډكه له ليلا نه به څلور كونجه دنيا كړو
منصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولو
د حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړو
دا توره وچكالي به يې په سپينو اوښكو وينځو
له ډېرې خوشالۍ نه به بلبلې په ژړا كړو
شپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو كې وي نغښتي
لمونځونه د سحر به په ګلونو كې ادا كړو
روان به شو ”كاروانه!“ د بڼو پر څوكو- څوكو
رانجه به د جانان له خماري سترګو نه غلا كړو.

پښتو پښتو
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډاشي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکې د شپېلۍ ژبه ده
خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د اسمان د سپوږمۍ ژبه ده
مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کېنې دغره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو اېښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ورختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږاروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
2005-4-28 کابل خيرخانه مېنه

ته ازانګه د اذان
په غربي کلي کې تر ټولو ښکلې
نږه سوچه شرقي ترينې نجلۍ
په بل نامه مې زړه اوبه نه څښلې
مينه دي بولمه له مينې نجلۍ
کوم لاهوتي ستار په غېږ کې لرې؟
او که خبرې دې خوږې دي ولې؟
جنتې شات به دې ورګډ خو نه وي؟
اخ دا سندرې دې خوږې دي ولې؟
هغه د شنو سترګو بازار مې ليده
چې په کې ته لکه حيا ګرځيدې
د امريکې دکليساوو تر څنګ
لکه مروه لکه صفا ګرځيدې
ما ستا د خيال ورغوي ډېر کتلي
يو لوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم
زما پردېسې د وطن شهزادګۍ
افغانستان دې پټ په زړه کې وينم
شور به کوي د کليسا زنګونه
خو ته به څارې ازانګه د اذان
را ويښوې به خوبولي زړونه
ته راته ښکارې ازانګه د اذان
د پت پوړنی درنه پاتې نه شي
دا د ګوربت وزر پر سر ګرځوه
د الاهو الاهو ذکر کوه
لاس کې زنځير د پيغمبر ګرځوه

Delete
په تيلفون کې چې د A جدول راوړومه
نو ستا نامه په کې اول راوځي
سترګو ته دوه څاڅکي د اوښکو راځي
له زړه مې سل چينې د ګل راوځي
د تليفون تڼۍ مې کيکاږله
زما اواز تر تا در ورسيدو
تا يې پر ستوني باندې پښه کېښوده
زما په زړه کې دې تېره ماته ښيښه کېښوده
ما درته څومره سلامونه وکړل
خو تا يوځلې هم عليک ونه وې
په مرحبا مرحبا ستړی شومه
جانانه تا راته لبيک و نه وې
په تليفون کې مې چارج ختم کرېډېټ تمام شو
لکه شاهين پنجو کې وړی کوتر
سور مې د زړه په وينو سپين سلام شو
د کمپيوترتر څنګه کېناستمه
په MSN کې مې ONE LINE وليدې
نو مې يو سور ګلاب دروليږلو
ما وې چې ته مې ګوندې هم په سره ګلاب وولې
خو تا د سره ګلاب د پاسه چليپا را ښکله
تېره چاړه وه پر مرۍ چا تا زما را ښکله
ما وې په وينو سور يو بل ګلاب در وليږمه
خو ته OFFLINE ښکاريدې BLOACK دې ومه
د EMAIL پاڼه مې راوړوله
ستا راليږلي اېمېلمونه له الف نه تر يا
ما په يوه ستړي نظر ټول و کتل
په کې يو څاڅکی د شبنم نه وو خوشبو يې نه وه
جوړ له کاغذ مې دا غاټول و کتل
ټول د درواغو له داغونو ډک وو
له پاڼې پاڼې يې ريا وريده
لکه پېريان چې د غوسې واخلي ماشوم په غېږ کې
ګوډۍ نانځکې او د لوبو شيان
په ديوالونو وولي
داسې مې ستا د اېمېلونو کاغذي ګلونه
له ډېره قهره پاڼې پاڼې ايسته و غورځول
په MSN کې مې ستا نوم DELETE کړ
له تليفون مې ستا نومره و ايسته
اوس نو يو دوه کارونه پاتې راته
بری به هغه وخت نصيب وي ځما
که مې له خيال نه ستا څېره و ايسته
که مې په زړه کې ستا راټول يادونه
د خواږه صبر په اوبو و مينځل
دا څه موده په رياضت يمه بوخت
چې دې له خيال نه او له زړه نه په يو ځای وباسم
خو نتيجه صفر ده
نه کيږي نه کيږي والله نه کيږي
په زړه مې ووري او په خيال کې مې چکرې وهې
اخر په دې مې امنا کړې ده
په کومه ورځ مې چې په ګورکې کېږدي
د ګور چينجي به راشي
ستا ټول يادونه به DELETE کاندي زما په زړه کې

2005-7-19-خيرخانه کابل

لکه زېړه زرغونه
راځه دواړه د ښکلا پر سفر ووځو
له خپل کلي نه به لرې ولاړ شو
په یوه ځای ، په یوه آواز ، په یوه اندازه به
لکه غبر ګې او خوږې سندرې ولاړشو
دژوندون داوښ مهار به
دواړه ونسیو په ګډه
راځه ولیږدو په کډه
باردستو رو دسپوږمیو
دسندرو چندڼ بو یوا و دزېړو زرغونوبه
سره وتړودلمر په زري مراندو
دژوندون داوښ پر شابه یې بار کاندو
خامخا که په پیچومي کې پښه نیسي
ته یې ووهه د ګل په لښتو تاندو
----
د سلګیو پر کږ لېچ به
لکه سپینې اوښکې واوړو
د خندا په خانقا کې،
به دلوی صوفي له زړه نه
په ګدا لکه د مینې اوښکې واوړو
چې یې لمر پر تېرد څو که لګیدلی
هاغه اوږ کنډو خووینې!
د کنډو په غیږ کې تویې
د لمر څاڅکي څا څکي وینې
مخامخ به یوه او بل ته
د کنډو په سرکې کېنو
یکه زار به راته وایې
زه به سر دټپې واخلم
ته یې بله مسره وایه
ورپسې چې غاړه تاوکړم
ته یې هم راسره وایه
ته به ښه یسته سوال شې
زه به ستا د سوال ځواب شم
دطاووس بڼکه ته شه
زه به غېږه د کتاب شم
ته به داسې رانه پوښتې
راته وایه چې ژوند څه دی
زه به داسې درته وایم
چې ژوندلو یه کرونده ده
پرې کرلي چالونګ دي
چا ګلاب دي او چا بنګ دي
او چا ګډدازغولودی
چاته خوږ لکه لومړۍ بوسه دناوې
چاته خپل ژوند د پردۍ ناوې په شان دی
شوې یې سترګې پسې سپینې
خو ده پټ مخ په پلو دی
ته خبره یې که نه یې
زه او ته دواړه شپانه یو
تورې سپینې رمې پیایو
د شيبو او د ګړیو
راځه پټ شو په شړیو
راځه څلمو پر لیمڅیو
خدای دې وکړي چې ټول مات شي
یر دې ږدمه پر بنګړیو
----
ګوره دادې هم هېرنه شي
د کفنواو بدل زده کړه
له ځیږو ځیږو وژغنو
له پستو پستو وړیو
وئ ډارنې ته خو پاڼې غوندې رپې
مر ګ خو بازنه دی چې زاڼې غوندې رپې
مه ډاریږه زه په زړه در سره نیم کړم
څنګه موسکه شوې او برندې راته ګورې !
هو پو هیږمه دژوندله ډیرې تندې راته ګورې
هسې ټوکه مې کوله
تا ته چاوې چې ډارنې
ها، دی لاره کې مرګ ناست دی
تر ې نه وباسه څرمنې
ته داغشي در سره کړه
زه لینده غاښکي په غاښکي سمومه
دژوندون د تاک په سرکې
هغه واښکې سمومه
چې په میو یې طاووس غوندې رنګینې
زما او ستا دژوند شیبې شې
-----
د شپو ورځوپربرګۍ رمه دې پام دی؟!
ددې لارې په کږ لېچ کې
راته ښکاري چې ناست بودی
یا کیدای شي وږي پړانګ جوړ کړی څودی
ته به غشي راکوې زه به یې بولم
که مې وویستو د مه به کوم غیږی کې دې څملم
دژوندون د جنت حورې غشی راکړه
شابه شابه د نر لورې غشی راکړه
ها تېره لکه د تورې غشی راکړه
ورته ګوره پر تندي باندې یې ولم
شیبه پس به ګورې غېږکې دې څملم
ورته غوږ شه چې یې خرپ دې تندي واورې
په خدای خرپ بې داسې خوند کړي
لکه تا نه کله کله
چې په ټنده کې خوله واخلم
-------
افسانې غوندې به یو بل
مخ په وړاندې سره بیا یو
سره لاس تر غاړې دواړه
د ښکلا رمې به پیایو
چې په ګوته کې ژوندی مې
داغمی د سلیمان وي
لاس یې خلاص توره ی آزاده
که لښکر لښکر د یوان وي
چې مې خدای په زړه کې ناست وي
چې تر څنګه مې جانان وي
که ځنګل ځنګل ماران وي
لکه غرونه راروان وي
ښاماران وي ښاماران وي
پرښتې د خیال راکړی
د هنر اسم آعظم دی
خدای راکړی یو قلم دی
چې راښکلي پکې ناست دي
په زرګونو تېره غشي
په یوه ګوزار به ووځي
د هر مار ښامار له تشي
که د غشو له شغا نه
د هوسۍ غوندې ویریږي
ورته ګوره ټول ماران به
درته داسې واړه کاندم
لکه ستا د غچۍ ګوتې
پوره هم نه نیمه برخه
که لاوي دې زړه کې رخه
بس واړه واړه چینجي به
دوریښمو ترې نه جوړ کړم
تر ویښمینو پستو لاندې یې مړه کړه
چې تود زړه دې باندې سوړ کړم
د شفق خمٌ کې یې رنګ کړه
سپین ټوکر دژوندانه پرې
سور چکن غاټول غاټول کړه
دراڼه اخوالږوراخوا
د سره لمر مخکې ولاړ یم
په هر څاڅکي د باران کې
زهر جنې وړنګې مینځم
ته ولاړه د ګلونو پرل غونډیو
لکه سېل د طاووسانو
لکه زیړه زرغونه یې
یمع ستا ددیدن تږی
راته ګرانې اوبه نه دي
ته یې غېږې ته ځولۍ کړه
د ګلپاڼوورګوزاره
په ګډا ګډایې یووړې
چا ویل چې زما طبعه
بس روانې اوبه نه دي
راځه لرې لرې ولاړ شو
نا آشنا وطن ته لرې
راخورې چې کړي پر سرمو
ښاپیرۍ د خوب وزرې
یوه ورکه جزیره به
د ښکلا چیرته پیدا کړو
که ا میل ددنګې غاړې
دې خطا کې رانه پر ې شي
که یې ګوتو کې تش تارهم
رانه ښه ذرې ذرې شي
که به ټولې مر غلرې
ترې خورې شي ترې خورې شي
راته وایې به سندرې
ټولو م به مر غلرې
چې خوږه به راته خاندې؟
که منت به پر ما کاندې؟
پرښتې د آبدیت به
یو نا څا په راپیذاشي
او پر تویو مر غلرو
به یوه دم خوره ځلا شي
دواړه لاس به ستا له غاړې
د امېل پر ځای راتاو کړم
په روان تخت کې به درومو
دیدارپیالې به مو شومو

ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
پرسردې تاو ود هراتۍ تورد لونګې، د کندهار زلیمه *
په کې غونچه غونچه ټومبلي تور لشي اوزرین رنګي غنم
لشې لشې باڼه دې نېغ وو، شمله دارزلیمه
اسماني آ س دې تر پښو لاندې مستانه روان و
په شرنګا شرنګ لکه موزونه ترانه روان و
پر مخ روان لکه روانه زما نه روان و
قدم قدم یې ودسرداستا دانو استاد
ته وا چې نال نال یې چا جوړو له تیشې د فرهاد
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
دغه دزیړې زرغونې تر پلو شو لاندې شنه غرونه وینې!
زرین وزري طاووسان دې استقبال ته ولاړ
دغه د سر د شفق په شال پټې رڼې ویالې روانې ګورې!
درته وریښمینې څڼې بیا دي ښاپیر یو خورې
ته به راځې ته مې په خوب لیدلې
ولې به نه راځې ، نو خود به راځې
چې یې ستا نوم زموږ پرټنډوټک وهلی و په شلو میخو
تر تو رولاندې مو په پرې سرونو ستا په خاطر
شهیدانه رقصونه ډیر کړي دي
د خپلو وینو پر څادرمو ستا په نوم ، نفلو نه ډیرکړي دي
زموږ د پیغلو پیغلو خویندو دسینو په غو څولو باندې
د ۍالمانو قصابانو چړې ډیرې پڅې
راځه راځه دزړو نوبټ کې مو نینې دي د پولادو پخې
بو.ن یې واخلې تېرې داړې شي د مرګ ورته له وېرې پڅې
ته به راځې، ته مې په خوب لیدلې
تر تا قربان، دصوفیانه نظام منصور سرداره
للمي غاټول ته پر خې پرخې، پسته ور، بارانه
رنځور وزړونو ته اناره دانګور سرادره
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
په خامو پیوها لمدې چړې ړندې دي ړندې
هغه په تاندو وینو سرې تورې نن زنګ خوړلې
خبربه نه یې چې مغرورې قرعوني ککرې
ددریابي قهر زرین غوندې نهنک خوړلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
د سخې جان سپینو کو ترو درته لویه سلامي نیولې
تر تا جار یږي خوایې ستا غوندې زلمې نیولې
او ښکو تا بیا د جوړو لو ستاو تاج ته د غمي نیولې
کر کې ځپلي یو د سختې مینې ډیر تږي یو
یه تر الما سو ځلیدونکیه او څپانده روده
په غورځنګو نو شه په تور کمر کې لاره باسه
زموږ د بخت پاچا راځه پڼې دې مه وبا سه
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
پر سردې تاو د هراتۍ توره لونګۍ، د کندهار رزلمیه !
په کې غونچه غونچه ټومبلي تورلشي اوزرین رنګې غنم
لشې لشې باڼه دې نیغ ووشمله دارزلیمه
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې

۱۹/ ۱۰ / ۹۸ پیښور ناصرباغ نوې کمپ

ښكليه څاروان مې شه كاروان به دې شم

له ځانه ستړى يمه ځان به دې شم
سپينه كوتره شه پرواز را وكړه
غيږ راكوه شينكى اسمان به دې شم
لوله مې تل په ترنم ،ترنم
غزل،غزل يمه ديوان به دې شم
يو تږۍ ګل شه انتظار مې وكړه
زه راوريږمه باران په دې شمه
رخش داروامې درته زين ولاړ دى
راشه رستم مې شه داستان به دې شم
ښكاري خونه يم هوسۍ څله تښتې؟
چېرته به درومې بيابان به دې شم
راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
راشه مېلمه مې شه مېلمه به دې شم
راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
راشه د سرو غميو كان به دې شم

غزل

چې ورته خولـــــــې شـــــــوې داصيلو مرغلرو اوبــــــــــــــــه
خــــپـــــلو خـــــــــــــبرو ته دې ورکړې د سنــــــــــــــــدرو اوبه
ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيـــــــــــــــــشې مه شه لشې
په کاڼو چېرې ماتې مــــــــــــــــه شـــــــه د جــــــوهــــــرواوبه
زما د زړه د مــــــيــــــــنې زور پاس په لېمو کې ګــــــــــوره
په بـــــــــــــره خـــــــېــــــــــــــژې اشنا تل د زورورو اوبـــــــــه
خــــــــــــدايه ! باران د مـــــــــــــــــــينې راوله پر وچو للمو
غواړي ګـــــــــــلان لکه د تــږو مــــــــساپـــــــــــرواوبــــــــه
ګودرې شاړې منګي مـــات دي په کې څاڅکی نه شته
ســــــــــــتا د لاســـــــــونــــــــــو د جوړه شپينو کوترو اوبه
پرګلو څاڅي کوم د مينې پېغــــــــمـــــــــــــــــــــــبر ژړلې ؟
د شعر د شــــــــــــــاتـــــــــو د مچيو لـــــــــــه وزرو اوبــــــــه
کله چې ليکي خپل صـــــــــنم تـــــــــــــه صـــــوفيانه غزله
قلم ته واچوي کاروان د نــــــــــيــــــــلــــــــــــوفــــــر اوبــــــه

غزل
تږي ټــــــــــول درپسې مړه ښکـــــــــــاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښــــــــــکــــــــاري جـــــانانه
په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پــــــــــايـــــو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جــــــــــانــــــــانــــه
ستا دښمنو چې په تــــــــــــا شـــــــغــــــــول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جــــــانــــانـه
زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګـــــــــــونــــــــــځې
په خندا وايه چـــــــــــې نــــــــــه ښـکاري جانانه
د دعـــــــــــا نــــــــــــــه ډکه لپه په ما وڅـــــښـــــه
په جامونو کې رانـــــجـــــــــــه ښکاري جانانه
ته راياد شې چـــــــــــې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپيـن مارغه ښکاري جانانه
ســـــــــــــــــتالــه غېږې نه کاروان وتلی نشي
لاس او پښې يـــې نشته زړه ښکاري جانانه

غزل
بدر نګه زمـــانه شــــوه ښــــکاري لال پـــه غـشـــوولي
دوروځو په پیو ند کې شینکی خال په غشــــو ولي
رباب یې پــه زړه وویشت د ښکلا سرود شهید شو
له درده راوتـــــلی ســـــراو تــــال پــــــــه غـشــــو ولي
شیشه په غشو ولي وژني روح دښــــــا پــــیـــــریــــو
د یوان راپار یدلــــي دي جــــمـــال پــــه غشـــــوولي
ما ښام یــــې دنـــــکـــر یـــــزو په سروو ینو لمبولی
سبابه اختـــــــر وژنــــي نــــن هــــــلال په غشــــوولی
څو ک نه شي يادولای د یار نوم پــه تـــــرنـــــم کـــــې
دا دور دبتــــانــــــودی بــــــلال پــــــه غشـــــوولــــــي
داټول غشـــــي مـــــی بـیر ته پردې یو،زړ ګي لګیږي
سهیل په غشــــــوولـــــــي کـــــه شــــمال په غشوولي
تیارو شپو د سبا پر کاروان بیا کـــړی یــــرغـــــل دی
له ستړیـــو لارویــــو نــــــه مشــــــال په غشـــــــو ولي

زړه
مـــــه ولـــه ښــیــښــه پــه کــاڼو مه وله
دا پــاکــه کــعــبــه پــه کــاڼـو مـه ولـــه
تـــږې پــاتـــی تـــږې دې زاهــده پــــام
ډکــه مــیـــکـــده پـــه کـــاڼـــو مـه ولـه
څــلــه یـــې یـــزدان تــه په سلګو لیږې
ښکلی پرښــــــتـه پــه کــاڼــو مــه ولـه
جام کې دې دوینو رنګ ګډ کړی دې
ای ســـاقـې ! تـوبـه پـه کـاڼـو مــه وله
خــدای پــه غــزلـــیـو ګـوتو جـوړه ده
پوه شــــه دردانه پــه کاڼو مـــه ولـــه
پریږده چه دژوند بورا پری ونــاڅې
دادګـــل غـنـچــه پـــه کـاڼـو مـه وله
چیر ته به کاروان دپتـنـګانـوځې?
مــــــړه به شې ډیوه په کاڼو مه وله

د جـــنــــګـــــونـــــو پــــه دوزخ کــې، جنتي افغانان وسول
د بــــاروتــــو سـرولمبو کې،سپین د سولې مرغان وسول
خـــزان او ر پــــه بـــهـــار بــل کړ،د ژوندون ګلونه وچ شول
اواره نــــغـــمــــې ایــــرې شـــــوې،مـــهـــاجر بلبلان وسول
د بــــاروتـــــو ښـــــامــــارانــــــو،اسو ېلوکې لمبې پوکړې
د جـــــونــــــګـــړو ډیــوې مړې شوې، د رڼا بتنګان وسول
قـــــافـــلــــې ســتـړې ستومانه،د ژوندون په پېج وخم کې
لأري پــټــــې پــــه ســــکـــروټـــــــــو،د وفا قاصدان وسول
هــــر ارمـــان شــــو ژوبـل ژوبل،ډیرې هیلې هدیرې شوې
د رڼــو اوښکو ډیــــوو کــــې د ســـرو ویـــنــــو ګلان وسول
شـــــــو ګیرې اوږ دې اوږدې شوې، شپه دغم په تیارو پټه
د ســـبـا ستورې برېښ نه کړي ، دسپیدو په ګریوان وسول
په نغمو کي کړیکې کړیکې ،ویر په زیرو بم کې خپور دی
پــــر دیـــســیــــان لـــه ډیـرې مینی ،دوطن په ارمان وسول
دمـــــــــو دو مـــــــــودو یـــــــارانــــــو ، یودبل دیدن ونه کړ
دوصـــــال پـــــه تــــمــــه تــــمــــــه ،په لمبو د هجران وسول
د زړه کـــــب پـــــه وچــه پروت دی ،دوصال سمندر څه شو
دســـــرو ویـــنــو سره ګو هریې ، بس په یاد د جانان وسول
د ګــــــــو لـــیــــو بـــــــارن اوری ، لالـــــه تــــرمي پروت دی
خـــــپـلې پاڼي یې سپر غۍ شوي ،هغه سره ارغوان وسول
هــــسیـــې نه چي سر یې لوڅ شي ، دایشیا د ښکلې ناوې
ویـــنــــم خـوب او که په اوریې ، سره ټکري دالوان وسول
زمـــــانــــــي لــــــه خـــــوابــــه پا څه ،دوجدان غږونه واوره
دغــــه کــــوم عـدل انصاف دی ، چې حقوق دانسان وسول
افــــغــــانـــــي جـــرس فریاد کړي ،ځي کاروان دشهیدانو
نــــــور څـــوک نه دي دلته هاته ، دیوې مور بچیان وسول

غزل

ســـاقـــی راشــــه ســـــور اور مـې به توبي ولګوه
مـــخـــمــــور یـــمــــه مـــنــګـولي په پیالې ولګوه
يــه ســپـــیـــن ســـبـــــا وروغــــزوه لاس د پـلو شو
دژونـــــــد تــیـــــاره مـــاښـام کې مې ډیوې ولګوه
مـــــــجـــنـــونه که لیلا غواړي را ځه، راځه،راځه
دخـــــوږزړګــــي پـــــه دښــــتـــه کې خیمی ولګوه
ګــــــــریوان دي راته څیري کړو،خویوسه داډالۍ
د چـــــــا ګـــمـــنـــــام مـــــزار بـــانـدي جنډي ولګو
مــــضــراب د خـــوږ مــیـني شه زړګیه دکاروان
پـــــه چــــــوپــــــو ربــــا بـــــونـــو کې نغمي ولګوه

غزل
اننګي يې دومره سره په څه سبب دي؟
عجيبه ده جنتونه په غضب دي
ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
د ريا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
وې يې سترګې مې درياب دی درومه وړي دې
ما وې نه ځم عادتونه مې د کب دي
ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي

شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
خدای بلد کړو د توبو په ماتولو
غړپ کوو له پېمانو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
د ژوندون په ګوتو برګی تسپې وايو
هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای
يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
ستا له شونډو اننګو يادوو خدای
ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
ستا له سترګو پښتنو يادوو خدای
موږ کاروان د لېونو ازادي غواړو
په کړۍ د زولنو يادوو خدای

غزل

په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــه څـــــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې
مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کړلې
بيا راته وايه چې درواغ وايې کــــــــاروان خــــو نه يې

غزل

راشـــــه يو وار راشه چـــــې وختونه درنه ځار کړم
سپين سحــــر به تورې تورې شپې د انتظار کــــړم
دا ويجــاړ کـــــــورونه ــ دا خامــــــــــوشه ګودرونه
مســـت به په ټپو په يه قـــــــربان او يکزار کـــــــړم
دا پرې شــــــوې ژبې به ټکور کـــــــــــړم په سندرو
جـــــــــوړ به په دې چــــــم کې د ګلمخو غزلزار کړم
دا ســـــوی دامان به د سپرلـــــي په نبا شين کــــړم
بيا به په پيکي کـــــــــې د سحر ګلان کتار کــــــړم
بيــــــا به د نرګس او د نــــــــــارنج ګلونه وا شـــــــي
سيل به په سپرلي کې د ښايست د ننګرهار کړم

مورې
مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه
بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه
ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه
غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه
سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه

شکست

اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم
اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم
اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم
اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم
اوس هغه ستا زړه جوړونکې مسکا نه وينم
ړنګ يمه زه ړنګ يمه په سترګو چې تا نه وينم
ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه
تورې توتکۍ راشي خو ستا خبرې نه راوړي
ژاړي راته سپينې د خندا خبرې نه راوړي
چا ويل چې زړه مې په پنجو کې د عقاب کېږده
اوس نو تو رپټکي کې مې د صبر سور ګلاب کېږده
ته خو په ارام يې خو زه ډېر ډېر نا ارامه يم
وامې خله پرېوتی لکه تور ببری له بامه يم
صبر د پاک ربه راته وغواړه چې ژوند وکړم
بيا د خپل زړګي د مات کودي سره پيوند وکړم
ګوندې وي چې تا هم په وګمو کې راژوندی کړمه
يا لکه بلبل دې په نغمو کې راژوندی کړمه
صبر کوه ستا د قبر درګې به رالويې شي
زه به يې قلم کړمه نغمې به ترې راتويې شي
بيا به زه ماشوم شم په زانګو کې به جوټې وهم
ستا د الله هو په ازانګو کې به جوټې وهم
ته به راته ټولې د رڼا خبرې بيا وکړې
زما په يتيم سر به لکه سيوری د هما وکړې
ستا د دوعاګانو پر زنګون به مې سر ايښی وي
تېغ به مې د صبر د بېلتون پر ځيګر ايښی وي
زه به ستا د خيال او د رويا تر څنګه ناست يمه
داسې به خوشال يم لکه ستا تر څنګه ناست يمه
بيا به زه له سره له ژوندون سره ځواني وکړم
بيا به د ګلابو د نرګسو باغواني وکړم

ربابي ملنګه راشه



تبرزين په اوږه کيږده
او يو پړک له لمره راوړه
بې پېلوځو ته د ستورو
د سپوږمۍ خبره راوړه
له ترخو مو زړونه ډک دي
بس خوږه سندره راوړه

تری تم يې را پيدا شه
ربابي ملنګه راشه

د غم تورې تورې لړې
راخورې څپې څپې دي
سېلۍ ګرځي په غبار کې
د غاټول پټې تپې دي
سپينې ورځې رانه ورکې
رانه تاوې تورې شپې دي

هله پړک وکړه رڼا شه
ربابي ملنګه راشه

سرې په وينو جنازې مو
په بروځو وې تړلې
د څېړۍ کټ کې مو يوړې
د نښتر څانګو وهلې
مودې کيږي چې نغمې مو
وې کږلې او کږلې

د نغمو مسته دنيا شه
ربابي ملنګه راشه

بيا د مستو سرودونو
د غزل کتاب درواخله
دا غوټۍ د زړونو وا کړه
دا ګلاب ګلاب درواخله
منکرانو ته ټک ورکړه
چندڼي رباب درواخله

د سندرو اژدها شه
ربابي ملنګه راشه

جينکيو مو منلی
درته نذر د لونګو
دا ګېډۍ زلفې يې ګوره
لکه تور لوګی دبنګو
پاچهۍ دې صدقه شي
ستا له سرو سترګو ملنګو

په اتڼ او په ګډا شه
ربابي ملنګه راشه

ډېر بدرنګ وختونه ګرځي
نه چې مونږ درنه بدرنګ کړي
خپل رنګونه رانه اخلي
په پردي رنګ به مو رنګ کړي
غلچکي دي رانه پټ به
د ليلا د بنګړو شرنګ کړي

د غرور ډکه ښکلا کړه
ربابي ملنګه راوړه

وچکالي د نغموغله
باراني ترنم راوړه
د رحمت ساقي درجار شم
ډکه لپه له خم راوړه
راته شونډو کې موسکی شه
په لېمو تبسم راوړه

کټ کټ شين شه په خندا شه
ربابي ملنګه راشه

پولادي موږکان ګرځي
ځځيرلې يې چمبې دي
وژل شوی دډول ږغ دی
دشپنو شپېلۍ کڼې دي
روغ مو زړونه پاتې نه دي
ماتې ګوډې سريندې دي

ددې ټولو مسيحا شه
ربابي ملنګه راشه

رام دنګو دنګو غرونو
دا مغرور مغرور ديوان کړه
د نغمو د ښاپېريو
يو کاروان پکې روان کړه
څڼې څنډ وهه يا هو کړه
په مستۍ څيري ګرېوان کړه

ته مو يار ته مو اشنا شه
ربابي ملنګه راشه

2001-1-16- پېښور

غزل

يمه کاڼی ته راګوره چې اوبه شم
غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم
چې ستا اوښکې کړمه تورې ملغلرې
د رنجو ډبره يم زه به رانجه شم
جار نطر دې راته جام ډيوه ډيوه کړ
دغه جام به څښم چې زه د نور مارغه شم
يو دشپې ځلنده ستوری مې ريبار دی
ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده شم
اجازه ده چې جارو درنه غبار کړم
اجازه ده چې د سترګو دې باڼه شم
ښکلوم دې نه ،څه دومره ګستاخ نه يم
بس يوه خوږه مو سکابه دې په خوله شم
يو ملنګ د زمانې يمه " کاروانه "
خدای خبر دی چې پاچا ته ور په زړه شم

 

راځه دواړه د ښکلا پر سفر ووځو
له خپل کلي نه به لرې ولاړ شو
په یوه ځای ، په یوه آواز ، په یوه اندازه به
لکه غبر ګې او خوږې سندرې ولاړشو
دژوندون داوښ مهار به
دواړه ونسیو په ګډه
راځه ولیږدو په کډه
باردستو رو دسپوږمیو
دسندرو چندڼ بو یوا و دزېړو زرغونوبه
سره وتړودلمر په زري مراندو
دژوندون داوښ پر شابه یې بار کاندو
خامخا که په پیچومي کې پښه نیسي
ته یې ووهه د ګل په لښتو تاندو
----
د سلګیو پر کږ لېچ به
لکه سپینې اوښکې واوړو
د خندا په خانقا کې،
به دلوی صوفي له زړه نه
په ګدا لکه د مینې اوښکې واوړو
چې یې لمر پر تېرد څو که لګیدلی
هاغه اوږ کنډو خووینې!
د کنډو په غیږ کې تویې
د لمر څاڅکي څا څکي وینې
مخامخ به یوه او بل ته
د کنډو په سرکې کېنو
یکه زار به راته وایې
زه به سر دټپې واخلم
ته یې بله مسره وایه
ورپسې چې غاړه تاوکړم
ته یې هم راسره وایه
ته به ښه یسته سوال شې
زه به ستا د سوال ځواب شم
دطاووس بڼکه ته شه
زه به غېږه د کتاب شم
ته به داسې رانه پوښتې
راته وایه چې ژوند څه دی
زه به داسې درته وایم
چې ژوندلو یه کرونده ده
پرې کرلي چالونګ دي
چا ګلاب دي او چا بنګ دي
او چا ګډدازغولودی
چاته خوږ لکه لومړۍ بوسه دناوې
چاته خپل ژوند د پردۍ ناوې په شان دی
شوې یې سترګې پسې سپینې
خو ده پټ مخ په پلو دی
ته خبره یې که نه یې
زه او ته دواړه شپانه یو
تورې سپینې رمې پیایو
د شيبو او د ګړیو
راځه پټ شو په شړیو
راځه څلمو پر لیمڅیو
خدای دې وکړي چې ټول مات شي
یر دې ږدمه پر بنګړیو
----
ګوره دادې هم هېرنه شي
د کفنواو بدل زده کړه
له ځیږو ځیږو وژغنو
له پستو پستو وړیو
وئ ډارنې ته خو پاڼې غوندې رپې
مر ګ خو بازنه دی چې زاڼې غوندې رپې
مه ډاریږه زه په زړه در سره نیم کړم
څنګه موسکه شوې او برندې راته ګورې !
هو پو هیږمه دژوندله ډیرې تندې راته ګورې
هسې ټوکه مې کوله
تا ته چاوې چې ډارنې
ها، دی لاره کې مرګ ناست دی
تر ې نه وباسه څرمنې
ته داغشي در سره کړه
زه لینده غاښکي په غاښکي سمومه
دژوندون د تاک په سرکې
هغه واښکې سمومه
چې په میو یې طاووس غوندې رنګینې
زما او ستا دژوند شیبې شې
-----
د شپو ورځوپربرګۍ رمه دې پام دی؟!
ددې لارې په کږ لېچ کې
راته ښکاري چې ناست بودی
یا کیدای شي وږي پړانګ جوړ کړی څودی
ته به غشي راکوې زه به یې بولم
که مې وویستو د مه به کوم غیږی کې دې څملم
دژوندون د جنت حورې غشی راکړه
شابه شابه د نر لورې غشی راکړه
ها تېره لکه د تورې غشی راکړه
ورته ګوره پر تندي باندې یې ولم
شیبه پس به ګورې غېږکې دې څملم
ورته غوږ شه چې یې خرپ دې تندي واورې
په خدای خرپ بې داسې خوند کړي
لکه تا نه کله کله
چې په ټنده کې خوله واخلم
-------
افسانې غوندې به یو بل
مخ په وړاندې سره بیا یو
سره لاس تر غاړې دواړه
د ښکلا رمې به پیایو
چې په ګوته کې ژوندی مې
داغمی د سلیمان وي
لاس یې خلاص توره ی آزاده
که لښکر لښکر د یوان وي
چې مې خدای په زړه کې ناست وي
چې تر څنګه مې جانان وي
که ځنګل ځنګل ماران وي
لکه غرونه راروان وي
ښاماران وي ښاماران وي
پرښتې د خیال راکړی
د هنر اسم آعظم دی
خدای راکړی یو قلم دی
چې راښکلي پکې ناست دي
په زرګونو تېره غشي
په یوه ګوزار به ووځي
د هر مار ښامار له تشي
که د غشو له شغا نه
د هوسۍ غوندې ویریږي
ورته ګوره ټول ماران به
درته داسې واړه کاندم
لکه ستا د غچۍ ګوتې
پوره هم نه نیمه برخه
که لاوي دې زړه کې رخه
بس واړه واړه چینجي به
دوریښمو ترې نه جوړ کړم
تر ویښمینو پستو لاندې یې مړه کړه
چې تود زړه دې باندې سوړ کړم
د شفق خمٌ کې یې رنګ کړه
سپین ټوکر دژوندانه پرې
سور چکن غاټول غاټول کړه
دراڼه اخوالږوراخوا
د سره لمر مخکې ولاړ یم
په هر څاڅکي د باران کې
زهر جنې وړنګې مینځم
ته ولاړه د ګلونو پرل غونډیو
لکه سېل د طاووسانو
لکه زیړه زرغونه یې
یمع ستا ددیدن تږی
راته ګرانې اوبه نه دي
ته یې غېږې ته ځولۍ کړه
د ګلپاڼوورګوزاره
په ګډا ګډایې یووړې
چا ویل چې زما طبعه
بس روانې اوبه نه دي
راځه لرې لرې ولاړ شو
نا آشنا وطن ته لرې
راخورې چې کړي پر سرمو
ښاپیرۍ د خوب وزرې
یوه ورکه جزیره به
د ښکلا چیرته پیدا کړو
که ا میل ددنګې غاړې
دې خطا کې رانه پر ې شي
که یې ګوتو کې تش تارهم
رانه ښه ذرې ذرې شي
که به ټولې مر غلرې
ترې خورې شي ترې خورې شي
راته وایې به سندرې
ټولو م به مر غلرې
چې خوږه به راته خاندې؟
که منت به پر ما کاندې؟
پرښتې د آبدیت به
یو نا څا په راپیذاشي
او پر تویو مر غلرو
به یوه دم خوره ځلا شي
دواړه لاس به ستا له غاړې
د امېل پر ځای راتاو کړم
په روان تخت کې به درومو
دیدارپیالې به مو شومو


ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
پرسردې تاو ود هراتۍ تورد لونګې، د کندهار زلیمه *
په کې غونچه غونچه ټومبلي تور لشي اوزرین رنګي غنم
لشې لشې باڼه دې نېغ وو، شمله دارزلیمه
اسماني آ س دې تر پښو لاندې مستانه روان و
په شرنګا شرنګ لکه موزونه ترانه روان و
پر مخ روان لکه روانه زما نه روان و
قدم قدم یې ودسرداستا دانو استاد
ته وا چې نال نال یې چا جوړو له تیشې د فرهاد
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
دغه دزیړې زرغونې تر پلو شو لاندې شنه غرونه وینې!
زرین وزري طاووسان دې استقبال ته ولاړ
دغه د سر د شفق په شال پټې رڼې ویالې روانې ګورې!
درته وریښمینې څڼې بیا دي ښاپیر یو خورې
ته به راځې ته مې په خوب لیدلې
ولې به نه راځې ، نو خود به راځې
چې یې ستا نوم زموږ پرټنډوټک وهلی و په شلو میخو
تر تو رولاندې مو په پرې سرونو ستا په خاطر
شهیدانه رقصونه ډیر کړي دي
د خپلو وینو پر څادرمو ستا په نوم ، نفلو نه ډیرکړي دي
زموږ د پیغلو پیغلو خویندو دسینو په غو څولو باندې
د ۍالمانو قصابانو چړې ډیرې پڅې
راځه راځه دزړو نوبټ کې مو نینې دي د پولادو پخې
بو.ن یې واخلې تېرې داړې شي د مرګ ورته له وېرې پڅې
ته به راځې، ته مې په خوب لیدلې
تر تا قربان، دصوفیانه نظام منصور سرداره
للمي غاټول ته پر خې پرخې، پسته ور، بارانه
رنځور وزړونو ته اناره دانګور سرادره
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
په خامو پیوها لمدې چړې ړندې دي ړندې
هغه په تاندو وینو سرې تورې نن زنګ خوړلې
خبربه نه یې چې مغرورې قرعوني ککرې
ددریابي قهر زرین غوندې نهنک خوړلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
د سخې جان سپینو کو ترو درته لویه سلامي نیولې
تر تا جار یږي خوایې ستا غوندې زلمې نیولې
او ښکو تا بیا د جوړو لو ستاو تاج ته د غمي نیولې
کر کې ځپلي یو د سختې مینې ډیر تږي یو
یه تر الما سو ځلیدونکیه او څپانده روده
په غورځنګو نو شه په تور کمر کې لاره باسه
زموږ د بخت پاچا راځه پڼې دې مه وبا سه
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
پر سردې تاو د هراتۍ توره لونګۍ، د کندهار رزلمیه !
په کې غونچه غونچه ټومبلي تورلشي اوزرین رنګې غنم
لشې لشې باڼه دې نیغ ووشمله دارزلیمه
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې

۱۹/ ۱۰ / ۹۸ پیښور ناصرباغ نوې کمپ

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005